تفصیل | شهادت 

23rd March, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د اسلام له نظره د امير او امام د ټاکلو پر مسئله د ورور حکمتيار وينا

2016-12-25

د جمعى مبارکه  ورځ  د ٤/٩/١٣٦٧ مه  نيټه د نصرت مينى  د امام  محمد شيبانى (رح)  جامع  جومات  پيښور _ شهادت د حزب اسلامى  افغانستان  امير  مجاهد ورور ((حکمتيار))  د جمعى  د مبارکى  ورځى  د لمانځه  د لومړى  خطبى  په  ترڅ  کى  د روانو حالاتو اوبالخصوص انتخاباتو پر پس  منظر  او د هغه پر ضرورت  د جهاد په  اوسنى  پړاوکى  ډيره  مبسوطه  او عالمانه   وينا واوروله  چى د برخوالو د خاصى  پاملرنى  وړوګرځيدله.  مونږ دغه  وينا د شهادت  د ورځپانى  د درنو لوستونکو  د لا خبرتيا  په  خاطر په  بشپړه  توګه  نشرته سپارو او ددرنو  لوستونکو پام  وړ ته واړه وو.

ورور حکمتيار خپلى خبرى  داسى  پيل  کړى.

الحمدلله  و نحمده و نستعينه  ونستغفره و نومن به  و نتوکل  عليه   ونعوذ بالله  من شرور انفسنا ومن  سيئاة اعمالنا  فمن  يهده  الله  مضل  له  ومن  يضلل  فلاهادى .

اعوذبالله من الشيطن الرجيم  -   بسم  الله الرحمن  الرحيم

(( واذابتلى  ابراهيم و به  بکلمت  فاتمهنو قال  انى جاعلک  للناس  اماما و قال  ومن  ذريتى ، قال لاينال  عهدى  الظالمين )) ( صدق الله العظيم)

ما په  وروڼو  سره  څو هفتى  د مخه  وعده  کړى  وه چى  انشاء الله  يوه  ورځ  به  په  دى  هکله  تفصيلى  بحث  کوو چى د اسلام  له  نظره  د مسلمانانو د امام او امير د تاکلو مرجع  کومه ده؟ اسلام  دا حق  چاته  ورکړى؟ آيا  امام  او امير  په  وزن سره  ټاکل  کيږى؟ آيا دا يو موروثى حق  دى چى  له  پلار نه  اولادته  په  طبيعى ډول  انتقال  کيږى؟ آيا دا يو  انتصابى منصب  دى؟  څه  معين  کسان  به  په  هغه  کار کوى . آيا داحق  د مسلمانانو برحال امير ته  ورکول  شوى دى ؟ آيا که مسلمانان برحال  شرعى  امير ونلرى نو د هه  د ټاکلو مرجع   کومه ده ؟ امت  په  دى کى  څه   رول  لرى؟ او که دا د امت  حق  دى؟ که دا حق  د امت  وى او امت  مکلف  وى، دا حق  شريعت  ورکړى  وى چى هغه دى خپل  امير او امام   وټاکى نو ټول  امت   به  پکى  برخه اخلى او که  ځنى  به د امت  په  نمايندګى   پکى ګډون  کوى؟ دا يوه  مهمه  مسئله ده او بايد  دى ته  ځواب  پيدا شى  مخصوصاً زمونږ په  دى  روانو حالاتو کى  که دا موجوده حالاتو  کى  چى  انشاء الله  روسى  پوځونه  به  وځى ، د نجيب  حکومت  به  نسکوريږى  که  خداى  کول  په  آزاد افغانستان  کى  به  دمجاهدينو په  لاس  اسلامى  حکومت  جوړيږى  مونږ بايد  دى  سوال  ته ځواب  تهيه  کړو چى  د راتلونکى  حکومت  مشر،  زعيم  او  امام  به څنګه  ټاکو؟  په  تيره  چى  مونږ  متاسفانه  اوس  د متعددو  تنظيمونو له  مشکل  سره  مخامخ  يو په  کار خو داوه  چى دا متعدد  تنظيمونه  نه  واى  جوړ شوى  هرڅوک  چى  وروسته  راتلاى  نو هغه  په  هماغه  پخوانى  تنظيم  کى منظم  شوى  واى.

له موجود امير  سره  يى  بيعت  کړى  واى  او  د يوه  تنظيم  په  داخل  کى دا کار کيدلاى  او دلته  بيل  بيل  تنظيمونه  خلکونه  واى جوړ کړى  ولى  متاسفانه  داسى  وشول هرڅوک  چى  راغى  ځانته  ئى بيرغ   پورته کړى  دى او په  دى برخه  کى صريح  نص  موجود  دى پيامبر (عليه السلام) فرمائى  چى که مسلمانان په  خپلو منځونو کى متحد وى او يو امير ولرى، يو بل  امير راشى او له  هغه سره په کار کى نزاع  وکړى  او د مسلمانانو دنزاع ، تشتت او پراګندګى  باعث  شى، له  دى دوهم امير سره  حتى بايد  تر قتال  پورى او تردى پورى  چى  انسان  وسلى  ته لاس  کړى  او  د هغه په  خلاف  جنګ  وکړى مقابله او چال  چلن وشى  پکار خو داده چى بايد دا متعدد تنظيمونه  نه واى جوړ شوى. هرڅوک   چى  وروسته  راتلاى  په يوه  تنظيم  کى تنظيم  شوى واى، بيل  بيل  ټولګى او تنظيمونه  يى ځانته  نه واى جوړ کړى ، ولى   اوس متاسفانه  دا  زمونږ  د اجتماع  يو واقعيت  دى، مونږ  ورسره  مخامخ  يو پدى  حالت کى بايد  مونږ  دى  سوال  ته ځواب  پرابر  کړو  چى  له  دى متعددو اسيرانو نه به  څوک  سبا ته  د افغانستان  اسلامى  حکومت  واګى  په  لاس  کى  واخلى  او  هغه به  د مسلمانانو امير او امام  شى .

