تفصیل | شهادت 

6th December, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په کابل ښار کې د خلکو لويي اجتماع ته د ښاغلي حکمتيار د وينا بشپړ متن

2019-07-26

بسم الله الرحمن الرحیم السلام عليكم و رحمة الله و بركاته وَلَقَدۡ كَتَبۡنَا فِي ٱلزَّبُورِ مِنۢ بَعۡدِ ٱلذِّكۡرِ أَنَّ ٱلۡأَرۡضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ ٱلصَّٰلِحُونَ * الانبياء: 105 صدق الله العظيم وروڼو خوېندو! دا هېواد د هغو دئ چي له هر يرغلگر سره ئې مقابله كړې، د پرديو له تسلط ئې وژغورلى او په دې لار كي ئې قرباني وركړې، دا هېواد د مجاهدينو دئ، همدا دوى به ئې ساتي او له روان دردناك حالت به ئې ژغوري، تاسو د دې هېواد اصلي وارثين يئ، راشئ د خپلو مخكنيو پلورونو او وروڼو په څېر د يوه آزاد، خپلواك او له جگړو افغانستان جوړولو لپاره ملا وتړئ، كه مو دا كار وكړ نو مطمئن اوسئ چي الله تعالى به تاسو ته هم ستر او تاريخي افتخار درپه برخه كړي. آيا غواړئ روانه بدمرغه او تپل شوې جگړه پاى ته ورسېږي، كه دا غواړئ نو دوه كارونه وكړئ: 1- يوې بلي مبارزې ته چمتو شئ، د خپلو پلرونو په څېر چي د شوروي ځواكونو مخي ته كلك ودرېدل او له خپل هېواد ئې وتلو ته اړ كړل، راشئ داسي څه وكړو چي بهرني ځواكونه له افغانستان وتلو ته اړ او د پاته كېدو ټولي بهانې ئې له منځه يوسو. 2- دا نظام چي بهرنيو پر افغانستان تپلى او د جنگ، ناامنيو، فساد، غارت، غصب، ترورونو، ديني او ملي ارزښتونو ته د سپكاوي او تحقير او د مظلومو افغانان د وينو تويېدو ستر عامل دئ؛ د انتخاباتو له لاري نسكور كړو. د بهرنيو ځواكونو په حضور كي او د دې نظام او اوسنيو واكمنو په شتون كي نه جگړه پاى ته رسېدى شي او نه سوله راتلى شي. وروڼو خوېندو! د امريكا په اشغال كي افغانستان يعني: خونړۍ نيابتي جگړه+ فضاء او زمكه د پرديو په واك كي+ د بېگناه افغانانو عاموژنه+بې احساس او پرديپال واكمنان+ فقر، ناامني، فساد، غصب، د ملي او شخصي شتمنيو غارت+ وران او ويجاړ هېواد + نږدې يو مليون شهيدان+ 6 مليون مهاجرين + 3 مليون بې ځاى شوي+ 60% د فقر له كرښي لاندي هېوادوال + د خپلواكي او ملي حاكميت نشتوالى+ ديني او ملي ارزښتونو ته سپكاوي+ د ځوان نسل د تباه كولو او بې هويته كولو پراخي هڅي ... !!! دا ټول د تحميلي او وارداتي ديموكراسۍ سوغاتونه دي. د امريكا جمهور رئيس ټرامپ په دې 19 كلن جنگ او روان بدمرغه حالت اكتفا نه كوي، افغانان گواښي او وايي: كه مي غوښتلي وى نو د افغانستان جنگ مي په يوې اونۍ كي پاى ته رسولى شو او دا هېواد مي په لسو ورځو كي د نړۍ له مخه حذف كولى شو!! په دې خونړيو الفاظو كي د امريكايي چارواكي بد عزائم له ورايه برېښي، يعني چي دوى داسي افكار او عزائم هم په سينه كي لري چي د جنگ گټلو لپاره حتى لس مليون افغانان په لسو ورځو كي وژلى شي!!! او افغانستان د زمكي له صفحې حذفولى شي!! ښاغلي ټرامپ ته وايو: هو؛ افغانان وژلى او افغانستان ورانولى شئ خو نه دوى ايل كولى او غلامولى شئ او نه ئې هېواد د تل لپاره