سوله او انتخابات که د اوسني بحران حل | شهادت 

19th October, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

سوله او انتخابات که د اوسني بحران حل

اداره

2019-07-26

سوله او انتخابات هغه دوه سره تړلي مفاهیم دي چې یو له بله نه جدا کېږي، یعني که سوله نه وي نو انتخابات ناشوني او بې معنی دی او که انتخابات ونه شي نو بيا د سولې راتلل ناشوني دي، نو ځکه خو افغانان اوس مهال لګيا دي او د سولې راتلو لپاره یوې او بلې خوا منډي وهي خو له سولې افغانانو ته هغه سراب جوړ شوی چې د رسېدو په ارمان یې هره ورځ سلګونه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو سوله را هم سراب ده. افغانستان کې د روسانو په مقابله جهاد چې کله برياليتوب ته ورسېده، نو یو شمېر رښتينو مسلمانانو د شفافو انتخاباتو غږ پورته کړ چې د ټولو په رأس کې د حزب اسلامي قدرمن امير جناب حکمتيار صاحب و چې تل یې د رڼو، بې پرې او عادلانه انتخاباتو غوښتنه کوله، خو له بده مرغه چې دلته (افغانستان) کې سوله نه وه، ټول افغانستان خو لا څه چې حتی یوازي کابل په څو برخو وېشل شوی و او هره برخه کې بيل بيل حکومتونه روان و او هر چا په خپله خوښه درنګوله، خو حزب اسلامي هماغه وخت د وحدت، یووالي او همغږئ غږ را پورته کاوه او د ټاکنو له لارې یې د یو قوي او مرکزي حکومت غوښتنه کوله، خو هغه مهال دا کار چا ځکه نه مانه چې هر چا په همدا شان انارشئ کې خپلې شخصي ګټې ليدلې، چې پایله یې هم دغه اوږده او ورانوونکې جګړه شوه چې د هماغه کلونو زخمونه لا هم د افغانانو په زړونو تازه دي، هغه زخمونه لا نه دي درمان شوي چې لا هم نور نوي او تازه زخمونه د افغانانو زړونو ته رسېږي، د هماغې جګړې لړئ لا هم دوام لري، دا چې دغه لړئ ته نور د پای ټکی کېښودل شي، نو حزب اسلامي د همدې لپاره د سولې له پروسې سره یو ځای شو او د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې پراخه ونډه واخيسته، دا چې تر کومې کچې د حزب اسلامي متعهدين ولسي جرګې ته راغلل او په دغو ټاکنو کې تر کومه بريده درغلۍ را منځته شوې، بېل بحث دی، خو په ټاکنو کې د حزب اسلامي دغه پراخ ګډون ددې ښکاره ثبوت دی چې حزب اسلامي تل هېواد کې د سولې د رامنځته کېدو تر څنګ د شفافو انتخاباتو له لارې د یو مرکزي او قوي حکومت د جوړېدو پلوي او غوښتونکی دی، دهمدې خبرې د ثبوت لپاره کولی شو چې یوه بله بېلګه هم راوړو چې ثابته کړي، حزب اسلامي په شفافو ټاکنو باور لري، هغه دا چې د ولسي جرګې تر ټاکنو وروسته حزب اسلامي جمهوري رياست ټاکنو ته خپل مستقل انتخاباتي ټکټ را وړاندې کړی او د حزب اسلامي قدرمن امير جناب حکمتيار صاحب ئې په راس کې دی، چې دا د حزب اسلامي له لوري پر ټاکنو د باور بل لوی ثبوت دی، نو دا چې حزب اسلامي دغه دواړه نېکمرغه پديدې (سوله او انتخابات) غواړي، نو نن د ۱۳۹۸ هـ ش کال د زمري ۴ مه نېټه د جمعې په ورځ یې دغه لويه او پرتمينه غونډه رابللې چې په ډېر لوی شمېر مجاهدو، متعهدو، او مسلمانو هېوادوالو په کې ګډون کړی، په نننۍ غونډه کې به د حزب اسلامي قدرمن امير د حزب اسلامي د مشر په توګه له دغه دوه پديدو د حزب اسلامي کلک ملاتړ اعلانوي، چې دا کار ټول ملت ته یو ستر پیغام لري او هغه دا چې ملت باید په دغه راتلونکو ټاکنو کې د زړه له تله برخه واخلي او هغه چا ته رايه ورکړي چې د هغه په وجود کې د سولې راتلو، ښې حکومتولۍ او له دغه اوسني روان بحرانه د هېواد د را ایستلو تدبیر ليدل کېږي، که چېرته ولس په رښتيني ډول وغواړي چې دغه اوسني حالت ته بدلون ورکړي نو یوازې په ټاکنو کې ګډون یې یوازينۍ حل لار ده، چې تر ټاکنو وروسته که بيا هم کوم لوری درغليو ته زړه ښه کړي نو ولس ته په کار ده چې د خپلو پاکو رايو کلکه پوښتنه وکړي او نور هېچا ته ددې اجازه ورنه کړي چې دغه لړئ سبوتاژ کړي، چې پايله بيا هم انارشي او بد امني شي. له بل پلوه بيا حزب اسلامي د اوسنۍ روانې جګړې دواړو لورو ته د سولې غږ کوي چې نور ددې مظلوم ولس پر حال رحم په کار دی او دواړو لورو ته په کار دي چې له ځان تېرېدنې وکړي او د سولې راتلو لپاره په یو ميکانيزم هوکړې ته ورسېږي او هېواد کې د سولې راتلو او ټاکنو تر سره کېدو ته لار هواره کړي، چې دا کار د هر افغان ايماني او وجداني مسووليت او دنده ده.

'اداره'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th October, 2019