تفصیل | شهادت 

22nd January, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

که موږ په افغانستان کى اسلامى حکومت جوړ کړ نو ولس به مسلح پريږدو

2017-01-25

د جمعى  مبارکه  ورځ – د ليندى  د مياشتى  اتلسمه  نيټه – د نصرت مينى د امام  احمد شيبانى (رح)  جامع  مسجد –  پيښور -  شهادت :

د حزب اسلامى  افغانستان  امير  مجاهد  ورور حکمتيار د جمعى  د لمانځه د لومړى خطبى  په  ترڅ  د روانو حالاتو  په باب  د خپلى  وينا  په  ترڅ  کى  وويل (( موږ  که په  افغانستان  کى اسلامى  حکومت  جوړ کړ  نو  ددى  طرفدار نه يو  چى د ولس  نه  دى وسله  واخيستله  شى، مونږ غواړو  چى  ولس  دى  مسلح  پاتى  شى)).

دا دى له  مخکنى  وعدى  سره  سم  مونږ  د  نوموړى  وينا  بشپړ متن  د شهادت  ورځپاڼى  درنو لوستونکو د لا زياتى خبرتيا له پاره  خپروو.

ورور ((حکمتيار)) خپله  وينا  داسى  پيل  کړه :

الحمدلله  و نحمده  و نستعينه   و نستغفره  و نومن به و نتوکل  عليه  و نعوذ بالله  من شرور انفسنا  و من سيئاة  اعمالنا فمن  يهده  الله   فلا مضل  له  ومن  يضلل   فلا هادى  له .

فاعوذ بالله  من الشيطن  الرجيم   -  بسم الله الرحمن الرحيم

((افلم   يسيروا فى  الارض  فينظروا  کيف کان  عاقبة  الذين  من قبلهم   دمرالله عليهم وللکافرين امثالها)) ( صدق الله العظيم)

زه نن  تردى وروسته  چى  ددى  مبارک آيت د تفسير  په  هکله  مختصر عرض  کول غواړم  انشاء الله  موږ  سياسى  انکشافاتو په  باب  وروڼوته  معلومات  ورکړم.

قرآن عظيم  الشان په  ځاى  ځاى  کى دا راځى  چى  خلک  د تيرو قومونو هغه  شوم  انجام  او وخيم  عاقبت  ته  متوجه  کوى  له  کوم  سره  چى  هغوى د کفر، ظلم  ، فساد، جهل  او د شرک  په  نتيجه  کى  مخامخ  شوى،  په  داسى  حال  کى چى  هغوى  په  بهر کى قوى  بريښى  افرادى قوت  لرى  په  ځمکه  مسلط  دى   او   له  علمى  لحاظه  هم  تر نورو نه دمخه  دى،  په  تمدن  کى هم  تر نورو دمخه   بريښى. ولى  الله (جل  على شانه)  هغوى  خپلو ګناهونو په  وجه  مواخذه  کړى  او په  هغوى يى  هرڅه  رانسکور کړى   دى  په  همدغه  صيغه (افلم  يسيروا فى الارض)  الله (ج) د قرآن  عظيم  الشان  په  متعددو  آيتونو کى   ددغو قومونو  انجام  ته  مسلمانان  متوجه  کوى  فرمايى: ايا دوى  په  ځمکه   کى  سير  ندى  کړى ،  پر ځمکه  ندى  ګرځيدلى  ، ترڅو  وګورى  چى د هغو خلکو حالت  څنګه  وو  چى ددوى نه د مخه  ګير شوى  هغه  چى  خداى هرڅه  پرى  رانسکورکړل او کافرانو  لره ورته  انجام او سرنوشت  دى ( وللکافرين  امثالها)) دا دکفر  محتوم انجام   دى. که  څه  هم  د هغوى ظاهر قوى  بريښى داسى  چى   څوک  ګومان  نه  کوى  او دوى دا مستحکمى  ماڼى  دى  رانسکورى شى، اقتدار ئى  دى  ختم  شى، ددوى  تخت او تاج دى  نسکورشى.

