کميسيون غواړي لمر په دو ګوتو پټ کړي | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

کميسيون غواړي لمر په دو ګوتو پټ کړي

2018-09-10

له نن نه ١٠ مياشتې وړاندې د حزب اسلامي امير جناب حکمتيار صيب د افغانستان له جمهور رئيس سره د ټاکنيز نظام د بدلون موضوع مطرح کړه، جمهور رئيس هم ومنله چې که چيرې احزاب په يو اتفاق د ټاکنيز نظام د بدلون يا هم د ټاکنو په اړه د هر ډول بدلون او اصلاحاتو وړانديز وکړي نو جمهوري رياست ئې په اړه څه مشکل نه لري نو هماغه وو چې د حزب اسلامي امير محترم حکمتيار صيب هم لاس په کار شو د (٣٥) حزبونو اتحادئې رامنځته کړ چې دا اتحاد په خپل ذات کې د سولې او ملى يووالي په برخه کې لويه لاسته راوړنه او وياړ و چې الله جل جلاله د حزب اسلامي د امير په برخه کړ، له هغې وروسته احزابو په خپلو منځونو کې له ډير دقت وروسته په دې هو کړه وکړه چې د ټآکنو په قانون کې دې بدلون رامنځته شي، احزابو ته دې د پوره نظارت حق ورکړل شي ټاکنې دې بايومتريک شي، ټاکنې دې حزبي شي او ځينى نورى غټې او وړې غوښتنې خو د ټاکنو کميسيون له هماغه  وخته په يو ډول او بل ډول وخت ضايع کولو او نه ئې غوښتل چې د احزابو د طرحو پرعملى کيدو د تقلب مخه ډب شي او رڼې ټاکنې ترسره شي له هغې لږه موده وروسته د حزب اسلامي قدرمن امير يو مطبوعاتي کنفرانس راوغوښتلو او په هغه کنفرانس کې ئې د ټاکنو په پروسه کې د پراخ تقلب  بيلگې رسنيو ته وښودلې او هم ئې يو يو کس ته چې شل شل تذکرې جوړې شوې وې او سټيکرونه پرې لگيدلي ووښودل او د ټاکنو کميسيون ته ئې ثابته کړه چې په دغه سيستم پانې د (SNTV) غواړئ تاسو ټاکنې وکړي دغه ستونزې ئې په مخ کې پرتې دي او هغه سيستم چې احزابو وړانديز کړي دغه ښېکڼې لري نو راځئ چې د ټاکنو د شفافيت لپاره له زړه کار وکړو خو بيا هم د ټاکنو کميسيون ځان غولولو او دغه دې په دى وروستيو کې د افغانستان ملى ائتلاف يو لک (١٠٠٠٠٠) جعلى تذکرې رسنيو ته وروښولې چې دغه سټيکرونه چې پر تذکرو لګيدلى وو اصلى دي او دا له دې پرته چې ووايو هرومرو به د ټاکنو د کميسيون له خوا پلورل شوي وي بله هيڅ توجيه نه لري او د ټاکنو کميسيون ددې پرځاي چې خپله پړه او نيمگړتيا ومني او په رښتيا د ټاکنو د شفافيت لپاره ژمنتيا ښکاره کړي، برعکس وائې چې دغو خلکو دغه سټيکرونه له کومه کړي او بايد وضاحت ورکړل شي، نو اصله خبره دا ده چې د ټاکنو کميسيون غواړي خپله بې کفايتي اوس په دې کې ونغاړى چې دغه سټيکرونه دوى له کومه کړي خو د تېرو جمهوري رياست ټاکنو په څېر ستاسو په کميسيون کې دغسې فاسدو خلکو ځاي او لار پيدا کړې چې پر مشخصو نوماندانو ئې پلورلي او دا يوازى همدا يو لک جعل نه دى بلکه (٤/٥) ميليونه خيالى او جعلى ثبت نام دى نو حزب اسلامي د ټاکنو خپلواک او محترم کميسيون ته وړانديز کوي چې راځئ د افغانستان له سرنوشت سره لوبې مه کوئ، د ټاکنو شفافيت ته ژمن شئ د بايمتريک سيستم او د احزابو نورو غوښتنو د پلى کولو لپاره له زړه کار وکړئ او شفافې او بې پرې ټاکنې ترسره کړئ که بيا په هغه صورت کې چا ډېرې تذکرې هم جوړې کړي وي نو چې ډېر ځلي رائې ور نه کړى شي تير به ئې پر ځمکه ولګيږى او سبا به تاسو هم ولس ته جګى سترګې ولاړ ياست او هم به د پاک پروردگار په دربارکې سر لوړي ياست.




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018