د یکشنبې ورځې په مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي حکمتيار د وینا بشپړ متن | شهادت 

19th September, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د یکشنبې ورځې په مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي حکمتيار د وینا بشپړ متن

2019-07-08

بسم الله الرحمن الرحيم
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
وروڼو او خويندو ته ښه راغلاست وايم
اجازه راكړئ لومړى څو مقدماتي عرائض وړاندي كړم او بيا د سوال او ځواب لړۍ ولرو.
د افغانانو لپاره تر هر څه وړاندي دا موضوع اهميت لري چي څنگه كولى شي روانه خونړۍ او اوږده جگړه پاى ته ورسوي او داسي خپلواك او آزاد افغانستان جوړ كړي چي له جگړو او ناامنيو فارغ وي، نظام ئې د ملت د واقعي ارادې او باورونو ممثل وي، مشران ئې د ولس په خوښه او له هر راز بهرني اغېز او مداخلې پرته غوره شي، او حكومت ئې د ملت ديني او ملي ارزښتونو ته الزام او تمكين ولري. 
د بحران پيل او دوام دوه اساسي عوامل لري: يو ئې بهرنى عامل دئ او بل كورنى.  
كورنى عامل ئې تر ډېره حده د افغانستان په حساس سټراټيژيك موقعيت او د ولس بد اقتصادي حالت كي راخلاصه كېږي، د سټراټيژيك موقعيت ابعاد او د استعماري ځواكونو ناكامي هڅي
شوروي اتحاد او بيا ناټو... 
شوروي غوښتل كابل ئې اډه، موقت تم ځاى او د مزيد مخكي تگ لپاره يو تمځاى او پړاو وى او حكومت ئې د دوى لاسپوڅى وي، ناكام شو، نه افغانان تسليم شول او نه نړۍ والو پر كابل د شوروي سلطه ومنله، نه يوازي وتلو ته اړ شول بلكي همدا ناكام تېرى د شوروي په زوال منتج شو.
ناټو د شوروي ناكامه تجربه وآزمويله، پايله ئې همدا 19 كلن خونړى او اوږد جنگ، د نږدې اته لكه مظلومو افغانان شهادت، او دا چي نن شپږ مليونه افغانان لا مهاجر دي او دوه مليونه د هېواد دننه بې ځاى شوي. د تېري روژې په مياشت كي هره ورځ نږدې 300 افغانان وژل شوي!!
جنگ زموږ هر څه تباه كړي، فقر، لوږه، بې كاري، اعتياد، ناامني، فساد، غصب، د شخصي او ملي شتمنيو غارت، د شتمنو او مستعدو شخصيتونو تېښته،  او د ټولني په هري برخي كي موجود ستونزي همدې اوږده جنگ زېږولې، 
او بيا پر افغانانو تپل شوى بد اقتصادي حالت او فقر جنگ غوښتونكو هېوادو ته دا شرائط برابر كړي چي په ارزان او وړيا بيع جنگيالي استخدام كړي او د خپلو موخو لپاره ئې دلته او په نورو سيمو كي وجنگوي.
د بحران حل هم له يوې خوا په افغانانو پوري ارتباط لري او له بلي خوا په هغو هېوادو پوري چي له افغانستان ئې د خپلو سياسي، نظامي او اقتصادي رقابتونو ډگر جوړ كړى.
د افغانانو ترمنځ څو مسائل اتفاقي دي:
1- د بهرنيو ځواكونو شتون د بحران د دوام عامل دئ،
2- اوسنى نظام د اشغال زېږنده دئ،
3- هېواد مو د بهرنيو استخباراتي شبكو د نيابتي جگړي په ميدان بدل شوى، 4- هغه بهرني هېوادونه د جگړي پر دوام پانگوني كوي چي خپلي گټي د جنگ په دوام كي لټوي،
5- كه دا پانگوني نه وي؛ نو روانه جگړه ډېر ژر پاى ته رسي او هيڅ لورى جگړي ته دوام نشي وركولى، نه د كابل حكومت او نه د دولت وسله وال مخالفين،
6- افغانان د زور حكومت او په ځانگړې توگه د هغه چا حكومت نه مني چي د پرديو د مټو او وسلو په زور پر افغانانو تحميل شي.
7- چا چي دا هېواد آزاد كړى او د هر يرغلگر په وړاندي كلك ودرېدلي او سرښندني ته چمتو شوي؛ هغوى به هيڅكه داسي څه ونه مني چي زموږ له ديني او ملي ارزښتونو سره مغايرت ولري، همداسي چي سياسي او نظامي هجوم ته سر نه ټيټوي؛ فرهنگي هجوم هم نه مني، له اسلام، استقلال او خپلواكي د خپل سر په بيع دفاع كوي. 