هغه چى پر خپل قوت  مغرور وو،  هغه  چى  له  سياسى لحاظه  پرجامعه  مسلط دى، هغه  چى پوځونه  لرى، هغه چى  د هغوى د تمدن  آثار تر اوسه پاتى  دى،  په  تمدن  کى هم تر نورونه  د مخه او د هغوى  هغه  پرمختللى  تمدن  تر ننه پورى  پاتى  دى. وګورى  چى  الله جل على شانه له  کوم  انجام  سره  مخامخ  کړى  دى؟

((الم  ترکيف  فعل  ربک  بعاد))  ودى  نه ليدل چى  ستا رب  د عاد له  قوم  سره  څه  معامله  وکړه ؟

((ارم  ذات العماد))  د دنګو دنګو جسدو خاوندان قد او قامت يى ډير رسا ((التى  لم  يخلق  مثلها  فى البلاد)) هغه چى  ددوى  په  شان  په  نورو ښارونو کى ندى  پيدا شوى. د افرادى قوت  له  لحاظه  هيڅ  قوم  له  هغوى سره  برابرى  نشى کولاى ((  لم يخلق مثلها فى البلاد و ثمودالذين  جابوا الصخر بالواد)) او د ثمود له قوم  سره  چى  په  دښتو او واديو کى هغوى تيږى  وتراشلى،  کورونه يى  جوړ کړل، د هغوى د تمدن  دماڼى يادګار تر اوسه پورى پاتى  دى ((و ثمود الذين جابواالصخر بالواد))  و فرعون د ميخونو خاوند، چى  پوځونه  ئى  په  خدمت  کى دى  او خپل مخالفين په  ميخونو سره  شکنجه  کوى او تعذيبوى  (له سياسى  لحاظه  هم مسلط  دى. (الذين طغو فى البلاد) هغه  چى  په  ښارونو کى ئى  طغيان  او سرکشى وکړه  (فاکثروا فيها  الفاسد) او په  هغو کى  يى  فساد خپور کړ ( نصب  عليهم ربک  سوط  عذاب ) د ستا رب  پر هغوى  باندى  د عذاپ  تازيانه  راوګرځوله (ان ربک لبالمرصاد)  يقيناً  چى  ستا رب  په  کمين  کى  دى، تر يوى مودى پورى  مهلت  ورکوى ولى  بيا  چى  کله  هم  هغه  مهلت  پاى  ته  ورسيد او هغه ځاى  ته ورسيږى  چى  په کوم کى  خداى د هغه مواخذه  کوى،  هلته  الله جل على شانه  په  کمين  کى دى، بيا د هغه  نيونه سخته ده ( ان بطش  ربک  لشديد)  يقيناً  چى  ستا د رب  نيونه او مواخذه  شديده ده.  پدى  ترتيب  له  يوى  خوا  مسلمانان  متوجګه  کوى چى  ددښمن  له شان، شوکت او دبدبى   نه او د پوځونو  له  ظاهرى قوت  نه  د هغه  په  زړه  کى  ويره او خوف  را پيدا  نشى. له  بلى  خوا  دا مغرور قوتونه  ديته   متوجه  کوى چى  پخپلو پوځونو غاوره  او مغرور نه  شى. تاريخ  ته  دى  مراجعه  وکړى  چى  د نورو ظالمانو  او د هغوى د تير سلف  انجام  څنګه  وو؟ هغوى  له  کوم  انجام  سره مخامخ  شويدى؟

مسلمان ډاډه کوى  چى  هغوى د خپل  ضعف او ددښمن د قوت  په وجه، د خپلى  کاميابى  په  باب  شک  ونکړى. ډاډه او مطمئن  وى چى وروستى  فتحه  د حق ده، حق  خامخا غالبيدونکى  دى.  مسلمان بايد  ډاډه  او مطمئن وى چى د حق او د باطل په  کشمکش  کى  هغه  يوازى ندى. قدير خداى جل   على  شانه د هغه  مل  دى، د ځمکى  او آسمانونو لښکرى ئى  ملګرى او ترڅنګ  ولاړى  دى.

تاريخ  په دى  خبره  شاهد دى  په  دنيا کى ستر ستر طاقتونه تير شوى، ولى  الله  جل  على شانه  هغوى  نيولى  د هغوى  ريښى  يى  ورقطع  کړى  او په  همدغه خبره  قرآن عظيم  الشان استناد کوى او فرمايى چى دلته  د حساب  او کتاب  سلسله  ده،  دلته  مکافات  او مجازات دى دا چى  الله جل على شانه  د ظالمانو  ريښه  قطع  کوى، ګورى چى  د هغوى د مواخذى او نيولو موقع  راورسيمى بيائى هيڅوک  مرسته  نشى کولاى .

((و مالهم من دون الله من  ولى  ولانصير)) او دوى  لره  له  الله  جل على  شانه  نه پرته  بيا ولى  او نصير  نشى  پيدا کيدلاى  بيائى   هيڅوک  مرسته  نشى  کولاى، او له  خپل  شوم  انجام  نه ئى  نشى  ژغورلاى.