اشغالولى شئ. د غربي هېوادو مشرانو او واكمنو په تېرو دوو پېړيو كي نږدې پنځه سوه مليونه انسانان ووژل، لويي بريتانيا له لري غرب؛ امريكا نيولې بيا تر لري شرق آسټراليا پوري او په آسيا او افريقا كي دوه پېړۍ د خلكو په وژلو تېري كړې؛ د هري لويي وچي كي ئې په لسگونو مليونه انسانان ووژل، په لومړي او دوهم نړۍ وال جنگ كي اروپا او امريكا شا و خوا سل مليونه انسان ووژل، دا اوس په اسلامي نړۍ كي ټول روان جنگونه دوى پيل كړي، د افغانستان څلوېښت كلن جنگ دوى تپلى، شوروي ځواكونو پيل كړ او ناټو ته ئې په ميراث پرېښود، عراق، سوريه، ليبيا، صوماليا، سودان، الجزائر، يمن، فلسطين، كشمير، او برما كي د ټولو جنگونو او مسلمان وژنو تر شا د دوى لاس دئ، عراق، سوريه او ليبيا ئې تباه كړل، دوى ته وايو: تاسو هېوادونه تباه كولى شي، او هېوادونه له ويجاړولو وروسته نيسولى شئ خو له داسي فتح كولو ئې عاجز يئ چي روغ رمټ په لاس درشي، تاسو د آزادي غوښتونكو او سرلوړو ملتونو له فتح كولو عاجز يئ. شوروي ځواكونو د افغانستان جنگ په نهو كلونو كي او ناټو په نولسو كلونو كي ونه شو گټلى. ټرامپ له ذهني او عملي پلوه د برژنف تقليد كوي، وينا ئې هغه ته ورته ده، هغه گمان كولو افغانستان په لنډو ورځو كي نيولى شي، خو نه يوازي نامراد له دنيا ولاړ بلكي د همدې غلط تصميم له كبله شوروي د نړۍ له صفحې حذف شو!! ښاغلي ټرامپ ته وايو: كه زور او همت لرئ له خپل سيال پوتين سره ئې وآزمويئ نه له مظلومو افغانانو سره!! له هغه پوتين سره چي ويل كېږي ته ئې جمهور رئيس كړې!! متأسفانه د همدې ستر تحقير او سپكاوي په وړاندي زموږ د بې احساسه او مړ ضميرو چارواكو د غيرت يو رگ هم ونه خوځېدو او غبرگون ئې يوازي دومره وو چي وئې ويل: پرېكړه مو كړې چي له امريكا د دې وينا په اړه وضاحت وغواړو!! مرگ مو مېلمه شه!! افغانان او د هغوى تاريخ مو وشرماوو!! آيا په دې وينا كي د ابهام كوم ټكى شته چي تاسو ئې وضاحت غواړئ؟!! واكمنو واورئ؛ وضاحت ئې دا دئ: ټرامپ وويل: كه وغواړو افغانستان په لسو ورځو كي فتح او لس مليون افغانان ووژنو نو اتمي بمونه پرې وروو، او په دې كي نه ارگ مستثنى كوو او نه سپيدار ماڼۍ، دا دواړه هم نسكوروو، او په كي ناست خپل ملگري هم وژنو!!! يعني موږ د سپېرو غلامانو پروا نه لرو، پوه شئ: بدمست بادران له خپلو ذليلو غلامانو سره تل همداسي كوي!!! وروڼو خوېندو! تاسو سوله غواړئ، ټول شريف افغانان سوله غواړي، يوازي څو ذليل وطنپلوري او دين پلوري ناافغانان د جنگ دوام غواړي. موږ پر سولي ټينگار كوو، د طالبانو ټول معقول او مشروع مطالبات او غوښتني بايد ومنل شي، دولت بايد د ټولو اغېزمنو گوندونو په مشوره او توافق داسي باصلاحيت او مقتدر هيئت جوړ كړي چي د سولي په ارتباط بشپړ واك ورسره وي او د دولت، په دولت كي شامل او له دولت بهر گوندونه تمثيل او د سولي په ارتباط اجماع رامنځته كړي، سوله يوه ستره مسئله ده، هيڅوك ئې د انحصار او يرغمل كولو حق نه لري، كه دا كار ونشي نو هر څوك به د سولي په اړه د خپلي خوښي لار غوره كوي