د هیواد تباهۍ اغاز: د ثور اومه | شهادت 

22nd July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د هیواد تباهۍ اغاز: د ثور اومه

شهادت

2018-04-27

د ۱۳۵۷کال د ثور اومه د هیواد په تاریخ کې دهیواد او ولس د تباهۍ اغاز اوپیلامه ده . دهمدې ورځي څخه چې کمونستانو د افغانانو په لاسو د مات شوی شوروي اتحاد په نیغ ملاتړ دهیواد همغه نظام چې دهمدې کمونستانو په ملاتړ منځته راغلي و، له منځه یوړ اوپخپله یی د ټوپک په زور په نظام ولکه وکړه او بیا یی دغه نظام د غوایی داومي انقلاب و نوماوو . 
دا چې د وخت شوروي اتحاد ددي ستراتیژیک هیواد په لاندې کولو کې څه موښې درلودې ، په تاریخ کې ثبت دي ، خو دا چې په دې هیواد کې کمونست ګوند دخپل ولس سره څه وکړل او هیواد یی په اقتصادي ، سیاسي او ټولنیز لحاظ په کوم ځاې کې و دراوو ،هم زمونږ تر مخه دي ، دا هر څه زمونږ د ځوان نسل له پاره په ځانګړې توګه هغوې ته چې ددې نظامي اشغال او د کمونستانو د وحشت وروسته پیدا شوي او کیسي یی په خپلو غوږونو اوري ، یو ستر درس دې .
دکمونستانو د نظام په خلاف د ټول ولس ستر قیام ، د اسلامي جهادي ګوندونو ، په ځانګړی توګه دحزب اسلامي افغانستان د منظمو او مؤمنو مجاهدینو ونډه ، د تاریخ په زرینو پاڼو کې شتون لري . 
بدبختانه چې د کمونستانو درژیم د له منځه وړلو او د شورویانود په اصطلاح نه ماتیدونکې ځواک دماتولو وروسته بیا هم د هیواد انقلاب لکه څنګه چې یی تمه کیده هغسې پایلي و نه درلودي ، اوعلت یی ډیر څرګند او معلوم دې چې هیواد مو د څرګندو شوروی عسکري ځواکونو څخه خلاص شو خو د پټو او معامله ګرو مجاهد صفتو داسې کسانو په لاسو کې ولوید چې اصلا د پردیو مزدوران او دهغوې لاس پوڅي وو . ولس مو په پوره میړانه د اسلام او داسلامی عد الت د قیام په خاطر و جنګید خو بین المللي استعمار د خپلو بړیڅو په واسطه دا انقلاب اختطاف کړ . د ولس اصلي انقلابي بچیان یی د سترو سترو جنجالونو سره مخ کړل ، ترڅو و نه توانیږي دهیواد د ولس د کونډو ، شهیدانو ، یتیمانو او معلولینو د ارمانو په مطابق د هغه اسلامي نظام خاوندان شي چې دهغې له پاره یی دومره سترې قربانۍ ورکړي وی . 
د ثور داومې او اتمې دواړو ورځو په اړه د یوه ریښتونې ځوان افغان آند دادې چې وایی : 
«آنچه امروز از كودك گهواره يى تا پير مرد شيخ فانى از بدبختى هاى روز گار از قبيل بى وطنى، معلوليت، معيوبيت و صد ها عواملى منفى ديگر كه ما به آن روبرو ميشويم، آغاز آن همان پديده شوم "كودتاى ٧ ثور" است كه بالاى ملت و مردم بيچاره ما بنام انقلاب ثور تحميل كردند؛ فراموش نبايد كرد كه "٨ ثور" نيز برادر اخيافى و امتداد همان ٧ ثور ديروز بود، ولى به همين تفاوت ايكه در آن ملت مجاهد و شهيد پرور در ميدان نظامى ابرقدرت جهان و طلسم كمونيزم و مزدوران داخلى آنرا شكست دادند، ولى در ميدان سياست ناكام و آنچه آرمان ميليونها شهيد، مهاجر، معلول ، معيوب و مجاهد برهنه پاى بود كه بايد پذيرفت و متاسفانه نتوانستيم آنرا برپا داريم.»
د غوایی اوومه او اتمه ، دواړه ورځې زمونږ د هیواد په تاریخ کې ډیرې تورې او په تاریخ کې د استعماري ګوډاګیانو د تسلط د ورځو په څیر ثبت دي .