لکه څنګه  چى  قرآن عظيم  الشان  فرمايى  او مسلمان  ته ډاډ او اطمينان ورکوى. مونږ د افغانستان  پدى  روان  جنګ  کى  هم  وليدل  چى  روسان  له  خپل  ټول  پوځى  طاقت سره ،  په  ټول  غرور  او تکبر سره  افغانستان  ته  راننوتل،  هيچا  ددى  ګومان  نشوکولاى  چى  روسان  دى  له افغانستان  نه  په  بيرته  وتلو مجبور شى . د چا په  خيال کى  دا نه ګرځيده چى د روس  په  شان  مغرور او وحشى  طاقت  په  مقابل کى  دى  زموږ  ملت د څو هفتو لپاره  هم  مقاومت وکولاى  شى. ولى  په  رښتيا چى  د خداى (جل و على شانه)  فيصلى  حق  دى  دادى  ګورو چى د ټول  عالم  د تصور، ګومان او انتظار  خلاف  روس  د  افغانستان  له  نيولونه عاجز  شو او له  افغانستان  نه  په  وتلو  مجبور شوى څو ورځى  د مخه  لا  خلکو دا خبره  هم  نشواى  منلاى  چى  روسان  دى  له  مجاهدينو  سره  خبرو اتروته  راکوز شى  ولى  تاسى وليدل  چى  د مجاهدينو او  د روس د وفدونو ترمنځ  د افغانستان  پر مسئلى  مخامخ  خبرى  اترى  پيل  شوى  چى کله  به  هم  مونږ  ويل  چى  د افغانستان  د مسئلى  دوه طرفونه  دى،  مجاهدين  او روسان،  خبرى  اترى  بايد  ددى  دواړو  اصلى  اطرافو  ترمنځ  وشى. ډيرو پخو پخو  سياستمدارانوته  مو دا خبره  يى  موقعو  بى وخته  او محال  او ناممکنه بريښيدله،  چى  روس  او  دى  ته  تياريدل چى  له  مجاهدينو سره  هغه  خبرو  اترو ته  کښينى !!

دا خبره  د هغوى  عقل  نه  منله،  ولى الحمدلله  زموږ  د مجاهدينو صبر، په الله  جل  وعلى شانه  توکل، بروسه او اعتماد پر خپلى کاميابى  باور او يقين  ميړانى او  همت او ايمانى قوت  روسان  دى  ته  مجبور کړل چى  له  مجاهدينو سره  مخامخ  خبرو اتروته  کښينى.

پدى  وروستيو شپو ورځو کى د څو مهمو مهمو سياسى  انکشافاتو  شاهد وو.  چى  د  افغانستان د مقاومت   په  تاريخ  کى ډير  ستر تاريخى  اهميت  لرى.

لومړى  له  مجاهدينو سره  مخامخ  او علنى  خبرو اترو ته  د روس کښينستل دا يو ستر او مهم  سياسى  انکشاف او بل  د ملګرو ملتو دعمومى اسامبلى  په  وړاندى د ګورباچوف وروستى  وينا او د افغانستان  د قضيى  په  هکله  د هغه  نوى  پيشنهادونه،  هغه   څو پيشنهادونه  کړى.

لومړى  دا چى  له  اول  د جنورى  نه (د راتلونکى  عيسوى کال  د لومړى  مياشتى  له  لومړى  نيټى نه) بايد  په  افغانستان  کى  اوربند  اعلان  شى. هر طرف دى  تر خپل  تسلط  لاندى منطقى  وساتى او په  يو بل  باندى دى  له  حملونه  ډډه  وکړى  او  د اوربند  د تطبيق او د صلحى  د تامين  لپاره  د روسى  پوځونو په  ځاى  بايد  د امن بين المللى  پوځ   ځاى  پرځاى  شى  او په  دى  موده  کى د يوه  پراخ  بنسټه  حکومت  د جوړولو  لپاره  هلى ځلى وشى او روسان  ديته  هم  تيار  دى  چى  د نجيب  پرحکومت باندى نظامى مرستى  بندى کړى.

څو مياشتى د مخه  چى  کله  هم  د ژينو معاهده امضاء کيدله  او روسانو ته  ددى  پيشنهاد وشو چى  د نجيب پر حکومت  نظامى مرستى  بندى شى، نو مسکو دا خبره  رد کړه  او  ددى  منلوته  تيار نشو، دهغوى موقف  دا وو چى مونږ د افغانستان  له  حکومت  سره  تاريخى  معاهده لرو،  پدى  خاطر  د  افغانستان پر حکومت  چى  هر نوع  وى،  موجوده  حکومت  وى او يا  ددى حکومت  په  عوض کوم بل  حکومت وى،  مونږ  پرهغوى نظامى  مرستى  نشو بندولاى  له هغى  زړى   معاهدى سره  سم  به  دى  حکومت  ته  زمونږ  نظامى  مرستى ادامه  لرى  ولى  اوس هغه  دى خبرى  ته  هم تيار  شوى  چى  د نجيب  پر حکومت  نه  يوازى نظامى مرستى  بندى  کړى  بلکى   د هغه پرځاى  بل  حکومت  هم  په  افغانستان  کى  ومنى.