چي د دې كار پايلي به تر نورو زيات د واكمنو په زيان او ضرر وي. سوله يوازي هغه مهال راتلى شي چي پرېكړه ئې افغانان وكړي نه بهرنيان، له بهره تپل شوې سوله نه عملي كېدى شي او نه ستونزي حل كولى شي، افغانان بايد پرېښودى شي خپل برخليك په خپله وټاكي، د خپلي خوښي نظام ولري، واكمن ئې د ولس له لوري غوره شي، نه حكومت د پرديو له لوري پرې تحميل شي او نه چارواكي او واكمنان، د افغانستان د استقلال، خپلواكي او ملي حاكميت درناوى وشي، نه څوك خپله اراده پرې تحميل كړي او نه ئې ملي حاكميت وگواښي. د بهرنيو ځواكونو حضور، په بهرنيو ځواكونو پوري تړلى حكومت، د افغانانو خپلواكي او ملي حاكميت سلبول د روان جنگ د پيل او دوام اصلي عوامل دي. ټولو ته وايو: كه په افغانستان او دې سيمي كي امن او ثبات غواړئ نو افغانان پرېږدئ چي خپل برخليك په خپله وټاكي او د بحران لپاره افغاني حل ولټوي. په كابل كي يو لاسپوڅى حكومت چي په كوم نږدې او لري پردي هېوادو پوري تړلى وي، داسي نظام چي كوم بهرنى ځواك ئې پر افغانانو تحميل كړي، په داخلي او خارجي سياست كي په پرديو پوري تړلى او پېيلى وي، د بل سياسي، نظامي، استخباراتي اډه او تجارتي ماركيټ وي؛ نو دلته به جنگ دوام كوي او لمن به ئې نورو هېوادو ته غځېږي، شوروي ځواكونو پر افغانستان يرغل وكړ، غوښتل ئې په كابل كي د دوى مزدور حكومت وي او افغانستان د دوى داسي اډه وي چي ټوله سيمه تر واك لاندي راشي او د جنوب او تودو اوبو په لوري د دوى مخكي تلو ته لار آواره شي او نور هېوادونه هم د سرو ځواكونو تر پوندو لاندي كړي، خو د همدې ناولي او غلط تصميم له كبله له اوږد او ملاماتوونكي جنگ سره مخامخ شو، ماته ئې وخوړه او په زوال محكوم شو، ناټو د هغوى ناكامه تجربه وآزمويله، گمان ئې كولو چي دوى به د افغانستان په اشغال سره هغه اهداف ترلاسه كړى شي چي شوروى ترلاسه نه كړى شو، خو دا دئ له داسي نولس كلن ناكام او خونړۍ جنگ سره مخامخ شو چي د امريكا د تاريخ تر ټولو اوږد او د مالي او ځاني تلفاتو له مخي ټولو گران جنگ دئ، شواهد ښيي چي د دوى برخليك به هم يقيناً د شوروي په څېر وي. برادران و خواهران عزيز! اجازه بدهيد به نمايندگي شما و تمامي افغانهاى سربلند و دلباخته آزادي به جناب ترامپ بگويم: با افغانهاى مظلوم زور آزمايي نكنيد، اگر زور و همتى داريد با حريف و همتاى تان جناب پوتين بيآزماييد؛ نه با افغانهاى مظلوم!! با پوتينى كه متهم است با مداخلاتش در انتخابات رياست جمهورى امريكا؛ تو را رئيس جمهور ساخت!! آرى؛ مى توانيد افغانهاى مظلوم را به هر پيمانه اى كه خواسته ايد بكشيد و افغانستان را مزيد ويران كنيد؛ ولى بدانيد كه نه توان اشغال دائمى كشور شان را داريد و نه به اسارت كشيدن دائمى آنان را. شما تجربه ناكام بريژنف را تكرار مى كنيد كه به زوال اتحاد شوروي منتج شد، افغانستان هست ولى چيزى به نام اتحاد شوروى در جغرافيه زمين وجود ندارد!!! قسمت عمده افغانستان را قبل از شما شوروي ويران كرد، على الاقل يك مليون دو صد هزار خانه در نتيجه بمباري هاى شوروي