تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت د حزب اسلامی افغانستان امیر محترم مجاهد ورور حکمتيار پیغام

حکمتیار

2016-09-11

بسم الله الرحمن الرحيم

وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا * الطلاق: ۳   

او چا چي پر الله توكل وكړ نو هغه ورته كافي دئ، يقيناً چي الله خپل كار ته رسېدونكى دئ او بې شكه چي الله د هر څه لپاره يوه نېټه او اندازه ټاكلې.

گرانو هېوادوالو!

وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د لوى اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى زموږ هېواد تل آزاد، خپلواك او سرلوړى ولري، زمونږ مظلوم او دردېدلى ولس د جگړو او بې امنيو له روان دردناك حالت وژغوري، او دا سعادت راپه برخه كړي چي راتلونكي اخترونه په خپلواك، آزاد او له بشپړ امن برخمن افغانستان كي او په داسي حال كي ولمانځو چي د هېواد په گوټ گوټ كي د اسلام پرتمين بيرغ رپانده وي، ټول بهرني ځواكونه وتلي وي، جگړە د تل لپاره پاى ته رسېدلې وي، بشپړە سوله تأمين شوې وي، وسله والو رقابتونو خپل ځاى سالم او رغنده سياسي رقابتونو ته پرېښى وي، د اقتدار ترلاسه كولو او له يوه بل ته د انتقال په بهير كي ئې نه يوه مرمۍ وويشتل شى او نه يو څاڅكى وينه توى شي، ټول افغان ولس ته د منلو وړ نظام ولرو، موازى حكومتونه، د اقتدار مستقلي جزېرې، د سياسي ډلو او دولتي چارواكو تر منځ د لانجو او شخړو پر ځاى د يووالي، گډ كار او خپل ولس ته د صادقانه خدمت د مضبوطي جذبې او هوډ شاهد وو. د نظام په هري برخي كي واك د هغه چا لاس كي وي چي اسلام او خپل ولس ته ژمن وي، له الله تعالى وېرېږي او پر مظلومانو ترحم لري.

وروڼو خويندو!

له دې فرصت په استفادې سره د هېواد د مهمو قضاياوو په اړە څو عرائض لرم:

د حزب اسلامي او دولت تر منځ له نږدې دوو كلونو مسلسلو او سختو مذاكراتو وروسته؛ پر يوې مهمي معاهدې توافق وشو، پرېكړە دا وه چي تر اختر وړاندي د جمعې په ورځ لاسليك او اعلان شي، خو په آخري شېبو كي دولت يو ځل بيا د داخلي ستونزي له كبله دې ته اړ شو چي لاسليك وځنډوي.

د دې مذاكراتو يوه څرگنده او ځلانده ځانگړتيا دا وه چي د پرديو له وساطت او وصايت پرته او په خپله د افغانانو تر منځ ترسره شول، د دواړو لوريو ترمنځ په يوې جامع معاهدې توافق وشو، ذيدخلو بهرنيو لوريو هم د هغې د تأييد او حمايت ژمنه وكړە. باور لرم چي د معاهدې په پلي كېدو سره به د هېواد روان بحران پاى ته ورسېږي. دواړو خواوو تعهد كړى چي د معاهدې ټولو موادو ته به بشپړ درناوى لري او په صادقانه او مخلصانه توگه به هغې ته التزام لري. هيله ده د ټولو مادو تطبيق ئې د اعلان له ورځي او له ځنډ پرته عملاً پيل شي، هر لورى پر خپلو ژمنو عمل وكړي او خپل مسئوليتونه اداء كړي.

هيله دا ده چي دولت به وتوانېږي له ژمني سره سم معاهده لاسليك كړي، كه داسي وشول نو زه ټول افغان ولس، افغاني ډلو او شخصيتونو ته بلنه وركوم چي د دې معاهدې ملا تړ وكړي، د دولت له ټولو مخالفينو غواړو چي له دې بهير سره يو ځاى شي، خپل اهداف له سوله ييزي لاري تعقيب كړي، كه دا اهداف د پاته بهرنيو ځواكونو وتل وي، كه د اوسني حكومت پر ځاى بل حكومت جوړول او كه د اسلام پلي كېدا او د عدالت تأمين. په اوسنۍ بڼي كي د جنگ دوام د افغانانو په گټه نه دئ، د افغانانو د كورنيو او بهرنيو دښمنانو په گټه دئ، نور نو په جنگ كي يوازي افغانان وژل كېږي او د افغانانو وطن ورانېږي.

