تفصیل | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

فرانسه ولي د حزب اسلامي په اړە اندېښنې لري؟! ــ مؤمن دوست

مؤمن دوست

2017-01-04

فرانسه له بريتانيا وروسته د لكونو مسلمانانو د وينو پوروړې ده!!

د فرانسې حكومت د ملگرو ملتونو د امنيت شورى له لوري د حزب اسلامي پر مشر او ځينو غړو د لگېدلو بنديزونو د الغاء په اړە ناغېړي وښوده، دليل ئې دا وو چي په اوزبين كي د حزب اسلامي د مجاهدينو له لوري د يوه بريد په ترڅ كي لس فرانسوي عسكر وژل شوي او تر شل زيات ټپيان شوي وو!! همدا پېښه د دې باعث شوه چي د فرانسې حكومت له افغانستان د خپلو يرغلگرو سرپلورو د ايستلو پرېكړە وكړي، پېښي په فرانسې كي داسي توند ولسي اعتراض راوپاراوو چي حكومت ئې د خپلو ځواكونو د فوري ايستلو پرېكړي ته اړ كړ، له دې پېښي وروسته د حزب اسلامي مشر د فرانسې مشرانو ته د پارلمان د غړو په شمول يو اغېزمن ليك لېږلى وو او په هغه كي ئې ليكلي وو: د فرانسې حكومت د سپيني ماڼۍ په وينا خپل ځواكونه افغانستان ته ولېږل، ولي د امريكا د گټو لپاره جنگېږئ، ولي خپل زامن په دې بې گټي او ظالمانه جنگ كي د مرگ كومي ته لېږئ، له دې جگړي ستاسو حاصل څه دئ؟!! د دې او دې ته ورته دقيق او اغېزمن بريدونو خبر په رسنيو كي زيات او لكه څنگه چي لازم وو منعكس نشو، د حزب په اړە د اشغالگرانو سياست همدا وو چي په پېښو كي د حزب ونډە او اغېز مهم ونه ښيي او پر فعاليتونو ئې پرده واچوي، كه څه هم گوزار به ئې داسي وو لكه د اوزبين تاريخي عمليات!! داسي چي فرانسې ئې درد لا تر ننه نه دئ هېر كړى!!

فرانسه د استعمار او اشغالگرۍ تور او خونړى تاريخ لري، تر بريتانيا وروسته ئې په افريقا او آسيا كي زيات هېوادونه اشغال كړي او په خپلو مستعمراتو كي ئې په لكونو بې گناه انسانان وژلي، تونس، مراكش، موريتانيا، الجزائر، بنين، بوركينا فاسو، د عاج ساحل، گينيا، توغو، مالي، نيجر، سنگال، كاميرون، د مركزي افريقا جمهوريت، چاد، گابون، كانگو، د القمر جزائر، مدغاسگر، سوريه، لبنان، شمالي عراق، ويتنام، كمبوديا او لاوس د همدې ديموكراتي فرانسې په لاس اشغال شوي، په لسيزو لسيزو ئې تر اشغال لاندي ساتلي، د هغوى شتمنۍ ئې لوټلې، د هغوى مشران ئې وژلي، په هر يوه كي ئې په لكونو وگړي په خپلو وينو كي رغړولي.

صفويان د دوى په مټ پر ايران مسلط شول چي په زرگونو سني ايرانيان ئې ووژل او نور ئې د وسلې په زور د شيعه مذهب منلو ته اړ كړل!! نادرشاه افشار د فرانسوي توپونو او توپچيانو په مرسته وتوانېدو چي كندهار، كابل او ډهلى ونيسي، خميني د پاريس له لاري تهران ته ورسول شو او د ده په راوستو سره ئې يو ځل بيا د شيعه او سني بل جنگ پيل كړ چي لړۍ تر ننه روانه ده او په ترڅ كي ئې په لكونو مسلمانان ووژل شول، همدې فرانسې وغوښتل چي له مسعود يو چگوارا او د كورنيو جگړو يو تكړە لوبغاړى ترې جوړ كړي. له هغو چي عقل لري او د هېواد د پېښو له كورنيو او بهرنيو عواملو واقف دي پوهېږي استعماري ځواكونه ولي حزب اسلامي ته د اصلي او خطرناك دښمن په سترگه گوري، ولي طالبان سره له دې چي له نظامي لحاظه زيات مطرح دي او زيات تبليغات ورته كېږي؛ او دا ځكه چي د مالي او نظامي اكمال مراجع او منابع لري؛ خو سره له دې امريكا د دوى مشران په تور ليست كي نه نيسي، وايي: طالبان زموږ دښمنان نه دي، مشران ئې زموږ تر تعقيب لاندي نه دي، روسيه غواړي د دوى هغه غړي هم له تعزيراتو معاف شي چي محدوديتونه پرې وضع شوي، ... خو دا دئ گورئ چي فرانسه او روسيه د حزب په اړە څه دريځ لري!!

د طالبانو ځينو فيسبوكيانو د دې خبري په اورېدو سره ډېره خوښي څرگنده كړە او د حزب اسلامي غړو ته ئې پېغورونه وركړل چي فرانسې او روسيې پر حزب اسلامي او مشر ئې د تعزيراتو الغاء سره توافق نه دئ كړى!! او پر دې ئې د خپل گرېوان يوه بله تڼۍ هم خلاصه كړە چي روسانو وويل: د طالبانو ځيني مشران بايد له تور ليست وايستل شي!! او يوه خو ئې لا وليكل: له امريكا سره ملگرتيا جائز ده او له روسانو سره ناجائز!! جنابانو! آيا د كوم سپېره كار جواز لپاره ستاسو دليل او مجوز دا دئ چي بل دې ته ورته كار كړى؟!! خبره دا ده چي عالم او مولوي په جومات كي وژنئ، د مسلمان او مجاهد پر كور غلچكي بريدونه كوئ، ښځي او ماشومان وژنئ؛ همدا د اسلام، غيرت، مېړاني او افغانيت خلاف كار باندي شرم نه بلكي فخر كوئ او مسئوليت ئې د رسنيو له لاري پر غاړە اخلئ!! په دې هم نه شرمېږئ چي له امريكا غواړئ له تاسو سره خبري وكړي، له تور ليست مو نومونه وباسي او د قطر دفتر په رسميت وپېژني!! د روسانو د دې وينا قدرونه كوئ چي د طالبانو خلاف تعزيرات دي لغو شي!! يعني دا چي تاسو ته هر كار جائز دئ او نورو ته هغه كار هم ناجائز چي تاسو پرې فخر كوئ!!!



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017