تفصیل | شهادت 

22nd January, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

روسان نه د پوځونو په ځند او نه د نويو وسلو په راليږلو کولاى شى چى قضيه په خپله خوښه حل کړى

2016-10-28

د حزب اسلامى  افغانستان  مجاهد امير  ورور ((حکمتيار)) د افغانستان  د حالاتو د تشريح  او  د افغان  مجاهد ملت د موضوع  او ارمان د انعکاس  په  نيت  بهر ته  د خپل  سفر په ترڅ  کى  له  پاريس  نه لندن  ته  ورسيد.

د حزب  اسلامى امير په  لندن کى  د بى  بى  سى  د پښتو سرويس  له  خبريال  سره د مرکى  په  ترڅ کى  ديوى پوښتنى  په  ځواب  کى  وويل : په  افغاانستان  کى  کمونست  رژيم  نور د نسکوريدو په  حال  کى  دى  پدى  کى  هيڅ  شک  نشته  چى  د روسى  پوځونو د وتو له  بشپړيدو سره  به  د نجيب  مزدور رژيم  ختميږى  د راتلونکى حکومت په  باب  مونږ تصميم  نيول چى  د ملت  په  خوښه  به  د انتخاباتو له  لارى  منتخب  حکومت  جوړوو. زه  ګومان  نه  کوم چى  دى  ته  دى  ضرورت  وى  چى  د حسن  شرق  په  څير کسان د افغانستان  د قضيى  د مستقبل  په باب  بحث  وکړى  او يا ئى  دى  نظر اهميت  ولرى.

د افغانستان  په راتلونکى کى  د کمونست  حزب  او د هغه  حکومت  نقش  چى  د روسى  ټانکونو په  زور  زموږ  پر ملت تحميل شوى هيڅ  دى.

ورور ((حکمتيار))  د خبريال  ددى  پوښتنى  په  ځواب  کى چى د تاسى  فکر نه کوى چى  يو داسى  وړانديز  طرحه  کړى  چى  په  هغه  کى  دا  اوسنى  لانجه  حل  شى  او روسان  دى  ته اړ نشى  چى  خپلى  قواوى  له  افغانستان  نه  ونه باسى.

وويل :  ترڅو چى  جنګ  نه  وى  منتفى  شوى  روسى  پوځونه  له  افغانستان  نه  نه وى وتلى، د نجيب  حکومت  نه وى  نسکور شوى،  روسان دى ته نه  وى تيار شوى  چى  له  مجاهدينو سره  مخامخ  خبروته  کينى او بى  قيد وشرط  خپل  پوځونه وباسى  او زمونږ  ملت  ته  ددى  موقع  ورکړى  چى له بهرنى  فشار او تهديد نه پرته  خپل  سرنوشت  په  خپله  د خپل  عقيدى او مصالحو په  رڼا کى  وتاکى تر هغو پورى  ددى  مسئلى  حل  ممکن  ندى .

د حزب  امير وويل :  روسانو له  افغانستان نه د پوځونو د وتو فيصله  هلته  وکړه چى   پدى  پوه  شول  چى  افغانستان   نشى  نيولاى  او  د افغانستان  دايمى   اشغال  او د مجاهدينو دسنګرونو  ټکول  امتحان شوى او  په  افغان  ولس  د خپلى خوښى  نظام  تحميلول  محال  دى.

زه  پدى  رابطه  هيڅ  شک  نلرم چى  روسان  نه  د خپلو پوځونو  په  توقف  او نه د  نويو  وسلو په  راليږلو  د افغانستان  قضيه  له  خپلى  خوښى  سره سم  حل کولاى  شى  ددى  امکان  نشته  هغوى چى  کوم  نوى  وسايل  افغانستان  ته  راليږلى،  له  هغونه  څومره ګټه  نشى  اخيستلاى دا وسايل  کيداى  شى  د ښارونو  په  جنګ  او د دوو هيوادونو  په  جګړه  کى ګټور ثابت  شى خو کوم  ډول  جنګ  چى  په  افغانستان  کى  روان  دى  په  هغه  کى  موثر  ندى  دا کيداى  شى  چى  روسان  غواړى  پدى  وسايلو سره  پاکستان  تر فشار لاندى  ونيسى.  تهديديى  کړى  او  دى  ته ئى   اړ کړى  چى له خپلى  عادلانه  موضوع  نه په  شا شى او د مسکو دخوښى حل قبول  کړى  زه  پدى باب  هم  تاسى  ته  په  اطمينان  سره ويلاى  شم  چى  پاکستان به  لکه   څرنګه   چى  تر اوسه  پورى  د هند او روسانو  له  ټولو تهديدونو سره  په  شا  نشو او پر خپله  موضع  او دريځ  ټينګه  پاتى  شو.  انشاء الله  د روسانو ددى  نويو وسلو په  راليږلو  سره به  هم  له  خپل  دريځ  نه  منصرف  نشى.

