تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ورور حکمتيار: موږ زيار باسو چى ډير ژر جنګ د سولى او آزادى په راوستو ختم کړو

2017-03-23

ورور حکمتيار د ايتاليا د تلويزيون له خبريال سره په مرکه کى :

دهغى مرکى  پوره  متن چى  ورور حکمتيار څه موده  د مخه د حزب اسلامى افغانستان  په  مرکزى دفتر کى د ايتاليا  د تلويزون  له  مشهور خبريال  فراتلو فيرارى سره وکړه .

پوښتنه : ستاسو عکس العمل د روسانو ددى پريکړى  په  هکله  چى  له  افغانستان  نه به  د خپلو  پوځونو  ايستل  وځندوى څه  دى او همدارنګه  د کابل  حکومت ته د روسانو لخوا د ((سکاډ)  ميزائيلو  او ميګ  ٢٧ ډوله  الوتکو  ورکولو  په  باب  څه  نظر لرى؟

ځواب : زه  فکر نکوم  چى روسان دى  په  خپله  دى  فيصله  کى چى د خپلو پوځونو  ايستل  و ځندوى  جدى وى ځکه  پدى  کى  ددوى  هيڅ  ګټه  نشته  په  تيرو لسوکالو کى د جنګ  تجربى  روسان  دى  نتيجى  ته  رسولى  دى  چى  ددى  هيڅ  ډول  امکان  نشته  چى افغانستان  دى  اشغال  کړى  او  د مجاهدينو  مقاومت  دى  له  منځه  يوسى  او لدى  امله  مجبور دى  چى  افغانستان پريږدى . زه  فکر کوم چى د دوى  دا خبره  چى  ګنى  له  افغانستان  نه به  د خپلو پوځونو  ايستل  معطل  کړى  يو  بيځايه  تهديد دى.

دوى  لدى  پرته  چى  خپل  پوځونه  بى قيد او شرطه  له  افغانستان  نه وباسى  بله  لار  نلرى   افغانستان  ګوډاګى حکومت  ته  نويوو وسلو ورکول  ددى  ګواهى   ورکوى چى  روسان  نه  غواړى  چى  په  افغانستان  کى  جنګ  ته  خاتمه  ورکړى  او پرته  له  کوم قپيد او شرط  نه  افغانستان  پريږدى  دوى  کوشش  کوى چى خپل  ګوډاګى  رژيم  د  افغانستان  پر ولس  تحميل کړى.  خو دوى  په  هيڅ  توګه  نشى کولاى د کابل   حکومت  په تيرو لسو کالونو  کى  د وسلى  په  کمښت  ندى   مبتلا  بلکى اصلاً هغوى د ولس  له  ملاتړ نه  پر بى برخى  سره  اراده  نلرى   کوم چى  په  خپل   ذوق او شوق قربانى  ته  تياروى  نوځکه  ددى  وسلو  په  ليږلو  د افغانستان  قضيه  په  خپله  ګټه  نشى  تمامولى!

روسانو  له  نويو  ميزايلو  نه  اصلاً د ښارونو  په جنګ  کى  استفاده  کيږى  هغه   چى  د دوو اصلى  طرفونه مجاهدين او روسان  کولاى شى چى  د  افغانستان معضله حل کړى  له  مجاهدينو سره دمخامخ  خبرو کولو له لارى  روسان  کولاى  شى  د افغانستان  مسئلى  ته د حل  لاره   پيدا کړى . زه  فکر کوم چى  روسان  اوس بايد دا حقيقت   او واقعيت ومنى  چى  بايد له  هغه چا سره وغږيږى چى  له  دوى سره  عملاً  د جنګ  په  ميدان کى  مقابله کوى.

پوښتنه : داسى اوازه  شته  چى  د مجاهدينو ترمينځ  رقابت  شته  او په  افغانستان  کى د جنګى  ستراتيژى  په ارتباط  له  يو بل نه ډير مخالف  نظرونه  لرى؟

ځواب : زموږ  په  منځ  کى اختلاف  نشته زموږ فيصله يوه  وى  زمونږ  استراتيژى  يوه  ده  د روسانو په موجوديت   کى مونږ  ټول  خپل  جنګ  ته دوام ورکوو لکه  چى  تاسى  نه  معلومه  ده  له  تيرو  څوکالو  راهيسى  موږ يو اتحاد لرو  مونږ ګډه   نظامى  کميټه  لرو،  ټول  تنظيمونه  د جګړى  په  باب  د همدى  کميټى  لخوا طرحه کيدونکى  استراتيژى  منى  او تاسى  په  خپله  مشاهده  کولاى  شى  چى  د مجاهدينو ترمنځ  اختلاف  نشته.

