تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

زه غواړم چى زما هيواد آزاد وى، د ملت په خوښه اسلامى حکومت جوړشى او په افغانستان کى د اسلام بيرغ اوچت وګورم

2016-08-01

د شنبى ورځ د ١٦/٧/١٣٦٧ نيټه  د حزب اسلامى  سياسى  ميلمستون  - پيښور – شهادت:

دحزب اسلامى  افغانستان امير  مجاهد ورور حکمتيار د اسمار له  غنډ نه  چى  زمونږ د زړورو او  مومنو مجاهدينو  لخوا فتحه  شوى  تر راستنيدو وروسته  په  يوه  مطبوعاتى  کنفرانس  کى چى ګڼ  شمير ژورنالستانو ګډون  درلود  برخه  واخيسته  په  پيل کى  ورور حکمتيار خبريالانوته  وينا وکړه  ورپسى  ئى  د هغوى  پوښتنوته  ځوابونه  وويل  دا  کنفرانس   چى  د ورځى  په (١١) بجو پيل  شو تر دولس  نيمو بجو پورى  ئى دوام  وکړ دا دى  مونږ  ددى  کنفرانس بشپړ  جريان  خپلو درنو  لوستونکو  ته  وړاندى   کوو.

بسم  الله الرحمن الرحيم

ترټولو د مخه  ددى  مطبوعاتى  کنفرانس  برخوالوته  ښه  راغلاست وايم  بيا پرڅو مسئلو  بحث  کول  غواړم.

١د مقاومت  عسکرى او پوځى  حالت.

٢نجيب  او ملګروته ئى   توصيه.

٣- د  افغانستان  په  هکله د ګورباچوف پاليسى او زمونږ  ملاحظات.

٤- او څه  نور ضمنى  مسائل. بيا به  انشاء الله  د خبريالانو پوښتنو ته ځواب  وايو.

الحمدلله  مقاومت د فتحى او برى  په  درشل  کى دى. هره  ورځ   سترستر  فتوحات  د مجاهدينو په برخه  کيږى  په تيره  هفته  کى  ددښمن   هومره  ستر ستر  مرکزونه  د مجاهدينو په لاس  فتحه  شوى چى د جهاد په  تاريخ  کى سابقه  نلرى.

د پکتيکا مرکز شرنه، د ارګون  غونډ د مټاخان  علاقه  دارى  ډوته   پور ولسوالى او هلته  ددښمن مکمل  غونډ د زرمت  ولسوالى  د اسمار غونډ د خواجه  نور د غونډ  ګڼ  شمير نورى  پوستى او جنګى  مراکز د مجاهدينو په  لاس  فتحه  شوى. د اکثرو ولاياتو مراکز د مجاهدينو ترکلکو محاصرو لاندى، او ځمکنى  لارى  ورباندى  قطع  دى د ځينو مراکزو هوائى  اکمالات هم د کابل  رژيم ته  ګران شوى.

مونږ په  راتلونکو روځو کى  د نورو سترو سترو فتوحاتو لپاره  سترګى  په  لار يو غواړو  د ژمى  له  راتلو د مخه  ټول  هغه  مناطق  فتحه  شى  کومى چى  روسى  فوځونو تخليه  کړى  دى. که  د جهاد  موجوده  حالت  د مجاهدينو  د فتوکحاتواو ددښمن  د پرله  پسى  ماتيو سره  ادامه   وکړى  نو د کابل  د رژيم  عمر ډير لنډ  دى.

٢- نجيب او د هغه  ملګروته  زمونږ توصيه  داده  چى  له بى  ځايه  لجاجت  نه لاس  واخلى که  په  نورو رحم  نکوى  په  ځان  دى  ورحميږى د بى فائدى  مقاومت   نتايج  وخيم  دى بايد  لدى  شرمناک  او ننګين   حالت  نه ځان وژغورى  يا  استعفا  وکړى  يا مجاهدينوته  تسليم  شى  او يا هم  بهرته  کډه  شى  د مزيد وينو توئيدو  د مخنوى يواځنى  لار همداده. د کابل  د رژيم  پلويان  کولاى شى د مجاهدينو د عمومى  عفوى  نه  په  استفادى  سره  په   پوره ډاډ او اطمينان  د مجاهدينو خواته ودريږى او پدى  ترتيب د خپل  سراو مال په  باب امان  ترلاسه کړى  څوک  چى په  خپله خوښه  د مجاهدينو په  څنګ  کى  ودريږى  د هغوى  په  هکله  به  عمومى عفوه  اعماليږى.

