تفصیل | شهادت 

21st February, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ورور حکمتيار سره د خبريال محمد اشرف تازه مرکه

شهادت

2015-10-15

امريکا طمع لرله چي د شوروي ځواکونو په څېر به په افغانستان کې له کلک مقاومت سره نه مخامخيږي - حکمتيار

د حزب اسلامي له محترم امير انجنير صاحب حکمتيار نه په ډېرې مننې سره چې له خپل قيمتي وخت څخه يې زما د پوښتنو ځوابولو ته يوه برخه ځانگړې کړه – مننه.

پوښتنه: هغه کومه وجه ده چې بهرني قوتونه د افغانستان اشغال ته زړه ښه کوي؟ څه باعث شول چې شوروي او امريکې د انگليسانو له تېښتې درس وانخيست؟

ځواب: د افغانستان ستراتيژيك موقعيت د دې باعث شوى چي د استعماري ځواكونو حرص وپاروى او اشغالولو ته ئې وهڅوي، روسانو غوښتل د افغانستان له لاري د هند سمندر ته ځان ورسوي، نن امريكا زموږ هېواد ته د داسي پله په سترگه گوري چي د مركزي آسيا پراخو زېرمو باندي د تسلط لپاره ورته ضرورت لري، د شوروي له زوال وروسته د امريكا لوى سرخوږى له دې ناحيې وو چي د جهاد تجربه بريالۍ نشي، په افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د اسلامي حكومت جوړېدو مخه ونيسي او پرېنږدې دا تجربه په نورو اسلامي هېوادو كي چي ډېرى ئې له سياسي، اقتصادي او حتى نظامي پلوه د غرب مستعمرې گڼل كېږي؛ تكرار شي. شوروي نه يوازي خپلو موخو ته ونه رسېدو بلكي پر افغانستان تېرى د شوروي امپراطوري په زوال منتج شو، امريكا د دې پر ځاى چي له دې ناكامي تجربې عبرت واخلي د هغې د تكرار غلطي ئې وكړه، طمع ئې دا وه چي د شوروي ځواكونو په څېر به له كلك مقاومت سره په دې دليل نه مخامخ كېږي چي د شوروي له زوال وروسته په ټولي نړۍ كي داسي ځواك نه وو چي د امريكا مخالفت ته ملا وتړي او د مجاهدينو مرسته وكړي، همداسي وشول، نه يوازي هيچا د امريكا په خلاف د مجاهدينو ملاتړ ونه كړ بلكي ټولو د مسكو او زموږ د گاونډيو په شمول د امريكا څنگ ته ودرېدل او ډېرو په جگړي كي عملاً د امريكا ملگرتيا وكړه. خو سره له دې امريكا په داسي اوږدې ناكامي جگړي كي ښكېل شوه چي د دې هېواد تر ټولو اوږده او ناكامه جگړه گڼل كېږي.

پوښتنه: په افغانستان کي د سياسي قوتونو اختلاف به تر کومه حده د بهرنيو يرغلگرو د جذب مرکز وي؟

ځواب: د بريتانيا له تېري بيا تر نن پوري د افغانستان ټول هغه شخصيتونه، كورنۍ او احزاب چي اقتدار ته رسېدلي؛ يا انگرېزانو د اقتدار پر گدۍ كښېنولي، يا روسانو، يا امريكايانو او يا مسكو او واشنگتن په گډه، دوى او له نورو سره د دوى اختلاف نه يوازي بهرني ځواكونه تجاوز ته نه دي تشويق كړي بلكي په خپله نورو زېږولي، كه ئې شوروي ځواكونو ته د تجاوز بلنه وركړې او كه امريكايي ځواكونو ته؛ د هغو په وينا ئې دا كار كړى، د افغاني سياسي ډلو تر منځ اختلاف نه يوازي د بهرني تېري لپاره مشوق او مجوز نه وو بلكي دا اختلاف په خپله دغو ځواكونو رامنځته كړى، پرديپالي ډلي د همدې لپاره رامنځته شوې. كه څوك گمان كوي چي شوروي ځواكونه د ببرك يا تركي په بلنه افغانستان ته راغلي، يا امريكايي ځواكونه د رباني او مسعود په بلنه اشتباه كوي. د دغو بلنو ونډه صرف دومره وه چي مسكو او واشنگتن د يوې تبليغاتي وسيلې په توگه ترې كار واخلي او خپل تجاوز ته مشروعيت وركړي.

