راتلونکې ټاکنې بايد په رښتيني ډول رڼې او عادلانه وي | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

راتلونکې ټاکنې بايد په رښتيني ډول رڼې او عادلانه وي

2018-10-29

د روان کال د تلې مياشتې په ٢٨ مه نيټه د هېواد په ځينو سيمو کې ماتې گوډې ټاکنې وشوې چې دغه ټاکنې د ټولې نړۍ په کچه تاريخي او بې مخينې وې ځکه په ټوله نړۍ کې د تاريخ په اوږدو کې دغسې شړېدلې، شرميدلې او خرابې ټاکنې نه دي ترسره شوي او سياسي جريانونه او افغان ولس دې ته منتظر دي چې ددغو ټاکنو په پايله کې به څوک پارلمان ته لار پيدا کوي؟

ښکاره ده چې دا ځل به پارلمان ته هغه څوک لار پيدا کوي چې زر او زور ورسره وي له هغې ها خوا خو لکه د پخوا په څېر په ټاکنو کې بيا هم زموږ ځينو هيوادوالو سرونه او د لاسونو گوتې له لاسه ورکړې او په پراخه کچه افغانانو په ټاکنو کې په دې هيله ګډون وکړ چې ګوندې دا ټاکنې به د افغان ولس سرنوشت بدل کړي او له دغو کړاوونو به خلاص شي، خو له بده مرغه چې دغه ټاکنې د کمزوري مديريت له امله هغسې وې چې سړى ئې  په يادولو له ځانه شرميږي. خو له دغه سرنوشت سره د ټاکنو مواجه کول کومه تصادفي پيښه نه وه، بلکې دا يو قصدي او عمدي عمل و او د ټاکنو دغه انځور بيا حزب اسلامي له پخوا ليده، ځکه خوئې د ټاکنو د شفافيت لپاره ځينى وړانديزونه لرل، که چيرته د حزب اسلامى د وړانديز شوې طرحې پربنسټ ټاکنې ترسره شوې واى، نو نن به ټاکنې له دغه شرم څخه ژغورل شوې وې چې هغسې و نه شول او ټاکنې تيرې شوې  او له رسوائى سره مخامخ شوې او اوس به وګورو چې پايله به څه کيږي، خو کله چې د ټاکنو د ښه مديريت او شفافيت په اړه احزابو د بايمټريک سيستم کارولو او هغه د ټاکنيز سيستم د بدلون خبره مطرح کوله نو د ټاکنو کميسيون به د وخت د کمي خبره بدرگه کوله او په بې ځايه بهانو ئې د ټاکنو قيمتي وخت ضايع کړ، اوس د راتلونکي کال د وري مياشتې په اته ويشتمه نيټه د جمهوري رياست ټاکنې دي چې هغه بايد سمې او دقيقي ترسره شي، دا چې څنګه او له کومو لارو شونې ده چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې سمې ترسره شي نو حزب اسلامي له همدا اوسه چې وخت هم کم نه دى او شپږ مياشتې وخت لا شته نو لومړى خو بايد دغه ټاکنې د الکترونيکي تذکرو پر مټ ترسره شي او له هغې وړاندې دې د الکترونيکي تذکرو پروسه چټکه شي، تر څو چې د ولسمشريزو ټاکنو وخت را رسيږي نو اکثريت مطلق افغانان به الکترونيکي تذکرې ولري او بله خبره بيا دا چې د ټاکنو سيستم دې له (SNTV) سيستم نه (MDR) سيستم ته بدل کړي او همدا رنگه دې د بايمټريک سيستم د ښه پلى کولو لپاره ډېر کاروشي څو يوتن دوه ځلي رايه ورنه کړى شي او همدا رنگه حزب اسلامي او نور احزاب جمهورى رياست مقام ته وړانديز کوي چې د ټاکنو اوسني کميسيونونو په جوړښتونو کې دې اړين بدلونونه رامنځته کړي څو دغو کميسيونونو ته چې ډېر مهم کميسيونونه دي او د افغانستان سياسي سرنوشت ورپورې تړلى دى، اصلاح شي او مناسب، د قوي ارادې او قوي مديريت څښتنان وگومارل شي، نو هماغه ده چې شفافې ټاکنې به ترسره کيږي او په پايله کې به ئې د افغان ولس رښتينى استازى او د ولس د هيلو ممثل د جمهوري رياست ماڼۍ ته لار پيدا کوي، که چيرې داسې و نه کړي نو هيواد به له نورو ستونزو او کشمکشونو سره مخامخ کيږي چې بيا به ددغو کشمکشونو اصلي عاملين همدغه معلوم او د ګوتو په شمېر کسان وي او هېوادوالو او تاريخ ته به ځواب وائي او د ستونزو د رامنځته کيدو د پړې ګوته به هم دوئ ته نيول کيږي.  




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018