٣- که  څه هم  مسکو د عسکرى  شکست په وجه او پدى  خاطر  د خپلو پوځونو  د ايستلو  فيصله  وکړه  چى  د مقاومت  په  ټکولو کى  ئى هر ډول  هڅى  بى  نتيجى  پاتى  شوى او  لدى  وروسته  د افغانستان   دائمى  اشغال ته  هيڅ  اميد  نشى  ساتلاى خو له  دى  سره  سره  مونږ  د پوځونو  د انسحاب  په  هکله  د  ګورباچوف  تصميم  يو عاملانه او عاقلانه  اقدام  ګڼو. ولى  پدى  هکله  څو داسى  جدى اعتراضات شته چى  ددى  تصميم  اهميت  کموى.

١که  افغانستان  ته  د پوځونو  ليږل د بريژنف غلطى وه  نو  ولى  دګورباچوف  له  راتلو سره  سم، له  ځنډ او تاخير نه پرته  د انسحاب  فيصله ونشوه او د اوږدى  مودى  لپاره  روسى  پوځونه د افغانستان   په  وحشيانه  جنګ  کى  لګيا پاتى  شول او د ملکونو  زرو بيګناه  خلکو د قتل  باعث  شول؟

٢ولى د روس  پوځونو د انسحاب  له  تصميم  سره  سم  د جنګ  د ادامى  اصلى  عوامل او اسباب نه  ختموى او د نجيب  د منفور او کرغيړن   حکومت د بقا  هڅه  کوى او له هغه  سره  نظامى مرستى  روانى  ساتى؟

٣که په  رښتيا  ګورباچوف  نه  غواړى  چى د بريژنيف غلط  سياست  د  افغانستان  په  هکله  اعمال کړى؟ په  کار وه  چى  هغه  د يوه  محدود منفور ټولګى  دوستى او رضايت  له  يوه  مکمل  ملت سره  ددښمنى  په  قيمت  نه  لټولاى او د کمونست  ټولګى  پرځاى  ئى  له  تول  افغان  ولس  سره  د دوستى او روغى  جوړى  لار غوره  کړى  واى. مسکو بايد  دا واقعيت  تسليم  کړى چى  د  کمونست حزب  حکومت  زمونږ مسلمان ولس ته  د منلو وړ ندى. همدا راز بايد  ددى  حقيقت په  منلو کى  د رنګ  ونکړى   چى د افغان  مجاهدينو له  اسلامى  اتحاد  سره  له  تفاهم  نه  پرته.  له بلى  لارى د  افغان  بحران   عملى او  معقول  حل  نشى  ترلاسه  کيداى  نه  د وسلى  په  زور نه د مرګ   ژوبلى  د ادامى  د لارى او نه  هم د موامراتو په  نتيجه  کى  د افغانستان  قضيه  حل  کيداى  شى. مسکو  بايد  د تيرو کلونو ترخه او ناکامه  تجربه  بيا  تکرار نکړى  ددى  په  ځاى  چى  له  افرادو سره د  تعامل  لارى د خپلى  خوښى   حل  لټوى بايد  افغان  ولس  ته  د خپل  سرنوشت دټاکلو حق  ورکړى  او  ټول  افغان  ولس  پدى مطمئن  کړى  چى  مسکو لدى  نه پس  د دوى  په  کورنيو چاروکى  د مداخلى  اراده  نلرى.

 

له  افغان ولس  سره  دوستى  غواړى  او د افغانستان  د مستقبل په باب په  خپله  د افغان  ملت  ارادى ته احترام  کوى.

زه د افغان ولس  ټولو  ډلو او تنظيمونوته  هم  ددى  خبرى  توصيه  کوم  چى  د تيرو کلونو  د ترخو تجربو په  حکم  د اقتدار دلاس  ته راوړلو  لپاره  د ځانته ، ځانته  تصميمونونه  ډډه وکړى  او  د سازشونو لارى  به  راتلونکى  حکومت  کى د دلخواه برخى  د ترلاسه  کولو هڅه ونکړى  بايد په  ګډه داسى  ليار غوره  شى د کومى په  وجه  چى  افغان  مومن  ولس د خپل  سرنوشت د ټاکلو له  حق  نه  په  استفادى سره  د خپلى  خوښى  اسلامى حکومت  جوړ کړى   او يواځى  څخه  څوک  د حکومت  کولو حق  ولرى  چى  د ملت  اکثريت  ورباندى اعتماد کوى. او پدى   ترتيب  په  نوى  افغانستان  کى  فقط   د انتخاباتو  له  ليارى  د اقتدار د انتقال  معضله  حل  کړاى  شى  او  لدى  نه پس  نه  څوک د کودتا له  ليارى نه  د سازشونو  په  نتيجه  کى او نه  د وسلى  په  زور د قدرت د لاس ته  راوړلو  جرات  وکړى. او  د  افغانستان  په  راتلونکى  تاريخ  کى د اقتدار  د انتقال  معضله  هيڅکله  په  خونړيو  جګړو منتج  نشى.