پوښتنه: آيا تاسو باور لري چي بهرني ځواکونه به د راتلونکی کال تر آخره افغانستان څخه لاړ شي؟ د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته تاسو په افغانستان کي څه حالت تجسم کوی؟

ځواب: د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به د كابل حكومت ډېر ژر نسكورېږي، دا حكومت په بشپړه توگه شړېدلى، د بقاء او دوام ټول مقامات ئې له لاسه وركړي. اوباما غواړي چي تر 2016 پوري ټول امريكايي ځواكونه وباسي، د مسكو هڅه او خوښه دا ده چي امريكا څه موده نوره هم د افغانستان په جگړي كي ښكېل پاته شي او د امريكايي ځواكونو وتل وځنډېږي، له دې حالت كولى شي د اوكراين او سوريې د پېښو په څېر قضاياوو كي ترې استفاده وكړي. د شمال په ځينو وروستيو پېښو كي د روسانو او په مسكو پوري د تړلو ډلو لاس دئ، دغو پېښو هم په واشنگټن كي دا مفكوره تقويه كړه چي د ځواكونو په ايستلو كي عجله ونه كړي او هم د برلين په څېر ځينو اروپايي پلازمېنو كي. خو كه امريكا او مؤتلفين ئې دا غلطي وكړي نو د مسكو د خوښي كار به ئې كړى وي. 

پوښتنه: ستاسو په نظر د داکتر اشرف غني او حامد کرزي سياسي موقف د بهرنيو ځواکونو په حضور کې څه دی؟

ځواب: د بهرنيو ځواكونو د حضور په اړه د كرزي او اشرف غني تر منځ هيڅ توپير نشته.

پوښتنه: پاکستان له دری لسیزو ډیر افغان مهاجرینو ته د پناه ځای ور کړی خو دې سره سره د دې دوه هیوادو په منځ کي روابط هیڅ کله له تنش او نزاع څخه بیل نه وو، مګر د طالبانو د لنډې مودې په وخت کې ولی داسی نه وو؟

څوک نه غواړي چي دوه اړخیزه متقابل اړیکې موجود وي؟

ځواب: د دې وجوهات دا دي: 1- امريكا د افغانستان له اشغال وروسته هغو ډلو ته اقتدار وسپارو چي د پاكستان په رقيبانو پوري تړلې دي، 2- امريكا د اشغال د توجيه لپاره دا ضروري گڼي چي افغانانو ته يو داسي نامرئي دښمن انځور كړي چي له كبله ئې امريكا ته د دوست او مدافع په سترگه وگوري او د امريكايي ځواكونو حضور يوه اړتيا وگڼي. 3- نن د افغانستان اكثر صوتي او تصويري رسنۍ او مطبوعات د پاكستان په ضد پراخ او مسلسل تبليغات كوي او هغه د ستر او اساسي دښمن په توگه معرفي كوي، دا رسنۍ يا مخامخ د امريكايانو په لاس جوړي شوې، اداره، توجيه او تمويل ئې د دوى په لاس كي دئ، يا هغو رامنځته كړې چي د افغانستان په اشغال كي ئې د امريكا ملگرتيا كړې او له پاكستان سره رقابت لري. 4- پاكستان د خپلو غلطيو سزا گوري، مجددي، رباني، كرزى يا په پاكستان كي د جمهورو رئيسانو په توگه غوره شوي او يا د پاكستان له لاري او د پاكستان په مرسته تر ارگ رسېدلي، سره له دې چي هغوى د پاكستان د دښمنانو ملگري ول!!

پوښتنه: آیا تاسو د اشرف غني نوی ادعا سره توافق لرئ چي د جنګ پیغام پاکستان څخه راځي؟

ځواب: د جنگ د دوام پيغامونه له واشنگټن اورېدل كېږي او پرېكړه ئې هم هلته كېږي. د جگړي اصلي عامل د بهرنيو ځواكونو حضور او د دې ځواكونو په لاس تپل شوى حكومت دئ، د دې ځواكونو او د دې حكومت په شتون كي هيڅ ځواك له هيڅ لاري نشي كولى صلح تأمين كړي، امريكا د اته څلوېښتو هېوادو په عملي ملگرتيا سره او په يو نيم لك مسلح ځواك سره ونه توانېده د خپلي خوښي امنيت او صلح تأمين كړي، په داسي حال كي چي زموږ گاونډيو د پاكستان او ايران په شمول په پراخه پيمانه د هغوى ملگرتيا كوله، تر ټولو زياته او فعاله ملگرتيا پاكستان!! كه د پاكستان او ايران ملگرتيا نه وى نو امريكايى ځواكونو نه افغانستان په دومره آسانۍ سره نيولى شو او نه تر نن پوري پاته كېدلى شو.

پوښتنه: دواړه هېوادونه د ښه ګاونډیتوب لپاره باید څه وکړي؟ څوک باید اول قدم د دی مقصد لپاره او څنګه واخلي؟

ځواب: د امريكايي ځواكونو د حضور او د كابل د اوسني حكومت د شتون په صورت كي نه كابل داسي څه كولى شي چي د دواړو هېوادو اړيكي ښې شي او نه اسلام آباد.

