د يوې تاريخي پېښې يادونه | شهادت 

6th December, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د يوې تاريخي پېښې يادونه

مدیر مسوول

2019-10-08

په بشري ژوند او زموږ په ملي تاريخ کې ځينې داسې پېښې، وختونه، ګړۍ، ورځې او شپې شته، چې د تاريخ پاڼه یې اړولې، برخلیک سازې شوي، د یوه ولس او ملت د لارې مشال شوي، داسې آرمانونه یې ورالقا کړل، چې مالونه او ځانونه یې ترې ورځار کړل، یو خوځښت یې سمبال کړی او ملت ته یې پر سمه لار تلل ور په نښه کړي دي، چې بېشکه دا شپه د ۱۳۵۰ ( ه ش) کال د میزان ۱۲ نېټه وه. پردې شپه د پولیتخنیک په جومات کې د اسلامي نهضت وتلي او نخبه کسان، چې کابو ۳۶۰ تنه ول، راټول شول او د نهضت د چارو سمبالولو ته یې د وړتیا په پامنیوي پینځه تنه؛ شهید انجینیر حبیب الرحمن، شهید مولوي حبیب الرحمن، شهید غلام رباني عطیش، شهید انجینیر سیف الدین نصرتیار او محترم ګلبدین حکمتیار مشران وټاکل.

د دوی مشري وه، چې هېواد یې د پخواني شوروي اتحاد د لوبڅو او نورو وارداتي انحرافي افکارو پر وړاندې له اندیز او سازماني پلوه چمتو کړ، چې مخه یې ونیسي  او په هېواد کې د خلکو د غوښتنو او دیني هیلو او موخو له مخې حکومت رادبره کړي. دوی په دې لار کې د نهضت د نورو لارویانو په ګډون ځانونه بلهار کړل او د شهادت ویاړ ورپربرخه شو؛ اوس یوازې محترم حکمتیار ژوندی دی، چې د نهضت د مشرۍ دروند پېټی ورترغاړې دی.

د مهمو پېښو یادونه، د تاریخ د نامتو او وتلیو څېرو یادونه او داچې په قرآن عظیم الشان کې د پېغمبرانو علیهم السلام د کارنامو یادونه شوې، یو مطلب یې دادی، چې دوی راته د بېلګې او د لارې مشالونه دي. د دوی له تاریخ، ژوندلیک او مبارزو خبر شوو. همدوی زموږ فرهنګ او ژوندود دي او یو ملت هغه مهال سم سیخ پر لار تللای شي، چې له خپل تېر تاریخه خبر وي. اوس چې پرې څه تېرېږي، له تېرو د سبق اخستو پر بنسټ، راتلونکی جوړوي؛ نو ځکه زموږ نوی نسل باید د ښې راتلونکې جوړولو لپاره د اسلامي نهضت درانه، سپېڅلي، پر دین پوه او دا ملي مشران، مشران وپېژني. اوس نو د پوهنتونو له زده کړیالانو او نورو قلموالو مو تمه ده، چې د دوی هر یوه په باب څېړنې وکړي، تېزسونه ولیکي او څه چې پرې لیکل شوي، راټول او له سره یې چاپ کړي او نوي کهول ته یې وروړاندې کړي. د دوی د تل یاد ساتنې په پار یې نومونه، پر ښوونځيو، پوهنځیو، پوهنتونو او نورو علمي فرهنګي او اجتماعي مراکزو  کېښوول شي او په علمي فرهنګي مراکزو کې د دوی پر شخصیت او وګړې رڼا اچونې ته غونډې جوړه شي. د همدې مبارزې او مشري وه، چې افغانستان یې د پخواني شوروي اتحاد له یرغله وژغوره. پر نړۍ یې دودیزې سیاسي- پوځي معادلې دړې وړې کړې او نړۍ یې د تاریخ پر نوي پړاو ودروله. دوی نه یوازې زموږ ملي مشران؛ بلکې د سیمې او نړۍ مشران هم بلل کېږي؛ ځکه سیمه او نړۍ یې د ((سره ښار)) له منګولو وژغورله؛ نو ځکه دوی په حقیقت کې پر ټولو نړیوالو حق لري، چې درناوی یې وشي او نوی کهول، چې د دغسې مشرانو تاریخ لولي، پرې ویاړي. زموږ په ملي تاریخ کې ځینې داسې مشران او چارواکي تېر شوي، چې  انسان یې په تاریخ لوستو شرمېږي؛ خو کله چې د دغسې مشرانو ژوندلیک لولو، هر څوک پرې ویاړي، چې موږ هم د لاروۍ وړ تاریخي بېلګې لرو، چې اوس هم راته د فرهنګي سیاسي او ازاد ژوند ساه ده.