شايد ځينى  کسان دګورباچوف د نويو پيشنهادونو په  نسبت  هم  څه  خوش  بينى او خوش باورى ولرى،  ولى  حقيقت  دادى چى  دګورباچوف  له  پيشنهاداتونه د افغانستان  د قضيى  په  هکله  معلوميږى  چى  هغوى  لا  تر اوسه پورى  د واقعيتونونه  سترګى   پټوى  او دى خبرى  ته  تيار ندى چى،  له  افغانستان  نه  بلاقيد وشرط وځى ،  د خپل  مزدور حکومت  له  حمايى  نه  لاس واخلى او پريږدى  چى  د  افغانستان  ولس  له  بهرنى فشار او تهديد پرته، د راتلونک حکومت  په  هکله  له  خپلو خاصو اجتماعى  ظروفو او شرايطو  سره  سم  د خپلى  عقيدى په رڼا کى  او دخپلو  ملى مصالحو په  نظر کى  نيولو سره  مناسب  تصميم  ونيسى.

دګورباچوف  وينا  په  ظاهر کى ډيره  جالبه  بريښى ، داسى چى  ممکن  په  خلکو کى دا ګومان  را پيدا شى  چى  هغوى  په  رښتيا هم په  افغانستان  کى  د جنګ  خاتمه  او د عاجلى  صلحى  او  امن  د اقامى  طرفداروى. ولى حقيقت  دادى چى  ګورباچوف  غواړى  ددغو تازه پيشنهاداتو په  ترڅ  کى  هغه څه  ترلاسه  کړى  چى د خپلو اولسو فرقو  پوځ  په  نتيجه  کى ئى  په افغانستان  کى  ترلاسه  نکړاى شو. د کوم  مقصد  لپاره  چى  هغوى  افغانستان ته  پوځ  ليږلى   وو  او ددى  پوځ  په  ذريعه  د يولس  کلن  جنګ  په  نتيجه  کى  هغوى  خپل  اهداف  ترلاسه  نکړاى  شو، اوس  غواړى  ددى  تازه  پيشنهاداتو په  نتيجه  کى ځان  هغو  اهدافوته  ورسوى.  حقيقت  دادى  چى  د ګورباچوف  دا  نوى طرحه  د کابل  د رژيم د بقا ضامن   او د همدى  حکومت  د هغه  سيطرى  د پقا  تضمين  کوى  کوم  چى  همدا  اوس  اوس يى  هغوى  په  معدودو  ښارونو د کابل  په  شمول  لرى  او  غواړى  چى  د همدى  حکومت  نه  او په  دغو  ښارونو باندى  ددى  حکومت  د سيطرى  او تسلط  نه  د روسى  پوځونو د  وتلونه  پس  د بين  المللى  امن  فوځ  په  ذريعه  دفاع  او حمايت  وکړى.  د کوم کار لپاره  چى  روسى  پوځونه  په  افغانستان  کى عاجز  شول اوس  غواړى  همدا کار د سولى  د بين  المللى  پوځ   په  ذريعه  ترسره  کړى، ټول  هغه  مناطق  چى د روسى  پوځونو په  کمک  د نجيب  د حکومت  په  تصرف   کى  دى او  مجاهدين  لګيادى اوس  خپل  آخرى  ګوزارونه  د حکومت پرسر  واردوى  ترڅو  دا مناطق  آزاد کړى  اوحقيقت  دادى چى  د روسى  پوځونو  د وتلونه  پس  دا مناطق  د نجيب   د حکومت  او د هغه  پوځونه  نشى  ساتلاى ،  هغه به  ډير ژر، د مجاهدينو په  لاس  آزاديږى.

روسان  غواړى  چى ددغو پيشنهادونو په  ذريعه  دا مناطق  د تل  لپاره  د نجيب  دحکومت  تر تسلط  لاندى  پاتى  شى، او نوى په  اصطلاح  د صلحى  پوځونه  چى  افغانستان  ته  راځى  نو د هغه کار به  داوى چى  په  دغو مناطقو  د نجيب  دحکومت  سيطره  قائمه   وساتى او د مجاهدينو له  حملونه  ددى مناطقو  د آزادولو  د پاره  ممانعت  وکړى، د هغوى مقصد  دادى چى  کله  هم د مجاهدينو او د نجيب  د حکومت  ترمنځ  اوربند  ومنلى  شو  د صلحى  پوځونه  افغانستان  ته را داخل  شول، د دواړو   طرفونو تسلط  پر خپلو  ترکنټرول  لاندى  منطقو   تثبيت  شواو  دواړو  طرفونو دا خبره  ومنله  بيا  به  د افغانستان  د کشالى  دحل  لپاره  يو بين  المللى  کنفرانس  بلل  کيږى ترڅو  د  افغانستان  د راتلونکى  په  باب  تصميم  ونيسى  او يو پراخ  بنسټه  حکومت  افغانستان  ته  جوړ کړى.