که د غوایی اومه دهیواد د تاریخ د تباهیو اغاز دې نو د ثور اتمه د همدې تباهیو اوبربادیو انتها ده . د غوایی په اومه مو هیواد دکمونیزم په بربریت کې و لوید خو په اتمه یی د معامله ګرو مجاهد صفته کمونستانو په لاسو کې پریوت چې پایلي یی د طالبانو په نظام او دهغې وروسته د امریکایانو او ناټو په بربنډ اشغال باندې تمامې شوې . دامریکایی اشغال په مقابل کې هم ولس اوددې ولس مجاهد قیادت په پوره میړانه مبارزه او جهاد وکړ ، چې په پایلوکې یی امریکا د ناټو د ځواکونو سره یو ځآي د ناکامۍ سره مخ او دهیواد نه په تیښته کولو مجبور شول . امریکایانو هم د شورویانو د خط په تعقیبولو سره واکمنی یو ځل بیا دشوروي نه راپاته د جهادی کمونستي منحطو ناولو اولاسپوڅو کسانو ته په واک کې ورکړه ، او په خپله یی د افغانستان دازادۍ او استقلال په مرۍ پښه کیښوده او د نظام سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز سیاست یی دخپل سفارت په لاسو کې ورکړ .یو شمیر سمبولیک او ډیر کمظرفه انسانان یی د واک په ګدۍ کینول ، او ددې سمبولیکو وګړو د نڅا تار یی په خپله په خپلو لاسو کې واخیست . 
دهمدې بیکفایته کسانو څخه یی یو د یوه تلویزون سره په مرکه کې وایی چې : « که در انتخابات وعده های که همرا مردم کرده بودیم همه ای آن شوخی بود تا بتوانیم رای جم کنیم. »
بدبختانه زمونږ د ولس یو شمیر وګړي دغسې بې علمه او ناپوهه کسان دې چې دخپل ملت او ولس سره د شوخۍ کولو له مخې د امریکایانو په واسطه په ګدۍ کینول شوي . معلومه نه ده چې تر څو پورې به مو ملت او ولس ددې شوخۍ سره مخ وي .
د غوایی د انقلاب د اثارو او نښو د ختمولو او په هیواد کې د نااهلو کسانو په مقابل کې یوه ستر اسلامي انقلاب او بدلون ته اړتیا ده . او دا د هیواد ځوان نسل پورې اړونده ده چې ددغه ډول شوخیو ، تباهیو ، او د نا اهله کړچار لرونکو حاکمانو ته په خپل قوت سره ځواب ووایی ،ځکه نور مو ولس ددې شوخیو دزغم وړتیا نلری . په ولس باندې دغه ډول ریشخندوهونکي وګړی باید د اسلامي عدالت مخې ته د خپلو کړو د سزا په خاطر حاضر کړل شی . او دا هغه وخت شوني ده چی په هیواد کي د ازادو او شفافو ټاکنو له مخی یو اصولي او په خپل ځان متکي خپلواکه نظام حاکم شي او دپارلمان له لاري داسي قوانین مرتب کړل شی چي دهغي له مخی دغه ډول خپلسري مجرمین د عدالت میز ته راکش کړي. اما د اوسني ټاکنیز نظام دتداوم له مخی ، او ددي نظام لاندی د ټاکنو په بنسټ به دا ځل هم دا کار شونی نه وي ، مګر داچي په مقابل کي یی قوي او ځواکمن حرکت رامنځته شي، ځکه ددی اوسنی ټاکنیز سیستم له مخی به همغه وګړي مستفید کیږي چی په دغه نظام کي خپل مافیایی فعالی کړۍ ولري او یا هم د تر لاسه شوی لوټمار له مخی بیدریغه سرمایه مصرف کړي .
د ۱۳۵۷ کال د غوایی د کودتا د تدوام نه دمخنیوي له پاره د ریښتنو مخلصو وګړو له خوا جدي قدمونو اخیستلو ته اړتیا ده ، ترڅو دغه ټآکنیز فاسد سیستم ته تغیر ورکړي او د یوه سهي عزتمنده پارلمان د جوړښت او د قوي او ځواکمن نظام د رامنځته کیدو له پاره نه ستړیدونکی هڅي او هاند وکړي.
فاعتبروا یا اولي الابصار 
 



'شهادت'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd July, 2018