پوښتنه : ملګرى ملتونه  غواړى چى  د افغانستان  د مسئلى  د حل  له پاره  يو بين  المللى کنفرانس  راوبولى  چى  په  نتيجه  کى  به ئى د ملګرو ملتو ترنظارت لاندى  په  افغانستان  کى  د طرفينو غير وسلوال کول  صورت  ونيسى  تاسى  ددى  عمل  د تحقق  په بآب  څه  فکر کوى؟

ځواب : اصلاً  ددى  له  پاره  هيڅ   ضرورت  نشته  چى  د افغانستان  د مسئلى  د حل  له  پاره  دى  بين  المللى  کنفرانس  راوغوښتل   شى.  زه  فکر کوم  که  د  افغانستان  د مسئلى  اصلى  طرفين  يعنى  مجاهدين  او مسکو به کافى  وى  چى  د خبرو اترو  له  لارى  مونږ  کولاى  شو د  افغانستان  مسئله  حل  کړو  او نور لدى  اخوا بين  المللى  کنفرانس ته  هيڅ  ضرورت  نشته.

پوښتنه : همدا  مسئله  په  ديلى کى دګورباچوف  او کاندى ترمنځ  هم  شويده  تاسى  نور څه  توضيحات  ورکوى؟

ځواب :  مشکل  د افغانستان  په  داخل کى  دى. او  ددى حل  به  د هغو طرفونو  ترمنځ  صورت  نيسى  چى  پدى  مسئله  کى  درګير دى. ګورباچوف  بايد ديلى  او واشنګتن  ته د افغانستان  د مسئلى  د حل  کولو لپاره  ولاړ نشى  که روسان  د افغانستان  د مسئلى  په  حل  کولوکى  صادق  وى  نو بايد  دى  ته  چمتو شى  چى  له  مجاهدينو سره  خبرو  اترو ته  کينى.  ولى  ګورباچوف  راجيو ګاندى   او واشنګتن  ته د مذاکراتو په  خاطر منډى او رامنډى  وهى  دا بى  فايدى  ده .  دى  بايد هغه چا  ته  ورشى  له کومو سره  چى  په  افغانستان  کى  مخامخ  کيږى.  دوى  بايد  د افغانستان  د ملت  نمايندګانو  سره  کينى  ترڅو د مسئلى  د حل  لاره  پيدا  کړى.

پوښتنه :  آيا د کابل  له  حکومت سره  د مفاهمى  يا سازش امکان  شته او له  هغو سره د مشترک حکومت  جوړولو څومره  امکان  موجود دى؟

ځواب :  په  حقيقت کى  جنگ  د روسانو  او  مجاهدينو ترمينځ  روان دى دا  دواړه  د مسئلى  اصلى  طرفونه  دى. د نجيب  له  پاره  هيڅ  ځاى  نشته  نو د روغى  جوړى د پاره  د نجيب  له  حکومت  سره خبرى  کول  بى  فايدى  ده او اصلاً  ددى سوال  نه پيدا کيږى، د نجيب  رژيم  د روسى  ټانکونو  په  زور پر مونږ  تحميل شويدى، د روسانو تر وتلو وروسته  د نجيب  حکومت  په  خپله   ختميږى  نو سازش  دڅه  له  پاره  وکړو؟  مجاهدينو په  ګډه   د نجيب  له  حکومت سره  کيناستل  رد کړى  دى له  نجيب  سره  هيڅ   قدرت  نشته.  هغه  يو غلام  دى  د هغه  سرنوشت  د روسانو په  لاس  کى دى  ددى  په  ځاى چى  له  يوه  داسى  بى  صلاحيته  شخص  سره  خبرى  کوو،  ولى  مستقيماً   له  روسانو سره  خبرى  ونکړو  ترڅو د حل  لاره  پيدا  کړو.