داسى  معلوميږى چى  روسان  لدى  بين  المللى  کنفرانس  نه  صرف  يو  مقصد  لرى  او هغه  دا چى  د  افغانستان  دغير نظامى کولو او د ولس  د خلع  سلاح  کولو  د پاره  د نورو  اطرافو توافق  ترلاسه  کړى . دا موضوع  پدى  شپو ورځو کى هره  ورځ  د کابل  رژيم  اعلانوى او پر هغه باندى  ترکيز  او اصرار  کوى چى  بايد  افغانستان د غير نظامى  او  غير پوځى  منطقى  په  حيث  وپيژندل  شى  او  خلک  خلع  سلاح  شى، روسان  غواړى   چى  افغان  ولس  خلع  سلاح  شى ،  کوم خلک  چى  هغوى  د خپلو  پوځونو او د جنګ   په  نتيجه  کى  خلع  سلاح   نکړاى شو د بين المللى  پوځ  په  ذريعه  او د ځنى  يو بين  المللى کنفرانس  په  ذريعه  ئى  خلع  سلاح  کول غواړى.

همداراز  که  فرضاً دا بين المللى  کنفرانس  د افغانستان  د غير پوځى کولو په  جهت  کى او د افغان  ولس  د خلع  سلاح  کولو  په  لار  کى ناکام  پاتى شى  نو على الاقل روسانو ته  په  دى  ترتيب  بيا ښه  بهانه  لاس  ته  ورځى  چى  دا  موجوده  حالت لکه  څنګه  چى  دى، پخپل  حال  پاتى شى، د نجيب  حکومت  پر ښارونو  مسلط،  جنګ  متوقف، د صلحى  پوځونه  په  افغانستان  کى غواړى  په  دى  ترتيب دا حالت  دفورى  اوږدى مودى  لپاره  پخپل  حال  پاتى  شى.

او د نجيب  د حکومت  له  سقوط   نه مخنيوى وشى.  دوى پوهيږ چى  د افغانستان  ولس  صلح  پاتى  کيدل  يو لوى  خطر  دى  او د هغوى  خلع  سلاح  کيدل  هم يوازى د روسانو  په وس  کى  نده  دا  له   يوه  بين  المللى   کنفرانس  نه  پرته  او په  اصطلاح  د صلحى  د بين  المللى  پوځ له لارى نه پرته  له  بل  طريق  نه امکان  نلرى.

موږ  دا خبره   په  وار وار اعلان  کړى  او مکرراً  وايو چى  ترڅو په  افغانستان  کى د جنګ  ټول  عوامل  نه  وى  منتفى  شوى  د اوربند  طرحه  امير غير  عملى  او غير واقع  بينانه ده، د جنګ  د خاتمى  او د صلحى  د اقامى  لپاره  بايد  د جنګ  اصلى  عوامل  چى  روسى پوځونه او د نجيب  حکومت  دى  منتفى  شى ترڅو دا دواړه  اصلى عوامل نه وى ختم  شوى.  د اوربند طرحه غير واقعبينانه طرحه  ده چى  صرف دومره اهميت  لرى  چى  له  هغه  نه  د تبليغاتى حربى  په  حيث  استفاده کيداى شى  ترڅو روسان په  دنيا کى ځان سوله  غوښتونکى  وښيى  او دا ثابته  کړى چى  هغوى  په  افغانستان  کى  د جنګ  عاجله  خاتمه او د صلحى  ژر  تر ژره  اقامه او اعاده کول  غواړى په  دغسى  شرائطو کى چى لا تراوسه  له  افغانستان  نه روسى  پوځونه  ندى  وتلى د نجيب  حکومت  چى د جنګ  لومړى  عامل  دى او د هغه په  وجه  دا جنګ  په  افغانستان  کى پيل شوى او د هغه په وجه  روسى  پوځونه  افغانستان  ته را داخل شوى. دا  ندى  ختم شوى اوربند  به  له  دى نه  پرته  بله  څه  معنى  لرى  چى روسان  غواړى  پدى ترتيب  خلک  او دنيا  دوکه  کړى؟  داسى وښيى چى ګنى  روسان  په افغانستان  کى د جنګ  د ادامى  طرفدار ندى، ترڅو چى ټول  روسى  پوځونه  له افغانستان  نه  نه وى وتلى او د نجيب  حکومت  نه وى  نسکور شوى او د هغه  پر ځاى  د ملت  په  خوښه  يو اسلامى  حکومت  نه  وى  قائم  شوى، هغه   اسلامى حکومت  چى  د هغه  لپاره   زموږ  ملت  ديارلس  لکه  شهيدان  ورکړى، يوولس  کاله  د جنګ  په  سنګرونو کى  پاتى  شوى ،  پنځوس  لکه  له  خپل  ملک  نه مهاجر شوى،  ترڅو په  افغانستان  کى  اسلامى  حکومت  نه وى قائم  شوى  په  افغانستان  کى  د يوى  شيبى  لپاره  هم  زمونږ  ولس  ديته  تيار ندى  چى  اوربند ومنى ، وسله  پرځمکه  باندى کيږدى او له  خپلو سنګرونونه اوچت  شى.

