تفصیل | شهادت 

11th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د لغمان ولايت په اړه د حزب اسلامي افغانستان! اعلاميه!

2018-09-10

تیره شپه د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ په ګړوچ کلى کې د امنیتي ځواکونو د عملياتو پر مهال زموږ (١١) تنه بی ګناه هيوادوال شهيدان او درى (٣) نور ټپيان شوي دي.

د لغمان ولایت سيمه ييز چارواکي پيښه تائيد وي خو د څرنګوالي په اړه ئې ځان بې خبره بولي. دسیمې اوسيدونکي د پېښې د تائيد ترڅنګ وائي امنيتي ځواکونه لومړی د ملکي وګړو کورونو ته ننوتل او بیایې دغه بې ګناه وګړي له کوره وايستل او په شهادت ورسول .

حزب اسلامي  افغانستان د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ په ګړوچ سیمه کې د امنیتي ځواکونو دا ډول بې رحمه او ړانده عملیات چې په هغه کې ملکې وګړي او په ځانګړي ډول د حزب اسلامي متعهدین په شهادت رسول کيږي په کلکو ټکو غندي او دغه شوم عمل د دولت او خلکو ترمنځ د بى باورۍ د رامنځته کيدو ستر لامل بولي، موږ پر امنيتى ارگانونو غږ کوو چې دا پېښه په جدی ډول وڅيړي او عاملین یې د قانون منګلو ته وسپاري تر څو په راتلونکي کې له دا ډول پېښو په کلکه مخنیوی وشي.

حزب اسلامي افغانستان د لوی رب له دربار څخه د پيښې شهيدانو ته جنت فردوس، ټپيانو ته بېړنۍ روغتیا، د کورنیو غړو او دوستانو ته د اجر عظیم او صبر جميل غوښتونکى دى.

په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات په هيله

په درنښت

حزب اسلامي افغانستان

 

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2018