تفصیل | شهادت 

23rd March, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

بې له سولې افغانستان له روان ناورين څخه نشې وتلې

.

2017-01-04

سوله زموږ ضرورت دى ؛ د سولې لپاره کمپاين او هلې ځلې د هر افغان ديني او ملي مسووليت دى.

موږ هر يو به خپله وسه کوو خو د متوقع نتايجو تر لاسه کولو لپاره بايد حکومت او وسلوال مخالفين خپل رول ادا کړي...

دا چې حکومت ډير مسول دى او د خلکوسترګې وراوړي بايد ډير اخلاص وښايي..

د دې لپاره چې د طالبان هم د سولې پروسې سره يو ځاې شي او د حزب اسلامي سره د سولې مثبت اثرات ملت وويني.

حکومت بايد زر تر زره د سولې توافقليک عملي کړي.

ولسمشر غني د هېواد د اساسي قانون له مخې د مهم ترين مقام خاوند دى ؛ نو په همدې اساس د ولسمشر  مسووليت د سولې پروسې په شمول په ټولو چارو کې تر بل هر چا زيات دى.

ولسمشر بايد هغه مادې چې د ده مستقيم صلاحيت په دايرهِ اختيار کې راځي ؛ زر تر زره عملي کړي.

همدا راز دا د ولسمشر او د حکومت د اجرائيوي کميسيون چې مشري ې محترم اکرام خپلواک کوي ؛ دنده ده چې د بيوروکراسۍ د سست روۍ او کاغذ پرانۍ نوټس واخلي.

د سولې شورا د توافق مرحله کې خپل رول په ډير ښه انداز ادا کړ، اوس وخت رارسيدلې چه د عملي کيدو مرحله کې هم خپل مسووليت ادا کړي ؛ځکه د توافقليک د عملي کيدو کريډيټ کې به د دوى هم ستره برخه وي که د ځنډ په صورت کې به د دوى وقار او اعتبار ته هم زيان ورسيږي ، ځکه چه سوله د دوى په وساطت شوې او د عملي کيدو ناظرين ې هم همدوى دي.

ملت د توافقليک عملي کيدو او مثبت اثرأتو ته منتظر دى ؛ انتظار ې بايد اوږد نشي ؛ که غبرګون به ې تر ټولو د مخه د حکومت په زيان وي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd March, 2017