ايا دا وړۍ به شړۍ شي؟ | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ايا دا وړۍ به شړۍ شي؟

2018-07-25

په افغانستان کې د امريکائي ځواکونو له خوا د طالبانو د حکومت له راپرځولو (١٧) کاله تيريږي او هر ځل د افغانستان د حکومت
 له خوا طالبانو ته د سولى وړانديز شوى، خو طالبانو په ډيرو شديدو الفاظو رد کړي دى. 
طالبانو هر ځل د سولې وړانديزونو ته په تاوتريخوالي ځواب ويلى او خپلې جنگي پاليسۍ ته ئې دوام ورکړى او د افغان حکومت پرځاى يې له امريکايانو سره د خبرو غوښتنه کړې، خو بيا هم په دې وروستيو کې د افغان حکومت له خوا اوربند اعلان شو چې طالبانو هم درې ورځې ومانه او له هغې وروسته ئې بيا په لسو ولايتونو کې خپلو جگړوته زور ورکړ خو بيا هم افغان حکومت د سولې وړانديز درلود خو طالبانو په ډير روښانه الفاظو دغه وړانديز رد کړ او هغوئ بيا داسې ویل چې موږ غواړو له امريکايانو سره خبرې وکړو، چې بالاخره دغه وړانديز هم د امريکايانو له خواو ومنل شو، خو پوښتنه اوس دا ده چې ايا دا خبره طالبانو ته لازمه ده چې د افغان حکومت په موجوديت دوئ له امريکايانو سره خبرې کوى؟
ايا دا ملک د امريکايانو دى؟
که د طالبانو حکومت امريکايانو نسکور کړى هم دى خو بيا هم طالبانو ته په کار وه چې له افغان حکومت سره ئې خبرې کړى واى. 
اوس چې دواړه لوري راضى شوي هم دي او داسى ويل کيږي چې څلور پنځه ناستى هم په مختلفو هيوادونو کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ ترسره شوى دي لومړى خو دا چې طالبان له امريکايانو په دغه خبرو اترو کې څه غواړى؟
ايا د دوى غوښتنې دا دي چې تاسو زموږ حکومت رانسکور کړى موږ ته بيرته حکومت راکړئ؟
ايا له امريکايانو نه په دغه حکومت کې گډون غواړى؟ او که نور کوم څه چې څوک لا پرى خبر نه دى؟
او ايا له امريکايانو نه دا غواړي چې له افغانستان نه ووځي؟
طالبان که هر څه غواړي، دائې معقوله لار نه ده چې له امريکايانو سره دې مستقيماً خبرې وکړي، طالبان چې څه هم غواړي بايد له خپلو ورونو، افغانانو او مسلمانانو سره د اسلامى اخوت په رڼا کې خبرى وکړى او هم خپلې غوښتنې مطرح کړي، که چيرته طالبان له امريکايانو سره کوم توافق ته هم ورسيږي، څه ضمانت موجود دي چې افغانان به ئې ورسره ومني او که فرضاً هم ومنل شوه نو طالبان بيا خپلو هغو پخوانيو جگړو ته څه نوم ورکوي او هم ددې خبرې له طالبانو سره څه ضمانت موجود دى چې امريکا به له طالبانو سره په خپلو کړو ژمنو وفادار پاتې شي موږ داسې فکر کوو چې دا هم د طالبانو او هم د امريکايانو له خوا د وخت ضايع کول دى او فکر نه کوو چې دا وړۍ به شړۍ شي. 
حزب اسلامي طالبانو ته وړانديز کوي چې راځئ له افغان حکومت سره د نړيوالو ضمانتونو په موجوديت کې خبروته کېنئ او خپلې لومړنۍ غوښتنې مطرح کړئ او په کابل کې خپل رسمي دفتر پرانيزئ او ورو ورو
 په نورو سياسي برخو کې پرمختگ وکړئ چې هم افغانستان ته سوله راوگرځي، هم د افغانانو وقار او برم پرځاى پاتې شي او هم ستايې غوښتنې په حقيقت بدلې شي کنه نو بيا که چيرته افغان حکومت او افغان
 ولس د امريکا له خوا ستاسې تحميلول و نه مني نو بيا هم ستونزه حل نه شوه او لا اوږديږي نو چې ستونزې اوږدې نه شي طالبان، امريکا او
 افغان حکومت بايد په درې اړخيزو غونډو کې يوې معقولې هوکړې ته ورسيږي چې بيا دغه خبرې يوې مثپتې پايلې ته هم ورسيږي
 کنه نو هسې د سړو اوسپنو ټکول بې مانا او د عقل له تقاضا 
لرې خبره ده. 

 




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018