ترکومه ځايه چى  په  مونږ  پورى اړه  لرى  په واضح  الفاظو  وايو  چى  مونږ ديوى  فطرى  وينى  توئيدل  هم  نه غواړو  مخصوصاً د اقتدار په  ناروا او ناجائزه  مسابقه  کى  مونږ  په  خپل  ملک  او ټوله  دنيا کى سوله  او امن  غواړو  مونږ ترهرچا زيات  سولى  ته  محتاج  يو.  له  خپلو ګاونډيو  هيوادونو سره  د دوستانه او نيکو تعلقاتو غوښتونکى  يو. خو  پدى  شرط چى هغوى زمونږ  د هيواد  په  کورنيو چارو کى لاس  وهنى ونکړى  زمونږ  پر ملک  د خپلى  خوښى  حکومت د تپلو  له هلوځلو نه ځان  وساتى  خپله  ايديولوژى  او نظام  پر مونږ  تحميل  نکړى او  زمونږ  ازادى ، استقلال ، ځمکنى تماميت، ملى  حاکميت او د خپل سرنوشت  ټاکلو حق  ته  د احترام  په سترګه  وګورى.

مونږ  ټول ګاونډيو هيوادونونه د روسى په  شمول دا  اطمينان ورکوو چى د مجاهدينو اسلامى حکومت  به آزاد  مستقل  او واقعاً سوله خوښوونکى   بينظير افغانستان  جوړوى  او هيچاته به  دا  موقع  ورنکړى   چى  له افغانستان  نه دګاونډ ملکونو پر خلاف معاندانه  اقدام وکړى او د دوى  سولى او امنيت  ته صدمه  ورسوى. پداسى حال  کى چى مجاهدين  معقولى او واقع  بينانه  مناقشى ته تيار دى او پدى خبره باور لرى چى اسلام  هغوى ته يواځى  په  هغه  وخت کى  د جګړى  حکم کوى چى د سولى د تحقق  لپاره  له  جنګ نه  پرته بله  ليار نه وى. نو  لدى نه پس  که  هر قطره  وينه په  افغانستان  کى توئيږى .  مسئوليت  به ئى  د  پخوا په شان  د مسکو په غاړه  وى که  مسکو د قضيى  حل غواړى  بايد واقعيتونو ته  تسليم  شى او د لوئى  او تکبر په  وجه  واقعيتونو ته  شانکړى.

زمونږ په  خلاف  دا تبليغات کيږى چى ګنى مجاهدين  په ښارونو  حملى کوى او د غير محاربو کسانو د مرګ  ژوبلى باعث  ګرځى، حال دا چى مونږ  هيڅکله  په  ښارونو د حملوطرفدار نه يو، او د بى  ګناه او غير محاربو کسانو له مرګ  ژوبلى نه کرکه او نفرت  لرو که د غير محاربو  ښاريانو خاطر نه  وى اوس به  ډير ښارونه  د مجاهدينو په لاس ازاد شوى وو لدى  ويرى چى د ښارونو  اوسيدونکوته  صدمه ونه  رسيږى، د  کندوز فاجعه  تکرار نشى کوم چى روسى  پيلوټانو په  وحشيانه  توګه بمبار وکړ، شپږ سوه  کسان په  قتل  ورسيدل، ټول  کندوز وران شو، که دغه خاطر نه واى نو ګڼ شمير ښارونه به  مو ليدلى وو چى اوس د مجاهدينو بيرغ  پکى  رپيدلى.

پرځايونو يواځى  هغه  کسان  د حملى  جرات  کولاى شى چى  له  خپل ولس  نه رټل  شوى وى او ډ پرديو په  خدمت کى وى.

ځينو اژانسونو خو زمونږ په  خلاف هومره دروغجن  تبليغات  کړى  چى  اوس خلک د هغوى رښتيا خبره هم په آسانى  نشى  منلاى.