د دې معاهدې اصلي اهداف دا دي چي جگړە او عوامل ئې په بشپړە توگه او د تل لپاره له منځه ولاړ شي، افغانان خپلي ستونزي په خپله او د پرديو له وساطت او وصايت پرته حل كړي. خپلواك، سرلوړى، متحد او آباد افغانستان، د ملي وحدت استحكام او په هېواد كي ټولو ديني او ملي ارزښتونو ته بشپړ درناوى او التزام د ټولو گډ اهداف او د دې معاهدې اساسي برخي دي، راشئ دې سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لپاره يو بل ته لاس وركړو او په گډە كار وكړو.

دا معاهده بايد ډېر وړاندي اعلان او لاسليك شوې وى، خو ځيني خاص عوامل د ځنډ او تأخير باعث شول، يو ئې د پاته بهرنيو ځواكونو د وتلو څرنگوالى وو، اوس هيئتونو پر دې توافق كړى چي دواړە مشران به په خپلي لومړۍ ليدني كي د بهرنيو ځواكونو د وتلو د څرنگوالي په اړە بحث او تفاهم كوي.

حزب اسلامي د هر يرغل په وړاندي مقاومت كړى، تل د آزادۍ په جنگ كي د خپل ولس په څنگ كي ودرېدلى او تر هغه ئې جهاد ته ادامه وركړې چي وسله وال مقاومت ئې يوازينۍ لار موندلې، د يرغلگرو او جنگ غوښتونكو په وړاندي ئې د مقاومت لار غوره كړې او د سولي پيغام ته ئې تل مثبت ځواب ويلى او مذاكرات ئې پيل كړي. دا ځكه چي اسلام هم د جنگ په اړە موږ ته لارښوونه كړې هم د صلحي په اړە، پيغمبر عليه السلام هم جنگ كړى هم سوله، حزب اسلامي غواړي د خپلي مبارزې په هري برخي او هر پړاو كي د اسلامي لارښوونو مطابق عمل وكړي، د سولي په ډگر كي همغسي مخكښ وي لكه چي د جهاد په ډگر كي مخكښ وو. وروستي مذاكرات ئې هغه مهال پيل كړل چي د بهرنيو ځواكونو تر نوي سلني زيات ووتل، د پاته ځواكونو په اړە هم د متحده ايالاتو جمهور رئيس اوباما اعلان وكړ چي د 2016 كال له پاى وروسته به هيڅ امريكايي جنگيالى په افغانستان كي پاته نه وي. زموږ هيله، غوښتنه او انتظار همدا وو، خو متأسفانه ځيني كورني او بهرني عوامل د دې باعث شول چي د سپيني ماڼۍ دا ژمنه او د افغان ولس دا هيله ترسره نشي. كاش د بهرنيو ځواكونو د حضور ټولو مخالفينو (مجاهدينو او طالبانو) دې ته ترجيح وركړې وى چي د بهرنيو ځواكونو د حضور او پاته كېدا هره پلمه او بهانه له منځه تللې وى، او د دې ځواكونو له وتلو وروسته افغانانو پاته ټولي ستونزي د صادقانه او مخلصانه مذاكراتو له لاري حل كړې وى.

زه پر ټولو افغانانو ږغ كوم چي راشئ همدا لار غوره كړو، د بين الافغاني مذاكراتو له لاري د ستونزو د حلولو او خپلو سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لار. د پوستو او ولسواليو لاس په لاس كېدا او د دا راز جگړو د هري پېښي په ترڅ كي د سلگونو بې گناه افغانانو مرگ ژوبله؛ نه له عقلي پلوه معقوله تگلاره ده او نه له شرعي پلوه جائز عمل. راشئ بين الافغاني مذاكرات لږ تر لږە د څو اونيو لپاره وآزمويو، په جگړي كي ښكېل لوري په موقت اوربند توافق وكړي، د حسن نيت ثابتولو لپاره داسي څه وكړي چي يو پر بل اعتماد رامنځته كړي، طالبان او د رژيم نور مخالفين دي په دې مذاكراتو كي په زړە ورتيا او جرأت سره برخه واخلي، خپلي ټولي شرعي غوښتني دي وړاندي كړي، دا اطمئنان دي ولري چي حزب اسلامي به ئې په ټولو معقولو غوښتنو كي ملاتړ كوي، كه خبري په مثبت لوري مخكي ولاړې او دا طمع راپيدا شوه چي خپل اهداف له دې لاري ترلاسه كولى شو، نو آيا غوره نه ده چي همدې خبرو ته تر هغه دوام وركړو چي ټولي ستونزي حل شي؟ كه ئې نتيجه نه درلوده نو هيڅوك موږ له خپل جهاد او وسله وال مقاومت نشي منع كولى. زه به له دولت وغواړم چي په دې اړە تر مقابل لوري وړاندي خپل اخلاص او نېك نيت ثابت كړي، د طالبانو ځيني مهم بنديان له هر راز قيد او شرط پرته او زما د غوښتني په خاطر آزاد كړي.