زمونږ   ملت به  په  افغانستان  کى  د يوه  کمونستى  حکومت په  موجوديت  کى د اوربند  په  هکله د هيچا خبره  ونه منى،  هيڅوک  د کمونستى  حکومت په  موجوديت کى  په  افغانستان  کى  د اوربند تضمين  نشى کولاى.

افغان ولس  به  د ګورباچوف دا طرحه  چى غواړى  افغانستان غير پوځى کړى، زموږ  ولس  خلع  سلاح  کړى، څنګه  ومنى؟ دا  زموږ  د ملى  حاکميت  منافى  خبره ده. دا  زمونږ حق  دى  چى  خپل  سرنوشت  پخپله  وټاکو ، د خپلى خوښى   نظام  او حکومت ولرو. داخلى او بهرنى سياستونه  د خپله  وضعه کړو.

دا زمونږ  ددى  حخق  منافى  خبره ده  هيڅوک  حق  نلرى چى  پدى  باب  شرائط  وضعه  کړى  چى  افغان  ولس  به  د روسى  پوځونو  تر وتلو وروسته  کوم  سياست  غوره  کوى. مونږ نه  له  دى  سره  موافقه  کوو چى  افغانستان  دى د يوى  غير پوځى  سيمى  په  حيث  وپيژندلاى  شى او نه  هم په  دى  موجوده  ظروفو او شرائطو  کى  چى  افغانستان ورسره  مخامخ  دى  د ولس  له  خلع  سلاح سره  موافق يو.

مونږ  غواړو  چى  زموږ  ولس  دى  مسلح  پاتى شى، له  خلکونه  دى  وسله  ټوله  نشى زمونږ  خاص  اجتماعى  شرائط  داسى  دى  چى   بايد  ملت  مسلح  پاتى  شى.  ددى  لپاره  دا دوه  عمده دلايل  شته:

لومړى  دا چى  دغسى  دغسى يوه  وروسته  پاتى  ملک  لکه  افغانستان  کى، يو محدود پوځ  او خلع  سلاح  ولس  د روسى  استعمار  په  شان  د يوه  توسعه  طلب  استعمارى  قوت  ترڅنګ   پريوتل پر څو شيانو منتج  کيدلاى شى  لومړى  دا چى  بيا به  دا دعسکرى کودتاګانو  سلسله  يوځل  بيا  تکراريږى. غير مسلح  ولس د محدود  پوځ  سره  هميشه  به د اقتدار  انتقال  د عسکرى  کودتا ګانو له  لارى  نه  وى او دا طبيعى خبره  ده  په  ټولو  د افغانستان په  شان  وروسته پاتى  ملکونو کى چى هلته  محدود  پوځ  دى  ولس  له  خلع  سلاح  دى،  ګورو چى  يو په  بل  پسى  عسکرى کودتاګانى ترسره  کيږى بل  دا  چى  مونږ  د روس  د دوهم  ځل  تجاوز مخه  نشو نيولاى. روسان  د همدى لپاره دا  پيشنهاد کوى، چى  بيا  وتوانيدلاى  شى چى زموږ  په  پوځ  کى  پنځه افسران  واخلى،  د هغو په  ذريعه  په  افغانستان  کى  کودتا وکړى، ولس  مجبور مضطر او خلع  سلاح وى  د کودتا مخى ته  ونشى  دريدلاى  او بيا  دا فاجعه  په  افغانستان   کى  تکرار شى.

مونږ  غواړو چى  د افغان  ولس سره  وسله  په  خپل  حال  پاتى وى، مونږ  که  په  افغانستان  کى  اسلامى حکومت  جوړ کړ نو ددى  طرفدار نه يو چى  د ولس  نه دى  وسله  واخيستلاى  شى مونږ غواړو چى  ولس  دى  مسلح  پاتى شى.