ويران شد، بقيه را به شما گذاشت و شما در 19 سال گذشته بر آنان بم و راكت ريختيد؛ چه مانده كه مى خواهيد در روز آن را نيز با چند بم اتمي ويران كنيد؟!! نيروهاى خارجي او دست نشانده هاى شان بايد بدانند كه بحران افغانستان هيچ راه حلي ديگر جز اين ندارد كه: 1. نيروهاى خارجي كشور ما را ترك كند 2. حكومت كابل از سوى مردم انتخاب شود؛ نه دست نشانده باشد و نه وابسته به هيچ كشور دور و نزديك خارجي، 3. همه اطراف؛ چه داخلي و چه خارجي، چه امريكا و چه روسيه؛ با افغانستان آزاد، مستقل، غيروابسته، بى طرف توافق كنند، 4. افغان ها را بگذارند كه سرنوشت شان را خود تعیین كنند، نظام دلخواه شان را داشته باشند، زمامدارانش از سوی مردم انتخاب شوند، نه حکومت از سوی بیگانه ها بر آنان تحمیل گردد و نه زمامداران. 5. حضور نیروهای خارجی، حکومت وابسته به اجانب، سلب استقلال و حاکمیت ملی افغان ها؛ عوامل اصلی آغاز و دوام جنگ جاری اند. 6. تاريخ دور و نزديك كشور گواهي مى دهد: تا زمانى 7. كه در افغانستان؛ نيروهاى بريتانيا، اتحاد شوروى و امريكا بود، و حكومت كابل وابسته به آنها و ساخته و پرداخته آنان؛ افغانستان شاهد جنگهاى خونين بود و هست، و اما زمانى كي مسكو و لندن به توافق رسيدند كه هيچ يكى در افغانستان حضور نظامي نداشته، ارگ نشينها در لندن انتخاب شوند ولي حكومت كابل سياست بي طرفي داشته و براى مسكو نيز شرائط حضور سياسي، اقتصادي، تجارتى فراهم گردد و از خاك افغانستان عليه اقمار شوروى در آسياى مركزي استفاده نشود؛ جنگ فروكش كرد و افغانستان تقريباً نيم قرن را در حالت امنيت نسبي فارغ از جنگ داشت. امروز نيز كابل غيروابسته و بى طرف و افغانستان آزاد، مستقل؛ فارغ از حضور نظامى قدرتهاى رقيب جهانى و منطقوى مى تواند به صلح در افغانستان و منطقه منتج شود. انتخابات پر از تقلب، جعلی، فریبنده و مورد پسند اجانب؛ چون گذشته باعث تشديد بحران و جنگ خواهد شد. مداخله نیروهای خارجی در امور انتخابات؛ براى هيچ افغان آزاد، سربلند و شريف قطعاً قابل قبول نیست. ما خواهان برگزاری همزمان چهار انتخابات هستیم. افغان ها را بگذارید تا برای بحران کشور شان؛ راه حل افغانی جستجو کنند. انتخابات شفاف، عادلانه و ملت شمول مى تواند به بحران خاتمه ببخشد، و حكومت نيرومندى به ميان آرد كه از حمايت وسيع ملت برخوردار باشد، فقط چنين حكومت منتخب و مورد تأييد ملت مى تواند جنگ را مهار و امنيت و ثبات را تأمين كند، در غير آن جنگ و ناامني دوام خواهد كرد. انتخابات پر از تقلب، جعلی، فریبنده و مورد پسند اجانب؛ چون گذشته باعث تشديد بحران و جنگ خواهد شد. مداخله نیروهای خارجی در امور انتخابات؛ براى هيچ افغان آزاد، سربلند و شريف قطعاً قابل قبول نیست. ما خواهان برگزاری همزمان چهار انتخابات هستیم. ویتو توافق اجماعی احزاب سیاسی و کمیسیون انتخابات در رابطه به انتخابات و چگونگى آن؛ از سوى نيروهاى خارجی مسلط بر افغانستان؛ تذلیل و تحقیر افغان ها بوده و نشانه سیاه عدم استقلال و سلب حاكميت ملى است. خواسته های ملت در رابطه به انتخابات اینها اند: ۱- انتخابات ریاست جمهوری، شوری های ولایتی، شوری های ولسوالی و انتخابات غزنی باید همزمان برگزار گردند. 