مسجد ایمان؛ د ځان جوړونې او ملت جوړونې سنګر | شهادت 

19th October, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

مسجد ایمان؛ د ځان جوړونې او ملت جوړونې سنګر

مدیر مسوول

2019-10-06

مسجد په دین کې ځانګړی اهمیت لري او د اسلامي مهندسۍ له مخې چې ښارونه جوړیږي، د ښار محور مسجد دی. د اسلام پېغمبر(ص) چې هجرت وکړ؛ نو د یتیمانو پر ځمکه یې مسجد جوړ کړ، داسې مسجد چې د اسلامي دولت د رهبری مقر و. د بهرنیو او لرې پراته اقوامو له پلاویو سره د کتنې مرکز، له اصحابو کرامو سره د سلامشورې او روزنې مرکز و. او د هغې ورځې د مهندسی په حساب یې داسې جوړ کړ، چې د ښار مرکز شو؛ نو ځکه « مدینه النبي» ورته وایي؛ هغه ښار چې پېغمبر(ص) جوړ کړ. ددې مسجد پوره تشریح بل وخت غواړي؛ خو دا یوه مقدمه وه.

د حزب اسلامي افغانستان پیاوړی مشر چې کابل ته راغی؛ نو په خپل هستوګنځي کې یې د ایمان په نامه مسجد جوړ کړ. د جومات جوړولو چارې یې خپله څارلې. په مسجد کې یې د نوي کهول د روزنې لپاره درسي برنامې پلي کوي، « عقیدتي ــ سیاسي» زده کړې پرمخ بوځي. او په تېره د جمعې ورځې خو ډېره بوختیا لري ، چې د لمانځه تر وخته پر تدریس سربېره پوښتنې ځوابوي او د جمعې خطبه او لمونځ د نبوي سنتو له مخې پرخپل وخت ادا کوي. په مسجد کې له علماوو کرام سره ناستې پاستې کېږي، د اقوامو مشران راغوښتل کېږي، ادیبان، شاعران او چیز فهمه ورته رابلل کېږي،  او ټاکنو ته د چمتو والی په باب لومړی تاریخي خورا ستره غونډه، چې هیچا ورسره سیالی ونشوه کړای په همدې جومات کې جوړه شوه. او د مطالعې خاوند ته صدر اسلام یادوي. دا چار د اسلامي نهضت د بیا احیأ پیلامه ده، هغه نهضت چې ټول تکړه او با ایمانه مشران یې شهیدان یا په خپل مرګ وفات شوي. اوس یوازې محترم حکمتیار پاتې دی. د نهضت میراث ورترغاړې دی.

محترم حکمتیار لکه څنګه یې چې د مبارزې په بېلابېلو پړاوونو کې، نهضت له سختو پېچومو پورې ایستی نن هم د بهرنیو د یرغل له وجهې چې فضا مادي شوې او یوازې مادیاتو، دولتي مقام او پېسو ترګوتو کولو ته سیالۍ کېږي، د هېواد ملي او دیني ارزښتونو ته چندان پاملرنه نه کېږي او آن ځوانان سکولریزم ( دین له سیاسته جدا) ته ورسوق کېږي، کوم اخلاقي ارزښتونه چې ددې هېواد اداڼه پرې ولاړه وه، دادی فرهنګي یرغل تر سخت برید لاندې نېولې ده؛ نو ځکه د همدې ملحوظاتو په پامنیوي، د اسلامي نهضت یوازینې ستر مخکښ، او په سیاسي او ټولنیز ډګر کی ملت ورته سترګې پرلار مشر، دا وپتېیله چې د اسلامی خوځښت بیا ژواکۍ ته مټې رابډ وهي او د اوسنیو شرایطو په پامنیوي نوی نسل داسې وروزي، چې هم دیني لید ولري، هم پر تکنالوژۍ وپوهېږي، هم سیاستمدار وي او سیاسي او ټولنیز ډګر د پردیو افکارو لارویانو ته ورپرینږدي، هم د انتخاباتو په دګر کې حاضر وي او هم د ټولنې په خیریه چارو کې؛ یعنې یو با احساسه، با دینه او په ملي او دینې روحیې سمبال ځوځات وروزي چې د فرهنګې یرغل پر وړاندې ډال، د اسلامي نهضت د اهدافو لارویان او د جهاد او اسلامي مبارزې ممثلین وي. دلته خو افسوس له جهاده تش امتیازات ترلاسه کول، جیب ډکول، غضب او څه بدې کړنې چې د انسان ذهن ته راځي، انځور شوي دي؛ خو دا انځور باید بدل شي مجاهد لکه څنګه چې د جهاد په ډګر کې سرښندونکی و، دغسې د ټولنې په جوړولو کې په لومړی پړاو کې متقی انسان دی. خپله فقر خوښوي؛ خو ټولنې ته فقر ،د کفر زمینه ساز بولي او ده یوه شاعر خبره «زه دې وچ هډوکي شپیلم؛ خو ملت مې دې سلطان وي».

 دغسې یو نوی بهیر، یوه نوې مبارزه او په ځوان کهول کې د جهاد او مبارزې ښه تمثیل یوازې او یوازې د مدبر مشر حکمتیار له وسې پوره دی؛ نو په همدې نیت د « ایمان مسجد» جوړ شوی او له نوي نسل مو هیله ده، چې ددې برنامو له فیوضاتو برخمن شئ او خپله معنوي، سیاسي او تشکیلاتي تنده پرې ماته کړئ.



'مدیر مسوول'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th October, 2019