حقيقت دادى چى  حتى اژانسونه  يواځى د هغه چا ستاينه کوى چى  د ټولو طاقتونو د لاس آله وى  هغه که په  خپل کور کى ناست  وى  ياد لندن  په کوڅو کى چکرى وهى دا آژانسونه ورنه د ښامار د ميدان  قهرمان  جوړوى  او هره  ورځ  د هغه په  نامه  فتوحات  اعلانوى  خو که څوک  دخپلو  ملى مصالحو لپاره اوچت شو، د خپل  ملک  آزادى  او استقلال  ئى  غوښتولو او د پرديو غلامى منلو ته  تيار نه و د هغه تاريخى  اتل  توب او قهرمانى  هم په  درواغجنو تبليغاتو سره نه بښل کيدونکى ګناه ثابتوى دغو اژانسونو د مجاهدينو پرخلاف  دا تبليغات کول چجى د روسى  پوځونو له  وتلونه پس  به د مجاهدينو ترمنځ  د ازادو  منطقو او غنائمو په سر شخړى او جګړى پيل  کيږى ، په  تيره د اقتدار دلاس ته  راوړلو  لپاره به دوهمه  خونړى  جګړه  د جهادى قوتونو ترمنځ  شروع کيږى خو دادى دنيا ګورى په  ازادو منطقو  کى ارامه آرامى ده او د غنائمو   په سر مجاهدين په  خپل  منځ  کى  ندى جنګيدلى، لوى لوى مناطق د مجاهدينو لاس ته  ورغلى خو په  هيڅ  ځاى کى هم د غنائمو په  سر حتى  کومه  معمولى  غوندى شخړه  هم  نده پيدا  شوى.

دا  وروستى  فتوحات، چى  کله د يوه  تنظيم  په  لاس او کله  د مشترکو عملياتو په  نتيجه  کى ستر ستر مراکز فتح  شوى کافى وسائل مجاهدينوته  په لاس  ورغلى او پر پراخو مهمو مناطقو مسلط  شوى، خو هلته د  ورورى فضا او د تفاهم  فضا ده د مجاهدينو ترمينځ  هيڅ  نوع کشاله او نزاع  نده راپورته  شوى .

دا پخپله  ثابتوى چى  نوموړى تبليغات بى بنياده او  معاندانه   دى  او دهغو حلقو له خوا  خوريږى چى  په افغانستان کى د مجاهدينو اسلامى حکومت  نشى  زغملاى.

خو انشاء الله له دغو مخالفتونو  سره سره  به  په  افغانستان  کى د افغان   مومن  ولس  په  خوښه  هغه  اسلامى حکومت  جوړيږى  د کوم  لپاره چى  هغوى (١٢)  لکه   شهيدان ورکړى.

 لدى وروسته  په  افغانستان  باندى  له  مجاهدينو پرته  بل  څوک  حکومت  نشى  کولاى.

 زه  په  پاى  کى  د ټولو  هغو دوستانوته  د زړه  له  کومى  مننه او تشکر کوم چى  پدى  سخت  امتحانى دور کى ئى  د افغان ولس  بى غرضانه  ملاتړ کړى.  او پدى  خبره  ئى  ټينګار کړى چى  بهرنى پوځونه  دى د قيد او شرط  ځند او تاخير نه پرته  له  افغانستان  نه  ووځى  او  افغان  ولس ته  دى د خپل  سرنوشت  د ټاکلو حق  ورکړى  شى  . والسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.

ترهغه  وروسته خبريالانو خپلى  پوښتنى  مطرح  کړى  چى   د مجاهد ورور حکمتيار له  خوا  ورته  مقنع  او مفصل  ځوابونه  وويل  شول.

پوښتنه :  ستاسى  له  نظره  د افغانستان  په  دننه  کى  د انتخاباتو  کار څنګه  دى؟

ځواب : په  ازادو  منطقو  کى   انتخابات  کاملاً  عملى  دى  مخصوصاً په  هغه  ترتيب  چى  اتحاد د هغه په باب  فيصله  کړى. د ټولو تنظيمونو   توافق  پر انتخاباتو  دا ښيى  چى دا کار عملى او ممکن  دى. اوس  د تنظيمونو  ترمنځ  د انتخاباتو په  هکله  ټول  اختلاف  راى  منتفى شوى او زمونږ کار  دى مرحلى  ته  رسيدلى  چى  هيئاتونه  تثبيت  شى او داخل ته ئى  وليږو.

پوښتنه :   غواړم  ستاسى  له  خوا د اعلان  شوى موقت  حکومت د عملى تاسيس   په باب او  په  دى  رابطه چى دا کار ولى تر اوسه  ځنډيدلى  ستاسى  له  نظرنه   خبر شم.