ترڅو چى  مونږ  له  بهرنى  مداخلاتونه  د تل  لپاره  نه يو مطمئن  شوى او په افغانستان  کى  يو قوى او نيرومند حکومت  نه وى جوړ شواى ، د ولس  په خوښه او منتخب  حکومت  نه وى رامنځته  شوى، او د کودتاګانو د تکرار مخنيوى نه وى شوى او ددى  ناحيى  نه کاملاً  نه يو داده  شوى،  مونږ نه  غواړو  چى زموږ  ولس  دى  خلع  سلاح  شى.

زموږ  وسلى  او دا چى قوم  مو مجهز شو، روسان  يى ديته  مجبور کړل چى  له  افغانستان  نه  وځى او اوس  د څيرو په بدلولو سره، د يو بل  په  تعويض  سره  نشى  کولاى  د خپلى  خوښى حکومت  پرمونږ  باندى،  تحميل کړى، زموږ  له  ولس  سره  وسله وه،  هغه  مجهز شو، وسلى ته يى لاس کړ، چى روسان يى ديته  مجبور کړل  چى  له افغانستان  نه  ووځى، مونږ  په  هيڅ  صورت  ديته  تيار نه  يو او هيچاته  ددى  حق  نه  ورکوو چى د افغانستان  د راتلونکى په  هکله  دى  تصميم  ونيسى او دا فيصله  دى  وکړى  چى  افغانستان  دى  يوه  غير پوځى  سيمه  وګرځول شى.

که  څه  هم  روسان دا منلى چى  افغانستان  ته دى د وسلو  دلږلو سلسله  متوقف  شى او مسکو ددى  خبرى  منلوته  تيار دى  خو هغه  د نجيب  پر حکومت  باندى د وسلو دليږلو د توقف  کار له دى سره  مشروط  کړى  چى اوربند به  منلى  کيږى. بين المللى پوځونه  به  افغانستان  ته  راځى  بيا  به  بين المللى  کنفرانس دائريږى، ترڅود پراخ  بنسټ  حکومت  په  هکله تصميم  ونيولاى شى،  تر هغه  وخته  پورى  به  دنجيب  د حکومت  تسلط پرهغو منطقو  برقراروى کوم چى  همدا اوس اوس  د هغه  په  تصرف  کى  دى.

موږ  لکه  څنګه  چى  مخکى  په  بار بار  ويلى يو ځل بيا دا اعلانوو چى  د افغانستان  د قضيى  صرف  يو حل  دى او هغه  دا چى  بيګانه  پوځونه  دى ( د روس پوځونه دى) بلاقيدوشرط   او په  فورى  ډول  د افغانستان  نه  ووځى  او زموږ د ملت  دغه  حق  ته  دى احترام  وکړى  چى، پرته  له  بهرنى  فشار او مداخلى  نه خپل  سرنوشت  په  خپله  وټاکى.

روسان  بايد  له  دى نه پس  واقعيتونوته  تسليم  شى، له  واقعيتونونه  سترګى  پټى نکړى ، غير  واقعبينانه  طرحى  وړاندى  نکړى  او  که غواړى  چى   په پوځونو باندى دى د وتلو په  دوران کىد مجاهدينو له  خوا حملى  ونشى  او په  اصطلاح  په  آبرومندانه  طور له  افغانستان  نه  ووځى  ددى  قضيى  لپاره  دى  له  مجاهدينو  سره  مذاکره وکړى. د مذاکراتو سلسله  پيل  شوى  خو  پدى  موضوع  باندى  بحث  په  هغه  صورت  کى  کيدلاى  شى چى  په   نورو ټولو قضايا، باندى  مشترک  بحث  وشى. يوازى  په  يوه  يوه  او جزوى مسائلو  باندى  بحث کولوته  مونږ  تيار نه يو. که  روسان  غواړى   چى  صرف  د اسراوو په  مبادله  او تعويض  باندى  بحث  وشى او يا د هغوى  پر پوځونو باندى  دى  د وتلو په  دوران کى  د حملى  دنه  کولو پر قضيه  باندى  بحث  وشى،  مونږ ديته  تيار نه  يو. مجاهدين دى  خبرى ته آماده  دى چى که  د روسى  پوځونو وتل  ددغسى  يوى  معاهدى مطابق  وى   چى له  مجاهدينو  سره  امضاء شوى  وى او د مجاهدينو شرايط  منلى  شوى  وى د روس  پر پوځونو باندى  حملى  ونکړى.