دا يو مسلم  حقيقت  دى او په  دى کى  هيڅ  شک نشته  چى  د مسلمانانو  د امير او  امام  په  هکله  وحى  نده  شوى. د  وحى  په ذريعه څوک  ندى ټاکل  شوى. که  څوک  دا  ادعا  کوى په  دى کى  به  بى  مورده  او بى  ځايه  مبالغه  او تمرد کوى، په  دى کى  وحى  نشته   ځکه  پيامبر عليه السلام   د چا  په باب  توصيه  نده  کړى.  په قرآن  او احاديثو کى  پدى  هکله  کوم  نص نشته، د چا  نوم  ندى  اخيستل  شوى  چى  څوک  به  د مسلمانانو امير او  امام  وى  په  مشخص  ډول  د چا  نوم  ندى  اخيستل  شوى،  پس  دا  مسئله  بالکل  حل  ده  چى  د هيچا  په باب  وحى نده  شوى چى  څوک  به  د مسلمانانو امير او  امام  وى ولى  مشخصات او مواصفات  په ګوته   شوى  داسى  چى  د مسلمانانو امير بايد کوم  مواصفات  ولرى. خو د چا  نوم  ندى  اخيستل  شوى. ددى  معنى داده  چى امير او  امام  په  وحى سره نه ټاکل  کيږى  که  څه  هم په  مسلمانانو کى ځينى  فرقى داسى هم  شته چى  هغوى په  دى  عقيده دى چى  امام  او امير هم  په  وحى سره  ټاکل  کيږى، ولى دا مبالغه  ده او  ددى لپاره  څوک  نص، دليل او سند  نشى  وړاندى  کولاى  دا  ميراثى  حق  هم  نده  چى  خامخا به  له  پلار نه  زوى  ته  په  ميراث  پاتى  کيږى  ځکه  کوم آيت  چى  ما تلاوت  کړ دا په  صريحو الفاظو  سره  ټينګار کوى چى (( و اذابتلى  ابراهيم  ربه  بکلمت فاتمهن ، قال  انى جاعلک  للناس  اماما-  قال و من ذريتى  قال  لاينال  عهد الظالمين ))  را  ياد کړى  هغه  وخت چى  ابراهيم (ع) خپل  رب  په  څو کلمو امتحان  کړ (فاتمهن) دا کلمات  هغه  اتمام  ته  ورسول  هغه  په  دى  امتحان  کى کامياب  شو. دا څو  امتحانونه  هم قرآن  عظيم الشان توضيح  کړى  د پلار او قوم  له  مخالفت  سره  مخامخ  شو. ټول  قوم  د  هغه  په  خلاف  دا فيصله وکړه  چى  په  قتل ئى و رسوى او په  اور کى ئى  واچوى. له  ټول  قوم  څخه  يواځى  يوه  کس  هغه  ته  خپل  ايمان  څرګند  کړ او ملګرتيايى  وکړه. په  هجرت  مجبور شو،  له  خپل  ملک  نه  ووت. د سفر په  دوران کى هم  امتحانونه  ورباندى  راغلل. پدى  مکلف شو چى حرت هاجر او خپل  زوى حضرت  اسمعيل (عليه السلام) د مکى  په  وادى کى چى  نه اوبه  شته  نه  زراعت  شته او نه  انسانان  اوسيږى يوازى پريږدى او په  خداى  يى بروسه  وکړه.  پدى مکلف  شوى  چى  حضرت  اسمعيل  (عليه السلام) ذبح  کړى. هغه  پدى  ټولو امتحانونو  کى کامياب  شو. امتحانونه همدادى پس  له هغه چى  ابراهيم  (عليه السلام)  په  خپلو امتحانونو کى کامياب شو الله  (جل على شانه)  فرمايى ((انى  جاعلک للناس  اماما))   يقيناً  زه تا د قوم  لپاره امام  ګرځوم  ددى معنى داده چى دا د امامت  منصب  څه  حاضر  مواصفاتوته  ضرورت  لرى، دا په  امتحان  کى د کاميابى  نه پس  يو چاته  سپارل  کيږى  کله چى  هغه  په  الهى  امتحاناتو  کى موفق  او کامياب  شو،  له  دينه  پس  الله  (جل  على شانه)  ورته  فرمايى  چى ((انى جاعلک للناس  اماما)) زه اوس  تا د خلکو لپاره  امام ګرځوم  ((قال  و من ذريتى))  او  ويى  ويل  چى  زما  له  ذريى   او اولادى  نه  هم ځينى  کسان  د خلکو لپاره  امام  ګرځوى  ((قال  لاينال عهدى  الظلمين))  الله جل على شانه  وفرمايل :  چى  زما  عهد  ظالمانوته  نه رسيږى  يعنى  ددى  پيمان  او د عهد مشمول  ظالمان ندى، ستا  له  اولادى نه  چى څوک  ظلم  وکړى  او له  وعدى نه  تيرى  وکړى  د ظلم  مرتکب  شى، هغه  ددى  پيمان  او  عهد مشمول  ندى، دا پيمان او عهد  ددوى  په  حال  شامل  ندى  ددى  معنى  داده چى  دا  موروثى  حق  ندى، دا  له پلار نه اولادته  په  ميراث  نه  پاتى کيږى  ځکه  که  دا  موروثى  حق  واى، او د مال  په  شان  له  لار نه  اولاد ته  انتقاليداى  نو په  دى کى څه  خاصو  مواصفاتوته ضرورت نه وو،  همدا  نسبى  تعلق  کافى  وو  چى  پلار مرى  منصب  زوى  ته  انتقاليږى .

ولى دا چى  قرآن  فرمايى  ظالمان  ددى  عهد مشمول  ندى او دوى  په  دى  عهد کى  شامل  ندى، دا  د امامت  منصب  هغو  ته  نه  ورکول کيږى،  کوم  چى د ظلم  مرتکب  شوى  وى، ددى  معنى داده چى دا  موروثى  حق  ندى او څوک  چى  په  تکليف  سره  ددى ادعا  کوى چى دا  موروثى   حق  دى  هغه  يا  شايد د قرآن عظيم  الشان  پدى  صريحو  نصوصو  باندى  نه پوهيږى  او يا بى ځايه  لجاجت  کوى. پدى  هکله  د قرآن عظيم الشان  آيتونه  هومره صريح  دى چى  هيڅ  شک  او شبهى  ته  ځاى  نه پريږدى او قرآن  عظيم  الشان   مونږ  ته دا هم  فرمايى  تاسى  د ابراهيم  عليه السلام  او هغو کسانو په  سنت  مکلف ياست  چى  له  ده  سره  وو تاسى  لپاره د ابراهيم  ( عليه السلام)   په  شخصيت  او عملکرد او د هغو مؤمنانو  په شخصيت  او عمل  کى چى  دده  ترڅنګه   وو  نيکه  اسوه وى، هغه  زمونږ د ملت  جد دى  پدى  خاطر  مونږ  دده  په  اسوه  مکلف  يو. ابراهيم  عليه السلام  ته  چى  قرآن عظيم  الشان فرمايى  چى  ظالمانوته  دا  منصب  نه رسيږى  هغه  د خپل اولادى  په  باب  دعا  کوى چى  الهى  زما  له  اولادى  نه  هم  ځينى  کسان  د خلکو لپاره  امام  وګرځوه. وايى چى  نه!  ظالمانو ته  دا  منصب  نه  رسيږى .  ددى  معنى داده  چى  دا  منصب  موروثى  ندى دا  له  پلار نه  اولادته  په  ميراث  نه  پاتى  کيږى.

د نوح  (عليه السلام)  زوى د کافرانو په ډله  کى  پاتى  کيږى چى  د پيامبرانو  په  هکله  حالت  داسى  دى  چى  له  پلار نه  دا منصب  زوى ته  نه  انتقاليږى  نو ددوى نه را لاندى  عادى انسانانو په  هکله  به دا څنګه  دعوا وکولاى  شى چى دا ميراثى  حق  دى. د پيامبر (عليه السلام)  له  رحلت نه پس د  هغه  له  کورنى او اولادى نه  څوک  امام  او امير ونه ټاکل  شو او صحابه  تر هرچا په اسلام باندى  بهتره  پوهيدل، ترهرچا نه چى  څوک  په  اسلام  باندى  بهتره  پوهيدل  هغه  صحابه  وو چى  د صحابه وو  په  دور کى د پيامبر (عليه السلام)   له  خپلى  کورنى  نه  څوک  امير او  امام  نه  ټاکلى  کيږى.  ددى  معنى داده  چى  دا مورثى  حق  ندى  د حضرت  ابوبکر صديق (رض)   له  وفات  نه وروسته  د هغه  زوى امير نه شو  د حضرت  عمر (رض)  د وفات نه  وروسته  د هغه  له  کورنى  نه  څوک امير نه  شو او هغه  په  ځانګړى ډول  د خپل  زوى  په باب  وويل  چى  هغه  په  بحث  کى  برخه  اخيستلاى  شى خو امير کيداى  نشى.

ددغو ټولو تاريخى  رواياتو په  رڼا کى مونږ  په  ټول  جرئت   او اطمينان  سره ددى  خبرى ادعا  کولاى  شو چى  په  اسلام  کى  امارت  او  امامت  موروثى   حق  ندى دا حق  انتصابى  هم  ندى  امارت  او امامت څه   انتصاپى  شى هم  ندى  چى څه  معين  کسان  به  هغه  انتصابوى. ځکه که دا  انتصابى  واى نو  عام  او علنى  بيعت  به شرط  نه  وو  د يو چا  امامت  او  امارت  هلته  مسلم  ګرځى   چى په  عامه  اجتماع  کى په  علنى ډول  عام  ولس  له  فشار او اکراه  نه پرته  له  هغه  سره  آزادانه  بيعت  وکړى   که  چيرى  دا  انتصابى مسئله  واى او امير انتصابى ټاکل  کيداى  نو د ولس اوعلنى  بيعت  شرط  به  نه وو  له  کوم  امير سره  چى عام  ولس  له  فشار،  ويرى او تهديد  نه پرته  په  خپله  خوښه  بيعت   ونکړى،  هغه  امارت  مسلم  ندى .  ددى معنى داده چى  دا  انتصابى  هم   ندى  نو اوس  چى  امام  او امير نه  په  وحى  سره  ټاکل  کيږى  نه  دا ميراثى  دى. او نه  انتصابى  نو بيا د امير د ټاکلو  حق چاته  دى.  حقيقت  دادى چى  اسلام  د امير ټاکلو  حق  امت  ته سپارلى   دى. دا  د امت  واجب  هم  دى او حق  يى  هم  دى. امت   مکلف  دى چى  ځان  ته  به  امير ټاکى  او دا حق  او  وجيبه  اسلام  امت  ته ورکړى  چى هغه  به  امير ټاکى.