پوښتنه: تاسو څنګه ارزوئ د طالبانو او افغانستان حکومت نمایندګانو خبری اتری چی په مري کي تر سره شوې؟ د دې غونډې نتيجه څنگه ارزيابي کوئ؟

ځواب: مذاكرات په هغه صورت كي گټور ثابتېدى شي چي د لوريو تركيب ئې جامع او صحيح وي او اجندا ئې عملي او پر واقعيتونو ولاړه، كه نه نو نتيجه به ئې همغسي وي لكه تر نن پوري د مخكنيو مذاكراتو. د بن بد مذاكرات او بدي پايلي ئې د ناكامو او ناسمو مذاكراتو يوه څرگنده بېلگه ده. زموږ له نظره د مذاكراتو لپاره يوه جامع طرح داسي كېدى شي:

• د پرديو له وساطت او وصايت پرته د بين الافغاني تفاهم له لاري د بحران حل لټول.

• ټول بايد دا د يوه مسلم حقيقت په توگه ومني چي د بهرنيو ځواكونو حضور د جنگ له دوام پرته بله معنى او نتيجه نه لري.

• له دې سره توافق وكړو چي بهرني ځواكونه دي د 2015 تر پاى پوري په بشپړه توگه ووځي.

• امنيتي ځواكونه دي په اوسني حال او تركيب پاته شي، د هر يوه (اردو، پوليس او ملي امنيت) لپاره دي داسي مقتدره او باصلاحيته مشرتابه شورى جوړه شي چي دې ځواكونو ته ملي بڼه وركړي، د كومي ډلي، قوم او سمت په گټه ونه كارول شي، په بشپړه توگه د دولت تر سيطرې او ادارې لاندي وي، په مشرتابه شورى كي ئې داسي څوك نه وي چي د يوې ډلي په گټه او د بلي په ضد جنگېدلى وي. قومي تناسب په كي مراعات شي، هغه كسان بايد له حساسو امنيتي موقعيتونو لري شي چي هم ئې په جنگ كي د روسانو ملگرتيا كړې او هم د ناټو او اوس هم د ناټو د حضور دوام غواړي.

• جگړه په ټول هېواد كي متوقفه شي، كه څوك د پرديو په لمسون د جگړي د دوام تكل كوي نو ټول په گډه د هغه د اقناع هڅه وكړو او له جگړي لاس اخيستو ته ئې چمتو كړو، كه قانع نشو نو ټول ملت په گډه د هغه خلاف ودرېږي.

• په حكومت كي داسي تبديلي راشي چي ټولو ته د منلو وړ شي، د دولت حاكميت بايد پر ټول هېواد تأمين شي. په هيڅ ولايت كي بايد شخصي، غيردولتي او حزبي واكمني نه وي، د هيڅ ولايت والي، امنيه قومندان، د اردو د قطعاتو قومندانان او د ملي امنيت د رياست مسئول بايد د اړوند ولايت استوگن نه وي.

• په 2016 كال كي دي عادلانه او شفاف انتخابات ترسره شي، دا انتخابات بايد د جمهوري رياست، ولسي جرگې او ولايتي شوراگانو لپاره يو ځل او هممهال او د متناسب تمثيل پر بنسټ وي، رأيه بايد احزابو او د دوى له لوري اعلان شوي نوم لړ او تگلاري ته وركړى شي، د انتخاباتو اوسنۍ طريقه ډېره ناسمه، ستونزمنه، غيرعادلانه او نامعقوله ده، نه د افغانستان له شرائطو سره سمون خوري او نه ئې موږ له ملاماتوونكو مصارفو وتلى شو.

• د دوه يا دريو مقتدرو او ملت شمولو احزابو رامنځته كېدا د يوه هدف په توگه وټاكو، د احزابو تعدد، په ځانگړې توگه د وړو وړو محلي او قومي ډلو شتون؛ تشتت او تشنج رامنځته كوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي، قومي او ژبني تعصبات راولاړوي. واړه احزاب دي سره متحد شي او لوى حزب دي جوړ كړي، يا دي متحده انتخاباتي مجموعه جوړه كړي، يا دي په كوم لوى ملت شمول حزب كي مدغم شي.

• هغه ډله او مجموعه به حكومت جوړوي چي د افغانانو د اكثريت رأيه ترلاسه كړي، د ائتلافي حكومت جوړېدا به نه شرط وي او نه به ئې كومه ډله غوښتنه كوي، ټول افغانان به دا حكومت مني او له هر ډول ناجائز مخالفت به ئې ډډه كوي.