لكه څنگه چي د سپېڅلو اهدافو لپاره جنگ لوړ همت، مضبوط ايمان او رغنده تگلاره غواړي او له دې پرته د جنگ له لاري سپېڅلو اهدافو ته رسېدا ممكنه نه ده، همداسي عادلانه سولي ته رسېدل د لوړ همت، جرأت، هوښيارتيا او د جنگياليو يووالي تقاضاء كوي، سوله كه تر جنگ گران كار نه وي نو آسان خو هيڅكله نه دئ، رسول الله صلى الله عليه و سلم د جنگ په ارتبط هيڅكله د خپلو رښتينو يارانو له معمولي مخالفت سره هم نه دئ مخامخ شوى، تل ئې له هغوى دا ځواب اورېدلى: كه د روم او فارس په څېر سترو سترو ځواكونو سره د جنگ امر وكړې چمتو يو، كه سمندر ته هم ودانگې درسره يو، خو كله چي هغه له قريشو سره د سولې معاهده لاسليك كړە نو د همدغو رښتينو يارانو د غوڅ اكثريت له عدم رضايت او حتى خفگان سره مخامخ شو، دومره چي كله ئې هغوى ته له احرام د وتلو وينا وكړە هيڅوك له خپل ځاى ونه خوځېدو، حتى د عمر رضى الله عنه په څېر ستر او هوښيار شخصيت هم قانع نه وو.

د افغانستان هغو گاونډيو ته چي د جنگ پر دوام پانگوني كوي؛ وايم: له دې لاري هيڅكله نشئ كولى خپلو ناولو او غيرانساني موخو ته ورسېږئ، د دې جنگ اور به ژر او يا لږ وروسته حتماً ستاسو لمن هم ونيسي. د افغانانو له ځورولو او وژلو او د افغانستان له ورانولو لاس واخلئ. خپلي گټي د افغانستان د جنگ له دوام سره مه غوټه كوئ، زموږ له وران او جنگ ځپلي هېواد د خپلو سياسي، نظامي او اقتصادي رقابتونو دائمي ډگر مه جوړوئ، خپلي جگړي افغانستان ته مه راانتقالوئ، افغانان د كور دننه يو د بل په خلاف مه جنگوئ، سوريې، عراق او نورو هېوادو ته ئې د جنگ لپاره مه لېږئ. افغانان پرېږدئ چي خپلي وراني جونگړي بيا جوړي كړي او پر خپلو پرهارونو پټۍ ولگوي.

جنگ غوښتونكي زور واكان او د دوى بهرني حاميان بايد پوه شوي وي چي غلطه او شيطاني تگلاره ئې غوره كړې، له دې لاري خپلو بدمرغو او شيطاني موخو ته نشي رسېدلى، دا وضعيت نور دوام نشي كولى، دوى د وضعيت له مهارولو عاجز دي، د دوى غلطه تگلاره د نظام د مزيد شړېدو او په پاى كي په نسكورېدو منتج كېږي، تېرو خونړيو تجربو وښوده چي يوازي د صادقانه بين الافغاني تفاهم او روغي جوړي له لاري كولى شو بحران حل كړو، هيڅ هوښيار سياستوال او پوه جنرال په داسي تگلاري اصرار او ټينگار نه كوي چي په پنځلسو كلونو كي هيڅ مثبته نتيجه ترلاسه نه كړي، له مرگ، ژوبلي، ورانيو، تابوتونو، نه جبرانېدونكو مالي او ځاني تلفاتو او لگښتونو پرته بله نتيجه ونه لري. بهرني ځواكونه افغانان وژلى شي خو ايل كولى ئې نشي، جنگ اوږدولى شي خو گټلى ئې نشي، يو وړوكى منفور او د ملت له لورى رټل شوى ټولگى د لنډي مودې لپاره د قدرت پر گدۍ كښېنوولى شي خو د تل لپاره ئې هيڅكله په قدرت كي نشي ساتلى.

پر پرديو ځواكونو متكي ډلي د خپل ولس او هېواد دښمنان دي؛ نه د ملت او يا د كوم قوم خواخوږي او دوستان، څوك چي په هېواد كي صلح او امنيت غواړي تر هر څه وړاندي بايد د بهرنيو ځواكونو د بشپړ وتلو او د افغانستان په كورنيو چارو كي د پرديو د هرراز مداخلې مخالفت وكړي، نه دا چي يوه مداخله په څلورو كتابونو جائز وگڼي او بله ناروا!! هغه چي بهرنيو ځواكونو ته ئې پر افغانستان د بريد بلنه وركړې، له هغوى سره يو ځاى شوي او د خپل ولس په خلاف جنگېدلي، دوى دي خپله تگلاره او ليد لورى تصحيح او خپله ستره گناه او غلطي جبران كړي. هغه چي اوس هم د جنگ ډولونه وهي؛ هغه هم د تلويزيوني كامرو مخي ته، په خپلو شيشه يي ماڼيو كي، او په داسي حال كي چي دوى د زغروالو گاډو په قطارونو كي له كور دفتر او له دفتر كور ته درومي او كورنۍ ئې په بهر كي اوسي، دا دروغجن او ټگمار جنگيالي د هيچا او د هيڅ قوم او توكم دوستان نه دي، د پرديو نوكران او د شيطان دوستان دي.