پيامبر (عليه السلام)  فرمايى  چى  هيچاته  ددنيا  په يوه  ګوټ  کى دا جائز  نده  چى هغه  دى  له  امير نه  پرته  ژوند وکړى.   هغه  مکلف  دى چى  ځانته  امير وټاکى، که دوه کسان هم  په لار کى روان  وى، نو له  خپلو منځونونه  دى يوکس   امير وټاکى  مسلمان  مکلف  دى  چى  په  يوه  تنظيم  کى  به  ژوند  کوى او ديوه  امير په  لاس  به  بيعت  کوى اسلام  په  انزوا  کى  انفرادى  ژوندته  اجازه  نه ورکوى څوک  چى  ومرى  او د يوه  امير په  لاس  يى  بيعت  نه  وى کړى  د هغه  مرګ د جاهليت  مرګ  دى  هرڅوک  د يوه مسلمان فرد په حيث  مکلف  دى  چى  هغه  به  په  يوه  تنظيم  کى  ژوند کوى او د يوه  امير په  لاس  به  بيعت  کوى. دا هم  حق  دى او هم  وجيبه  ده  قرآن  عظيم  الشان  په  همدى  هکله  فرمائى  ((ان الله يامرکم ان تؤدواالامانات الى اهلها-  واذا حکمتم  بين الناس  ان  تحکموا بالعدل – ان الله  نعمايعظکم  به))  يقيناً الله   (جل  على شانه)  تاسى  ته امر کوى چى  امانتونه  د هغو اهل  ته  وسپارى  د ټولو مفسرينو په  اتفاق  دلته  له  امانت  نه  هدف  امارت  او  امامت  امانت  دى او دا صيغه  هم  عامه  ده  دا امر ټولوته  شوى. يقيناً  الله (جل على شانه) تاسى  ټولو ته امر کوى ((يامرکم)) خطاب  امت  متوجه  دى تولو مسملانانوته  متوجه  دى  بى  شکه  تاسى ټولو  مسلمانانوته  الله  جل على شانه   امر کوى چى  امانتونه  د هغه اهل ته وسپارى  دا وروستى  مطلب   هم ښيى  چى  د آيت  دوهمه   برخه  هم ښيى  چى  دلته  له  امانت  نه  مراد حاکميت ، امارت  او  امامت  دى ځکه ((واذا حکمتم  بين الناس  ان  تحکموا بالعدل )) کله  چى د خلکو ترمنځ  قضاوت   کوى او د شخړو په  باب  حاکميت  او فيصله  کوى  نو  په  عدل  سره  به  يى  کوى.

ددى  معنى داده  چى  حاکم  ته  هم  توصيه  شوى  ده  او  خلکوته  هم  خلکوته  توصيه  شوى  چى  تاسى  به  امانتونه  اهل  ته  سپارى  حاکم  او امير ته  توصيه شوى  چى  کله  د خلکو  ترمنځ  د هغو د شخړو  په باب  حکم  او فيصله  کوى  بايد فيصله  دى  په  عدل  مبتنى  وى  خطاب  ټولو ته  متوجه  دى  ((ان  الله  يامرکم  ان  تؤدالامانات  الى اهلها) که  چيرى د امير ټاکل  د امت   حق  نه  واى  يا  د هغه  واجب  نه واى  نو  الله  (جل و على شانه)  به  دا امر ټول  امت  ته  نه  متوجه  کولو  کله  چى  خطاب  ټولوته   متوجه  دى ټولو  ته  امر کيږى  ددى  معنى  داده  چى دا  د ټول  امت  حق  دى  او  د ټول  امت  واجب  دى  او  هغوى مامور شوى  چى  امانت  به  اهل  ته سپارى  نه  يوازى د امير او د امام  انتخاب  د امت  واجب  دى  بلکى  دا يى  هم  واجب  دى  چى  څوک  ددى  منصب  لپاره  اهل  دى. د  اهل  تشخيص هم د امت  واجب  دى.  که  چيرى  دا ميراثى  واى  دلته  به  نه  راتله  چى  (الى اهلها)  قرآن  عظيم  الشان  مونږ  ته  ددى  امامت  اهل  هم  را معرفى  کوى او هغه   مواصفات  هم را ښيى دا  تفصيلى  بحث  غواړى  چى  قرآن عظيم  الشان د امير او د امام  لپاره  او  د مسلمانانو د مشر  لپاره  کوم   مواصفات  او کوم  خصوصيات  ټاکلى  دى؟  په  دى  باندى  تفصيلى  بحث  په  کار  دى  چى  اوس  متاسفانه  ددى  ګنجايش   نشته  د اهل  کسانو تشخيص  او پيژندنه  هم  د امت  واجب  دى.  له  دى آيت نه   هم  معلوميږى چى  امت  مکلف  دى  چى  امير وټاکى،  امام  په  انتخابوى او  هغه  به  ګورى  چى  په  ټولو  کى  ددى  منصب  لپاره  اهل  څوک  دى  که  چيرى  دا  ميراثى   واى،  نو تشخيص  ته حاجت  نه  وو  له  پلارنه  وروسته   د هغه  دميراث  وارث  زوى  دى  د هغه   لپاره  د مواصفاتو لټول  ضرورى  نده چى  پلار  نه  وى  په  طبيعى  ډول  زوى  او اولادته  په  ميراث  پاتى  کيږى.  د ميراث  په  باب  قرآن  عظيم  الشان  فرمايى  چى  اهل  ته  چى  وسپارى  له  پلاره  چى  اولادته  کوم  څه  په ميراث  پاتى  کيږى  په  هغه  کى  قرآن  عظيم  الشاندا  نه وايى  چى  اهل  ولټوى او  هغه  احل  ته وسپارى. ولى ؟  په  دى  خاطر چى  هلته  وضاحت شوى  دى  چى  د هغه  وارث  اولاد  دى  ضرورت  نشته چى  د هغه  لپاره  تشخيص  وشى  چى  دا  ددى  اهل  دى  که  ندى  خو  دلته  دا ميراثى خبره  نده بلکى  په  مواصفاتو پورى  مربوط  دى  لکه په  لومړى  آيت  کى  چى  ورته  اشاره  شوى. ابراهيم  (عليه السلام) ته دا کار پس  له  هغه  سپارل  کيږى  چى  هغه  په  الهى  امتحاناتو کى کاميابيږى  له  برى  نه  پس  هغه  ته  دا منصب  حواله کيږى او چى څوک  ظالم وى  هغه  ددى  پيمان او عهد  مشمول  ندى هغه  ته  دا منصب  نه  ورانتقاليږى له  هغو سره  ددى  وعده  نده  شوى  پيامبر (عليه السلام)  له  رحلت  نه  د مخه  هيڅوک  د امير او  امام  په  توګه  نه  ټاکى  د چا  په  باب  امت  ته  توصيه  نه  کوى  هغه  رحلت  کوى او  هغه  دا کار  خپله  امت  ته  پريږدى  حال دا چى  پيامبر ( عليه السلام)  ددى  امير د نشتوالى  په  اهميت  هم  ښه پوهيږى  چى  په  يوه   اجتماع  کى  امير نه  وى،  ددى  نه  څومره  ستونزى  او مشکلات  را پيدا  کيږى،  په  دى هم  پوهيږى  حتى  هغه  مبارک  خپل  اصحاب  داسى روزل  چى  د هغه  له  رحلت  سره  سم  د پيامبر  اکر (صلى الله عليه وسلم) د جسد مطهر د تکفين  او د تدفين  کار لا نه دى سرته  رسيدلى  هغه پريږدى چى امير ټاکى  پيامبر (عليه السلام)   ددى  خبرى  په  اهميت  تر ټولو ښه  پوهيده  ولى  بيا هم څوک  د امير په  حيث  نه  ټاکى، خپل  اصحاپ  هم  پيژنى  او ددى  کار لپاره  اهل  کس  هم پيژنى   ولى  بيا هم څوک  نه  تعينوى او نه يى  معرفى  کوى  په  دى  هم  پوهيږى  چى  که  هغه  څوک  انتخاب  کړى  کشمکش  او  نزاع  ختميږى  هلته  بيا  امکان  شوى  چى صحابه  دى د پيامبر ( عليه السلام)  له  انتخاب  سره  مخالفت  وکړى   پوهيږى  چى  د هغه  د رحلت  نه  پس  که  په  دى  مسئله   کى کومه  کشاله  را پورته  کيږى دا خطرناک  دى  ولى  له دى  سره  سره  هغه  دا کار امت  ته  حواله  کوى  ددى  معنى داده  چى  پيامبر (عليه السلام  غوښتل   چى دا کار دى امت  ته  حواله  شى  او امت  دى  په  خپله  خوښه  انتخاب  کړى  .

