افغانستان کې د بندونو جوړول او پرفراه بريد!! | شهادت 

20th August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

افغانستان کې د بندونو جوړول او پرفراه بريد!!

2018-05-21

فراه د افغانستان په لویدیځ کې د هرات او نيمروز تر څنګ یو له هغو درې ولايتونو دی چې له ایران سره سرحد لري او همدارنګه له هلمند ولایت سره جوخت پروت دی چې هلمند د طالبانو د قدرت اصلي مرکز هم دی او له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې د څو مليارد ډالري پروژې د ګازو د نل ليکې د تېرېدو په مسیر کې واقع دی چې تېره اوونۍ پرې د طالبانو او ایراني سپاه پاسداران ځواکونو له خوا ناتار بريد وشو خو د افغان زړورو کوماندویی زمريانو له خوا یې بريد په شا وتمبول شو او په سيمه کې افغان سرتيري، عوام او د سيمې اوسېدونکي او د طالبانو د وژل کېدو تر څنګ ايرانۍ وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او جګړه پای ته ورسېده.
دا چې افغان چارواکي وایی چې د طالبانو ملاتړ ايران کوي نو ځينې دلایل او شواهد هم لري، که دا جګړه د افغان طالبانو او افغان حکومت وای نو بيا نه امریکایانو او نه هم ایران ته د نظر څرګندولو اړتيا نه پیدا کېده لکه اوس چې ايران وایي د فراه په جګړه کې امريکايانو مداخله وکړه او یا هم چې د امريکا سفير وویل چې ایران طالبانو ته لوژستيکي مرستې ورکوي او د فراه والي بيا وویل چې په جګړه کې طالبان د روسي تجهیزاتو پر مټ جنګېدل او د افغانستان نظامي چارواکو بيا وویل چې ایران طالبانو ته وسلې ورکوي، دا ټولې خبرې له امکان نه لرې نه دي، ځکه چې (باد نه وي نو ونه نه ښورېږي.)
اصلي خبره داده چې دا جګړه ولې نه ختمېږي، ځکه که د افغان طالبانو او افغان حکومت جګړه وای نو افغان حکومت خو د سولې سخاوتمندانه وړانديز کړی او طالبانو هم په ښکاره کوم منفي عکس العمل نه و ښودلی او داسې برېښېده چې توافق ته به ورسېږي، نو چې ایران او روسانو وليدل چې خبره د سمېدو په لور روانه ده نو مداخله یې وکړه او بدبيني یې د افغانانو تر منځ را تازه کړه او ایران یوازې پر همدې بسنه نه کوي، بلکې په افغانستان کې هم پراخ لاس او جاسوسان لري چې معلومات ورکوي خو حزب اسلامي طالبانو ته وړانديز کوي چې د نورو د دسيسو ښکار نه شي او له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېني، ځکه دا جګړه د افغانانو په ګټه هم نه ده او دا جګړه د افغانانو نه بلکې د امريکا او ایران او هم د افغانان دولت او ايران جګړه ده، د ايران او امریکا د جګړې عوامل هم ښکاره دي چې د اتوم پر سر پرې امريکا بنديزونه لګوي او ايران د امريکا له خوښې او رضا پرته اتومي بټۍ فعالې ساتلي او یورانيم غني کوي، یانې دا د یورانيمو جګه ده چې موږ پرې ډېر بحث نه کوو او هم له افغانستان سره د ايران د دښمنۍ عوامل څرګند دي چې اول خو دا چې له ترکمنسنان نه چې کومه د ګازو نل ليکه د افغانستان له لارې پاکستان ته تېرېده، ایران غوښتل چې د ایران له لارې تېره شي چې په هغه مهال یې هم ډير په سپين سترګۍ په دغه سيمه کې د نا امنۍ هڅې کولې خو ايرانيان په خپل دغه شوم پلان کې ناکام شول، اوس هم ايران تل په دغه مسير کې