تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ايران د افغانستان غربي ولايات د خپل نفوذ بلامنازع ساحه گڼي ـ رښتين

رښتين

2017-01-05

ايران له هغي ورځي رادېخوا چي افغانستان د ناټو ځواكونو په لاس اشغال شو او امريكايانو ايران پلو ډلو ته په اقتدار كي غوښينه او غوړينه برخه وركړە؛ هم د ارگ پر پرېكړو خپل ژور اغېز لري، هم ئې اجرائي رياست په واك كي دئ او هم غربي ولايات د خپل نفوذ داسي بلامنازع ساحه گڼي چي هيڅ هېواد ته په دې سيمي كي د فعاليت اجازه نه وركوي، په ځانگړې توگه عربي هېوادونه نه پرېږدي افغانانو ته اجتماعي خدمات وړاندي كړي، پر عمراني منصوبو پانگوني وكړي، ښوونځي، كلينيكونه، سړكونه، پلونه... جوړ كړي، هركله چي د دې هېوادونو كوم هيئت دې سيمي ته راغلى نو د طلوع په څېر ايران پلو رسنيو د هغوى په ضد تبليغات پيل كړي، كله ئې د نادرو مرغانو د ښكار تور پرې لگولى، كله ئې د هغو اجيرو جنگياليو په لاس پر دوى بريدونه كړي چي ايران وسلې او پيسې وركوي، حتى هند ئې هم آرام نه دئ پرېښى او د هغوى پر هغو انجنيرانو ئې په وار وار بريدونه كړي چي د سلما بند پر رغونه مصروف ول. د ايران سپاه پاسداران اعلان كړى چي خپل مخالفين به د خپلو سرحدونو په څلوېښت كيلومترۍ كي ونه زغمي، په دې ساحې كي فعال طالب قومندانان ئې د همدې هدف لپاره استخدام كړي، پيسې او وسلې وركوي. د حزب اسلامي او ملامحمد رسول پر پلويانو په شينډنډ او نورو سيمو كي د طالبانو بريدونه د ايران د همدې منصوبې عملي بېلگي دي.

پوښتنه دا ده چي د كابل چارواكي ولي د دې څرگند تېري په وړاندي ساكت او لاس تړلي دي؟ ولي امريكا دا هر څه گوري او مخه ئې نه نيسي؟ نشي كولى كه نه غواړي؟ ولي ملا عبدالروف خادم تر هغه چي له طالبانو سره وو، امريكايانو نه يوازي هغه له گوانتانامو آزاد كړ بلكي سنگر ته د ستنېدو له كبله ئې هم په نښه نه كړ؛ خو كله چي له طالبانو بېل شو نو ډېر ژر ئې له بې پيلوټه طيارې په نښه او شهيد كړ!!! آيا امريكا غواړي يو ځل بيا افغانستان د مخكي په څېر ايران او روسيې ته خوشى كړي او روان جنگ هغوى ته په ميراث پرېږدي؟!! آيا د عراق او سوريې حالت، دواړە ايران ته په لاس وركول، هلته د ايران، روسيې او امريكا گډ عمليات همدا حقيقت نه په گوته كوي؟!

آبله ورځ ايران پلوو تروريستانو د ولسې جرگې پر داسي غړي بريد وكړ چي شيعه دئ خو ايران پلو نه دئ، دا بريد هم په كابل كي او په هغي سيمي كي ترسره شو چي د ايران پلو ډلو په واك كي ده، د نوموړي وكيل د خپلوانو او پلويانو له لوري د دې بريد پړە پر ايران واچول شوه!! كه د ايرانيانو له نېش حتى داسي شيعه هم خوندي نه وي نو نور به څنگه خوندي پاته شي؟ كه په كابل كي هم د خپلو مخالفينو د ترور هڅه كوي نو په هرات او نورو غربي ولايتونو كي به له خپلو مخالفينو سره د ايران چلن څنگه وي؟!! په بشپړ يقين سره ويلى شو چي نه يوازي په افغانستان كي بلكي پاكستان كي هم هر هغه سني او شيعه ديني او سياسي شخصيت چي د ايران له سياستونو او لاسوهنو سره ئې مخالفت كړى او ترور شوى؛ د دې ټولو ترورونو تر شا د ايران لاس دئ!! 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017