• په راتلونكو انتخاباتو كي به هغه ډلي د مستقل حزب په توگه د برخي اخيستو حق نه لري چي په دې انتخاباتو كي تر 10% لږ رأيي ترلاسه كړي.

• هر افغان بايد مكلف شي چي په فوځ كي لږ تر لږه يو كال خدمت وكړي، فوځ بايد له دې لاري د افرادو له پلوه اكمال شي، موږ نه دومره امكانات لرو چي درې نيم لكه اجير فوځ ولرو او نه دا د هېواد لپاره گټور سيستم كېدى شي. دښمنان د دې لپاره داسي فوځ موږ ته خوښوي چي غواړي د افغان فوځ اكمال هم د دوى په واك كي وي او سوق او اداره ئې هم، او د خپلو موخو لپاره ئې وجنگوي.

• كوم مصارف چي موږ پريوه لوى اجير فوځ كوو دا بايد د هېواد په ودانولو، د بندونو او نهرونو په جوړولو، د شاړو زمكو په سمسورولو او د معادنو پر استخراج وكړو او خلكو ته گټور توليدي كارونه رامنځته كړو. يو څه موده د ټانكونو او جنگي جهازونو پر ځاى بلدوزري وار كړو، دا ځكه چي موږ له كوم گاونډي سره په جگړي كي ښكېل نه يو!! د امنيتي ځواكونو كلنى لگښت څلورنيم مليارډه ډالر اټكل شوى، په همدې مبلغ د كونړ، كوكچې او هلمند سندونو په څېر ستر ستر سيندونه مهارولى او تر يو مليون جريب زياته زمكه خړوبولى او د كرني لپاره چمتو كولى شو او له دې لاري د سلگونو زرو كورنيو مالي او اقتصادي ستونزي حلولى شو. 

• بايد صوتي او تصويري رسنۍ، د مخابراتو شبكې، شخصي ښارگوټي، شخصي زندانونه، شخصي وسله وال ځواكونه، خصوصي امنيتي شركتونه، NGO گاني او دې ته ورته چاري او ادارې د بهرنيو له اغېز آزادي او په بشپړه توگه په دولت پوري وتړل شي، په ټولو تعليمي مؤسساتو كي بايد د دولت له لوري وضع شوى واحد تعليمي نصاب پلي شي، هيڅ هېواد ته اجازه ورنه كړى شي چي د افغانستان په كورنيو چارو كي لاسوهني وكړي، مستقلي ادارې او مزدوري رسنۍ ولري، د افغان ولس د دين، مذهب، كلتور او گټو خلاف تبليغات وكړي، قومي او ژبني تعصبات راوپاروي او قومونه سره وجنگوي.

پوښتنه: څوک د طالبانو ریاست کوي، ملا منصور که د ملا عمر زوی یعقوب؟

ځواب: هغه به د دوى امير وي چي پيسې او وسلې ئې په واك كي وي. كه څه هم ملا اختر محمد منصور د ځينو طالبانو له لوري د ملامحمد عمر په وژني تورن دئ.

پوښتنه: تاسو کله د ملاعمر په  مړینی پوه شوئ؟ چیرته او هغه کله مړ شو؟

ځواب: ملا محمد عمر نږدې درې كاله وړاندي په مرموزه توگه وفات يا وژل شوى او په نامعلوم ځاى كي دفن شوى، په داسي حال كي چي نه ئې د كورنۍ غړي پرې خبر شوي او نه د طالبانو مهم غړي.

پوښتنه: مطبوعات وایي چي حزب اسلامي د اسلامي دولت (داعش) حمایت کوي؟ آیا دا ریښتیا ده؟ آيا ستاسو د تنظیم او داسلامي دولت (ISIS) په مابین کي کوم يووالى شته؟ په داسي حال کي چي ټول اسلامي هېوادونه په قوت سره د اسلامي دولت مخالفت کوي، تاسو سره به څه توجیه وي چي هغوی ته لاس ورکړئ؟

ځواب: حزب اسلامي نه له اسلامي دولت(isis)سره كوم ارتباط لري، نه كومه معاهده او نه ئې د دې ډلي په حمايت كي كومه اعلاميه خپره كړې، البته دا ئې ويلي چي القاعده او اسلامي دولت په فلسطين، عراق، سوريې او نورو هېوادو كي د تجاوز، تېري او ظلم په وړاندي يو طبيعي عكس العمل دئ. دا عكس العمل پرون د القاعده په نامه راڅرگند شو، ورپسې د اسلامي دولت په بڼي كي او كه احياناً دا دواړه وځپل شي په بل او بل نامه به سر رااوچتوي.

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

حكمتيار



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2017