ورور حکمتيار ددى  پوښتنى  په  ځواب  کى چى  تاسى  وويل  چى د روسى  پوځونو د ايستلو  له  ځند نه  ويره  نلرى، نو آيا  فکر  نکوى  چى  د افغانستان  د خلکو د وينو توـيدلو  موجبات به  لا پسى  برابر  شى. آيا  تاسى  به  دى ته  حاضر شى چى  ددى  وينو تويولو  د بنديدو لاره  ونيسى  وويل:  مونږ  د سولى  لپاره او د جنګ  د ختمولو  لپاره  جنګيږو . دا  جنګ  پر مونږ  تحميل  شوى، موږ  ددى  لپاره  چى  دا  تحميلى  جنګ  پاى  ته  ورسيږى  مجبور شوى  يو او  وسله  مو راپورته  کړى  ده  اصلاً  زمونږ  ددى جنګ  او مقاومت  هدف  دادى چى  په  افغانستان  کى  د وينو توئيدل  بند شى او د سولى  او امن  فضا رامنځ  ته  شى.

همدارنګه  ورور حکمتيار څرګنده  کړه  چى  روسانو په  پوځى  لحاظ  ماتى خوړلى  او نور په  افغانستان  کى  د ټيکى  ځاى  نلرى. روسان  پدى  پوه  شوى  چى  په  افغانستان  کى  يى  د پوځ  حضور  په  ګټه  ندى  او د ژنيو په تړون   کى ئى  چى  د خپل  پوځ  د بشپړ  ايستو لپاره  کومه  نيټه  ټاکلى   له  هغى  سره  سم  د خپلو پوځونو د ايستو په  بشپړولو مجبور دى.

ورور ((حکمتيار)) دا بى بى  سى  له  فارسى  سرويس  سره  په  مرکه  کى  د منتخبى  شورى  د جوړيدو د طرحى  په  باب  د اهل  تشيع  سازمانو د مخالفت په  برخه  کى  د يوى  پوښتنى  په ځواب  کى  وويل :

موږ د  انتخاباتو د تر سره  کيدو د منتخبى  شورى  د جوړيدو  او د ټول  ملت  د ممثلى  شورى  لخوا د حکومت  د تاسيس   پر طرحه  توافق  کړى، د ملت  له  ټولو  قشرونو،  او ټولو دلو او  تنظيمونو نه  انتظار  لرو چى  پدى  طرحه  کى  چى  د افغانستان د بحران  د حل  يواځينى لار پکى  مضمره  ده  له  موږ  سره  مرسته  وکړى  او  ددى  طرحى  مخالفت ونکړى.

مونږ  له هغو  وروڼونه  چى  دفترونه  ئى  په  ايران  کى دى  اميد لرو چى  لدى  طرحى  سره  توافق وکړى.

مونږ له  هغو وروڼونه  چى  دفترونه  ئى  په  ايران کى   دى  اميد لرو چى  لدى طرحى  سره  توافق  وکړى.

ورور حکمتيار ددى  پوښتنى په ځواب  کى  چى  پداسى  حال  کى چى  هغوى  په  انتخاباتو کى  ګډون  نلرى  څنګه  ستاسى  له  طرحى  سره  مخالفت  وکړى  وويل  انتخابات  د هيواد  دننه  صورت  نيسى  او د ملت  فرد فرد پدى  انتخاباتو کى  ګډون  کوى هرڅوک  کولاى  شى  په  انتخاباتو کى  آزادانه  ګډون  وکړى  موږ غواړو  ايران  ته  هيئات  وليږو چى  له  هغو  وروڼو سره  تفاهم  وکړى  او  راشى  له  موږ  سره  د انتخاباتو په  پروګرام  کى ګډون  وکړى.

د حزب  له  امير نه  چى  پوښتنه  وشوه  چى  آيا  ويلاى  شو چى  د هغوى  ( په ايران   کى  ميشتو سازمانونو)  ادعا  بى اساسه  ده  په  ځواب  کى ئى  وويل :  هره ادعا چى  پردى  ولاړه  وى  چى  انتخابات  سبوتاژ  کړى.

او  د انتخاباتو د ترسره  کيدو  په  لار کى  ستونزى او خڼدونه  ايجاد کړى  زه  هغه  د خپلى  هيواد په  مصلحت  نه ګڼم   ځکه  چى  د افغانستان  د بحران  د حل  بله  لار  نشته. مونږ  يو منتخب  حکومت  په  وسيله کولاى  شو د کودتا ګانو د تکرار مخه ونيسو.  هغه  حزبونه  چى  د ملت  په  خدمت  کى  دى  او  آزاد،  واحد اسلامى  افغانستان  غواړى  رادشى  د انتخاباتو په  طرحه   کى  د موږ  سره  مرسته  وکړى،  مخالفت  دى  نه  کوىو  تبليغات  دى  نکوى ترڅو وکړاى  شو په  افغانستان  کى  انتخابات  تر سره  کوو او يو منتخب  حکومت  جوړ کړو.

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd January, 2018