په حكومت كي بايد داسي تبديلي راشي چي ټولو ته د منلو وړ شي، حكومت د ټول ولس ممثل او د ټولو افغانانو په خدمت كي وي، د دولت حاكميت بايد پر ټول هېواد تأمين شي. په هيڅ ولايت كي بايد شخصي، غيردولتي او حزبي واكمني نه وي.

كه د سولي معاهده لاسليك او اعلان شوه نو زه به پر ټولو سر لوړو او پتمنو مهاجرينو ږغ كوم چي خپل هېواد ته د راستنېدو لپاره چمتو شئ، تاسو د هېواد د آزادۍ په اوږده جنگ كي ډېري قربانۍ وركړې، په حقيقت كي د جهاد بنسټ تاسو اېښى او تاسو ئې بري ته رسولى شئ، نږدې څلور لسيزي مو په سختو كړاوونو كي تېر كړل، نه د كړاوونو له كبله له خپل ايماني هوډ واوښتئ او نه زور او زياتي ته تسليم شوئ. ستاسو عزم، لوړ همت او صبر ته سلام كوم. دولت مكلف دئ ستاسو د راستنېدو او په امن سيمو كي د ځاى په ځاى كېدو لپاره جدي او فوري اقدامات وكړي او ټول لازم او ممكن تسهيلات برابر كړي. په ايران او پاكستان كي د مهاجرينو د ځورولو او په زور ايستلو لړۍ بايد ژر تر ژره بنده شي، مهاجرين نه غواړي په پرديو هېوادو كي پاته شي، هجرت ته اړ شوي او د مجبوريت له كبله په بهر كي پاته دي، دولت دي په بهر كي د مهاجرينو له حيثيت او انساني حقوقو دفاع وكړي او د هېواد په امن سيمو كي د دوى د استوگني انتظام وكړي.

لكه څنگه چي اسلام زموږ دين دئ همداراز افغانيت زموږ ملي هويت دئ، موږ ټول مسلمانان او افغانان يو، دا دواړە زموږ د يووالي د ماڼۍ دوه اساسي ستني دي، څوك چي له دې دواړو سره اختلاف لري هغه د ملت د يووالي دښمنان دي او ژبه ئې د پرديو په اشاره خوځي. راشئ د افغانانو تر منځ د بيلتون، نفرت او تعصب ټول دېوالونه ونړوو، د قومي او ژبني تعصب پردې څيرې کړو، په لمانځه جهاد او سياست کي سره يو شو، له شخص پالني خدای پالني ته، له مذهب پالني دين پالني ته، په فروعاتو له تركيز پر اصولو تركيز ته او له مسلمانانو سره له دښمنۍ د اسلام او هېواد له دښمنانو سره دښمنۍ ته لاړ شو. هغه پښتون چي تاجك خپل ورور نه گڼي ناپوه دئ، او هغه غير پښتون چي پښتون ته دښمن په سترگه گوري كمعقل دئ او د دښمنانو له لوري دوكه شوى. په افغانستان كي مېشت ټول قومونه د يوه ملت او يوې ستري كورنۍ غړي دي، اسلام له دوى يو ملت جوړ كړى، راشئ دا د يووالي مضبوطه رسۍ په خپلو منگولو كي كلكه ونيسو او هر هغه څوك د افغانانو نه پخلا كېدونكى دښمن وگڼو چي دا رسۍ شلوي.

ټولو افغانانو مخصوصاً هغو ته چي د هېواد خپلواكي، د جگړي پاى، د تلپاته صلحي او امنيت تأمين او په خپلواك افغانستان كي د ولس د خوښي اسلامي حكومت غواړي بلنه وركوو چي راشئ له دې بحران د هېواد د ايستلو لپاره يو بل ته د ورورۍ لاس وركړو، جنگ او سوله مو بايد په گډە وي، جنگ له جنگ غوښتونكو سره او سوله او وروري په خپلو منځونو كي. افغانستان د ټولو وروڼو قومونو گډ كور وگڼو، د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو، داسي سرلوړى او خپلواك افغانستان جوړ كړو چي د نړۍ هيڅ ځواك هغه ته په كږو او خيرنو سترگو د كتلو جسارت ونه كړي، له نورو سره د سيالۍ جوگه وي او هيچا ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي. د داسي ورځي د رارسېدو په هيله.

سرلوړي او بريالي دي وي افغانان

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

حكمتيار

لوى اختر1395



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017