رښتينې، عادلانه او رڼې ټاکنې د افغانستان د ستونزې اصلي کونجي ده | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

رښتينې، عادلانه او رڼې ټاکنې د افغانستان د ستونزې اصلي کونجي ده

2018-06-04

له څو مياشتو راهیسې د افغانستان 28 لوي او واړه ګوندونه په خپلو کې پر مشورو بوخت وو چې بالاخره په یوې ګډې طرحې سره سلا شول چې د ټاکنو په قانون کې دې تغییر راوړل شي او د ټاکنو اوسنی قانون چې په کې رایې فرد او وګړي ته ورکول کېدې، دغه قانون په ټوله نړۍ کې له چلنده لويدلی دی او د یو دموکراتيک هېواد د ټاکنيزو غوښتنو ځواب نه شي ویلی او هم په دې نه دی قادر چې د تطبیق په پایله کې یې رڼې ټاکنې وشي چې ولس ته یو رښتينی استازی جمهور رييس یا د پارلمان غړي او د ولس استازي معرفي کړي او پر ځای یې هغه قانون عملي شي چې رایې د احزابو لستونو ته ورکړل شي او د احزابو رایې انتقالي شي چې احزاب وکولی شي د خپل یو یا څو نوماندانو رایې نورو ته انتقال کړي او هر څوک چې د احزابو خوښه وي په پارلمان کې د خپل استازي په توګه معرفي کړي چې په دې ډول به یو شفاف پارلمان جوړ شي چې دا پارلمان به ګوندي او حزبي پارلمان وي او هغه استازي چې د احزابو له خوا دغه پارلمان ته معرفي کېږي نو هغه به د ولس رښتيني استازي وي، ځکه احزابو به معرفي کړي وي، چې حزب اسلامی هم همدا غوښتنه لري او تر نورو احزابو هم په خپله غوښتنه کلک ولاړ دی، حزب اسلامي چې څه غواړي دا د ولس غږ دی او د ولس غوڅ اکثريت له حزب اسلامي سره ولاړ دی چې که په قانون کې بدلون راشي نو پارلمان به له څو جهتونو تر دغه اوسني پارلمان غوره وي:
۱- دا چې په پارلمان کې به د احزابو غړي، نفوذ او قدرت معلوم وي.
۲-  په پارلمان کې به د احزابو غړي او پاليسي معلومه وي، د یوې وړې مسالې پر سر به دومره لويې ناندرۍ نه راپیدا کيږي چې حتا وکيلان په تالار کې یو له بل سره فزيکي برخوردونه کوي او د یو بل ګرېوانونو ته سره لاسونه اچوي چې بيا یې نړېوال د رسنيو له لارې ګوري او خندا ګانې ورپورې کوي، بلکې عاجل به د یوې پرېکړې په اړه رایه اخيستل کېږي او اکثريت به هم زر معلوميږي او زر به هم پايلې ته سره رسېږي چې همدغه بيا د افغانستان د جوړولو اصلي راز دی.
که چېرته د احزابو له خوا په نوي وړانديز شوي قانون ، ټاکنې وشي، د احزابو په ځانګړي ډول د حزب اسلامي هغو مشروع غوښتنو ته چې تېره اوونۍ یې د یو پرېکړه ليک په ترڅ کې د ټاکنو کميسيون مخې ته اعلان کړ، مثبت ځواب وویل شي او احزابو ته د څارنې یو ځانګړی مقام او واک ورکړل شي، نو د درغليو مخه به ځکه کلکه ونيول شي چې هر حزب به د خپلو لستونو د نوماندانو رایې هم څاري او د نورو حزبونو کړنې به هم، چې په دې ډول د درغليو او غلطيو مخه په ښه ډول نيول کیدی شي، ځکه هر څوک به د درغليو خلاف وي او یو به بل ته د درغليو اجازه ددې لپاره هم نه ورکوي چې زيان یې مقابل لوري ته رسېږي نو به شفافي ټاکنې هم تر سره شي.
