زور مى د ميږي قهر مى د زمري | شهادت 

19th September, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

زور مى د ميږي قهر مى د زمري

مدیر مسوول

2019-08-18

طالبانو سره د سولې تړون مخ په بشپړېدو دى. ددې سولې اتم پړاو رسماً پاى ته ورسيد او دواړه خواوو هم طالبانو او هم متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استاذي زلمي خليلزاد ددې خبرې پخلئ کړى دئ طالبانو د مذاکراتو د پيل څخه تر اوسه باربار ټينګار کړئ چې هېڅکله به د دولت استاذي سره خبره نه کوي ځکه د هغوى په هاند د ښاغلي غني حکومت ددرغليو ډک او د پرديو لاس پوڅي دئ. داسې ښکاري چې د سولې د تړون ټول مواد افغان ولس او مطبوعاتو ته په ډاګه شوي نه دي. د ملي وحدت حکومت وياند هم ادعا کوي چې ددې مذاکراتو جزئيات او پرېکړې دوى ته په رسمي توګه نه دي اعلان شوى. خليلزاد وائي چې ددوه اوونيو په ترڅ کې به د سولې تړون په بشپړه توګه تماميږي او د دواړو خواوو د استاذو له خوا د ناروې هېواد په پلازمينه اسلو يا جرمنى کې به لاسليک کيږي. طالبان وايي چې دوى د خليلزاد سره په پنځو لاندى موادو سلا شوي دي:

١ـ له افغانستان څخه د متحده ايالاتو، ناتو او ټولو نړيوالو پوځي ځواکونو وتل د دوه کلونو په اوږدو کې.

٢ـ د طالبانو شاوخوا د لس زره بنديانو آزادول.

٣ـ د ولس مشري ټولټاکنى ځنډېدل.

٤ـ د مذاکراتو د تړون څخه وروسته د بين الافغاني مذاکراتو پيل.

٥ـ د ټولو سياسى ګوندونو په موافقه د مؤقتي حکومت جوړېدل.

مګر ټولې مطبوعاتي کړۍ په ګډه ادعا کوي چې د مذاکراتو هغه پټ مواد چې د طالبانو او د متحده ايالاتو د استاذو ترمنځ ورباندى توافق شوى دئ لا تر اوسه نه دي افشا شوي او دا وېره شته چې د سولې تړون څخه وروسته د امريکا غوښتنى زموږ په مظلوم ولس يو ځل بيا وتپل شي.

سياسى کتونکي او شنونکي عقيده لري چې د سولى په تړون کې يوازى د طالبانو او امريکائيانو ګټې په نظر کې نيول شوي او د افغانانو اصلى او بنيادى غوښتنې او حقوق عملاً تر پښو لاندى شوي دي. په تېرو دوو اوونيو کې چې د سولې د تړون د خبرو د بشپړېدو بازار تود شوي ځينى افغاني سياسى شنونکي باور لري چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د دوه مهمو ټکو په محور څرخيږي:

لومړى دا چې امريکا ته په افغانستان کې د پوځي او سياسى ماتى وروسته يوه منطقى پلمه برابره شوې چې روغ رمټ د افغانستان له منجلابه څخه ځان وژغوري، يوازى دا ادعا وکړي چې ګوندې ترهګرۍ سره په جګړه کې ئې بى ساري لاس ته راوړنې لري او افغانان په خپلو کورنيو چاروکې د هر ډول فيصلې حق لري.

دوهم دا چې امريکا طالبانو ته دا حق ورکوي چې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د پام وړ ونډه واخلي او په دولتي اورګانونو کې د حساسو څوکيو خاوندان شي، چې دا د طالبانو اصلى غوښتنه ده.

خو په ډير تاسف سره بايد ووايو چې په دغه تړون کې د سياسى او مطرح احزابو غوښتنو ته چې د افغان ولس ريښتنى استاذي دي هېڅ پام نه دئ شوي. اوس د بين الافغانى مذاکراتو په لړ کې بايد د سياسى احزابو، قومى مشرانو او جهادي قوماندانانو او مخورو، غوښتنو او وړانديزونو ته د يو ټولنيز اصل په توګه په کلکه توجه وشي. بين الافغانى مذاکرات دا معنى لري چې زموږ په هېواد کې د ټولو پرګنو حقوق په رسميت وپيژندل شي او د هېواد په اداره کې هغوى ته په کافى اندازه ونډه ورکړل شي، نه دا چې د سولى تړون د متحده ايالاتو او طالبانو د ګټى ساتندوى وي او د نورو افغانانو حقوق عملاً تر پښو لاندى شي.

حزب اسلامي غواړي چې په بين الافغانى مذاکراتو کې د امنيتي ځواکونو او راتلونکي سياسى نظام څرنګوالى، د افغانستان د خاورې بشپړتيا، استقلال، ملي حاکميت بيطرفۍ او ولسمشريزو ټاکنو ته لومړيتوب ورکړ شي.

مګر اشرف غنى له ډېرې کمزورى سره سره ځان د افغانستان قانونى جمهور رئيس ګڼي او د سولى تړون ته خاصه مينه او علاقه نه ښېي مګر سياسى احزاب او د ولسمشرۍ نوماند ټيمونه د جوزا د لومړۍ نېټى څخه غنى مخلوع جمهور رئيس ګڼې اود کار دوام ته ئې غير قانونى وائي. د اشرف غني حکومت د ولسمشرۍ په ټاکنو ډېر ټينګار کوي او ادعا کوي چې اولسمشرۍ ټولټاکنى په خپل وخت ترسره شي. غنى په ټاګنو ځکه زيات ټينګار کوي چې له يوى خوا غني د حکومتى اقتدار او مصرف څخه په استفادى سره ځانته کمپاينونه کوي او له بلى خوا دا وېره ورته پيدا شوې چې ټاکنې به وځنډيږي چې په هغه صورت کې غنى د ولسمشرۍ چانس له لاسه ورکوي. له حکومت څخه به ګوښه شي، مؤقت حکومت به جوړ شي او غنى به ډېر زيانمن شي او د تل د پاره به قدرت او رياست له لاسه ورکړي. نو په داسى حال کې چې غنى په موجوده وضعيت کې له آسمانه په ځمکه پريوتى او امرکايې هم پلوي نه کوي بيا هم د ميږي په زور د زمري قهر ته دوام ورکوي.



'مدیر مسوول'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2019