ځواب : د مجاهدينو موقت  حکومت   تشکيل شوى،  په  داخل  کى ئى  د تاسيس  فيصله  هم  شوى، ددى  لپاره  مناسب  ځاى هم  انتخاب  شوى خو  وروسته  د اتحاد په  شوراکى دوه رايى  وړاندى  شويدى. او يو له  دوو  رايو څخه  داوه چى دا موقت  حکومت  دى  له  ملت  نه  د اعتماد رايه  ترلاسه  کړى، په  همدى خاطر مونږ د انتخاباتو فيصله  وکړه  چى د هغه   په  نتيجه  کى  شورا راځى  بيا به  دا  حکومت  له شورانه  د اعتماد رايه  ترلاسه کوى او لدى  سره به  متصل  دا حکومت  په  داخل  کى  تاسيسيږى. زه  په  شخصى  ډول اوس هم ددى خبرى  طرفدار يم  چى دا حکومت  مونږ همدا اوس اوس  داخهل  ته انتقال کړو  او په  همغه  ثابت  ځاى  کى  ئى  تاسيس  کړو خو زه د اتحاد د متفقه  فيصلى  ملاتړ کوم.

پوښتنه : ديوه  بيطرفه  حکومت د تاسيس  لپاره  د يوى  ديرش  کسيزى  دلى  بيطرفو کسانو پيشنهاد شوى، دغه کسان  څوک  دى. او  تاسى  يى  څه ډول  ارزيابى کوى؟

ځواب : کوردويز د ديرشو کسانو لست  برابر  کړى، نه پوهيږم  چى  له چا سره  يى  مشوره  کړى  چى  دغو کسانوته  بيطرفه وايى.  په  دى  هم نه پوهيږو  چى  د چا له  نظره  بيطرفه؟  له  موږنه  په  دى باب  تپوس  ندى  شوى. زه  دغسى  موثره  مرجع  هم  په  افغانستان کى نه ګورم چى  له  هغوى سره  دى کوردويز  سلا او مشوره  کړى وى.  مجاهد قوتونه  ټول د کوردويز له  دى طرحى  سره  مخالف  دى  هغه  غواړى  چى  لومړى ددغو ديرشو بيطرفو کسانو موقت حکومت جوړ کړى   بيا به  هغه  زوړ  قبائيلى  سيستم د لويى جرګى  له  لارى اعاده  کوى، بيا به  د خپلى  خوښى  لويه جرګه دائروى. بيا به  دالويه  جرګه  د افغانستان  دائمى  او ثابت  حکومت  جوړوى، په  دى طرحه  کى نه  انتخابات  شته او نه  پکى  مجاهدين  مطرح  دى او دا طرحه  نه  افغان  ولس  ته  د منلو  ده او نه  هم  په  افغانستان  کى د تطبيق  وړ ده.

پوښتنه :  د روسى  پوځونو له  وتلونه  وروسته  د قدرت  د نيولو  مسئله  ډيره  مهمه   ده  او فعلاً  په  دى  برخه  کى  لويه  خلا  ملاحظه  کيداى  شى، نو ايا دا کار  به  په  آينده  کى  د يو لړ مشکلاتو  د رامنځ  ته  کيدو  سبب  نشى ؟

ځواب :  د راتلونکى  افغانستان  په  باب  د مجاهدينو  ترمنځ  اختلاف نشته. زه  دغسى قوت   نه ګورم  چى  هغه  دى  له  اسلامى حکومت  نه پرته  بل  څه  وغواړى. او  ددى  خبرى  د اعلان  جرئت وکولاى  شى ، د روسى  پوځونو له   وتو او د نجيب  د حکومت  له  نسکوريدو  وروسته  په  افغانستان  کى  په  دى  خاطر  د خلا را پيدا کيدلو سوال هم  نه پيدا  کيږى  چى مونږ  تيار په  يوه  موقت  حکومت  په  خپلو منځونو کى  سلا  شوى  يو او موږ  توافق  کړى، اميد دى چى ډير  ژر وکولاى شو چى  منتخبه  شورا جوړه  کړو چى  کله  هم د مجاهدينو منتخبه شورا جوړه   شى او حکومت  له  ټول  ملت نه  د اعتماد رايه  ترلاسه   کړى،  ددى سوال  نه  پيدا کيږى، مجاهدين  متحد دى، داحکومت  به  د نجيب  ځاى  نيسى او هغه  خلا به  ډکوى.