د ابوبکر  صديق (رض) انتخاب په  داسى  حالت  کى  چى  د مدينى   اهل  راغونډيږى  لا  د تکفين او دتدفين  مراسم  پاى  ته  ندى  رسيدلى.   جنازه لا  پخپل  حال  پاتى  ده.  ثقيفۀ بنى  ساعده  کى  خلک  را غونډيږى  ابوبکر  صديق (رض)  او حضرت   عمر (رض)   ته  اطلاع  رسيږى  او هغوى هم ځان  جلسى  ته  رسوى  او د صحابه  وو  ترمنځ  په  دى  باب  بحث  کيږى يو پيشنهاد کوى چى  امير  دى د مهاجرينو له  جملى  نه  وى  بل  وايى  چى دا بايد  د انصارو له  جملى نه وى. دريم  پيشنهاد  کوى  چى  يو امير  دى  له  انصارو نه  وى او بل  دى  له  مهاجرينو نه  وى.  د دوو  اميرانو پيشنهاد کوى څلورم  پيشنهاد کوى  چى  امير دى  له  مهاجرينو نه  وى  او وزير دى  له  انصارونه وى حضرت  ابوبکر صديق (رض) وايى   چى ددى  کار  لپاره  اهل  حضرت  عمر (رض)  دى  حضرت  عمر (رض)  پيشنهاد کوى  چى   تر ټولو   مستحق  او  افضل  حضرت  ابوبکر صديق (رض)  دى  بالاخره  په  غونډه  کى ټول  خلک  پدى  خبره باندى   توافق  کوى چى  حضرت ابوبکر صديق  (رض) دى  د مسلمانانو امام،   امير او  خليفه  وى. له  دى  خبرى  نه  په شرعياتو باندى  مونږ  پوهيږو لومړى دا چى  پيامبر عليه السلام   د هيچا  په  باب  توصيه  نه وه  کړى،  که  توصيه  نه وه  کړى،  که  توصيه شوى واى  امکان  يى  نه  درلود چى  صحابه  دى  په  خپلو منځونو کى  په  دى خبرو باندى  مناقشه  وکړى  يو دى  يو پيشنهاد   کوى او بل  دى  بل  پيشنهاد کوى. دا لومړى خبره  ده. ددى معنى داده چى  پيامبر عليه السلام  داکار امت  ته حواله  کړى  دى.

دوهمه خبره  داده چى د امير د انتخاب  طريقه  هم  امت  ته  سپارلى  شوى.  هر څوک  پيشنهاد کوى. که   په  دى باب  له  مخکى نه معينه  فيصله  شوى  واى  بيا به  مناقشى  ته مجال نه  وو پاتى  بيا  به  د صحابه  وو په  منځ  کى  په  دى باب  مناقشه  نه کيدله ، بيا به  دا  موضوع  فيصله  وه.  ولى   سره  له  دى  چى  په هغه  اجتماع  کى د ابوبکر  صديق (رض)  په خلافت  او امارت  باندى د ټولو ترمنځ  توافق  راځى  سباته  حضرت  ابوبکر صديق (رض)  په  مسجد  کى د ټولو  په  مينځ  کى  ودريږى  بيا  په  عام ډول  له  هغه  سره  بيعت  کيږى  او  بيا  له  هغه  نه  وروسته د هغه  امارت  مسلم  ګرځى   له  دى نه  هم پوهيږو  چى دا د معينو کسانو کار نه دى بلکى  دا  د ټول  امت  کار دى. دا  په   سرى  فيصلو سره  هم  نشى  کيداى،   بلکى  په  عامو معلنواو څرګندو فيصلو سره  به  څوک  د امير  په حيث  ټاکلى  کيږى  او بيعت  شرط  دى  که د مسلمانانو يو جماعت  څوک  د امير او خليفه  په  حيث  پيشنهاد  هم  کړى، پيشنهاد کولاى  شى  خو دا امارت  به  له  هغه  وروسته  مسلم  وى  چى  په  يوه  علنى  جلسه  کى  په  عام  ډول ولس  په  خپله  خوښه  او آزادانه  توګه  بيعت  ورسره  وکړى

همداراز  حضرت  عمر (رض)  د خليفه  په حيث  وټاکلى  شو. برحال  امير  حضرت ابوبکر صديق (رض)  چى   پوهيږى  وفات  کوى  له  خلکو سره  مشوره  کوى  له ګڼ  شمير صحابه  وو سره  په  دى باب  مشوره  کوى چى  له  ده  نه بعد  به  څوک  امير او خليفه  وى اکثر  په  دى  اتفاق  کوى چى  حضرت  عمر (رض)  ددى  کار لپاره  مناسب  دى.  محدود کسان د هغه  په  باب  څه  ملاحظات  وړاندى  کوى چى  هغه  لږ  متشدد دى خوحضرت ابوبکر  صديق  (رض)  چى کله  استدلال کوى چى  زه ډير نوم  يم او زما  د ډيرى  نرمى  په  وجه  باندى  کله  کله  هغه  تشدد کوى خو که دا کار  هغه ته  حواله شى نو دا تشدد  هم  ختميږى  هغو کسانو چى  دا  ملاحظات  يى  درلودل  قانع  شوى  پدى  ترتيب  برحال  امير د صحابه  وو سره  د مشورى  نه  پس  حضرت  عمر (رض)  د امير په حيث  پيشنهاد کړى خو حضرت عمر (رض) هلته امير شوى  چى  خلکو ورسره  پيعت کړى  هغه  هم  په  جومات  کى  ودريدلى او په  عام ډول  خلکو ورسره  بيعت کړى  د هغه  په  پاليسى  باندى  خلک  قانع  شوى. د هغه  په ګذشته سوابقو باندى  خلک  قانع  وو.  له  هغه نه پس  په جومات  کى خلکو له  هغه سره  په  عام  طور بيعت  کړى او  حضرت عمر (رض) هلته امير او خليفه شو چى  په  عام ډول  د حضرت ابوبکر صديق (رض) د وفات نه بعد خلکو سره  په  مسجد کى بيعت کړى  حضرت   عمر (رض) چى کله  زخمى شو او وپوهيدلو چى ددى زخم نه هغه نه جوړيږى  او مرى. د مدينى  جليل القدره  صحابه  يو په  پل   پسى  ورته راغلل او ورته يى  وويل چى جا نشين وټاکه  ځکه مبادا ستا د تلونه  بعدد امارت اوخلافت په  سر کشمکش  را پيدا شى  هغه  وويل چى  که  زه وفات شم پرته  له  دى نه چى څوک  وټاکم  نو ما به  د هغه چا په سنت عمل کړى  وى  چى تر مونږ نه بهتره  دى. مراد ئى  حضرت پيامبر عليه السلام  وو چى  هغه  رحلت وکړ هيڅوک  يى ونه ټاکلو او که  زه مخکى له  دى نه چى وفات شم، څوک د امير په  حيث  وټاکم  نو ما به  بيا د هغه چا په سنت  عمل کړى  وى   چى هغه  هم  له  مانه افضل  دى مراد يى  حضرت ابوبکر صديق (رض)  وو  هغه دى خبرى ته ترجيح   ورکوله چى څوک ونه  ټاکى  او دغه کار امت ته پريږدى خلکو اصرار وکړ چى  اوس  هغه  دورندى  ددى  ډير احتمال  شته  چى ددى کارنه يوه  فتنه  راپورته  شى  له ډير اصرار نه پس  هغه  له  دى دواړو  لارونه  د وسط  لاره  اختيار وى شپږ کسان  يى وټاکل  چى  ددوى  له  منځ  نه  به يو کس د خليفه او امير په  حيث ټاکل  کيږى.  خپل  زوى ته يى  هم  وويل  چى  له  دى ډلى سره  شامل  شى خو هغه د امير کيدو حق  نلرى  په جلسه  کى د ناظر او  شاهد په  حيث  برخه  اخيستلى شى. ولى  هغه  به  مستثناوى.

