ايا يوازې بايمټريک سيستم کارول دټاکنو ستونزه حل کولى شي؟ | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

ايا يوازې بايمټريک سيستم کارول دټاکنو ستونزه حل کولى شي؟

2018-09-23

نږدې له يو کال راهيسې د افغانستان (٣٧) مطرح او لويو سياسي احزابو د ټاکنو په سيستم کې د بدلون او شفافو ټاکنو غوښتنه کوله خو کميسيون دغو غوښتنو ته خاصه اعتنا نه کوله او هره ورځ به ئې د وخت د کمښت خبره بدرگه کوله او په بې ځايه استدلال ئې وخت له لاسه ورکولو، چې بالاخره خبره د ناوې څوکې ته ورسيده او په دې وپوهيدل چې احزاب له درغليو ډکې ټاکنې په هيڅ ډول نه مني نو ئې د احزابو غوښتنې ته غاړه کېښوده. اوس د ټاکنو خپلواک کميسيون وائى چې نږدې اويا سلنه چارې پر مخ تللي او له (٢٠٠٠٠) ډېر د بايمټريک دستگاوې هم چمتو شوي او چارې په برياليتوب پرمخ روانې دي. پوښتنه دا ده چې که اوس ددغه سيستم پلي کول شوني دي نو دغه اته مياشتې وړاند ې مو ولې استدلال کاوه چې وخت کم دى؟ خوله دې، دا جوتيږي چې د ټاکنو کميسيون د رڼو ټاکنو هوډ نه لري او بله دا چې احزابو د بايمټريک سيستم غوښتنه په څه مانا وه.

سياسى احزابو چې مدني حرکات او اعتراضات څرگندول موخه ئې ښکاره وه چې هغه په هيواد کې د رڼو ټاکنو ترسره کول وو او سياسي احزابو تل دغه ادعا کړې چې د افغانستان د بحران د حل يوازينې او بريالۍ لار، شفافې ټاکنې دي.

دا چې دغه دومره موده د ټاکنو قيمتي وخت ضايع شوى، ددې ځواب بايد څوک ورکړي؟ څوک ددې باعث شوي چې د ټاکنو وخت ضايع شي ؟ دا هم ښکاره ده چې دغه وخت هم د ټاکنو خپلواک کميسيون ضايع کړى او بايد ملت ته ددې ځواب ووائي.

بيا هم په هر ترتيب هغه د پښتو ژبې متل دى چې ( ماهى چې هر وخت له اوبو ونيسى نو تازه دى) د ټاکنو د شفافيت لپاره چې هر کله اقدام وشي ښه او پرځاى عمل دى او موږ ئې قدر کوو خو يوازې بايمټريک کول د ټاکنو ستونزه نه شي حل کولى ځکه په هندوستان هيواد کې هم ټاکنې د بايمټريک سيستم پر مټ ترسره کيږي خو ټاکنې ئې شفافې نه وي، که د ټاکنو کميسيون وائي چې موږ د احزابو غوښتنه ومنله او ټاکنى د بايمټريک پرمټ ترسره کوو، نو د احزابو غوښتنې د يو پکيج په شکل وې چې هغه په ټاکنو کې د احزابو کلک او هر اړخيز نظارت يقينى کول واحده او نه ليږيددونکې رايه په ليږديدونکو رايو باندى بدلول او د ټاکنو حزبي کول او همدارنگه ټاکنې حوزوي کول دي  او تر ټولو  لويه غوښتنه هغه د ټاکنيز نظام بدلول دي، چې د ټاکنو سيستم له (SNTV)  سيستم نه چې په ټوله نړۍ کې په دغه سيستم ټاکنې نه کيږي او دا يو له کاره لويدلى سيستم دى، دغه سيستم بايد په (Mdr) سيستم ته واړول شي که د احزابو دغه غوښتنى ومنل شي نو به هله بيا ټاکنې شفافې، سياسي احزابو او ولس ته د منلو وړ وي.

که چيرې د احزابو نورې غوښتنې و نه منل شي نو يوازې بايمټريک د ټاکنو ستونزه نه شي حلولى بلکې په دى کار سره د ټاکنو کميسيون غواړي چې تقلب ته مشروعيت ورکړي چې دغسې له تقلب او درغليو ډکې ټاکنې نه افغان ولس او نه هم سياسى احزابو ته د منلو وړ دي او هيڅکله به تقلب ته د مشروعيت ورکولو دغه ناکامه هڅه و نه منو او که بيا هم کميسيون همدا تاکيد وکړي او د احزابو ټولې غوښتنې و نه مني او په پوره اخلاص درڼو ټاکنو د ترسره کولو هڅه و نه کړي نو د راتلونکي بحران مسؤلين به د همدغه کميسيون مشخص غړي وي، بيا دوئ پوه شه او ولس.

 




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018