سوله که د افغانانو ورکه | شهادت 

16th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

سوله که د افغانانو ورکه

2018-12-01

سوله چې د افغانانو ډېر زوړ ارمان او غوښتنه ده او تل همدا غوښتنه کوي چې هغه به څه وخت وي چې افغانان د سولې په فضا کې په ارام زړه ژوند وکړي، نږدې اووه لس کاله کيږي چې په افغانستان کې هم افغانان، هم افغان حکومت، هم بهرنيان او هم ګاونډي هېوادونه د سولې چغې وهي خو سوله د افغانانو لپاره داسې شوې لکه حضرت يعقوب عليه السلام ته چې د يوسف عليه السلام راتلل و، دا چې د افغانانو يوسف به کله راځي دا نو خداي جل جلاله ته مالومه ده، له همدغه اوولس کلونو چې کله افغانانو د سولې غږ پورته کړى نو افغان حکومت د يو څه وخت لپاره يوه پروژه په کار اچولې او افغانان ئې هيله من کړي چې ګوندې له دې لارې ممکن سوله راشي خو له بده مرغه چې هغه هڅې ئې د اوبو پرمخ نقش شوي لکه په دا نږدې دوه لسيزو کې ئې چې د سولې عالي شورا په نامه کوم تشکيل جوړ کړى او تل ئې په کې هغه وګړي ګومارلي چې هغوئ د افغانستان په روان بحران کې د ستونزې يو اړخ پاتې شوى، هماغه ده چې هڅو ئې کوم ځاى هم نه دى نيولى او يوازې ډبل معاشونه او امتيازات ئې تر لاسه کړي او بس.

له بلى خوا چې بيا کله د سولې راتلو لپاره څه ناڅه هيله مندي پيدا شوې نو بيا هلته يا د حکومت او يا هم د مخالفو لورو له خوا داسې عمل ترسره شوى چې هغه هڅې او هيله مندي او بووړي لکه څو ورځې وړاندې چې طالبانو روسيې ته خپل استازي وليږل او د سولې په اړه يوه مشورتي ناسته کې ئې ګډون وکړ چې څه ناڅه هيله مندي ئې را پيدا کړه، خو ورسره جوخت افغان حکومت خپلو قوتونو ته له طالبانو او نورو مخالفينو سره د سخت يرغليز چلند هدايت ورکړ نو هغه د سولې خبرې ئې ټکنۍ کړې او له هغې وروسته ئې د سولې لپاره د يو هيئت په جوړولو پيل وکړ، اوس حکومت او د سولې عالي شورا بايد ولس ته د سولې د عالي شورا د هڅو د پايلو بايد ځواب ووائي، ځکه د يو بل هيئت جوړول دا مانا ورکوي چې د سولې عالي شورا په خپلو کارونو کې بريالۍ نه وه نو ځکه بل هيئت جوړيږي، که رښتيا هم خبره همداسې وي نو بيا خو بايد د سولې عالي شورا منحل شي او پرځاي ئې د سولې نوى جوړ شوى هيئت په کار پيل وکړي خو آيا دا هيئت چې اوس حکومت لګيا دى، جوړوي ئې و به کولى شي چې د افغانانو ارمانونه پوره کړي او سوله راولي، چې ځواب ئې ښکاره دى او هغه دا چې هيڅکله به هم و نه توانيږي.

له بلې خوا بيا کله چې په هېواد کې غونډې جوړيږي که هغه هر ډول غونډې وي د افغانانو هغه ذليل دښمن هيڅ موقع له لاسه نه ورکوي او بريدونه پرې کوي لکه د تېرې اوونۍ چې د علماوو له خوا د ميلاد النبي لمانځونډه جوړه شوې وه، د افغانانو شقي القلب دښمنانو بريد وکړ او د پيغمبر سلګونه وارثان ئې په شهادت ورسول چې ورسره جوخت طالبانو ددغه بريد په اړه غبرګون وښود او دغه بريدئې په کلکو ټکو وغانده، چې دغه غندنه دا ثابتوي چې دا بريد طالبانو نه دى ترسره کړى. که چيرته داسې وي چې دا بريد طالبانو نه وي ترسره کړى، نو بيا خو بايد افغانان بيدار شي او دا مالومه کړي چې په دا تياره کې څوک پر افغانانو ګوزارونه کوي.

ښکاره خبره د چې دا جګړه د افغانانو نه ده نو بايد د ختمولو لپاره ئې په ګډه هڅې وشي، دا چې څه ډول هيڅې بايد وشي، حزب اسلامي ټولو لوروته څو وړانديزونه لري!

لومړى دا چې د سولې لپاره چې کوم هيئت ټاکل کيږي بايد له ډېر دقت نه کار واخيستل شي او داسې کسان وګومارل شي چې هغه د قضيې طرف نه وي واقع شوي او بله دا چې بايد دغه هيئت د افغانستان د مطرح سياسي ګوندونو، مدني ټولونو، علماوو او با رسوخه خلکو په مشوره وټاکل شي چې که بيائې په ترکيب کې يو يا دوه کسه د حکومت يا ارگ له خوا هم معرفي شي پروا نه لري.

بله خبره دا چې حکومت بايد په دغسې حساسو شېبو کې د توند او يرغليز چلند پرځاى له انعطاف نه کار واخلي بلکې که ممکن وي حتا د اوربند لپاره دې لومړى هڅې وشي چې بيا د سولې خبرو ته لار هواره شي.

د میلادالنبی غونډه کې چاودنه:

 وروستۍ خبره او وړانديز دا چې په عامو افغانانو او بيا په ځانګړي ډول ددغه وروستي وحشيانه او ظالمانه بريد چې په اورانوس هوټل کې پر ديني علماوو او د قران کريم  پر حافظانو ترسره شو، وپلټل شي چې دا بريد چا او ولې ترسره کړ چې هم افغان حکومت او هم طالبان ترې د عبرت درس واخلي او د هر ډول امتياز له تر لاسه کولو پرته يو بل ته غاړه ورکړي او دښمن ته غاښ ماتوونکى ځواب ووائي.

حزب اسلامي دغه وروستي بريد او نور هغه بريدونه چې په کې عام افغانان او مسلمانان په شهادت رسيږي په کلکو ټکو غندي او له افغان حکومت نه دا غوښتنه لري چې د بريد په اړه هر اړخيز تحقيقات وکړي او ددې ترڅنګ چې د بريد طراحان او عاملين وپيژني بايد مرسته کوونکي او تر هغه ځايه رسونکي او همدا رنګه هغه څوک چې د امنيتي تدابيرو په نيولو کې ئې له غفلت نه کار اخيستي وپيژندل شي او د اعمالو په سزا ورسول شي او له هغې وروسته نور په دې مظلوم ولس رحم وکړي او د سولې په برخه کې د زړه له کومي کار وکړي.

 

 




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2018