روسان  بايد  په  دى  موده  کى  پوه  شوى  وى، چى  نه د بين  المللى  سازشونو  په  نتيجه  کى  کوم  هدف  ترلاسه  کولاى  شى  او نه  هم  په پټو  او سرى  روغه  جوړو له  ځينو ضعيف النفسو ډلو ټپلو سره  کولاى  شى  خپل  هدف  ته  ځان  ورسوى.  هغوى  د خپلو  پوځونو د لومړى  برخى د ايستلو په  دوران کى  د ځينو ضعيف  النفسه  ډلو  ټپلو  سره  سازش وکړ.  د اوربند  معاهدى امضاء  شوى  چى   همدغو ډلو ټپلو په  روسى  پوځونو  باندى  د حملو  نه  اجتناب  وکړ. د روس  پر مراکزو باندى په  جنګ  کى  هغوى  برخه  وانخستله  ولى  روسانو بايد  دا  په  سترګو  ليدلى  وى  چى  ددغو پټو سازشونو سره  سره  نه  په  جنګ  کى  څه  کى او  تخفيف  راغى  نه  د هغه  پوځونه  په آرام  او  اطيمنان  وتلوته  مجاهدينو پريښودل،  ددى  معنى داده  چى  د پټو سازشونو  په  نتيجه  کى  نور روسان  د  افغانستان  قضيه  نشى  حل  کولاى.

ترهغه  وخته پورى  به  جنګ  جريان  لرى  چى  په  افغانستان  کى  ددى خبرى  تضمين  د شوى وى  چى  د روسى  پوځونو  د وتلو نه  پس  په  افغانستان  کى  د مجاهدينو  په  لاس  اسلامى  حکومت  قائم  وى.

ترڅو چى  مونږ  له  دى نه  نه يو  مطمئن  شوى. تيارنه  يو چى  د يوى  شيبى  لپاره  هم  جنګ  متوقف  کړو.

ځينو کسانو متاسفانه  مکرر دا  خبره  اعلان  کړه  چى  هغوى اوربند ته  تيار دى. دا  د هغوى  شخصى  خبره  ده  هغوى  په  دى  خبرى  سره  د  مجاهدينو ترجمانى او  نماينده  ګى  نشى  کولاى.  دوى  مخکى  هم  دا خبره  اعلان  کړى وه  خو هيچا دى خبرى ته غوږ  کينښود ، پر روسى  پوځونو  باندى د مجاهدينو حملى، تر سابق  نه  هم  زياتى  شديدى  شوى.  دوى ونشو  توانيدلاى  چى د روسى  پوځونو آرام  او مصئون وتل  تضمين  کړى،  دى  خبرى  هم بايد  روسانوته  دا حقيقت  تفهيم  کړى وى  چى  بايد  د  افغان  ولس  د واقعى  نمايندګانو سره  خبرو اترو  نه  کښينى . څرګندو  او  واضح خبرو اتروته  او دى  ته، تيار  شى  چى د مجاهدينو شرايط   ومنى  او  افغان  ولس  ته  د خپل  سرنوشت  د ټاکلو  حق  ورکړى. له  دى   نه پرته روسان  نشى  کولاى  له  بل  لارى  نه  د سازشونو  په  نتيجه  کى  په  افغانستان کى د خپلى  خوښى  نظام  راولى  يا  هغه  څه  ترلاسه  کړى  د کوم  لپاره  چى  دوى  دالس  کلن  جنګ  زمونږ  پر ولس  تحميل کړى  دى ، يى  زموږ  د مجاهدينو  مورچل  يى  فتحه  کړاى  شوى،  نه يى  زموږ  ولس  دوکه  کړاى  شو، نه يى  له  هغه  وسله  واخيستلاى  شوه،  نه پر ولس  تحميل  کړاى نه يى  د خپلى  خوښى  نظام  زموږ   پر ولس  تحميل  کړاى  شو، لدى  نه  بعد هم  د سازشونو  او  توطئو  په  نتيجه  کى  دا هدف  په  هيڅ  صورت   کى  نشى  ترلاسه  کولاى   زه  وروڼو ته  اطمينان  ورکوم  چى  انشاء الله  دا اوس  دا  توطئى  به  هم  همدغسى  خداى (جل و على شانه)  شنډه  وى  لکه  څنګه  چى  تر اوسه  پورى  د هغوى  نور ى  توطئى  الله جل  و على شانه  شنډى  کړى  دى،  که  د  هغوى  مکر  هومره  هم  ستر وى  چى  غرونه  له  ځاى  نه  خوځوى  او انسان ګومان  کوى چى  ددغى  توطئى  په  مقاپل  کى به غرونه  هم  تم  نشى  خو خداى  قدير  دى   خداى  خيرالماکرين  دى  د هغوى ټولى  

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd January, 2018