له  دى شپږو کسانونه  به  يو کس  د امير په حيث  ټاکلى کيږى. داسى  وګڼى  چى هلته امت زمونږ په  شان  مشکلاتو سره  مخ  وو. يعنى  شپږ کسان کانديدول د شپږو کانديدانو نه بايد يو کس  ټاکل  شوى واى  برحال  امير شپږ کسان نامزد کړى  راشى  وګورو چى په  داسى  حالت کى امت  کومه لاره  غوره کوى؟

کومه لار چى په  داسى  حالت  کى غوره کړى   دا  زمونږ لپاره  سنت  دى همدغه لاره  به غوره  کوو.  شپږ کسان جلسه  کوى ، درى  کسان  د دريو نورو په  ګټه  تنازل  کوى حضرت عثمان (رض) حضرت  على  کرم الله وجهه  حضرت عبدالرحمن   ابن عوف (رض)  پاتى  کيږى.  حضرت عبدالرحمن   ابن عوف هم استعفا کوى او مسئله  د دوو کسانو ترمنځ  پاتى کيږى  هغه (رض) مصروف دى د هرچانه  چى ورته  مخکى راځى هرځاى  ته چى  تللى شى، تللى، د خلکو نه يى  تپوس  کړى  چى  له  دى دواړو  کسانونه چاته  ترجيح  ورکوى. حتى   په  رواياتو کى  راځى  چى ښځو ته  هم  تللى  شى،  تللى  د خلکونه  يى  تپوس  کړى  چى  له  دى  دواړو  کسانونه  چاته  ترجيح  ورکوى.  حتى  په  رواياتو کى  راځى چى  ښځو ته هم  تللى او له  هغو نه يى  تپوس  کړى. د ځينو بيبيانونه  يى  هم  تپوس کړى  په پاى  کى  هغه  راځى او  دواړه  يو ځل بيا حاضر  وى او بيا ورته  تعهد اخلى او بيا  اعلان  کوى چى  د مدينى  اکثر خلک  په  حضرت عثمان  (رض)  باندى راضى  دى او د هغه  خلافت  منى او هغه  ته  ترجيح  ورکوى.   پدى  ترتيب  حضرت  عثمان (رض)  د مسلمانانو خليفه ګرځى،  له  دى نه  مونږ دا انتباه  اخلو چى  که چيرته   امت  له  دى معضلى او مشکل  سره  مخامخ   شى چى ګن   شمير  اميران کانديد او نامزد وى نو بايد د امت راى  ته  مراجعه  وشى  په  چا چى  اکثريت  را غونډوى  او هغه  باندى راضى  وى هغه به  د امير په  حيث  ټاکلى  کيږى ځينى  محققين  داسى  استدلال  کوى چى دا خو بايد د اسلامى  ملک  د پايتخت  خلک راغونډ شى خو ځينى نور د هغه  په ځواب کى مقنع  استدلال  کوى او وايى  چى که  يوازى د مدينى  خلک  په  هغه  دور کى  راغونډ  شوى وجه يى  داوه چى  هلته  د نورو منطقوته  تپوس او استمزاج  او استفتاء  ممکنى نه  وه که  له  مدينى نه  څوک  په  پښو روانيداى  او  مکى مکرمى ته  رسيدلى او بيا  د هغه  له  خلکو  نه  يى تپوس کولاى نو مياشتى  مياشتى  يى  نيولى او  داسى  هم نشوکيدلاى  چى امت  دى د څو مياشتو لپاره  بى له امير نه پاتى  وى.  په  دى  خاطر هغو  ظروفو او شرايطو  هغوى مجبور کړى  وو چى  يوازى دى  د مدينى منورى د خلکونه په  تپوس  باندى اکتفا وکړى  په  دى کى  معين کسان  ندى راټول  شوى. بلکى  د حضرت  ابوبکر صديق (رض)  په  انتخاب  کى چى ټول  د مدينى  خلک  موجودول را غونډ شوى  او د حضرت  عثمان (رض)  د خلافت  په  هکله  هم  له  اکثرو نه  تپوس  شوى  دى  حضرت  عثمان (رض) همدغسى  پس  له  دى نه  چى  هغه  معينى  حلقى  او پس  له  ډيرى  استفتاء   او استمزاج  او راى ګيرى نه د امير په  حيث  نامزد شو جومات  ته راغلى او د خلکو مخى  ته  ودريدلى او بيا  خلکو آزادانه  له  هغه  سره  بيعت  کړى  او ددى  بيعت  نه  پس  د  هه امارت او خملافت  مسلم  شوى  دى. د حضرت عثمان (رض)   د شهادت نه بعد ځينى  کسان  ولاړل حضرت  على کرم الله وجهه  ته  يى  وويل  چى  ته  بايد  د خلافت  چارى  په  غاړه  واخلى  هغه  وويل چى دا  د پټو جلسو کار ندى  بيعت  سرى  نشى  کيدلاى.  دا به  د ټولو په  محضر کى په  يوه  علنى  جلسه  کى  کيږى  جومات  ته  راغلى او په جومات  کى  فيصله  شوى.  له  دى ټولو نصوصو او تاريخى  رواياتونه مونږ  په  دى خبره  پوهيږو  چى د امير د ټاکلو حق  د امت دى د امت  وجيبه  ده  او دا چى  څلور لومړى  خلفاى  راشدين  په  څلورو طريقو سره انتخاب  شوى، ابوبکر صديق  (رض) يوه طريقه  او حضرت عمر (رض) په  بله  طريقه  او حضرت  على  کرم الله وجهه  په  بله  طريقه  و ددى  معنى داده  چى  دا  د امت  صوابديد  دى  په  دى کى  معينه ضابطه  او طريقه  نشته . که  چيرى  معينه قاعده  واى نو ټول  څلور خلفا به  له  يوى  طريقى  نه ټاکلى شوى  واى  چى  د څلورو  متعددو لارونه  په  مختلفو  طريقو  انتخاب  کيږى  ددى  معنى داده چى دا کار  امت  ته  پريښودلى  شى  او  د ټولو ظروفو او خاصو اجتماعى  شرائطو  په  رڼا کى  د امير د انتخاب  په  هکله چى  کومه  طريقه  مناسب  ګڼى  هغه  اختيار کړى. خو د ولس او امت  ته رايه  اخيستل دا لومړى  او اساسى  شرط  دى . پيامبر عليه السلام  فرمايى د يوه  حديث  مفهوم دى په  هغه  چا  دى لعنت  وى چى خلک  د هغه  په  امامت  راضى  نه  وى او هغه  امامت  کوى . زه  وايم  چى د عادى امام  په  هکله دا ويل کيږى  نو د مسلمانانو د امير په  هکله  به  څه  وايى. تقريباً  احکام ورته  دى. د جومات  د امام  په  هکله  چى  کوم   احکام  دى  تقريباً   شبيه  احکام  دى  د مسلمانانو د ستر امير  په  هکله  هم  کوم  احکام  دى  تقريباً  شبيه احکام دى، د مسلمانانو د ستر امير په  هکله  هم  دى. د هغه  امام  چى  خلک  ورباندى راضى نه وى او هغه  امامت  کوى ، د هغه  په باب  پيامبر  عليه السلام  فرمايى  چى  په  هغه  دى  لعنت وى.  ددى  معنى هم  داده  چى  دخلکو رضايت شرط  دى  ځينى  نور محققين  وايى  چى  اصلاً الله جل  و على شانه ټول  خلک  د ځمکى پر سر د خليفه  په  حيث  پيدا  کړى  دى. دا د خلافت  حق او وجيبه د ټولو ده ځينى  بيا له  دى حق  نه  تنازل کوى فرد فرد، يوازى آدم (عليه السلام) نه بلکى  د هغه  اولاده  هم  الله (جل على شانه) د خليفه  په  حيث  په  ځمکه  کى  پيدا  کړى  دى ځينى  ددى  حق  په خاطر تنازل  کوى په  دى  خاطر چى  د اجتماع  نظم  برقرار شى. يو امير او امام  ولرى. پس   دا حق  د هرچا  دى  په  هر اهل  حل  وعقد  کولاى  شى چى د ملت  په  نماينده ګى  امير وټاکى  ،  اهل  حل و عقد هغه  کسانوته وايى  چى  په  امت  کى  فيصلى  هغوى  کوى او ملت  د هغوى  د فيصلى  منلى او  اطاعت  يى کوى. که  دوى دا  مقام  او منصب  په  امت  کى  د اجتماع  په  لحاظ  ترلاسه  کړى  يا د سلطى  او سيطرى  له لحاظه  يا  له فکرى  او دينى  لحاظه   يعنى  هغه  د خلکو  خليفه  او  امام  دى،  له  اعتقادى  لحاظه  له  فکرى  لحاظه، خلک  هغه  دځان لپاره  مرجع  ګڼى،  خپلى  کشالى او منازعات  او مشاجرات  هغه  ته  راجع  کوى  او  د  هغه  په  فيصلو  قناعت کوى، يا د مسلمانانو دى، يا  ديو قوم  رئيس  دى يا د جبهى  قوماندان  او امير دى، دغسى کسان  چى  د خلکو فيصلى  پر هغوى  پورى  مربوطى  دى او مشکلات ئى  حل و فصل  کوى، او خلک  دوى ته  مراجعه  کوى او له  دوى نه  هدايت  اخلى او د هغوى  فيصلى  منى. کيداى  شى چى  د ټول  امت  په  نماينده ګى  دغه  اهل  حل و عقد راغونډ  شى او امير وټاکى، دا هم دغسى  ده  لکه چى  امت  څوک  وکيل ټاکلى او هغه  ددوى  و کالت  کوىاو د هغو په  نماينده ګى  فيصله  کوى ځکه  دا  اهل  حل  و عقد د ټول  امت  نمايندګان  دى او د دوى  فيصله  په غير  مستقيم  ډول  د ټول  امت  فيصله ده. خو د اسلام  په  تاريخ  کى نه چيرته  کوم  امير  د اهل  حل  و عقد  له  لارى  عزل  شوى  او نه  نصب  شوى.