2- هیچ افغان واجد شرائط؛ اگر مهاجر است، بی جا شده و یا باشنده مناطق ناامن؛ نبايد به هیچ بهانه ای از حق رأی دهى محروم شوند. 3- ثبت نام رأى دهندگان، رأی دهى و شمارش آراء باید همزمان و بکمک تجهیزات معیاری الکترونیکی و وسائل بایومتریک انجام شوند. 4- شرط نصب ستیکر بر تذکره؛ راه را برای تقلب هموار می کند و مانع مشارکت و ر‌أی دهى بسیاری از افغان ها می شود، بدلیل این که صدها هزار تذکره و ستیکر جعلی توزیع شده، اکثر افغان ها آماده نیستند كه بدليل نصب ستیکر بر تذکره؛ از سوی مخالفین دولت با تهدیدات روبرو گردند، مقامات دولتی و خارجی ها این شرط را بخاطری گذاشته اند که مشارکت در انتخابات را محدود سازند و صندوق های رأی را به استناد تذکره ها و ستیکرهای جعلی از كارتهاى جعلى رأی پر سازند. 5- لویه جرگه که به حكم قانون اساسی؛ بزرگترین و عالیترین مرجع تمثیل رأی ملت است؛ در طول ۱۹ سال اخیر عمداً و به دلائل سیاسی؛ از تدویر آن جلوگیری صورت گرفته، به همین دلیل است که افغان ها امروز از داشتن مرجع باصلاحیت تصمیم گیری محروم اند، در نتيجه نبود همین جرگه مقتدر ممثل ملت است كه امروز و در جريان 19 سال گذشته؛ تمامی مسائل مهم ملی یا در انحصار چند زمامدار تحميل شده است و یا در اختیار کامل خارجی ها و سفارتخانه هاى شان!! از ننگرهار تا بادغیس، از جوزجان تا پکتیکا، از بدخشان تا نیمروز؛ در غم و ماتم همه آن هموطنان مظلوم خویش شریکیم که هر روز و هر شب در نتیجه حملات وحشيانه راکتی و بمبارد قریه ها و خانه ها و انفجارات به شهادت می رسند و مجروح مى شوند؛ و زمامداران بدضمیر نه تنها این حملات وحشیانه را محکوم نمی کنند بلکه از آن حمایت نموده و به دفاع از آن مى پردازند!!! ترور، زندانی ساختن و عزل شخصیت های نامور جهادی، قومی و مذهبی، خطیبان، امامان، سیاست مداران و نویسنده ها را به شدت محکوم نموده، آنرا کار شبکه های بیرونی استخباراتی و قاتلان اجیر و مزدوران شان می دانیم، که از قدرت و حمایت خارجى و دولتی برخوردار اند. در عقب ترورهای هدفمند پی در پی؛ مخصوصاً ترور و دستگیری علماء و خطیبان و شخصيتهاى ملى و جهادى؛ شبکه های جنايتكار استخباراتی درونى و بیرونی و قاتلان اجیر و ذلیل آنها قرار دارند. گروه های مبتلا به تعصبات قومی و سیاست های غلط و باعث تجزیه شان؛ یکی از عوامل بحران جاری است، دشمنان داخلی و بیرونی افغانستان در تلاش اند تا احزاب نیرومند ملت شمول را تضعیف نموده و مجال حضور فعال و مؤثر در قضایا را از آنها سلب نمایند، گروه های کوچک قومگرا را ایجاد نموده و احزاب بزرگ و مؤثر را تضعیف و تجزیه کنند. این در حالیست که نه نیروهای اشغالگر شوروی توانستند به این هدف شوم دست یابند و نه خلف و وارث سیاست ها و جنگ تحمیل شده آنها. تمامی افغان های شریف و سربلند، سیاست مداران بااحساس، متعهد به کشور و مردم، شخصیت های مؤثر