اسلامي نهضت د کمونستي مفکورې او یرغل پر وړاندې بریالۍ مبارزې وکړه، او اوس له دې پړاوه تېر شوی؛ خو اوس له بهرني یرغل سره مخ دی، چې  دې یرغلګرانو زموږ د ټولنې د ویجاړولو او په غربي مېچ جوړولو لپاره له هرې فرهنګي، وټيزې، ټولنیزې او مدني وسیلي کار اخلي، ان له مذهب جوړونې! وارداتي او پروژه ای ډموکراسۍ یې په دې څو وارې ټولټاکنو کې څه سیاسي حرمونۍ وکړې؛ څومره نادودې یې راوزېږولې، څومره یې ژبني، قومي او سمتي تعصباتو ته لمن ووهله. پټو لاسوهنو یې زموږ څومره دیني عالمان، سیاسي آګاهان او جهادي قومندانان او روڼ آندي شهیدان کړل. دوی خو د ملت مټ او اډانه وو. د ښځو د حقوقو د دفاع په نامه یې بې حیايي راوتپله، دوی موږ ته د ښځمنو حقوق راښيي. حال داچې له موږه دې د ښځمنو حقوق زده کړي. په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې ښځې د وره تر شا له چاسره خبرې نه شوې کړای؛ خو موږ محدثینې ښځې درلودې!

په نوي کهول کې بې دینۍ ته فعالیتونه کېږي، د ملي او انساني ارزښتونو لتاړولو ته برنامې روانې دي. په یوه سپېڅلي ډول یې داسې کړلارې پیل  کړي، چې مبارزه ورسره سم هوښیارتوب غواړي او هرې سیمې او هېواد ته چې ددې یرغلګرانو پښه وراوږده شوې، هر اړخیزې نادودې یې راوړلاړې کړې دي؛ نو ځکه  له دوی سره هر اړخیزې نادودې یې راوړلاړې کړي دي؛ نو ځکه  له دوی سره هر اړخیزې مبارزې ته اړتیا ده، مشري او سازمان ته اړتیا ده، پوه او له مسایلو آګاه مشر او مشرۍ ته اړتیا ده. اوس چې په مقایسوي ډول یوې او بلې خوا ته سترګې اړوو را اړوو، بې له قدرمن حکمتیار بل څوک نه په سترګو کېږي، چې په مشرۍ او قیادت یې دا توپاني بېړۍ د ژغورنې ساحل ته ورپورې باسي او هم له حقوقي پلوه، د اسلامي نهضت روستی او راپاتې مشر دی، چې د نهضت د سمبالنې مسوولیت ورترغاړې دی؛ نو له ټولو قدرمنو افغانانو مو هیله ده، چې د دین او وطن د ګټلو په خاطر، د حکمتیار په مشرۍ د مبارزې اوسنی پړاو غښتلی کړي او هېواد له بحراني او کړکېچن حالته د ټیکاو، سولې او اسلامي عدالت پړاو ته ورپورې باسي. بېشکه خدای د خپل نور تماموونکی او سباوون راتلونکی دی.



'مدیر مسوول'   سرمقالی
پخواني سرمقالي

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

6th December, 2019