پوښتنه :  آيا  تاسى  فکر کوى چى  د عمومى  انتخاباتو  وخت  د نوى  رژيم  جوړولو د پاره  رانيږدى شويدى ؟

ځواب :  مونږ  د  انتخاباتو  طرفدار يو  ترڅو  منتخب پارلمان  ولرو  چى  له  ټول  ولس   نه  نماينده ګى  وکړو  او د افغانستان  راتلونکى  تعين  کړى  او موږ  په  انتخاباتو باندى  تاکيد  کوو. دا  د ټولو تنظيمو له  خوا  فيصله  شويده  چى  انتخابات  به  صورت  نيسى  ترڅو يوه   منتخبه  شورائى  تشکيل  شى  او دا شورا به  عبورى  حکومت  جوړوى   چى د نجيب  ځاى  به  نيسى  پدى  رابطه  يو څه  اختلاف  نظر موجود و  مونږ  وکولاى شواى چى  هغه  له  مينځه  يوسو  او دا فيصله  مو کړى  چى ژر ترژره  به  انتخابات  کوو؟

پوښتنه : د مهاجرينو د بيرته ستنيدو  په باب  څه  نظر لرى؟

ځواب :  د روسانو تر وتو  وروسته  د نجيب  د حکومت  په  ړنګيدو به  جنګ په  ختميدو  شى او  زموږ  ملک  به  سوله  راشى  په  هغه  صورت کى مهاجرين  کولاى شى  خپلو کورونوته  ولاړ شى.

د جنګ  په  حالاتو  کى  مهاجرين  نشى  کولاى  چى  افغانستان  ته  لاړشى. د روسى پوځونو او د نجيب  د حکومت  په  موجوديت  کى  به  مهاجرين  په  هيڅ  توګه  خپلى  خاورى  ته  ستانه  نشى.  ځکه  د روسانو تر تجاوز او  ددوى  دلاس  پوڅى  حکومت  تر جوړيدو   وروسته  د  افغانستان  اولس  دى  ته  مجبور  شوى  چى  خپل  کورونه  پريږدى.

پوښتنه :  په پاکستان  کى  نوى  سياسى  بدلونونه    په  تيره د بينظير بوتو برياليتوب  دافغانستان  د قضيى  په باب  څنګه وينى؟

ځواب :  د پاکستان هر حکومت  به  دخپل اولس  نظرياتو او ارزوګانو ته احترام  کوى کوم  چى (٥، ٢)  ميليونه افغانى  مهاجرينوته  يى  پناه  ورکړى،  هغه  څوک  چى  د ملت  نمايندګى  کوى د افغانستان  د ملت  د مقاومت  نه به  ملاتړ کوى زه  فکر نکوم  چى  د پاکستان  کوم حکومت د افغانستان  د مسئلى  په  باب  خپله  پاليسى  بدله  کړى.

ځکه دا ددوى  له  ملى ګټو  څخه  ده هر ملى حکومت  چى  دا ولس او د هغوى  له  ارزوګانونه  نماينده  ګى  کوى هغه  به  د افغانستان  په باب  د پاکستان  په  سياست  کى  بدلون نه راوړى  او د مجاهدينو ملاتړته  به  دوام  ورکوى.

د پاکستان  زياتره سياسى  تنظيمونو په  انتخاباتى   مبارزه  کى  په  ډاګه  د افغانستان  له  مسئلى  سره   همکارى  اعلانوله  او  ويل  ئى  چى  دوى  به  په  خپله  افغان پاليسى  کى  تغبير  نه  راوړى،  پداسى   حالت کى چى  مونږ  د  وروستى  برى په مرحله کى  يو،  فکرنه  کوم  چى  د پاکستان  کوم  حکومت  دى  د  افغانستان  د جهاد مخالفت  وکړى. دا يوه طبعى خبره  ده چى  د پاکستان  اولس  او حکومت  به  له  موږ  سره  ولاړوى.

او ددى  سوال  هم  نه پيدا کيږى چى د پاکستان  حکومت به  د مجاهدينو له  ملاتړ نه لاس  واخلى.

پوښتنه : د روسى پوځ  اعلى  قوماندانى د مجاهدينو په  خلاف  د نويو  مانورونو اعلان  کړى دى  چى  که  مجاهدين  په  کابل  او نورو  روسى  مرکزو باندى  خپلى  حملى بندى  نکړى  دوى  به  په  دير  سخت  عکس  العمل  لاس  پورى  کړى  پدى  برخه  کى  څه  واياست؟

ځواب : زه  فکر کوم  چى  دا  مانورونه  کوم  نوى  مانورونه  ندى  له  دوى  سره  چى څومره امکان  وه  هغه  ئى  په   افغانستان  کى  استعمال کړ. زه  فکر نکوم  چى  دوى  به  کومه  نوى  ځانګړى  لار پيدا کړى  وى  چى  د مجاهدينو  مقابله وکړاى  شى. دوى  فقط خلک تهديدوى  خو په  دغو تهديدونو باندى د  افغانستان  مسئله  نشى  حل  کولاى  دوى  نشى  کولاى  چى  حتى  د مجاهدينو په  صفوفو کى ويره  را پيدا کړى . مونږ  يو بل  سره  پيژنو  نو دوى بايد  په  داسى  مانورونو باندى  غاوره  نشى  که  دوى  غواړى   چى  جنګ  ژر ترژره  ختم شى، بايد  خپل  پوځونه  پرته  له  کوم  قيد او شرط  نه  له  افغانستان  څخه  وباسى او پريږدى  چى  افغان  اولس  خپله  راتلونکى په  خپله  وټاکى.

