ملت د رڼو او عادلانه ټاکنو په تمه | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ملت د رڼو او عادلانه ټاکنو په تمه

2018-08-13

ټاکنې چې د مشروع زعامت د ټاکلو او په هيواد کې د ستونزو او جنجالونو او ويجاړوونکو جګړو د پاى ته رسيدو اصلى او يوازينۍ لار ده، نو بايد ټاکنې وشي خو دا ټاکنې بايد شفافى، رڼې او عادلانه وي.

نږدى يو کال وړاندې د حزب اسلامى محترم امير جناب حکمتيار صيب د افغانستان له جمهور رئيس سره د ټاکنو د شفافيت  خبره مطرح کړه چې ولسمشر ورسره منلې وه چې که ټول احزاب د شفافيت لپاره يوه طرحه وړاندې کړى نو دولت او ولسمشر ورسره ستونزه نه لري نو هماغه و چې جناپ حکمتيار صيب د ټولو احزابو د اجماع جوړولو لپاره هيڅې پيل کړى او پدى وتوانيد چې دا اجماع جوړه کړى خو کله چې اجماع جوړه شوه او بيا د احزابو له خوا د ټاکنو د شفافيت طرحه حکومت او د ټاکنو کميسيون ته وړاندې شوه نو هغوئ په عکس کې وويل چې او سمهال وخت لږ دى او دا طرحه نه عملي کيږي نو احزابو اعتراضيه غونډي مطبوعاتى کنفرانسونه او مشورتى ناستې ترسره کړى چې حکومت بايد له ژمنې سره سم د احزاپو د طرحى عملى کيدو ته کار پيل کړي چې له بده مرغه دا کار لا تر اوسه هم ندى ترسره شوى او لا هم د ټاکنو شفافيت تر پوښتنى لاندى دى خو تيره اوونۍ د احزابو حکومت، ټاکنو کميسيون او يوناما ترمنځ درى څلور ناستې وشوي چې څنګه ممکن ده چې شفافې ټاکنې په خپل ټاکلى مهال ترسره شي.

خو له دغه ټولو خبرو وروسته اوس بيا کميسيون د ټاکنو د شفافيت خبره نه مني او ډول، ډول بهائې کوي اوس لا دا وائي چې د پارلماني ټاکنو د پروسې او سيستم بدلون ناشونى دى او وخت لږ دى خو د جمهورى رياست په ټاکنو کې به بيا د احزابو  طرحې عملى کوو او بله خبره دا چې د ټاکنو کميسيون ويلي و چې که احزاب له حکومت سره کومې پريکړې ته ورسيږي نو د ټاکنو خپلواک کميسيون به ئې د عملي کولو په برخه کې عملي اقدامات کوي خو اوس چې حکومت دا خبره د ټاکنو کميسيون ته برېښې نو کميسيون د وخت د کمښت خبره کوي چې دا تشه بهانه ده که نه نو دوه بهرنۍ کمپنۍ دې ته چمتو دي چې د دوه مياشتو په موده کې د ټاکنو سيستم بايمتريک کړى او په شفاف ډول ټاکنې ترسره کړي، خو کميسيون بيا هم اوږه خالي کوي او شفافو ټاکنو ته ژمنتيا نه لري، دا چې ولي ددې لپاره ډير شواهد شته چې کميسيون صادق نه دى.

لومړى دا چې که دغه سيستم بدوي ولى ئى د جمهورى رياست په ټاکنو کې عملى کوئ او که ښه وي نو ولى ئې د هغه بهرنۍ  کمپنۍ پر مټ اوس په پارلماني ټاکنو کې نه عملى کوئ ځواب ئى ښکاره دى چې د ټاکنو کميسيون نه غواړي چې رنې ټاکنې وشي خو که د ټاکنو کميسيون همداسې خپلو خپلسريوته ادامه ورکړي نو بيا که په هيواد کې څه ستونزې را پيدا کيږي مسؤل به ئې د ټاکنو کميسيون وي چې هم په افغان ولس او هم به نړيوالى ټولنې ته د خپل دغه ستر تاريخى خيانت ځواب وائى.




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018