پوښتنه : څه   فکر کوى چى آيا  دا موقت  حکومت  به  د اعتماد رايه  ترلاسه کړاى  شى   او که نه؟

ځواب :  دا د منتخبى  شورا حق  دى او صلاحيت  دى. زه  په  دى  باب  پيشبينى  نشم  کولاى.  دا  د منتخبى  شورا اختيار  او صلاحيت دى.  د هغوى خوښه  چى  دوى چاته  د اعتماد رايه  ورکوى او که  ددوى  په  ځاى  بل  حکومت  ټاکى.

ورور حکمتيار د يوه  خبريال  د يوى  پوښتنى  په  باب  داسى  وويل :  تاسى  دڅو قوماندانانو  نومونه  واخيستل  او زه  ګومان  نه  کوم  چى  ددى  نه  اضافه  د کوم  بل  قوماندان  نوم  وپيژنى ، ځينى غربى  حلقى دا خوښوى  چى  قوماندانان  دى  د تنظيمونو په  وړاندى  خپله  حوصله او صبر  له لاسه  ورکړى  او ددى  لپاره  منتظر دى  تبليغات  شوى.  حال  دا چى  زه  په  ټول  افغانستان  کى  داسى  موثر قوماندان  نه ګورم  چى  هغه  دى  له  خپل  تنظيم  سره تعهد ونلرى، وفادار دى  نه  وى او د هغه  اطاعت  دى ونه  کړى.  هره  فيصله   چى دلته  تنظيمونه  کوى.  د افغانستان د ګوټ  ګوټ  قوماندانان  به  دهغه  اطاعت  کوى. ځينى  حلقى دا خوښوى  چى  د تنظيمونو او د هغوى  د مجاهدو  قوتونو ترمنځ   اختلاف او فاصله را پيدا شى.  ځينى دلته  لګيادى، ځينى  په  تبليغاتو  سره  ددى  کوشش  کوى، قوماندانان  تشويقوى. ولى  الحمدلله دغه  هلى ځلى تر اوسه  پورى ناکامه  پاتى شوى.

زه  په  ټول جرئت  سره  دا خبره  کولاى  شم  چى د کومو دريو  قوماندانانو نومونه  چى  تاسى  واخيستل، د هغوى  په  شان  زرګونه  قوماندانان په  افغانستان  کى  شته. خو متاسفانه  غربى  اژانسونه صرف  ددغو دريو  قوماندانانو نومونه اخلى او د زرګونو نورو قوماندانانو په  نسبت  چوپ  او خاموش  دى.

ورور حکمتيار د يوى  بلى  پوښتنى په  ځواب  کى  وويل:  مونږ  روس  ته د  افغانستان  د جنګ  د څرنګوالى په  هکله  اړ نه يو. مونږ  روس  ته  د  افغانستان  د جنګ  د خرنګوالى    په  هکله اړنه  يو. مونږ   چى  هر تصميم  نيسو د خپلو  حالاتو، ظروفو او شرايطو  په  رڼاکى   به  يى   نيسو. د خپلو ملى  مصالحو  په  رڼاکى  به  يى  نيسو د جنګ  او يا  سولى  فيصله  به  مجاهدين  کوى  ددى  فيصله  به  په  افغانستان  کى  کيږى  له  افغانستان  نه  بهر ددى فيصله  نشى  کيداى، دا صرف  يوه  اخبارى مشوره  کيداى  شى. دا  هر څوک  له  هرى  ګوشى  نه  ويلاى  شى. ولى  زمونږ  په  فيصلى او تصميم  هيڅ  ډول  اغيز نشى  غورځولاى.

مونږ  ازاد او  مستقل  يو  لکه  څنګه  چى  مو د جنګ  تصميم  په  خپله  نيولى د سولى  فيصله  به  هم  پخپله   کوو. که  چيرته  د نورو  تصميم  زمونږ  پر ارادى  اغيزه  کولاى  شواى  نو  د ژنيو د معاهدى  به  مو خيال  ساتلى   واى.  چى کله   هم  مونږ  وليدله  چى  د ژنيو معاهده  د افغانستان  بحران  نشى  حل  کولاى  په  ټول  جرئت  مو د هغى  مخالفت  وکړ. زه  بيا هم دا خبره  تکراروم  چى که روسان  له مجاهدينو سره  خبرو اتروته  نه کينى او د نجيب  حکومت  تقويه  کړى،  جنګ  ته  ادامه ورکړى  نو په  روسى  پوځونو به  تر هغه  وخته  پورى  حمله  کيږى  چى  د هغوى اخرى  پوځى  د افغانستان  له  سرحداتو  څخه  تيريږى.