جهادی، مذهبی و قومی را به کار مشترک و اقدام قاطع و سازنده برای نجات کشور دعوت می كنيم. صلح نخسیتن خواست و ضرورت افغان هاست؛ حلقات جنگ طلب؛ در برابر صلح مانع ایجاد می کنند، اراده ملت را تهدید نموده و بر دوام جنگ و وضعیت دردناک کنونی تأکید می ورزند و می گویند: صلح را زمانی می پذیریم که دوام این حکومت ناکام و دست آوردهای 19 سال اخیر را تضمین کند. این در حالیست که نه این حکومت به یک قطره خون یک افغان می ارزد و نه دست آوردهای خونین اين دیموکراسی قلابى و شرم آور و ننگين. آیا این دست آوردها چیزى دیگر غیر از مرگ و میر و ویرانی و فساد است؟!، همین که هر روزه حدود 300 تن افغان کشته می شود و زمامداران بد ضمير به جای این که بر این کشتارها و ویرانی ها اشک بریزند، فیلم های رقص عریان مختلط مرد و زن و سریال های مبتذل ضد اخلاق و شرافت را به نشر می رسانند؟!!! تمامی عملیات نظامی وحشیانه و انفجاراتی را که در آن افغان های بی گناه و غیر محارب کشته می شوند؛ به شدت محکوم می کنیم و خواهان توقف عاجل و فوری آن هستیم، اگر نیروهای خارجی و دولت پوشالى این سلسله را فوراً متوقف نسازند؛ ملت چاره اى دیگر جز قیام عمومی نخواهد داشت. وروڼو خوېندو! موږ د افغان ولس په استازيتوب؛ د اسلامي ثقامت مضمون حذفولو، مدرسې او جوماتونه د تروريستانو د ځالو او روزني د مراكزو په نامه يادول، د اسلامپالو استادانو زنداني كول، د نومياليو خطيبانو، امامانو، جهادي شخصيتونو ترور او زنداني كول، د دوى پر كورونو د شپې او ورځي له لوري بريدونه كول، دروازې په بمونو الوزول، په تياره شپه كي كورونو ته په داسي حال كي ننوتل چي ټول په ژور خوب ويده وي، ځوانان او ماشومان د مور او پلار په وړاندي په ضربه ډزو وژل، ... دا د وحشت انتهاء او د هغو كار دئ چي نه پر خداى باور لري، نه په سينه كي انساني زړه، د بليك واټر په څېر بې رحمه اجير جنگيالي دي چي د پيسو لپاره هر څه كولو ته چمتو دي .... او دا ښيي چي پر افغانستان اوسنى حاكم نظام د كمونستانو پر پل گام ږدي، د هغوى خونړي او ناكام سياستونه او تگلاري تجربه كوي، تر هغه چي دا پردى پال نظام وي او همدا بهرني ځواكونه او خونړۍ جنگي سټراټيژي ئې؛ نو همدا د ډله ايزو جنازو لړۍ به روانه وي. افغانستان تحت اشغال امريكا يعنى: جنگ خونین نیابتی+ فضاء و زمین در اختیار بیگانه ها+ قتل عام افغان های بی گناه+ زمامداران بى احساس و مزدور+ فقر، ناامنی، فساد، غصب، غارت دارايی های ملی و شخصی+ کشور ویران+ يك مليون شهيد+ ۶ ملیون مهاجر+ ۳ ملیون بی جا شده+ ۶۰٪ هموطنان زیر خط فقر+ نبود استقلال و حاکمیت ملی+ اهانت به ارزش های دینی و ملی+ تلاش های گسترده برای تباهی و گمراهى و بى هويت ساختن نسل جوان ... !!! این ها همه سوغات های دیموکراسی تحمیلی و وارداتی اند. تا زمانى كه اين نظام است و اين سلطه نيروهاى اجنبى و ستراتيژى خونين و ناكام جنگى شان؛ سلسه اين جنازه هاى جمعى ادامه مى يابد والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

6th December, 2019