د دوحې د سولې په نهو دورو کتنه او زموږ دریز | شهادت 

19th September, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د دوحې د سولې په نهو دورو کتنه او زموږ دریز

مدیر مسوول

2019-08-25

ګران افغانستان ته ځکه د یرغلګرانو حضیره وایې چې واقعا هر استعماري ځواک چې زموږ پر هېواد یرغل کړی یا خو شرموونکي ماتې سره مخ شوی او یا د افغانستان په سر درو کې د ډېروه جګړو څخه ستړی شوي او یا سولې او روغی جوړی ته سر ټیټ کړي دي.

دا باید په ډاګه ووایو چې اوس په افغانستان کې د امریکایي استعمارګرانو برخلیک کټ مټ د تېری استعماری ځواکونو  په شان دی. ۲۰۱۰ زیږدیز کال په افغانستان کې د امریکایي پوځي او سیاسي ماتې پیل دی. د متحده ایالاتو ټول پوځي سلاکاران په یو غږ ګواښ کړل چې نور په افغانستان کې د جګړې دوام د پنتاګون په ګټه نه ده او باید د روغې جوړې عزتمند لاری چاری ولټول شي مګر جنګ غوښتونکي کړئ د جګړی په دوام ټینګار کول او زیږدیز را روان کال د طالبانو تحریک د سولې هیئت سره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی ښاغلي زلمي خلیلزاد رسمی خبری اتری پیل شوی. دواړه خواوې په خپلو غوښتنو او وړاندیزونو ټینګار کاوه او اته میاشتی وروسته د سولې د مذاکراتو او وروستی پړاو سپرغۍ په ځلېدو ده. دا مهال هيڅ شک نه ده پاتې چې د سولې مذاکرات به لاسلیک کیږی او زموږ زوریدلې ملت له اوږده کړاوونو څخه به په بشپړه توګه وژغورل شي. د دوحې نهمه دورې مرکې د افغانستان زیاتې لانجې حل کړی او تمه کیږی چې په څو راتلونکې ورځې دغه د سولې او تفاهم تړون د دواړو خواوو د استازی لخوا لاسلیک شي.

د دوحې مذاکراتو سره سم د تړون له لاسلیک کیدو وروسته بین الافغاني مذاکرات به د طالبانو د تحریک، دولت او سیاسي احزابو او ملي شخصیتونو د استازو په ګډون ستره ناسته د ناروی په پلازمینه اسلو ترسره کیږی.

په هر صورت حزب اسلامي افغانستان په هیواد کې د بشپړه سولې د ټینګښت په پار ډیر هڅې کړی او د دوو تیرو کلونو په بهیر کې د سولې هر اقدام ملاتړ کړی. حزب اسلامي د طالبانو د تحریک او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو ځانګړی استازې ښاغلي خلیلزاد د اوږده مذاکرات پلوی کړی او د هغه پایلې د افغان غیرتی ولس دپاره ګټور بللی دی.

حزب اسلامی د دوحې د مذاکراتو د پایلې او راتلونکو بین الافغاني ناستې څخه په کلکه ملاتړ کوي او د هغه توافقات زموږ مظلوم ولس دپاره ډیر موثر او ګټور ګني.

موږ په دې هیله یو چې ستر ځواکونه او زموږ ګاونډیان زموږ ملي ارادې ته درناوی وکړی او پریږدی چې افغانان خپله برخلیک په خپله وټاکي. زموږ مسلمان او غیرتی ولس د تاریخ په اوږدو کې د پردي یرغلګرانو حاکمیت ندي منلي.

حزب باور لری چې که نړیوال ټولنه زموږ په هیواد کې د سولې او آرامي په خاطر هلی ځلی وکړي او په خپلو ژمنو ثابت قدم پاتې شی د آسیا وچې لویه برخه په آرامي او هوسایي کې ژوند وکړي.

موږ به هیڅ یک هیواد او ځواک ته اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنی چارو کې لاس ووهی یا موږ ته جمهور رئیس او پاچا وټاکی یا موږ ته سیاسی تګلاره وټاکی. په دغه شرایطو حزب اسلامي د سولې د هر یوه بهیر ملاتړ کوي او په دې برخه کې د هر اقدام ساتنه کوی.



'مدیر مسوول'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2019