څوک  ددى  لپاره  مثال  نشى  ښودلاى . ښه  نظريه  ده خو صرف  نظريه   ده  تر اوسه  پورى  عملى  شوى  نه  ده.

د اسلام  په  تاريخ  کى نه  کوم امير د اهل  حل  و عقد  له  طرفه  نه  نصب  شوى  او نه  عزل  شوى  متاسفانه  چى  زمونږ  په  تاريخ  کى خو د صدر اسلام  نه را بعد تل  پاچايان د وسلى  په  زور پر مونږ  مسلط  شوى.

يا په  ميراث دا حق  ورته  رسيدلى، معينو کورنيو حکومت کړى دى. امت  ته  دا حق  نه  وو  ورکړ شوى له  ملت  نه  تپوس  ندى  شوى نه  اهل  حل و عقدفيصله  کړى   او نه  هم امت، هميشه  پر مونږ  باندى  له  پاس  نه  حکومتونه  مسلط  شوى.  په  دغسى  ظروفو  او شرايطو  کى  متاسفانه چى زمونږ  تعقل  او نظريه  هم  همدغسى  ګرځيدلى  چى دا خو ميراثى  دى.  چى  په  تاسو  باندى څوک راغى  نو  هماغه  ذيحق  دى،  د هغه  مخالفت به  نه  کوى. او د هغه  خلاف  به  نه  دريږى طبيعى  ده  چى  په  دغسى ظروفو او شرايطو  کى څوک  لوئيږى ، ستر کيږى  او  ژوند کوى له  دى نه  متاثر کيږى، همدا وجه ده چى  متاسفانه  اوس مونږ  مجبور يو  چى  خلک  قانع  کړو چى  د امير د ټاکلو  حق  د امت حق  دى، تر څوچى دا ذهنيت  له  هغه  نه  لوى  کوو او دا  تعقل  له  هغه  نه  لرى  کوو  او هغه  په  دى  خبره باندى  قانع  کوو چى  نه  دا  انتصابى  دى  نه دا  موروثى  دى، نه به  د وسلى  په زور  څوک  مسلط  کيږى  بلکى  دا  د امت  حق  دى  اسلام  دا حق امت  ته  ورکړى  دى  ترڅو چى  مونږ  دا قانع  کوو  مونږ  به  کار  کوو،  مونږ  به  زحمت  باسو، مونږ  به  له  مخالفتونو سره  مخامخ  کيږو او آسانه  نه  دى چى دا  ذهنيت  مونږ بدل  کړو  او خلک  په  دى  خبره  باندى  قانع  کړو چى  نه دا د امت  حق  دى. وجه  يى داده  چى  مونږ  ددغسى  حکومتونو  لاندى  ژوند کړى  تر اوسه  پورى  مونږ دا خبره  په  جرئت  سره  له چانه  نده  اوريدلى  چى  دا  د امت  حق  دى  چا نده اوريدلى  چى  دا د امت حق  دى. چا کولاى  نشواى،  غاړه  يى  قطع  کيدله،  زندانى  کيدل  او زندان  ته  ليږل کيدل. هغوته دا  موقع  نه  ورکول کيدله  چى  دا د امت  حق  دى، دعزل  او د نصب  حق  د امت  دى، پدى  خاطر متاسفانه  چى اوس دا حاکم  ذهنيت  زمونږ  په  ټولنه  کى  همدغه  دى بايد  مونږ  لوى او  واړه  په  همدى خبره  باندى  قانع   کړو  چى دا  د امت  حق  دى  بايد  استدلال  وړاندى کړو، بايد دلائل  وړاندى  کړو.