د افغانستان په قضاياوو كي دخيل هېوادونه بايد څو حقائق ومني او د هغوى له مخي خپله تگلاره وټاكي:
1- په افغانستان كي د تل لپاره د بهرنيو ځواكونو نظامي حضور نه ممكن دئ او نه افغانانو او د سيمي هېوادو ته د منلو وړ.
2- د افغانستان استقلال، خپلواكي، ملي حاكميت او ارضي تماميت ته له بشپړ درناوي او تمكين پرته بحران نشي حل كېدى.
3- بايد د افغانانو دې حق ته درناوى وشي چي خپل برخليك په خپله او د پرديو له فشار او اغېز پرته وټاكي، د نظام څرنگوالى، د حكومت كورنى او بهرنى سياست ټاكل او د خپلو مشرانو غوراوى په بښپړه توگه د افغانانو اختيار او انتخاب ته پرېښودى شي او هيڅ ځواك دا هڅه ونه كړي چي خپله اراده، د خپلي خوښي نظام، حكومت او واكمنان پر افغانانو تحميل كړي. 
موږ په تېرو څلوېښتو كلونو كي له خپلواكي او استقلال محروم وو، حكومتونه مو پرديو جوړول او حكام مو كله په مسكو كي او كله په بن او نورو هېواد كي غوره كېدل، او تر دې وړاندي په لندن كي. همدا د تېرو جنگونو اصلي عوامل وو. 
متأسفانه بهرني ځواكونه د انتخاباتو په ارتباط هم خپله رأيه پر افغانانو تپي، حتى د افغانانو اجماع ويتو كوي، اساسي قانون او زموږ ملي حاكميت ته سپكاوى كوي!! 
ټولو سياسي گوندونو په اتفاق سره د انتخاباتو د شفافيت تضمينولو لپاره جامع طرح وړاندي كړه، د انتخاباتو كميسيون او دولت له دې طرحي سره توافق وكړ، جمهور رئيس د انتخاباتو په زوړ او ناكاره سيستم كي د تعديل لپاره فوق العاده فرمان صادر كړ، د رسنيو له لاري اعلان شو چي د ميزان په شپږمه به څلور انتخابات؛ د ولسواليو او ولايتي شورى گانو، د غزني ولايت او جمهوري رياست انتخابات؛ هممهاله ترسره كېږي، نوم ثبتونه او رأى اچونه به هممهال او له معياري بريښنايي تجهيزاتو او بايومترك وسائلو په استفادې سره ترسره كېږي، مخكنى سيستم به په MDR سيستم بدلېږي، د مهاجرينو او بې ځاى شوو افغانانو په شمول به هيڅ واجد شرائط افغان د رأى كارولو له حق؛ نه محروم كېږي؛ خو متأسفانه د متحده ايالاتو سفير دا اتفاقي پرېكړه او د جمهور رئيس فرمان د يوې
 ساده مركې په ترڅ كي ويتو كړه او فرمان ئې صادر كړ چي يوازي يو انتخابات به ترسره كېږي؛ هغه هم د زاړه سيستم مطابق او له برېښنائي وسائلو له استفادې پرته!!!  
سوله
د سولي په ارتباط څو اساسي ستونزي لرو: 
1- يوه ئې دا چي بهرني ځواكونه غواړي دا مهمه ملي قضيه او اړوند هڅي ئې په پشپړه توگه د دوى په انحصار او اختيار كي وي، او د افغانانو ونډه ثانوي او شكلي وي.
د قطر بين الافغاني ډيالوگ ئې يو مثال، له افغانانو سره له مشورې او تفاهم پرته يو شمېر خلك غوره كول او د هغوى ناستي ته د بين الافغاني ډيالوگ نوم وركول همغه كار دئ چي په بن كي تجربه شو... تفصيلات ئې: 
2- دې لوري ته داسي باصلاحيته د تصميم مرجع نشته چي د ټولو استازيتوب وكړي او د پرېكړي بشپړ واك ورسره وي، ځيني كړۍ هڅه كوي چي د داسي هيئت او مرجع رامنځته كېدو مخه ونيسي.
3- د واضح او عملي طرحي نشتوالى .... 
