د مسکو له غونډې د سولې تمه کيدى شي؟ | شهادت 

16th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د مسکو له غونډې د سولې تمه کيدى شي؟

2018-11-12

سوله د هرې ټولنې لومړنۍ اړتيا ده، په تېره بيا د مظلومو افغانانو  له سولې پرته ارام او هوسا ژوند او اقتصادي، تعليمي، فرهنگي، اجتماعي او سياسي پرمختګ ناشونى دى، يوازې په سوله کې هېوادونه او مليتونه پرمختګ کولى شي خو سوله په جګړو لاسته نه شي راتلى، افغانستان کې تېرو اوولس کلنو جګړو ثابته کړه چې د هيڅ ډول ستونزو حل د جګړو له لارې شونى نه دى او هېڅوک  هم نه شي توانيدلى چې د جګړې اوانسان وژنې له لارې خپل هدف تر لاسه کړي، په افغانستان کې د مقدس جهاد له برياليتوب وروسته ډول ډول جګړې وشوې خو هيچا هم هدف تر لاسه نه کړ حتا طالبان پر دى هم وتوانيدل چې حکومت ونيسي خو حکومت ئې و نه شو کولى او پر کورنيو جګړو او ستونزو سربېره د امريکا او د امريکا د متحدينو له مستقيم بريد سره هم مخامخ شول چې په پايله کې ئې حکومت نسکور شو او دا دى تر ننه پورې په دې هېواد کې جګړې دوام لري چې نه د حامد کرزي او نه هم د اوسني ولسمشر غني حکومت پر دې توانيدلى چې د جګړو له لارې د هېواد ستونزه حل کړي او سوله دې هېواد ته راولى او نه هم طالبان پر دې بيا وتوانيدل چې د جګړې له لارې بريالي شي او په هېواد کې حکومت وکړي او ډاډمنه سوله راولي. او همدا رنګه پردې هم ښه پوهيږو چې دا جګړه د افغانانو جګړه هم نه ده جګړه پر افغانانو تپل شوې، په دغه جګړه کې د افغانستان ګاونډي او د سيمې هېوادونه يا په مستقيم او يا هم په غير مستقيم ډول ښکېل دي او هرڅوک د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې خوندي کوي له ګاونډيو هېوادونو سره دا ويره ده چې که په افغانستان کې سوله راشي نو به دغه وړيا او به را باندې لا نورې هم  بندې شي او همدا رنګه به مو افغانستان ته د توليداتو د صادرولو مخه ونيول شي، ځکه په افغانستان کې به بيا دغه توکي توليديږي او ددې اړتيا به نه وي چې له موږه ئې وپېري او دغسې سل او زر نورې نامقدسه موخې لري چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي، همدا رنګه د سيمې هېوادونه بيا غواړي چې په افغانستان کې خپل رقيب او سيال ته ماتي ورکړي، او س که ماسکو د سولې خبرې پرمخ بيائى هم غلطه او ناسمه خبره ده همدا رنګه ترې ددغې خبرې تمه هم نه شي کيدى او که طالبان وائي چې موږ له امريکا سره خبرې کوو او چې ګواکې امريکا به موږ ته سوله راولي، غلطه خبره ده، که کومه ناسته د امريکايانو  په ابتکار ترسره کيږي نو روسان او د امريکا نور مخالفين چې هم زموږ په ګاونډ کې موجود دي او هم په سيمه کې، نه غواړي دغه پروسه بريالۍ شي او چې که اوس د روسانو له خوا هم دغه کنفرانس جوړ شو بې پايلې به وي، ځکه چې امريکايان او نور متحدين ئې دا نه غواړي چې ابتکار دې د مسکو په لاس کې وي؛ بلکې دواړه لوري غواړي چې په افغانستان کې جګړه اوږده شي او له دې لارې دوئ وتوانيږي خپل رقيب مات کړي، خو وينو چې طالبانو د روسانو په بلنه مسکو کنفرانس ته خپل استازي وليږل او هم وائي چې  له امريکا سره مخامخ خبرې کوو چې دا هم سمه خبره نه ده، که طالبان غواړي چې سوله وکړي او د افغان ولس بدبختيو ته د پاى ټکى کيږدي نو را دې شي او له افغانانو سره خبرې وکړي، حزب اسلامي طالبانو ته وړانديز کوي چې د سولى هغه لار انتخاب کړئ چې له هغې لارې ورته رسيدل ممکن وي چې هغه بين الافغاني خبرې اترې دي، که طالبان راشي او خپلې غوښتنې له افغانانو سره شريکى کړي او سولې ته ورسيږي نو بيا په هغه صورت کې د امريکا او نورو بهرنيو ځواکونو شتون ته بهانه نه پاتې کيږي او به خپله په له دې خاورې پښې سپکوي او که نه همداسې له نورو لارو غواړي چې سوله وکړي نو پر دې خبره دى ځان پوه کړي چې دغه لارې ټولې ترکستان ته تللي.




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2018