نصوصو باندى، رواياتو باندى بايد استناد وکړو، ترڅو چى  مونږ  ټول  قانع  کړوچى دا د امت  حق  دى .  په  اختصار  سره دا د امير او د خليفه د ټاکلو په  هکله اسلامى  اصول  وو. راشى  زمونږ  په دى خاصو ظروفواو شرايطو  کى  څه  وکړو؟

مونږ  هم  له  دى  مشکل  سره  مخامخ  يو. طبيعى  خبره  خو داده چى  ابتدا  کى چى  کوم  تحريک  په  افغانستان  کى  روان شو،  مسلمانان  يى  را بيدارکړل، منظم  يى  کړل، په  مدار مدار  خلک  ورسره  غونډ  شول  په  دى  کى  چا فعال رول  درلودو  هغه  د امير  او مشر  په  حيث  ټولو  وټاکى  او  انتخاب  يى  کړ  خلک  ورسره  راتلل. کار دى حدته  ورسيد چى  وسله  راوچته  شوه  او دا مقاومت پيل  شو  جهاد  شروع  شو. مهاجرين  را ووتل  نږدى وو چى  دا جهاد کامياب  شى  متاسفانه  بهر کى دا متعدد تنظيمونه جوړ شول، دا متعدد  تنظيمونه چى ګورى  دا په افغانستان  کى  ندى  جوړ شوى،  بلکى  يا  په  پيښور کى  جوړ شوى  او يا هم په  ايران  کى جوړ شوى  په  کار خو داوه چى  ددى متعددو  تنظيمونو له جوړولو نه  ډډه  شوى  واى  او د  همغه  يو  تنظيم  په  چوکاټ  کى  کار شوى  واى. که  چيرته  برحال امير د هغه  تنظيم  اهل  نه  وو، د هغه  په  عوض  بل  څوک  راغلى  واى.  د مشورى  په  اساس، په  داخل د  تنظيم   کى  بيل  بيل تنظيمونه نه  واى  جوړ شوى،  ولى  متاسفانه  اوس  بيل  بيل  تنظيمونه   جوړ شول  راشى  ددى  فيصله  به  څنګه  کوو. ماته  ووايى  چى  دا  امير  به  څوک  ټاکى؟  هغه  مرجع  چى دا امير  وټاکى  کومه  ده ؟ که  انتخابات  نه  وى، که د ملت  رايى  ته  رجوع  ونه کړو  نو ماته  وښيى  هغه  مرجع  چى  متفق  وى، د هغه  په  نسبت نزاع  او کشمکش  په  قوم  کى نه وى، د هغه  فيصله  ټول  امت  ومنى، هغه  مرجع کومه ده؟  چى  مونږ  دا کار هغه  ته حواله کړو  چى  هغه  دى امير  وټاکى. زمونږ  د اتحاد  شورا  دا کار نشى  کولاى، ويى کړ،  چاونه منلهو  مونږ  لا  امير او  امام  نه  دى  ټاکلى  د مؤقت  حکومت لپاره  مو رئيس  وټاکلو  تاسو وليدلو  چى  څنګه  هنګامى  راپورته  شوى  چى  په  ايران  کى  تنظيمونو  فيصله  وکړه  چى دا حکومت  مونږ  نه  منو  دا دټول ملت  نه  نماينده  ګى  نه  کوى  په  غرب  کى  ځينى  کسانو ددى  مخالفت  پيل  کړ  چى دا حکومت د ټولو نمايندګى  نه  کوى، درسته  ده چى  مجاهدينو جهاد  کړى  او   خپل  ملک  يى  آزاد  کړى  خو ددى  حق  نلرى  چى د خپلى  خوښى  حکومت  په  افغان  ولس  باندى  تحميل  کړى،  د روسانو په  شان  هغوى  هم  خپل  حکومت په  خلکو باندى  تحميل کړى  او ويى  تپى،  له  همدغو  تنظيمونو  ځينو قوماندانانو په  راډيوګانو  کى مرکى  وکړى  چى  ددى  حکومت  سره  مجاهدين  او قوماندانان  په  داخل  کى  موافق  ندى او له  هغوى نه تپوس  ندى  شوى. د  اتحاد  د منځ  نه  ځينى  تنظيمونه  را پورته  شول او  ددى حکومت مخالفت  يى  پيل کړ او اعلان  يى کړ چى  مونږ دا حکومت  نه منو دا حکومت  بايد له  ولس  نه  راى  اعتماد  واخلى چى اوس  د اتحاد عالى  شورى  هم  دملت  لپاره  امير نشى  ټاکلى  نو هغه  مرجع  کومه ده چى  هغه  امير وټاکى .

بيل  بيل  تنظيمونه هم داکار نشى  کولاى  د ايران ائتلاف  هم  دا کار نشى  کولاى  ځکه  چى  ددى  ځاى  ائتلاف دا کار ونشو کولاى  چى  د اتحاد اسلامى  مجاهدين  افغانستان فيصله   څوک  د ټول  امت  فيصله  ونه  ګڼى نو د هغه  محدودو ورو ورو تنظيمونو  ائتلاف  فيصله  به  څنګه  ټول  امت  ومنى؟

بيل  بيل   تنظيمونه  هم  دا کار  نشى  کولاى. لويه  جرګه  هم  دا کار نشى  کولاى  ځکه  اوس  لويه  جرګه  په  افغانستان  کى  عملى  نده، لويى جرګى  حکومتونو راجوړى  کړى  دى.

برحالو حکومتونو  د خپلى  خوښى  کسان  راغونډ کړى او هغه  ته يى  د لويى  جرګى  نوم  ورکړى، اوس خو موږ  اول  دحکومت  جوړولو ته  اړ يو  بايد  حکومت  جوړ کړو  جى  حکومت  جوړ شو  بيا  کولاى  شو چى  دخپلى  خوښى  کسان  را غونډ کړو او دا کار  عملى  شى.  اوس  مونږ د حکومت  د جوړولو لپاره  يوى  مرجع  ته  ضرورت  لرو. د لويى جرګى  له  لارى  نه  هم  دا کار نشى  کيدلاى. ځکه   داسى  نده  چى  څه  معين  کسان  په  قوم  کى  وجود ولرى  او  هغه  د لويى  جرګى  د ثابتو دائمى  منل  شويو غړو  په  حيث  مشهور وى، ترڅو  هغه راوغواړو او کارتونه  ورته  وروليږو چى  راشى  اوس  د افغانستان  لپاره يو حکومت  جوړ کړى.

داسى  نده  لومړى  بايد حکومت وى چى  هغه  بايد  لويه  جرګه جوړه  کړى  دا بيله  خبره  ده  چى  لويه  جرګه  کيدلاى شى  او که نه ؟  لويه  جرګه  چا جوړه  کړى  ده. دا تيرو  مستبدو ظالمو حکومتونو د لويى جرګى  تر نامه  لاندى  د خپلى  خوښى کسان  يى  را غونډ کړى.  غير جائزواو غير قانونى  وښيى.

نجيب  هم  لويه  جرګه  دائره  کړه ، د روسى  ټانکونو په زور  پر  افغان  ولس  تحميل  شو،  خو  ددى  لپاره  چى  د افغانستان  قانونى  رئيس  جمهور وښودل شى. لويه  جرګه  يى دائره  کړه  او سبا  له  موليدل  چى  هغه  رئيس  جمهور شو، که د نجيب   لويى جرګى  هم دا مشکل  حل نکړاى  شو،  نو بله  لويه  جرګه  يى  هم  نشى  حل  کولاى.

نو اوس حقيقت  دادى چى مونږ  ته صرف  يوه  لاره پاتى  ده. او  هغه  داچى  د ملت  راى  ته  مراجعه  وشى  او په  چا  باندى  چى  د ملت  اکثريت اعتماد وکړ هغه  دى  د امير  په  حيث  و ټاکلى  شى موږ  دى  تنظيمونو ته   پيشنهاد کړى   په  بار بار  چى  هرچا چى  د ملت  د اکثريت   تائيد  او  اعتماد  ترلاسه کړ مونږ  د هغه  حکومت منو.  راځى  چى  يوازى د مجاهدينو په  اساس دا فيصله  ونشى. په  داخل  کى  دى  انتخابات وشى  او په  مهاجرينو  کى  دى  وشى. يو  بنياد خو دى ورته  جوړ شى.   ددى لپاره  دى  يوه  منتخبه  شورا جوړه  شى، دا  منتخبى  شورا چى  کومه   فيصله  وکړه  مونږ د هغه  حکومت  منو.  د مهاجرينو او مجاهدينو په  نماينده ګى چى  کومه  شورا  جوړه  شوه  ددى  شورا  فيصله  مونږ  منو مونږ  د وسلى  په  زور په  ولس  باندى حکومت کول نه  غواړو  او دا خبره  دى هم له  مانه  څوک  واورى  چى  هيچا ته  به دا موقع  ورنکړو  چى هغه  دى  د سازش  له  لارى يا د جنګ  له  لارى  يا دکودتا له  لارى  پر ملت باندى حکومت  وکړى. دا  خوب  دى هم  خلک  له  سرنه  لرى  کړى. چى  حزب  اسلامى کوم  حکومت ونه  غواړى  هغه  په  افغانستان  کى حکومت  نشى کولاى ( دحاضرينو تکبير)  که  څوک  په  دى خوب  او خيال  کى  وى  چى  د سازش  له  لارى  نه  به  د سبا ورځى  د افغانستان  حکومت  جوړ کړى  نو دا خوب  او خيال  دى  لرى کړى. انشاء الله  داسى  حکومتوته  مونږ دا  موقع  نه ورکوو. مونږ  هم  نه غواړو   د کودتا  له  لارى  حکومت  ترلاسه  کړو  نه  غواړو سازشونو له  لارى  حکومت  ترلاسه  کړو.