موږ پدى  قادريو چى  خپل داخلى  مشکل  په  خپله  حل  کړو.  شرايط  وړاندى کول او په  افغانسستان کى  په  پاتى  کيدو  باندى  تاکيد  کول  ددى  معنى  لرى  چى  روسان  اوس هم  د بريژنيف سياست  تعقيبوى  غواړى   هغه  پاليسى  چى  اوس دوى وائى  چى  په  افغانستان  باندى  حمله  کول  يوه  اشتباه  او غلطى  وه.  که  ئى  اشتباه اوغلطى  بولى نو  خپل  پوځونه  دى  بى  قيد او شرط  وباسى  او زموږ  په  کورنيو  چاروکى  دى  لاس  نه  وهى.

پوښتنه :  دوى ( روسان) غواړى  چى په يوه  شکل  د ځان  پرده  وکړى؟

ځواب :  ددوى  پرده  ددوى  د پوځونو په  وتلو خوندى کيږى  هرڅومره  چى  خپل  پوځونه  ځندوى  هغومره رسوا کيږى  که  دوى غواړى  چى  له  افغانستان  نه  ووځى. او  ددوى  پرده  وشى  له  مجاهدينو سره  دى  خبروته  کښينى او  د افغانستان  د مسئلى  د حل لار دى  ولټوى.

پوښتنه : ستا په  نظر د آزادى وخت  را  نژدى دى  او که لرى؟

ځواب :  مونږ  ددى  کلک  اميد  لرو چى موږ دا جنګ  ګټو او روسان  به  دى  ته  مجبور وو چى  د افغانستان  خاوره پريږدى  د نجيب  حکومت به  ډير ژر سقوط  کوى.

د روسانو تر وتلو وروسته  به  افغانستان  ته  سوله  راځى. مونږ د سولى  له  پاره  جنګ  کوو او کوشش  کوو چى  ډير ژر دا جنګ  د سولى او آزادى  په راوړلو   سره  ختم  کړو.  او د ټول  ملت په  خوښه  يو منتخب  اسلامى  حکومت   په  افغانستان  کى جوړ کړو.

پوښتنه : ځينى  خلک داسى  فکر کوى  چى د روسانو  په  وتلو باندى به  په  افغانستان  کى  داخلى  شخړى  شروع  شى  ستاسو نظر څه  دى؟

ځواب :  جنګ  پر مونږ باندى روسانو  تحميل  کړى  او دوى ددى  جنګ  د دوام  مسئول  دى.  ددوى  تر وتلو وروسته  به  جنګ  په  خپله  خاتمه  مومى او زموږ  ملک نه به  سوله راځى  د داخلى جنګ  هيڅ  امکان  نشته. تقريباً  په  سلو کى (٩٥) خاوره د مجاهدينو په  لاس  کى  ده  او هلته  هيڅ  جنګ  نشته  مونږ  پدى  قادر شوى  يو  چى  محلى  حکومتونه او شوراګانى جوړى  کړو  ترڅو د خلکو مشکلات حل  کړى  داخلى  شخړى   او نښتى  به  چيرى وى، چى  په  (٩٥)  فيصده  آزاده  ځمکه  کى  داخلى جنګ  نه  وى  نو  د پنځه  فيصده  اشغال  شوى  ځمکى  په آزاديدو  به  داخلى  جنګ  له  کوم  ځاى  نه  پيليږى.  دا  په  خپله  يو ثبوت  دى  چى  مجاهدين  په  خپل  منځ  کى  نښتى  نلرى؟

 پداسى  حال  کى  چى  مونږ دا فيصله  کړى  چى  انتخابات  به  کوو او  منتخبه  شورا  به  جوړوو دا ددى  معنى  لرى  چى  موږ  د جنګ  پلويان  نه يو  هر څوک چى اکثريت  ګڼى  هغه  به  حکومت  جوړه وى  او  د افغانستان  راتلونکى  به  ټاکى.  پدى  توګه  د تنازع  اوشخړى  هيڅ  مسئله  نه پاتى  کيږى .

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017