الکترونيکي تذکره د افغانانو دهويت، عزت او برم نښه ده | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

الکترونيکي تذکره د افغانانو دهويت، عزت او برم نښه ده

2018-05-10

افغانانو دتابعيت تذکرې چې ديوې پاڼې سپين کاغذ په بڼه به افغانانو له ځان سره گرځولې چې دا د نورې نړۍ دتابعيت له کارتونو او تذکرو سره په هيڅ ډول برابرې نه وې . ددې لپاره چې د افغانانو دتابعيت سند يا تذکره دنورې نړۍ له تذکرو سره سيال شي، نو الکترونيکى تذکرې مطرح شوې؛ خو دا تذکرې ددې پرځاى چې د افغانانو ترمنځ ديو والي او همغږۍ ټکى شي او هېوادوال پرې ووياړي، د ځينو هېوادونو اجنټانو او نوکرانو  د افغانانو ترمنځ دخپلو بادارانو په نغوته (اشاره) دتفرقې رامنځته کولو په موخه د افغان او اسلام له کلمو سره کلک مخالفت څرگند کړ چې دا تذکرې څو څو ځلې پارلمان ته راغلې او ولاړې چې بيا هم همدا خبره تائيد شوه چې په الکترونکي تذکرو کې دې د اسلام او افغان کلمه وليکل شي، خو داجنبيانو نوکران بيا هم ارام نه شول او خپل مخالفتونه ئې څرگندول، خو دا مخالفتونه هم تل يو شان او مستقر نه وو، کله به ئې ويل چې دافغان ترڅنگ دې دهر قوم نوم هم وليکل شي خو کله به ئې هم ويل چې د افغان کلمه بيخي نه منو ، دغه ناندرۍ ددې لامل شوې چې ټاکنې هم له درې کاله ځنډ سره مخامخ کړي او دتذکرو د ويش پروسه هم سبوتاژ کړي او پر ېنږدي چې راتلونکې ټاکنې ددغو برښنائي تذکرو پرمټ شفافې او رڼې ترسره شي . 
دا چې دغو مغرضو وگړو په ړانده ډول دنورو په اشاره دغه مخالفتونه کول علتونه ئې شايد ډير وي خو افغانان ئې چې په ښکاره پېژني هغه دادي چې لومړى خو دوئ له اجنبيانو ددغسې يوې لوئى ملي پروسې دتخريب په بدل کې امتيازات اخيستل او بله خبره دا چې د دوئ منطق ډير کمزورى و او دافغانانو په گټه او تاوان نه پوهېدل، خو حزب اسلامي داسې فکر کوي چې دوى په هرڅه ښه پوهيږي نه غواړي چې افغانستان دسوکالۍ په لور ولاړ شي، نو ځکه ئې مخالفت کاوه، خو دا چې واگې ئې دنورو په لاسونو کې دي دنورو مغرضو گاونډيو په اشاره نه غواړي چې افغانستان دسوکالۍ په لور ولاړ شى نو ځکه ئې مخالفت کاوه خو حزب اسلامي په دې پوهيږى چې الکترونکى تذکرې دغه لاندې گټې لري !
1 -  يو کس نشي کولاى چې دالکترونيکي تذکرې په اخيستلو څو تذکرې او پاسپورټونه واخلي . 
2 -  يو کس نشي کولاى دبرېښنائى تذکرې په درلودلو جعلي تحصيلي اسناد واخلي يا نې دغه تذ کرې په ټوليز ډول دجعل دمخنيوي لپاره کلک او فولادي ديوال دى . 
3 -  يو کس دالکترونيکي تذکرې په درلودلو نشي کولاى چې څو ځايه په مختلفو نومونو دندې ترسره کړي او څو معاشونه واخلي . 
4 - څو ځايه رايه نشي  ورکولى . 
5 -  د برېښنائى تذکرو په درلودلو سره به په هېواد کې دزرگونو خيالي ښوونکو او شهيدانو مخه ونيول شي چې معاشونه ئې اوس مهال زور واکى او لنډغر اخلي . 
6 -  دبرېښنائى پېژندپاڼې په درلودلو سره دهېواد کره نفوس معلوميږي، دهر قوم اکثريت او اقليت کره کيږي او په دولت کې ئې ونډه معلوميږي . 
7 - بريښنائى تذکرو په درلودلو په هېواد کې امنيت تامنيږي دبرمتو، شوکو او فساد مخه نيول کيږي .
8 - دبرېښنائى پېژند پاڼې په درلودلو سره برېښنائى حکومتولي، بريښنائى سوداگرى رامنځته کيږي چې دهېواد په اقتصاد کې لويه ونډه لري.
بريښنائى پيژند پاڼې داسې ډيرى نورې گټې لري خو دا چې ځينى ښاغلي ورسره مخالفت کوى يو لامل خو ئې لکه وړاندې چې مو ورته اشاره وکړه چې د افغانستان ددښمنانو په اشاره داکار کوي او بل لامل ئې دادى چې د بريښنائى تذکرې په اخيستو د دوى اصلي هويت معلوميږي او دلنډغرو جيبونه خالي کيږي او له فساده ئې لاسونه لنډيږي .
خو له دې ټولو ناندريو وروسته دتيرې پنجشنبې په ورځ دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غنى بريښنائى تذکره واخيسته او دغه لړۍ ئې رسماً پيل کړه چې دهغو مغرضو وگړو ترڅنگ يو شمير بې غرضه مشرانو او سياسيونو هم تر اوسه ځان نه دى ښورولى خو دافغانستان دجهاد او سولې اتل دحزب اسلامي مدبر رهبر په ډير وياړ دتذکرو اخيستلو مرکز ته ولاړ او بريښنائى تذکره ئې واخيسته حزب اسلامي دجمهور رئيس دغه ملي کار ستائى او ډاډ ورکوي چې ملاتړ ئې هم کوي او تر شائي ولاړدى دحزب اسلامي مشر دتيرې جمعې په ورځ چې په پروان ولايت کې ئې يوې سترې پرتمينې غونډه کې ئې وينا کوله، له متدينو او مجاهدو هېوادوالو نه ئې کلکه غوښتنه وکړه  چې د افغانستان په چارو کې دمغرضو هيوادونو اجنټانو تر تاثير لاندې رانشي او بريښنائى پېژندپاڼې واخلي او په دغه ملي پروسه کې دزړه له کومې گډون وکړي او خپل ملي او اسلامي پور ادا کړي . 




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018