نن د امريكا متحده ايالات وايي: حاضر دي خپل ځواكونه وباسي، له وسله والو مخالفينو سره ئې مذاكرات هم پيل كړي، په دې اړه؛ سياسي گوندونه، اغېزمن شخصيتونه؛ او له څو محدودو اشخاصو پرته، ټول افغانان موافق دي چي اوسنى نظام او حكومت بايد تعويض شي. د نظام د سوله ايز تعويض لپاره دوه لاري لرو: 1- دا چي تغيير د ټولو افغانانو په خوښه او د انتخاباتو له لاري وي، داسي تدابير ونيول شي چي انتخابات شفاف او عادلانه وي، د تقلب مخه ونيول شي او ټول هغه لازمي او ضروري شرائط مهيا شي چي د انتخاباتو شفافيت تضمين كړي. په دې ارتباط موږ د سياسي گوندونو په گډي طرحي او غوښتني ټينگار كوو، كه دا تضمين نه شي نو حزب اسلامي به مجبور وي د مثبت او رغنده تغيير لپاره په نورو چارو غور وكړي.  2- ځيني داسي موقت حكومت جوړول ضروري گڼي چي بې طرف وي، په هيڅ لوري او ډلي پوري تړلى نه وي، په بن كي د جوړ شوي ناكام حكومت په څېر ائتلافي بڼه ونه لري، وايي: د بن فاجعه بايد تكرار نشي، دنده ئې فقط د انتخاباتو ترسره كول او يوه منتخب حكومت ته د اقتدار سوله ايز انتقال وي، موده ئې هم يوازي دومره چي د انتخاباتو ترسره كول ئې ايجابوي. 
په دغو مهمو مسائلو كي بايد د تقابل پر ځاى د تفاهم لاره غوره شي، له يو اړخيز تصميم ډډه وشي، يو اړخيز تصميمونه ستونزي زېږوي او په نښتو او نظامي تقابل منتج كېږي.
پوښتنه دا ده: آيا ټول لوري د طالبانو په شمول؛ له دې سره توافق كوي چي شفاف او عادلانه انتخابات اقتدار ته د رسېدو يوازينۍ مشروع لار وي، نوري لاري او مخكنۍ خونړۍ تجربې ونه آزمويي؟ آيا ټول لوري دا مني چي اقتدار ته د رسېدو لپاره به وسله نه كاروي او د بې گناه او غير محارب انسان وژنه به په قطعي توگه حرام گڼي؟ آيا د افغانانو په ضد او د اقتدار لپاره د وسلې كارول تحريموي؟ آيا دائمي اوربند ته چمتو دي؟ آيا د بهرنيو له هر راز لاسوهنو سره مخالف دي او هيچا ته اجازه نه وركوي چي افغانستان ته وسلې او جنگيالي راولېږي او افغانان په داخل كي يو د بل خلاف وجنگوي او يا ئې د جنگ لپاره نورو هېوادو ته ولېږي؟ آيا موافق يو چي بهرني ځواكونه دي د يوه معقول مهالوېش مطابق له افغانستان ووځي؟ آيا موافق يو چي دا يوازي د افغانانو حق دئ چي د افغانستان د مستقبل، د نظام د څرنگوالي، د بهرنيو ځواكونو د وتلو نېټې او كيفيت او نورو سترو سترو ملي مسائلو په اړه وروستى تصميم ونيسي، د پرديو له هر راز مداخلې، وصايت او قيموميت پرته؟ آيا ټول بهرني ذيدخل لوري افغانستان د يوه داسي مستقل، خپلواك او بې طرف هېواد په توگه مني چي د هغه بشپړ ملي حاكميت ته به درناوى لري، دا به د افغانانو خپل حق بولي چي خپل برخليك په خپله وټاكي، د خپلي خوښي او د خپلو باورونو او ديني او ملي ارزښتونو له مخي سياسي او اجتماعي نظام رامنځته كړي، د داخلي او خارجي سياست په ټاكلو كي بشپړه خپلواكي او آزادي ولري، د نړۍ له ټولو نږدې او لري هېوادو سره د خپلو ملي گټو له مخي متوازن سياست پلي كړي، په هيڅ پردي هېواد پوري تړلى نه وي، خپل مشران په خپله غوره كړي، نه د كوم ځواك سياسي او نظامي اډه وي او نه اقتصادي او تجارتي ماركيټ، او نه د نورو د سياسي او اقتصادي رقابتو او نيابتي جگړي ډگر؟ 
كه ټول كورني او بهرني لوري له دغو اساسي مطالبو سره موافق وو نو په آسانۍ سره كولى شو بحران حل كړو، كه نه نو جنگ به حتماً دوام كوي، حتى كه امريكا وغواړي د كابل حكومت چا ته وسپاري ورته ممكنه نه ده، كه څوك دا طمع ولري چي امريكا كولى شي ارگ ورته تسليم كړي يا ئې په ارگ كي تل پاته كېدا تضمين كړي، هغه سخته اشتباه كوي، تجربو وښوده چي نه دا كار ممكن دئ، نه ئې امريكا كوي او نه ئې كولى شي، كه ئې كولى شوى نو په تېرو اتلسو كلونو كي به ئې د خپلي خوښي يو مضبوط او ځواكمن حكومت رامنځته كړى وو.  