تېر ځل چې کله د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې کېدې نو د درغليو په بهانه  وګړو 63 سلنه رایې ونه شمېرل شوې او یوازې د 37 سلنه ګډونوالو رایې وشمېرل شوې چې که دا د افغانستان د 35 مليونه نفوس په پرتله فيصدۍ ته واړوو نو دا پارلمان د 8 سلنه وګړو نماینده ګي کولی شي چې په کې اکثريت مطلق له خپل حق نه محروم شوي نو چې که رایې انتقالي شي نو د یو کاندید رایې به احزاب بل کاندید ته کارولی شي او په دې توګه به هېڅوک له خپل حقه نه محرومېږي او په پارلمان کې به استازی لري، بله خبره چې ډېره اړينه ده هغه په بهر کې مېشت افغان کډوال دي چې ددې په تمه په ګاونډيو هېوادونو کې شپې ورځې تېروي چې په افغانستان کې یو قانونمند حکومت جوړ شي، نو به خپل هېواد ته را ستنېږي، که چېرې هغوئ ته په ټاکنو کې فعاله ونډه ورکړل شي نو یو خو به هغوئ هم په خپل پارلمان کې خپل ځان ويني او بل به د افغانستان د وګړو په مطلق اکثريت پارلمان جوړ شوی وي نو چې کډوال په پارلمان کې خپل استازی وويني، هماغه ده چې به کډوال هم هېواد ته را ستانه شي او په هېواد کې به امنيت تامين شي، د افغانانو هغه ارمان چې نږدې له څلورو لسيزو ورته تږي دي، پوره شي او یو خپلواک، رښتينی او ملي حکومت به ولري.
که چېرته حکومت د احزابو دغه غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایی نو احزاب، په سر کې یې حزب اسلامي به تر دغه مقدماتي غونډې، ناستې او را ټولېدنې وروسته په خپلو پلويانو غږ وکړي او ټول به په یو غږ واټونو ته راووزي او په لويو لويو مدني حرکتونو او لاريونونو به لاس پورې کړي چې دا کار نه د حکومت او نه هم د افغانستان په خير وي، که بيا خدای مه کړه څه ستونزه او بحران را منځته کېږي او یا هم ټاکنې نورې هم له ځنډ سره مخامخ کېږي نو مسوولين به یې بيا جمهوري رياست، اجرائيه رياست او د ټاکنو کمېسيون وي.
له بلې خوا نړيواله ټولنه هم همداسې خاموشه پاتې ده، حال دا چې په مالي برخه کې د ټاکنو په اړه مرسته هم کوي خو د شفافيت په اړه غلي دى، نړيواله ټولنه بايد پر کميسيون او حکومت هم له نړيوالو اصولو سره سم فشار راوړى چې رنې ټاکنې ترسره شي، خو داسې برېښي لکه د درغليو په برخه کې چې حکومت، د ټاکنو کميسيون او نړيواله ټولنه يو لاس شوي وي او نه غواړى چې شفافې ټاکنى وشي. 
حزب اسلامي په پای کې یو ځل بيا له حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسيون غواړي چې د رڼو ټاکنو برابرولو لپاره ژمنتيا پیدا کړي او د احزابو غوښتنو ته لبیک ووايي که لبیک ورته نه وایی نو بيا یې مانا داده چې ګويا هم حکومت او هم د ټاکنو کمېسيون په قصدي او عمدي ډول غواړي له درغليو ډکې ټاکنې وکړي او د ولس د رښتينو استازو پر ځای خپل د پام وړ کسان پارلمان ته راولي چې دا کارته حزب اسلامي په هېڅ ډول اجازه هم نه ورکوي او دغه ډول ټاکنې ورته د منلو هم نه دي، لکه وړاندې چې یادوونه وشوه، خدای مه کړه د بدبختيو پړه به بيا د حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسيون پر غاړه وي او بس.

 




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018