غواړو  دا اختيار دى  ملت  ته  وسپارلى  شى  چى  ملت   په  چا باندى  اعتماد وکړ هغه  دى حکومت   جوړ کړى   مونږ د هغه  حکومت منو.

اوس  ددوو لارونه   به  يوه  انتخابوى  يا د جنګ  له  لار  او يا هم د انتخاباتو  له  لارى  نه.  مونږ  جنګ  نه غواړو،  د جنګ  له  لارى  نه  قدرت  ته  رسيدل  نه غواړو، متهم  مونږ  يو هره  ورځ  د مونږ  پرضد  تبليغات  کيږى تر اوسه  پورى  (بى بى سى)  زمونږ  پر خلاف  تبليغات کوى. صداى  امريکا  زمونږ  پرخلاف  تبليغات  کوى،  چى  دوى خود خواه  دى  جاه  طلبه  دى،  د قدرت  لپاره  په  کمين  کى  دى او چى  روسى  پوځونه  ووځى نو خپل  حريفان  ټکوى  او قدرت  ترلاسه  کوى. خو دادى  مونږ  په  دغه  خبره  باندى ټينګار کوو او په  صراحت  سره  وايو چى  انتخابات  کوو چى  د ملت  رايى  ته  دى مراجعه  وشى. ملت  چى  په چا باندى  اعتماد وکړ هغه  دى  حکومت  جوړ کړى  موږ دا  حکومت  منو که  سبا  له  په  دى  خبره  باندى  جنګ  کيږى  مسئوليت  به  يى  د هغه  چا په  غاړه وى چى  هغه  له  دى نه  ډډه  کوى او د جنګ  لاره  انتخابوى، دا دانسته يا ندانسته، يا د جهل  او ناپوهى  په  واسطه ، يا د جاه طلبى   په  وجه يا په  دى  خاطر چى  سازشونو ته اميد  ساتى. له  روس  او امريکا سره  سازش  کوى او لاس  ورکوى او  غواړى   چى  له دى  لارى  نه  پر ملت  باندى  تحميل  شى. دغه  کسان  په دى هڅه  کى دى چى د انتخابات دى ونشى  او  دوى دى د سازشونو  په  ذريعه  قدرت ترلاسه  کړى، خو ددى  امکان  اوس  ختم  شوى، د سازش  له  لارى  نه اوس څوک  پر افغانستان  باندى حکومت نشى  کولاى، دا  خوب  او خيال  دى  خلک  له  سرنه  لرى  کړى.  انشاء الله  ترڅوچى  حزب  وى نو په  افغانستان باندى  به  هيڅوک  د سازشونو له  لارى  يا د کودتاګانو له لارى  حکومت  ونشى کولاى.

متاسفانه  چى ځينى تنظيمونه يى  له  هغه  نه چى   فيصله  د انتخاباتو شوى،  په  وار  وار شوى، اعلان  ورته  شوى  موږ په  هغه  کى ترميم او  تعديل  منلى  له  مونږ  سره  يوځل په  دى  خبره  باندى  توافق وشو  چى  انتخابات دى دا  آزادو رايو پربنياد وهى سپا  له  ځينى تنظيمونه  راغلل  چى  ياره  مونږ دا فيصله  نه  منو،  ما وويل  صحيح  ده. او  د هغوى  لپاره  مونږ ورته  تنازل وکړ چى  مونږ  په  دى فيصله  کى  تبديل منو. انتخاباتو کى دى آزاد کانديد وى، په  دى باندى  توافق راغى، دا خبره  اعلان   شوه، اوس بيا ګورو چى  ځينى  تنظيمونه  په  دى کى  خنډونه  را پيدا  کوى  عقب  نشينى  کوى او  مشکلات  را ايجاده  وى،  نه  غواړى چى دا انتخابات ترسره  شى. په  هر صورت زه  مطمئن يم چى  انشاء الله  بالاخره به  په  افغانستان  کى د قوم  ديو منتخب اسلامى حکومت  نه  برخمن   شو په  افغانستان  کى  به د مجاهدينو په  خوښه اسلامى  حکومت قائميږى.

زه  وروڼو ته  د پاکستان  د روانو حالاتو په  باب  هم  اطمينان  ورکوم، تشويش  ونکړى  چى  هر حکومت راشى د جهاد نه  به  همغسى  ملاتړکيږى  چى تر اوسه  شوى  په  دى  کى  به  هيڅ   تبديلى  نه راځى  او اوس جهاد داسى  يوى مرحلى  ته  رسيدلى  چى  هيڅ  حکومت  په  پاکستان   کى  نشى  کولاى  چى  خپل  سياست  بدل  کړى  او بيله  لاره  غوره  کړى او  يا داسى سياست  انتخاب  کړى  چى  له  هغه  نه  چاته  صدمه  ورسيږى. له  دى  ناحيى  نه  به  تشويش  نه  کوى   انشاء الله  زمونږ  انقلاب  نور د کاميابى  په  درشل  کى دى او  اميد  دى چى  په  ډيرو  نږدى  راتلونکو شپو ورځو  کى ددى انقلاب  سرنوشت  وټاکل  شى. روسى  پوځونه  به  له  افغانستان  نه وځى،  پدى  خاطر به  وځى چى  د وتلونه  پرته  بله لاره  نلرى، هغه  دى ته اړ او  محتاجه  دى، اوس  هغه دومره  مخکى  تللى  چى  بيرته  په  شا نشى  راتلاى  نيمائى  پوځونه  وتلى  خپل  ملت  ته يى  تعهد  ورکړى  ټول  دنياته  يى  تعهد  ورکړى   د فوځونو ليږل  يى  غلطى  ګڼلى  په  دى خبره  يى اعتراف  کړى   چى  افغانستان  ته  د پوځونو   ليږل  يوه  اشتباه وه  ټول  هغه  کسان  چى  پرون  يى  د پوځونو د ليږلو فيصله  کړى  وه  هغه  اوس  محکوم  کيږى  او رټل  کيږى.

ددنيا په  هکله  هغه  دا تعهدکړى  چى نيمائى  پوځونه  له  افغانستان  نه  وتلى  اوس  هغه  په  دى  فيصله  کى  څه  تبديلى  نشى  راوستلاى  او که  وايى  هم  ولى  په  هغه  باندى  څه  نشى  کولاى  . ټول  پوځونه  يى  موجود وو  څه  يى  ورنه جوړ نشواى  کړاى،  چى  بيا يى  راولى خه به  ورنه جوړ کړاى  شى  پدى  خاطر  انشاء الله  د روسانو دا تهديدونه  او دا اخطارونه  هسى  بى ځايه  او بى  بنياده  تهديدونه دى او له  دى  نه به پروا نه ساتى روسى  پوځونه  به  وځى  او د نجيب  حکومت  به  د روسى  پوځونو د وتلو نه د مخه  که  خداى کول  نسکوريږى اود(حضارو تکبير)   (و آخر دعوانا ان  الحمدلله  رب  العلمين)(

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd March, 2017