تفصیل | شهادت 

20th January, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د محترم حکمتیار صاحب پیغام د نبوی مسجد چاودنی په هکله

حكمتيار

2016-07-06

نبوي مسجد كي چاودنه د ارتداد انتهاءد نړۍ دوهم ستر او سپېڅلي جومات كي چاودنه وشوه؛ هغه جومات كي چي بنسټ ئې د رسول الله صلى الله عليه و سلم او د ده د صحابه وو په مباركو لاسونو اېښودل شوى، او قرآن ئې داسي ستاينه كوي: "لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ: هغه جومات چي بنسټ ئې له لومړۍ ورځي پر تقوى ودرېدلى ډېر غوره دئ چي په هغه كي په لمانځه ودرېږې "، " أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللّهِ وَرِضْوَانٍ "بنسټ ئې پر الهى تقوى او رضاء ودرولى"، په همدې سپېڅلي جومات كي په داسي حال كي چاودنه وشوه چي خلك د ماښام لمانځه ته ودرېدلي وو!! او دا هغه خلك وو چي ډېرى ئې د نړۍ له گوټ گوټ د عمرې لپاره راغلي وو!! څوك چي پر خداى او پيغمبر ايمان لري؛ كله چي دې جومات ته ننوځي نو وېښتان ئې ځيږ شي، داسي هيبت وهلى شي چي په لوړ غږ خبري ورته بې ادبي برېښي، دا ئې په خيال كي گرځي چي زه اوس پر هغه ځاى گام ږدم چي رسول الله صلى عليه او سلم او صحابه وو ئې گامونه پرې ايښي، چي سجده كوي داسي انگېري چي دلته يو وخت زما خوږ پيغمبر او د ده يارانو سجدې كړې، زه او زما پلار نيكه د همدغو د قربانيو او جهادونو په طفيل د اسلام له ستر نعمت برخمن شوي يو، كه دوى نه وى نو موږ به يا د بتانو په وړاندي سجدې كولې او يا د طاغوتانو په وړاندي، نه به مو خداى سم پېژندو او نه حلال او حرام. آيا ممكنه ده چي يو مسلمان چي په زړہ كي ئې يوه ذره ايمان وي، او حتى يو انسان چي په سينه كي ئې د انسان زړہ وي، په داسي سپېځلي ځاى او داسي وخت كي به چاودني ته زړہ ښه كړي؟!! نودا به كوم وحشي، بې رحمه او ځناور صفته انسان وو چي دا كار ئې كړى؟!! هرڅوك به دې پوښتني ته ځانته ځانته ځواب لري؛ څوك به ئې د اسلام د هغو بهرنيو دښمنانو كار گڼي چي غواړي اسلامي امت په خپلو منځونو كي سره وجنگوي، څوك به ئې د تل ابيب او څوك به ئې د تهران كار گڼي، څوك به ئې داعش ته منسوبوي او څوك د يمن حوثيانو او د دوى سعودي شيعه ملگرو ته!! خو واضح او رښتينى ځواب ئې دا دئ: دا د هغه چا كار دئ چي ايمان نه لري، د خداى، اسلام او مسلمانانو دښمن دئ، د هغه چا كار دئ چي په عراق كي مسلمانان وژني او جوماتونه ئې ورانوي، په سوريه كي سنيان وژني او كورونه او جوماتونه ئې ورانوي، د افغانستان او پاكستان په جوماتونو كي چاودني كوي، دا د كورني دښمن په لاس خو د بهرني دښمن په اشاره ترسره شوى، او تاسو هغه كورنى دښمن ښه پېژنئ چي تل، د تاريخ په اوږدو كي او د خپلي زېږد له لومړۍ ورځي تر نن پوري؛ له بهرني دښمن سره يو ځاى شوى او مسلمانان ئې له شا په خنجر وهلي، همغه چي په افغانستان، عراق او سوريه كي د امريكايانو او روسانو تر قومندې لاندي له مسلمانانو سره جنگېږي.    حكمتيار



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th January, 2017