شفافې او په ټاکلي مهال ټاکنې ولس ته سره کرښه ده | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

شفافې او په ټاکلي مهال ټاکنې ولس ته سره کرښه ده

2018-07-31

نږدې يو کال په پوره کيدو دى چې د ټاکنو په اړه په افغانستان کې بحثونه تاوده دي او هره ورځ د رسنيو د خبرونو په سر ليکونو کې تر ټولو توده موضوع د ټاکنو موضوع ده. له دغه څه کم يو کال راهيسې هره ورځ کله د کميسيون د پخوانيو غړو د عزل کولو په سر ناندرۍ وې کله ئې بيا د نويو غړو د ټاکلو پرسر او کله د ټاکنو د کره نيټې د اعلان پر سر لوى لوى جنجالونه رامنځته شول خو بيا هم هغه ستونزې په يو ډول نه يو ډول حل شوې او بالاخره د ټاکنو دقيقه او کره نيټه هم اعلان شوه خو د ټاکنو خپلواک کميسيون غواړى چې دا ټاکنې هم د پخوانيو هغو په څېر ترسره کړي چې له همدا اوسه ښکاره ده چې که په دغه سيستم ټاکنې ترسره شي نو د تېرو هغو په څېر به له درغليو به ډکې وي د ټاکنو د شفافيت په اړه له افغانانو سره يو عالم اندېښنې مل وې چې د حزب اسلامي په نوښت ټول احزاب د جمهور رئيس له مشورې سره سم چې جمهور رئيس ويلي و که ټول احزاب د ټاکنو د سيستم د بدلون په اړه يوې هو کړې ته ورسيږي نو موږ ستونزه نه لرو، هماغه و چې ٣٧ لوي گوندونه د حزب اسلامي په نوښت دې هوکړې ته ورسيدل چې بايد د ټاکنو سيستم (اس، ان، تى، وي) نه د (ام، دى ، آر)  ته بدل شي احزابو ته دې د کامل نظارت حق ورکړل شي او همداسې نورې طرحې هم وي چې حکومت ئې پر اکثرو قانع و خو له قناعت سره سره بيا هم د احزابو غوښتنو ته اعتنا و نه شوه او د هرې ورځې په تېريدو د ټاکنو نيټه رانږدي کيږي او بهانه کوي چې وخت کم دى او ددې مجال نه شته چې د ټاکنو په سيستم کې بدلون راشي چې دا خبره په هيڅ ډول د قناعت وړ نه ده له ډيرو اعتراضونو او نيوکو وروسته کميسيون د تيرې شنبې په ورځ له احزابو سره يو اوږده ناسته او مشوره درلوده چې په هغې ورځې  بيا هم کومې پايلې ته و نه رسيدل او بله ناسته ئې نن د دوشنبې په ورځ بيا جوړيږي هيله ده چې يوه د حل لاره ورته پيدا شي او په افغانستان کې ټاکنې په شفاف ډول ترسره شي ځکه د ټاکنو شفافيت احزابو او ولس ته سره کرښه ده، دا چې کميسيون وائې چې د ټاکنو په سيستم کې د بدلون راوستو لپاره وخت کم دى، نو دغه د ټاکنو نيټه خو هم همدغه کميسيون ټاکلې او دغه تير درې کاله وخت خو هم همدوئ ضايع کړى او اوس هم لا لگيا دي او وخت ضايع کوي، که چيرې د ټاکنو کميسيون په رښتيا هم غواړي چې په لږ وخت کې ډير کار وشي نو اوس چې ټاکنو ته څه کم درې مياشتې وخت پاتې دى، نو دا په حقيقت کې اوس هم شپږ مياشتې دي، ځکه په درې مياشتو کې درې مياشتې ورځې او درې مياشتې شپې دي چې هره شپه او ورځ ٢٤ ساعته دي چې يو کارکوونکى اته ساعته بايد ادارى ته کار وکړي چې که اته اته ساعته کار وکړي نو په ٢٤ ساعتونو کې بايد درې شفته کار وشي چې په هغه صورت کې بيا دغه درې مياشتې ٩ مياشتې کيږي 
چې دا نو بيا په هيڅ صورت لږ وخت نه دى، نو چې هم ټاکنې په خپل ټاکلي مهال ترسره شي او هم ولس، احزاب او د ټاکنو کميسيون له جنجالونو او سر خوږيو خلاص شي نو بايد په دغه طرحه چې په شپه او ورځ کې درې شفتونه کار وکړي خامخا به خپلې موخې ته رسيږي او په نوي سيستم په شفافې
 ټاکنې ترسره کيږي د ټاکنو د شفافيت لپاره له دې پرته بله هيڅ  لار نه شته ټاکنې بايد په خپل وخت ترسره شي او دا د افغان ولس او احزابو لپاره سره کرښه ده.    

 




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018