د ملي يووالي ستره غونډ (ميسم)؛ د ولسى د نيکمرغۍ زيرى | شهادت 

10th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د ملي يووالي ستره غونډ (ميسم)؛ د ولسى د نيکمرغۍ زيرى

2018-10-08

څو ورځى وړاندې د حزب اسلامي د محترم امير ورور حکمتيار په نوښت د افغانستان جيد علما، سياستمداران او نامتو شخصيتونه د (( منابرو يووالى)) تر نامه لاندى رابلل شوي وو چې په راتلونکو ټاکنو او حکومتونو کې د يادو شخصيتونو د ونډى په اړه درى ورځنى  سيمينار ترسره شو. د حزب اسلامي محترم امير په پرانستونکې وينا کې علماُووته د خطاب په ترڅ کې وويل چې مونږ په افغانستان کې ټولو علمى او سياسي شخصيتونو ته  ډېر درناوي لرو او له هغوئ غواړو چې د  زعامت او نظام د اصلاح کولو په موخه خپله ايمانى او تاريخي وجيبه اداکړي. دغه سيمينار د ماهيت له پلوه د افغانستان په معاصر تاريخ کې سارى نه درلود.

دا دى اوس د هغه سيمينار په دوام د حزب اسلامى مشرتابه راتلونکي پنجشنبه د افغانستان نامتو سياستمداران، معاريف، جهادى قوماندانان او پيژندل شوي علمي او سياسي شخصيتونه رابللي څو په افغانستان کې د روان بحران او کشالې د حل په موخه، سره غونډه وکړي او د ملت د ژغورنى لپاره لارى چارى ولټوي.

 دا څرگنده خبره ده چې زمونږ حکومت د امنيت د تامينولو او د سولې د راوستو په برخه کې پاتې راغلى او د راتلونکو ټاکنو څارنه هم نه شي کولى.

د حزب اسلامي اصلي موخه دا ده چې ملي ستونزي بايد د ملت د منل شوو استازو او شخصيتونو په رايه حل شي. البته هيله لرو چې د ((منابرو يووالى)) او (( ملى يووالى ستره مجمع)) پريکړې د افغان مظلوم ملت د نيکمرغى لاسته راتلو او د ناهيلۍ د پاى ته رسولو په پار نه هېريدونکې تاريخي وجيبه ترسره کړي. راځئ ددى سترې غونډى د لا برياليتوب او د ښوپايلو انتظار وکړو.

د حزب اسلامي مشرتابه ټينگ باور لري چې دغه تاريخى نوښت  نه يوازى دا چې زمونږ پېژندل شوو شخصيتونو ته دا موقع برابروي چې د ځپل شوي ملت دردونه دوا کړي، بلکې ددغه ربړېدلي مظلوم ولس برخليک د دوئ په گټه وټاکي. مونږ باور لرو چې (( ملى يووالي ستره مجمع)) وتوانيږي  د خپلو پريکړو او وړانديزونو په بهير کې حکومت قانع کړي  څو ددى  غونډې پايلي راتلونکي دولتونه تگلارى يوه برخه وگرځي او اوسنۍ گډوډى، جگړو او ناخوالو ته د پاى ټکي کېږدي. خو څه چې واقعاً د غور او فکر وړ دي هغه دا ده چې د يادې غونډې بېلګى په تېرو اتلس کلونو کې نه دي ليدل شوي چې په رښتيا د افغان مظلوم ملت د ستونزو د حل زيرى ورکړي. ستر سياسي احزاب، ديني عالمان، سياسى مخور زمونږ د ملى دردونو د شفا په موخه کوټلى گامونه پورته کولى شي. حکومت ته په کار ده چې د يادې غونډى پلوي او ساتنه وکړي، ځکه چې حکومتونه بدليږي د خلکو ارمانونه او ستونزي په خپل ځاى پاتې کيږي او بايد ورته خاص پام وشي.

(( ملى يووالى ستره مجمع)) په حقيقت کې د خلکو، د حزب اسلامي او د حکومت گډ ارمانونه او د ستونزي د حل لارې رڼه هنداره ده. مونږ له افغان غيرتي ولس او حکومت څخه دا غوښتنه لرو چې نه يوازى د ورته غونډى حفاظت او حمايت وکړي بلکې د لا پياوړتيا په پار ئې  کوټلي ګامونه اوچت کړي. مونږ په‌دې گروهه يو چې داسى نوښتونه موجوده دردېدلى حالت په اطمينانى ډول بدلولى شي او د نيکمرغۍ دروازې د ملت پر وړاندې پرانيزي.




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

10th December, 2018