تفصیل | شهادت 

22nd May, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اعلامیه ـ کابل ته په راتګ کې نه له کوم هیواد ویزه غواړو او نه يې موافقې ته انتظار کوو

شهادت

2017-01-04

که دولت او چارواکي ئې؛ په ځانګړي توګه جمهور رئیس؛ د حزب اسلامی او دولت ترمنځ معاهدې ته درناوی او التزام ولري او تطبیق ته يې ژمن وي نو د حزب اسلامی مشر چمتو دی له ځنډ پرته کابل ته راشي، نه د تعذیراتو عدم الغاء کوم مهم خنډ ګڼي او نه د چا له تور لیست د حزب اسلامی د غړو د نومونو حذفولو ته انتظار کوي، حزب یواځې دا غواړي چې د مشر تر راتګ وړاندې باید د حزب زندانیان آزاد او مهاجرینو د اسکان لړۍ عملاً پیل شي.

هغه هیوادونه چې د تعذیراتو او تورلیست د الغاء په اړه ملاحظات او اندېښنې لري؛ هغوی ته وایو:

افغانستان یواځې او فقط د افغانانو دی، او سوله په دوی پورې اړه لري، هیڅ بهرنی هیواد دا حق نه لري چې د افغانانو د خپل منځي توافق مخالفت وکړي او د سولې په وړاند خنډونه لا ولاړ کړي. یواځې هغه څوک به مخالفت کوي چې د افغانستان په اړه بد نیت او جنګی عزائم لري. دوی په دې مخالفت سره خپل بد عزائم افشاء کوي.

دې ته په پام سره چې په دې وروستیو کې د فرانسې او روسيې په اړه په رسنیو کې دا تبلیغات خپاره شول چې دوی د تعذیراتو او تورلیست د الغاء په ارتباط ملاحظات لري، که څه هم دواړو هیوادونو لا تر اوسه خپل رسمي موقف نه دی څرګند کړی، هیله ده داسې نه وي، د سولې له بهیر سره مخالفت و نه کړي، پرېنږدي افغانان د دوی نومونه د داسې هیوادونو په فهرست کې ثبت کړي چې د جنګ دوام ته يې پر روغې جوړې ترجیح ورکړ.

ټول باید په دې پوه شوي وي چې له دې جنګ هيچاته ګټه نه رسيږي، نه يې امریکا ته ګټه رسيږې او نه يې فرانسې او روسيې ته، د افغانستان جګړه ځینو ته آسانه لنډ او ګټوره برېښېده، خو مولېدل چې نه د وارسا ستر پکت وګټله او نه ناټو، ډېرو په کې خپل سرونه وخوړل او ډېرو خپل آرمانونه ګور ته یووړل، بريژنف ګمان نه کولو چې افغانستان ته د فوځونو لېږل به د شوروي په زوال منتج شي، جورج بوش ګمان نه کولو چې پر افغانستان برید د امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې ناکامې جګړې کې ښکېل کړي. دواړه اټکلونه غلط وختل دا دئ ګورو چې د دې اور سپرغۍ تر شرقي اروپا، عراق او سوريې پورې ورسيدې، لا معلومه نه ده چې وروستۍ پايلې به يې څه وي!!! ځيني خو داسې انګېري چې که د جنګ غوښتنې جنون مهار نشي نو کېدی شي همدا جنګونه په دريیمې نړۍ وال جګړې واوړي، لومړۍ او دوهمه نړۍ واله جګړه هم له وړو وړو پېښو او داسې جګړو را منځته شوي چې آسانه او لنډه ګڼل کېړې.

حزب اسلامی افغانستان

۵ جدی ۱۳۹۵

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd May, 2017