نا امني رامنځته کوي چې داسې وښيي چې دلته په افغانستان کې امن نه شته که اوس هم ددغې نل ليکې مسير بدل شي خو دا خوب دې له افغانستان نه د تلونکو اوبو هغه وچ شوي سيند ته تېر کړي، دا چې دا خوب یې اوبو ويوړ نو دوی لا د هماغه خوب پر ليدو بوخت وو او لا را ويښ شوي نه وو چې د افغانستان له لورې وړيا ور روانې اوبه هم پرې بندې شوې نو ايران په هماغه مهال هم خپل مخالفتونه څو څو ځلي څرګند کړل، حتا د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي و چې پر ايران د اوبو بندول به بې ځوابه نه پرېږدو، چې همدا د فراه بريد یې د اوبو بندولو ځواب و.
عجب منطق او عجب عقل، آيا سليم عقل به دا خبره ومني چې د یو هېواد یو پیداوار یا یو ملکيت ته دې ستا اړتيا هم وي او ژوند دې ورپورې تړلی وي او بيا یې نه غواړې چې قيمت ادا کړې او په وړيا ډول یې وغواړې، که هغه ملک په خیراتي ډول څه مرسته درسره کوله نو سمه ده کنه نو د دښمنۍ او نا امنۍ جوړولو حق خو نه لرئ، اوس ايران هغه اوبه په وړيا او خیراتي ډول غواړي خو حزب اسلامي د یو رښتيني افغان لوی ګوند او د افغانستان د ملي ګټو او نواميسو د مدافع په توګه لومړی خپلو هېوادوالو طالبانو ته او بيا ايران ته ځېنې سپارښتنې، لارښوونې او وړانديزونه لري.
طالبانو ته په ډيرو لنډو ټکو کې وړانديز او غوښتنه ترې کوي چې د پرديو په اشاره د پرديو د ګټو خوندي کولو لپاره هېواد مه ورانوئ او د افغان حکومت د سولې وړانديز ته لبيک ووایاست او د سولې له بهير سره یو ځای شئ او د حزب اسلامي په څېر له خپلو ملي او سياسي ګټو دفاع وکړئ او د هېواد په ودانولو کې برخه واخلئ.
همدارنګه حزب اسلامي ايرانيانو ته هم وایي چې د ټاپي پروژې وخت تېر دی او اوس ناشونې ده چې هغه مسير دې بدل شي او د ګازو نل ليکه دې د ايران له لارې تيره شي خو د افغانستان د اوبو د تر لاسه کولو لپاره لا هم چانس لرئ، دا چې د اوبو د تر لاسه کولو چانس هم له لاسه ورنکړئ نو له افغان حکومت نه د اوبو د پېرودلو لپاره له قانوني مراجعو او لارو را مخکې شئ او په قانوني ډول، له نړېوالو معيارونو سره سم له افغانستان نه اوبه وپېرئ او په پای کې روسانو ته هم وایو چې په دري ژبه کې یو متل دی چې وایی: (آزموده را ازمودن خطاست) تاسو خو افغانان ازمويلي بيا ولې د مړه شوي اور بڅرکو ته پوکی کوئ او را تازه کوئ یې؟ افغانان له تاسو هغه د تېر یرغل تاوان غواړي او که له امريکایانو نه غچ اخلئ نو له امريکایانو سره په کوم بل هېواد کې جګړه وکړئ، افغانستان نور ستاسو د غچ اخيستلو ډګر نه دی، هسې نه چې دغه بيا راشنه شوي غاښونه مو د تېر په څېر ووزي او بيا به د نړۍ له سيالۍ ولوېږئ.
اوس مهال له افغان حکومت سره ټولو ښکېلو جګړه مارو ته د جګړې پر ځای د سولې او تفاهم دريځ نيول په ګټه دي هم ايران ته هم روسانو ته او هم طالبانو ته، دوئ کولی شي د سولې او تفاهم له لارې خپلو موخو ته ورسېږي او خپلې غوښتنې او ګټې تر لاسه کړي کنه نو افغانان هسې هم په جګړه کې را لوی شوي او زاړه شوي خو ستاسو نازولي بچې مه سوزوئ او د تفاهم لار خپله کړئ.

 




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th August, 2018