افغان ولس رڼې ټاکنې غواړي | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

افغان ولس رڼې ټاکنې غواړي

2018-07-22

افغان ولس رڼې ټاکنې غواړي
له اووه مياشتو وړاندې احزابو د ټاکنيز نظام د اصلاح لپاره يوه جامع طرحه حکومت او د ټاکنو خپلواک کميسيون ته وړاندې کړه چې د ټاکنو کميسيون له خوا ورته مثبت ځواب و نه ويل شو او د افغانستان د احزابو طرحه او غوښتنې بابېزه وگڼل شوې چې له شپږ مياشتو سياسي هڅو وروسته د هېواد د ٣٥ لويو احزابو په شريکه يوه اعتراضيه غونډه درلوده چې دغه غونډه د روان کال د غبرگولى مياشتې په ٧ مه نيټه ترسره شوې وه چې احزابو په دغه غونډه کې خبردارى ورکړى و چې که د ټاکنو خپلواک کمیسیون ئې غوښتنې و نه مني نو په نورو مدني حرکتونو به لاس پورى کوي چې د احزابو غوښتنه په هيواد کې درڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کول دي چې دا کار د ټاکنو د قانون د بدلون په صورت کې شونى دى او بس. 
خو له هغه اعتراضيه غونډې بيا هم يوه مياشت تيره شوه او بيا هم حکومت د ټاکنو د شفافيت او ټاکنيز نظام د بدلون لپاره کوم عملى اقدام و نه کړ نو بيا هم همدغه احزابو يو مطبوعاتى کنفرانس ورکړ چې په هغه کنفرانس کې د درغليو ښکاره ثبتونه هم وړاندى شول چې له همدا اوسه روان دى او حکومت او د ټاکنو خپلواک کميسيون پرى ښه خبر دى خو بيائې هم څه اقدام و نه کړ خو هماغه و چې د شنبې په ورځ د ٣٥ سياسى حزبونو په استازيتوب د هيواد د اووه لويو حزبونو مشرانو په کابل سرينا هوتل کې يوه بله ناسته درلوده  چې له ناستې وروسته د احزابو غوښتنې د يوې اعلاميې په ترڅ کې رسنيو ته واورول شوي او احزابو ټينگار درلود چې دوى ته له درغليو ډکې ټاکنې په هيڅ ډول د منلو وړ ندي نو بايد حکومت د شفافيت لپاره د هيواد اوسنى ټاکنيز نظام بدل کړي. 
اوس پوښتنه دا ده چې حکومتونه خو د ولس د هيلو او غوښتنو منعکس کوونکي وي او د ولس له غوښتنو سره سم د هيواد د سوکالۍ لپاره کار کوي نو افغان حکومت ولى ددى برعکس لگيا دى؟
ځواب ئې روښانه دى چې حکومت نه غواړي رڼې ټاکنې ترسره شي او هغه ځکه چې دوى نه غواړى چې دولس رښتيني استازي پارلمان ته لار پيدا کړي چې بيا به د دوى کړنى په جدي ډول څارل کيږي او پارلمان به دوئ ته په ټولو ناقانونه کړنو کې د لارې اغزى وي، دوئ غواړي چې داسى يو پارلمان را جوړ کړي چې د حکومت استازي په کې وکيلان وي او له ټولو ناروا او ناقانونه کړنو کې له حکومت سره يو ځاى او په شريکه پرمخ ولاړ شى او د پوښتنى څوک و نه اوسي چې دا کار احزاب به سر کې افغانستان شموله حزب (حزب اسلامى) ته په هيڅ ډول د منلو نه دى او بايد د ټاکنو د شفافيت لپاره پوره کار وشي او ټاکنې په پوره شفافيت ترسره شي. 
او د شفافيت د ترسره کولو لپاره له دى پرته چې د نوم ليکنې روانه لړى باطله اعلان شي او د نوم ليکنې په برخه کې له بايومټريک سيستم په کار واچول شي او هم اوسنى ټاکنيز نظام بدل شي او هم احزابو ته د ټاکنو پر پروسه د بشپړ څار حق ورکړل شي نوره هيڅ بديله لار نشته او نه هم سياسى احزابو ته د منلو وړ ده. 
په دغه برخه کې احزاب په ځانگړي ډول حزب اسلامي ځکه ټينگار کوى چې احزاب دولس او ملت استازولى کوى او دولس غوښتنوته انعکاس ورکوي نو چې که ټاکنى شفافې نه شي نو احزاب به ئې په پوره توان د ترسره کيدو مخه ډب کړي چې دا د ولس غوښتنه هم ده. 

 




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018