متأسفانه ځيني افغانان د مخكنيو ناكامو تجربو د بيا بيا تكرار لار غوره گڼي او په همدې كي خپل بخت آزمويي، خو له همغه تور برخليك سره به مخامخ كېږي چي سلف ئې مخامخ شوى، هغه چي ارگ ته يا له دېوالونو اوښتي، يا په ټانكونو كي ننوتي، يا د پرديو د توطئو په مټ او د ولس د غولولو له لاري، نو يا ئې جنازې ترې وتلې او يا سپك او ذليل ترې ايستل شوي، خو سره له دې داسي طالع آزمويونكي شته چي له همدغو لارو ارگ ته د ننوتو تلوسه كوي!!! 
ډېر نور هېوادونه هم زموږ په څېر له اوږدو جگړو تېر شوي، خو په پاى كي توانېدلي د ملت رأى ته د مراجعې له لاري ستونزي حل او جگړي پاى ته ورسوي. راشئ موږ هم دا لار غوره كړو. 
د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ په داسي حال كي د مذاكراتو لړۍ پيل شوه چي د دولت او د هغو سياسي گوندونو استازو پكي اشتراك نه دئ كړى چي د قضيې مهم اړخونه دي او له دوى سره له توافق پرته نه جگړه پاى ته رسېدى شي او نه امنيت او ثبات تأمينېدى شي.
حزب اسلامي افغانستان او ټول افغان ولس د روان بحران پای ته رسولو او د رغنده بين الافغاني مذاكراتو او روغي جوړي لپاره هر ډول سالمي او صادقانه هڅي ستايي او لکه څنګه چي ئې تر دې وړاندي د ډاډمني سولي د تأمين لپاره د بين الافغاني مذاکراتو لاره خپله کړه، دې ته ورته د ټولو افغانانو ترمنځ د صادقانه مذاکراتو پيلول گټور او تر ټولو آسانه او لنډه لار گڼي. 
د بين الافغاني مذاکراتو او تلپاته سولي لپاره زموږ طرحه دا ده چي يو ملي، ځواکمن، باصلاحيته او د هېواد ټولو مطرحو اړخونو ته د منلو وړ هيئت جوړ شي. دغه هيئت به د سولي لپاره د ملي اجماع د رامنځته کولو ترڅنګ د مذاکراتو او د سولي په ارتباط د هري پرېكړي او وروستي تصميم يوازينۍ عالي او معتبره مرجع وي. په دې سره به په جګړه كي د ښكېلو اړخونو هر ډول بهانې له منځه ولاړي شي او روان مذاکرات به سوچه بين الافغاني بڼه خپله کړي.
په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو كي بايد هېڅ افغان په هېڅ پلمه او بهانه د خپلي رأيي له کارولو محروم نه شي. که دا مهاجرين دي او که د ناامنو سيمو استوګن؛
 دولت او د انتخاباتو اړوند ادارې مکلف دي چي نوموړو ته د رأيي کارولو لپاره لازم او مناسب شرائط برابر کړي، د منلو نه ده چي تر شپږ ميليونه زيات مهاجرين او نږدې درې مليونه داخلي بې ځايه شوي او د نيمايي افغانستان د ناامنه او جنگ ځپلو سيمو هېوادوال په انتخاباتو كي له مشارکت محروم کړی شي.
دا د دولت دنده ده چي ټولو افغانانو ته يو ډول او له توپير او تبعيض پرته برابر شرائط او تسهيلات مهيا کړي او په انتخاباتو كي د ټولو افغانانو د مشارکت په وړاندي ټول خنډونه او موانع له منځه يوسي. که چېري دا کار و نه شي نو ولسمشريز انتخابات به هم د پارلماني انتخاباتو په څېر له درغليو او لانجو ډك وي چي په نتيجه كي به ئې د بحران د پای ته رسولو پر ځای يوه بله فاجعه وزېږوي او د تېر په شان به د ملي يووالي حکومت په څېر يوې بلي معاملې ته لاره آواره شي.
والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

 




پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2019