پوښتنه : که د روسى  پوځونو تر وتلو  وروسته  نجيب او د هغه  ملګرى  مجاهدينوته   تسليم  شى  نو  له  هغوى سره  به  څنګه  معامله  وشى؟

ځواب :  که  هغوى  مجاهدينوته  تسليم  شى  شايد له  هغوى  سره  بيله  معامله  وشى او که  د جنګ  په  نتيجه  کى  ونيول شى  ممکن  بيله  معامله او سلوک  ورسره  وشى .

زه  ګومان  نه کوم  چى د روسى  پوځونو تر وتلو وروسته  دى  هغه  په  افغانستان  کى  د پاتى  کيدو  جرئت  وکړى  زه  متيقين  يم  چى  هغوى  به  له  روسانونه  د مخه  سفروکړى.  او طبعى ده  چى  په  هغه  صورت  کى  به  ئى  هم  مونږ د هغوى  د  محکمى  مطالبه  کوو. محکمه  به  د هغوى  په باب  فيصله  کوى او سرنوشت  به  ئى  ټاکى .

پوښتنه :  ددى  لپاره  چى  د قدرت  انتقال  له  کمونستانو څخه  خلکوته  په ښه  موجه  شوى  وى   آيا دا به  ښه  نه  وى  چى  انتخابات  او دغه  انتقالى  دوره  د يو بين  المللى  هيئات  تر نظارت  لاندى تر سره  شى ؟

ځواب :  مونږ دا بهتره ګڼو چى   لومړى  دى  يو موقت حکومت جوړشى  بيا ددى  موقت حکومت  تر اشراف او نظارت  لاندى عام  انتخابات وشى. دى  ته  حاجت  نشته چى  د يوه  بهرنى  طرف  تر اشراف  او  نظارت  لاندى  انتخابات  وشى. په  کار داده  چى  د نجيب  حکومت  تعويض  شى او يو  موقت  حکومت  د سولى او امن د تامين  مسئوليت  پر غاړه  واخلى  د انتخاباتو لپاره  مناسب  شرايط  برابر شى. بيا د همدى  موقت  حکومت   تر اشراف  لاندى عام انتخابات  وشى.

ورور حکمتيار د پاکستان  دانتخاباتو  په  باب  يوى پوښتنى  ته په  ځواب  کى وويل :

هر هغه  حکومت  چى  په  پاکستان کى  راځى  د افغانستان  د قضيى  په  رابطه به  همدغهن  پاليسى  تعقيبوى چى  تر اوسه  تعقيب  شويدهو  همدا  پاليسى  د پاکستان  له  ملى  مصالحو سره  تطابق  لوى، زه  يقين  لرم چى د پاکستان  مومن  ولس  به  محب  وطن  پاکستانيانو  ته رايه  ورکوى موږ  د  افغانستان  د مسئلى  په  نسبت  د هر محب  وطن  پاکستانى  سياست نه  مطمين يو،  په  دى خبره هم باور لرم  چى  پاکستانى  ولس  به  يو مسلمان  قيادت  ته  د اعتماد رايه  ورکوى او چى هر مسلمان  حکومت  په  پاکستان  کى جوړ شى  هغه  به  په افغانستان  کى  د اسلامى  قضيى  ملاتړ کوى. زه  له  دى  ناحيى  نه  هيڅ  تشويش  نلرم. مطمئن  يم  چى د پاکستان  هر حکومت  به  د  افغانستان  د قضيى  همدغسى  ملاتړ  کوى  لکه  چى  تيرو حکومتونو  کړى  و.

زه د يوه داسى  حکومت د راتلو چانس  ډير ضعيف او تقريباً  محال  ګڼم  چى  هغه  دى  د  افغانستان  د قضيى  په  هکله  داسى  سياست  غوره  کړى   چى  په  نتيجه  کى  يى جهاد او د افغانستان  ملى  مصالحوته  ضرر  ورسيږى.

ستاسى  د دوهم  سوال  په  هکله  بايد  ووايم  چى  شهيد ضياء الحق د پاکستان  د مسلمان  ولس  د غوښتنو او  نيکى ارادى ښه  تمثيل کولو او  په  همدى  خاطر يى  د افغانستان  د جهاد ملاتړ  کړى  هغه  له  ټول  افغان.

