تفصیل | شهادت 

22nd January, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کابل د غير محاربو ښاريانو د مرګ ژوبلى په باب د حزب اسلامى د امير پيغام

2016-07-12

د کابل ښار د غير محاربو ښاريانو پرمرګ ژوبله  د زړه  له  کومى  متاثريم. زمونږ  اطلاعات وايى  چى  په  ښار باندى له  ځمکى نه  ځمکى  ته راکټونه  په  هغو  روسى مرکزونو غورځول.

کيدل  چى  د مجاهدينو تر بريدونو لاندى  وو. ددى  وژلو  ټول  مسئوليت  د روسانو او  ددوى  د سفاک  او مزدور رژيم  پرغاړه  دى.

دوى  د جګړى  او وينو تويدو د شروع او  ادامى  باعث  دى  چى  د خپلو  کرغيړن  اقتدار په  خاطر خپل  ملک  ورانوى . او  د بى ګناه  افغانانو وينى  تويوى. دوى  د خپل  ولس  د مرګ  ژوبلى  قيمت  د خپل  شرمناک  اقتدار ادامه  غواړى. دا  غمجنى  پيښى  به  تر هغه  ادامه  لرى  چى  د روسى  ټانکونو په  سر قدرت  ته  رسيدلى  رژيم نسکور شى، روسى  پوځونه  زمونږ  له  ملک  نه  ووځى او پريږدى  چى  افغان  ولس  خپل سرنوشت د خپلى  عقيدى په  رڼا کى په  خپله  وټاکى.

ددى  د پاره  چى د کابل وحشى  او بيرحمه   واکدارانوته  د کابل  ښار  د اوسيدونکو په  کورونو  بهانه  په  لاس  ورنشى  ټولو  مجاهدينوته  هدايت  کوو، چى  خپلى  حملى  يواځى  د بګرام  او خواجه  رواش  هوائى ميدانونو  او د ريشخورو او تپه  تاج بيګ  په  شان  مرکزونو  ته متوه  کړى  او  دى  حملوته  تر هغو ادامه  ورکړى  چى  د کابل  رژيم  او روسى  پوځونه  په آزادو  منطقو  او کلو باندى د بمبارى  سلسله  پاى  ته  ورسوى او په  پاکستان  کى د مهاجرو په  کمپونو  او د محلى خلکو په  کلو باندى له  وحشيانه  بمبارى  نه لاس  واخلى.

روسانوته  پکار ده  چى  نور پر افغان  مظلوم  ولس باندى  له  ظلم او بربريت  نه لاس  په  سرشى او د وينو تويولو سلسله  بنده کړى خپل  پوځونه  له  افغانستان  نه وباسى او د کابل  رژيم  ختم  کړى ، روسان  بايد  په  دى  پوه  شى  چى د جنګ،  وينو تويولو، مرګ  ژوبلى  په  زور زمونږ  په  ولس  خپل مزدور حکومت  نشى  تحميلولى  هغوى زمونږ  ټول  ملک  وران  کړ، کلى او کورونه  ئى  خاورو سره برابر کړل (٥٠) لکه  افغانان يى  له  ملک نه  هجرت کولو ته  مجبور کړل  او (١٢) لکه ئى  قتل او په  خپلو وينو ولمبول خو نه ئى   افغانستان  قبضه کړ  نه ئى مقاومت  کمزورى  او نه ئى  د  افغان  قوم  د آزادى جذبه  ختمه  کړه  په  کار وه  چى  ددى  لس کاله وحشيانه  جنګ  نه روسانو دا عبرت  اخيستى وائى  چى  د جنګ  په  زور دوى افغان ولس  په  خپلى  غلامى کى  نشى ساتلاى ، انشاء الله  چى  روسى  پوځونه  به  له  افغانستان  څخه  وزى د نجيب  ګوډاګى  رژيم  به  نسکوريږى او  په  دى  ترتيب  به  جنګ  دتل  له پاره   پاى  ته  رسى، او زمونږ  ولس  به  د اسلامى  حکومت  ترسيورى  لاندى خپل  دامن  او سولى  ژوند شروع  کوى.

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd January, 2018