د ترکيى ټاکنې؛ افغانانو ته لوى الهام | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د ترکيى ټاکنې؛ افغانانو ته لوى الهام

2018-07-02

تيره اوونۍ په ترکيه کې د جمهورى رياست څوکۍ لپاره ټاکنى وشوې او د ترکې پخواني جمهور رئيس رجب طيب اردوغان دغه ټاکنې د څلورم ځل لپاره وگټلې چې موږ د نوموړي ددغه بريا مبارکې ښاغلي اردوغان، د ترکيې ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته وايو. 
د نړۍ مسلمانانو ته ځکه چې کله هم د  ځمکې په هر گوټ کې له مسلمانانو سره د يهودو او نصارا وو څه ستونزه رامنځته شوې، نو د اسلام د حکم مطابق، ښاغلي اردغان خپل روښانه دريځ ښکاره کړى دى، لکه بيت المقدس ته د امريکا د سفارت انتقالول، د اسرائيلو د پايتخت په عنوان چې نوموړي خپل دريځ په ښکاره ډول اعلان کړ او تر خپل وسه ئې مخالفت وکړ، همدا رنگه کله چې په ميانمار کې پر مسلمانانو ظلم اوج ته ورسيد، نو تر هر چا لومړى ښاغلى اردغان او ميرمن ئى هلته ولاړل او د هغه ځاى له مسلمانانو سره ئى همدردي څرگنده کړه او حتا داسى ويل کيدل چې خپل پوځ ئې د جهاد په موخه هلته ليږلى دى، چې د نوموړى په دى کار سره د نړې نور مسلمانان هم څه ناڅه بېدار شول او د ميانمار له مسلمانانو سره ئى  همدردى څرگنده کړه،  بالاخره د هغه ځاى مسلمانان څه نا څه له هغه ظلم نه خلاص شول چې په پايله کې ځينو خلکو ويل چې اردوغان د نړۍ په کچه د مسلمانانو رهبر دى، نو ځکه دې د نوموړى برياليتوب د نړۍ مسلمانانو ته مبارک وى. 
بله خبره دا چې، دا د نوموړى څلورم ځل دى چې د ترکيي د جمهور رئيس په توگه د ملت د رايو په اساس ټاکل کيږي، د نوموړي دا ټاکل کيدل څو خبرى ثابتوى:
لومړى دا چې نومـوړى يـو زړه سواند جمهور رئيـس دى چـې پر خپـل ولس مهربانه دى. 
بله دا چې هغه ولس په رښتيا ملت دى، ځکه ځينو خلکو تير کال پـــر نوموړي کودتا وکړه، خو همدا ملت ئې په مقابل کې ودريد او اوس بيا هم همدا ملت راپاڅېد او د خپل هيواد د سوکالۍ په پارئې نوموړى ته د څلورم ځل لپاره رايه ورکړه. 
اوس د پام وړ خبره دا ده، هماغه خلک چې تېر کال ئې د نوموړي رياست نه شواى زغملى او کودتا ئى کوله، اوس ئې هم هڅه کوله چې د خلکو د رايو په زور ئې له جمهورى رياست نه لرې کړي، خو کله چې ورته ولس رايه ورکړه او نوموړى په غوڅ اکثريت بريالى شو نو ټولو گوندونو ورسره ومنله او نوموړي ته ئى له کوم جنجال پرته مبارکي ورکړه او په ترکيه کې ئى دموکراسي په رښتيني ډول تمثيل کړه. 
د نوموړي په څلورم ځل ټاکلو، د مخالفو لوريو له خوائى منل په دومره لويه پيمانه په ټاکنو کې گډون افغانانو ته هم درس او پيغام ورکوي او هغه دا چې، ترکيه کې نږدې  د افغانستان دوه برابره يانې ٥٧ مليونه خلک ژوند کوي، ټولو په ډير شوق په ټاکنو کې گډون وکړ خو هيڅ يوه هم د درغليو هڅه نه ده کړې. نو ځکه خو ئې د ټاکنو کميسيون هم ډېر ژر پايلى اعلان کړې او مخالفو گوندونو هم ومنله، ځکه چې ټاکنې ئى شفائى وې يانې د ټاکنو د برياليتوپ اصلى راز روڼوالى دى. نو ځکه خو حزب اسلامى هم پر همدى خبره ټينګار کوى چې د افغانستان ټاکنې بايد پاکې او رڼې وى څو چاته د شکايت او جنجال مهلت ورنه کړل شي. 
ولس او سياسيون بايد له ترکيې نه عبرت واخلي او په ټاکنو کې د درغليو هڅه و نه کړي او په مخنيوي کې ئى پوره هڅه وکړي او افغان ولس هم نړيوالو ته دا ثابته کړي چې افغانان هم اوس يو ملت دى او د خپل هيواد د سوکالۍ لپاره په ټاکنو کې برخه اخلي، حکومت او د ټاکنو کميسيون هم بايد درس واخلي او په افغانستان کې هم بايد رڼې ټاکنې ترسره کړى او دا هغه مهال شوني دي چې ټاکنې په ټول هيواد کې حوزوي شي، رائى د احزابو لستونو ته ورکړل شي او همدا رنگه په هغه ډول ټاکنې رڼې وي، هم د سياسي بحران مخه ونيول شي او هم افغان ولس او نړيوالو ته ثابته شي چې د افغانستان د ټاکنو کميسيون او حکومت خپل رسالت او دنده په ايماندارۍ سرته ورسوله، که نه نو د ستونزو، درغليو او سياسي بحران پړه به بيا د ټاکنو د کميسيون پر غاړه وي او په تاريخ کې به بيا ددغه کميسيون د غړو نومونه د ملي خاينانو په نامه ثبتيږى او ولس به ئې هم له ګريوانه رانيسي او ولس هم بايد بيدار اوسي چې که دا ځل بيا هم ټاکنې له درغليو ډکې وې نو ولس بايد له سياسي چارواکو او د کميسيون له غړو د ټاکنو د مالى لګښت پوښتنه وکړى او د دوئ له شخصي شتمنيو بايد د بيت المال زيان جبران کړي.   

 




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018