د ټاکنو په پروسه کې بې غوري؛ د ولس له احساساتو او سرنوشت سره لوبې دي | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د ټاکنو په پروسه کې بې غوري؛ د ولس له احساساتو او سرنوشت سره لوبې دي

2018-10-22

افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې له قانوني مودې پوره درې کاله وروسته ترسره شوي، چې دغو ټاکنو ته هم نږدې له لس مياشتو را په دې خوا د ټاکنو کميسيون تيارى نيولى و او بالاخره د تلې مياشتې په ٢٨ مه نيټه ئې ټاکنې ترسره کړې خو له ډېرو ستونزو او درغليو ډکې ټاکنې، داسې ټاکنې چې پر ليدوئې هر رښتيني افغان ته له ډيره غمه او درده خندا راشي، دغه ټاکنې چې ټاکل شوې وه په ټول هيواد کې د سهار اووه بجې پيل او څلور بجې پاى ومومي  چې په ځينو مرکزونو کې دغه سايټونه تر دولس بجو هم نه وو پرانیستل شوي او له هغې وروسته خلاص شول، ځينې ئې لس او ځينې ئې بيا يوولس بجې پرانستل شول.

 دا ښکاره د قانون خلاف کړنه وه له هغې وروسته ئې بل د قانون خلاف کار وکړ او د ټاکنو موده ئې د ماښام تر شپږ بجو وغځوله او بيا هم د قانون خلاف کار دا و چې ټاکنې ئې بلى ورځې ته وځنډيدلې چې دا هم د ټاکنو خلاف کار دى او سراسر د ټاکنو پروسه له درغليو ډکه وه او همدا رنګه ځينى مراکزو کې  بيا له بايمټريک الې پرته ټاکنې وشوې همدا ډول د نا امنيو ستونزه هم لويه ستونزه وه او د ټاکنو په پروسه کې ئې ننګونې رامنځته کړې وې د ټاکنو له پروسې سره داسې لوبې کول او په کمه سترګه کتل او سرسري چلند کول د ولس له احساساتو سره لوبې کول دي چې د ولس له احساساتو سره لوبې کول نه د افغانانو له خوا د بښلو وړ دي او نه هم د رب العزت په دربار کې د بښنى ځاى لري، همدا رنگه د اسلام ستر پيغمبر فرمائى چې: مسلمان هغه څوک دى چې کوم څه ځان ته غوره کړي. نورو مسلمانانو ته ئې هم غوره کړي اوس که د ټاکنو د کميسيون له غړو وپوښتل شي چې که ستاسو په سرنوشت دغسې لوبې وشي ايا تاسو به هغه خلک وبښئ؟ معلومه خبره ده چې ځواب به منفى وي نو چې داسى ده ستاسو د خيانتونو په اړه به تاريخ قضاوت کوي، ولس به هم د لوى پروردگار په دربار کې ستاسو ګرايونونو ته لاس اچوي. دا چې افغانان له دومره ستونزو او امنیتي ننګونو سره سره رايه ورکولو ته راووتل، خپله قهرماني ئې ثابته کړه او په ټاکنو کې ئې فعاله ونډه واخيسته، خو دا ونډه اخيستنه ددې مانا نه ورکوي چې ګويا کميسيون سم کارونه ترسره کړي، بلکې دا د افغان ولس د هېواد پالنې احساس و خو دغه کميسيون د افغان ولس له احساساتو سره لوبې وکړې او په ټاکنو کې ئې بى غوري وکړه لومړى خو دا چې دوئ د بايمتريک له الى سره بلدتيا نه درلوده او سم پوهاوى نه و ورکړل شوى او بله خبره دا وه چې دوي د ټاکنو په پروسه کې د همدغې يوى ورځې لپاره کار کوونکي نه و استخدام کړي او د مکتبونو استادان ئې په وړيا ډول مجبور کړي وو چې په دغه ورځ دلته کار وکړي او هماغه و چې هغوى هم را نه غلل، ټاکنې ترسره شوې، خو مسخره او خندونکي ټاکنې، حزب اسلامى اوس وړانديز کوي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون بايد څو کارونه وکړى څو د اوړو پوزه جوړه شي او هغه دا چې لومړى هغه خلک بايد مجازات شي چې د ټاکنو په پروسه کې ئې غفلت کړي، بله خبره دا چې د ټاکنو پايلى دې د يوې اوونۍ په ترڅ کې اعلان کړي ځکه د مودى په اوږديدو لا درغليو ته چانس برابريږي، د ټاکنو خپلواک کميسيون چې څومره زر کولى شي کره رائى له ناکره رايو جدا شي او پايله ډېر زر اعلان شي او يو باورمند پارلمان جوړ کړي.

 له هغې هاخوا دې په ډېر شرافتمندانه ډول له دندې لاس په سر شي څو راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې وړ او اهل کار خلک کميسيون ته راشي او راتلونکې ټاکنې له دغه سرنوشت سره مخامخ نه شي. 




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018