تفصیل | شهادت 

21st February, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د طالبانو يو بل ښكرور درواغ ـ رښتين

رښتين

2017-01-07

د طالبانو ځينو دروغمارو سايټونو ليكلي: حزب اسلامي له خپل اساسي شرط (د تعزيراتو او تور ليست الغاء) تېر شو، .... ښايي له نورو به هم ورو ورو تېر شي!!

دوى ته وايو: دروغ او افتراء د ايمان منافي كړني دي، د چا په زړە كي چي ايمان وي پر ژبه له درواغو ډډە كوي. تاسو تل داسي ستر ستر درواغ وايئ چي نه له ايمان سره اړخ لگوي او نه ئې له تاسو پرته هيڅ افغان مني.

حزب اسلامي هيڅ كله نه دي ويلي چي د تعزيراتو او تور ليست الغاء ئې په اساسي شرائطو كي شامل دي، تل ئې ويلي چي دا دواړە حزب ته هيڅ ارزښت او اهميت نه لري، له هيچا نه غواړي چي د تعزيراتو او تور ليست په الغاء سره حزب ممنون او مرهون كړي، د صلحي په معاهدې كي په واضحو الفاظو ليكل شوي چي د تعزيراتو او تور نوملړ الغاء په بشپړە توگه د دولت دنده ده، حزب له دولت سره مذاكرات كړي او معاهده ئې يوازي له دولت سره ده، نه له كوم بهرني هېواد سره، د كرزي دولت له امريكا او نورو هېوادو غوښتي وو چي پر حزب تعزيرات وضع كړي او د مشرانو نومونه ئې په تور نوملړ كي ونيسي، اوس به د مخكني حكومت ځاى ناستى له همغو هېوادو غواړي چي تعزيرات لغو كړي، نو حزب اسلامي به ولي له دغو هېوادو غواړي چي خپله غلطي جبران او خپله غلطه پرېكړە لغو كړي.

كله چي د روسي چارواكو په اړە دا خبر خپور شو چي د تعزيراتو د الغاء په اړە ملاحظات لري؛ نو حزب اسلامي په خپلي اعلاميې كي وليكل: كابل ته په تگ كي نه له كوم هېواد ويزه غواړو او نه ئې موافقې ته انتظار كوو، افغانستان يوازي او فقط د افغانانو دئ، او سوله په دوى پوري اړە لري، هيڅ بهرنى هېواد دا حق نه لري چي د افغانانو د خپلمنځي توافق مخالفت وكړي او د سولي په وړاندي خنډونه راولاړ كړي. يوازي هغه څوك به مخالفت كوي چي د افغانستان په اړە بد نيت او بدجنگي عزائم لري. دوى په دې مخالفت سره خپل بد عزائم افشاء كوي.

هر مؤمن او عقلمن انسان پوهېږي چي دا وينا څومره ارزښتناكه او د ايمان په تلي كي څومره درنه ده، خو طالبانو دې ته هم له خپلو تورو عينكو وكتل او هڅه ئې وكړە چي نورو ته هم سپين تور وښيي!! لعنت پر تعصب چي انسان ړوند كړي!!

بيا ئې وليكل: د حزب اسلامي وياند ويلي چي له روسانو سره تماس لري!! طالبان په داسي تبصرو سره غواړي له مسكو او تهران سره خپله ملگرتيا او د افغانانو په ضد گډ جنگ توجيه كړي!! دوى ته وايو: د بل له عمل او كړني ځان ته مجوز مه جوړوئ، په كوم بل معقول دليل خپل ملگري قانع كړئ. حزب اسلامي نه له مسكو غوښتي چي د تعزيراتو د الغاء په اړە د ويټو له حق استفاده مه كوئ او نه ئې له پاريس، لندن او واشنگټن غوښتي، دا ځكه چي د معاهدې له مخي دا د دولت دنده ده نه د حزب اسلامي. هو؛ روسي چارواكو حزب اسلامي ته ويلي: د مسكو په اړە د غربيانو دا ادعاء حقيقت نه لري چي گواكي د تعزيراتو له الغاء سره مخالفت كوو. د حزب اسلامي وياند همدا خبره كړې او ويلي ئې دي چي ډېر ژر به ټول حقائق څرگند شي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2017