ولس سره  همدردى درلودله، هغه  غوښتل چى  په  خپل  سرحد کى  يو ازاد او مستقل افغانستان  وګورى،  هلته چى  روسى  پوځونه  وتلى  وى او  افغان ولس  خپل سرنوشت  پخپله  وټاکى ، په  دى  کى  شک  نشته  چى  مرحوم   ضياء الحق د  افغانستان   د مسلمان  ولس  د مقاومت   په  تائيد کى  لويه  ونډه او برخه  درلودله  او د هغه  عزم ، حوصله او  متانت او له  اسلام  سره د هغه  مينه او دلچسپى  هغه ته  ددى  چانس  ورکړى  وو چى  د  افغانستان د مومن  ولس  د آزادى په  جنګ  کى موثر  رول  ولرى.  زه  يقين  لرم چى  هرهغه  څوک  چى  راشى  نو انشاء الله  هغه به  د شهيد ضياء الحق  په  شان  عمل  کوى. او سياست  کى  به ئى  څه  تبديلى  نه راځى.  په  دى خاطر  زه  د آينده  په باب  کوم  داسى  تشويش  نلرم چى  د  افغانستان  په  نسپت  به  د پاکستان  د حکومت  په  سياست  کى څه  بدلون  راشى.

ورور حکمتيار د يوى  بلى  پوښتنى  په ځواب  کى  وويل :  کومه رايه  چى  زما  ملت  را کړى  او کوم  کار چى  له  مانه  ولس  وغواړى  زه  پر هغه  قانع  يم او  هغه  له  خپل  استعداد او کفايت  نه اوچت  ګڼم   او په  دى  هکله  هيڅ  اراده  نلرم. هيڅ  قبلى  تصميم  نلرم  زه  غواړم  چى  زما  هيواد آزاد  وى د ملت  په  خوښه   اسلامى حکومت  جوړ شى  او  په  افغانستان  کى  د اسلام  بيرغ  اوچت  وګورم  له  دى  پرته  له  ما سره  بله  هيڅ   اراده  نشته. د ځان  په  هکله  زه  هيڅ  قبلى  تصميم  نلرم.  زه  په دى خبره  تل  اقرار کوم  او تر پايه  به  زما  په  همدى خبره  ټينګاروى چى  په  افغانستان  کى  دى  يو  منتخب حکومت  جوړ شى .  په  چا چى  ولس  اعتماد کوى  هغه  دى  حکومت  وکړى   که  څه  هم  د ځينو  حلقو  له  خوانه  سخت  متهم  کيږو  زمونږ  په  خلاف  پرله  پسى  دا  تبليغات  کيږى  چى  حزب  انحصار طلبه  دى. بلند پروازى کوى او د ځان  خواته  حريف  او رقيب  نه پريږدى. نوروته  ددى  موقع  نه ورکوى چى  د دوى  ترڅنګ  وده  وکړى.  خپل  سياسى  رقيبان  ټکوى او دا مهارت  لرى  چى  هغوى  وټکوى او د اينده  لپاره  هم  په  کمين  کى  دى.  چى  څنګه  هم  روسى  پوځونه  ووځى  په قدرت باندى  به  قبضه  کوى او بيا  معلومه  نده  چى  له  خپلو  حريفانو سره  به  څه   معامله  کوى؟

مونږ  په  وار وار دا خبره  کړى  چى  مونږ  يو غير  منتخب  حکومت  ناجايز ګڼو، هر هغه حکومت   چى  امت ورسره  بيعت  ونکړى ، هغه  ته رايه  ورنکړى  او  له  نورو لارونه  په قدرت باندى  مسلط  شى  هغه  غاصب  او جابر  دى  دا  زمونږ  اعتقاد او  اصولى موقف  دى.

په  دى خاطر  مونږ  نه غواړو  د وسلى  په  زور،  يا  د خپلى  تنظيمى  برترى  په وجه   يا د خپل  مجاهد قوت  په وجه،  په  افغانستان  کى  قدرت  ترلاسه  کړو.  بلکى  غواړو  چى  عام  آزاد انتخابات   دى  وشى،  ملت  دى  پخپله   خپل  سرنوشت  وتاکى.

زه دا هم  په ټول  جرئت  سره  ويلاى  شم  چى د حزب  اسلامى  نه موافقى  پرته  څوک  په  افغانستان  باندى  حکومت  نشى  کولاى  که  څوک  ديته  زړه   ښه  کوى  چى  د حزب  اسلامى   له  توافق  نه  پرته  دى  په  افغانستان  باندى  حکومت  وکړى  هغه  په  سخته  اشتباه  کى  دى.

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018