تفصیل | شهادت 

26th April, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د امريکا جمهور رئيس اوباما اته کلنه دوره او بربنډه څېره يې!!

ډاکټر حزب الله مظلوميار

2017-01-08

درنو لوستونکو دا چې تاسې ته بهتره معلومه ده چې نن په نړيواله سطحه په اسلامي امت څه تيريږي؟ اسلامي هېوادونه ولې او د چا له لوري اشغالول کيږي؟ نړيوال اسلامي گوندونه او مشران يې ولې په تور لست کې شامل او په مختلفو بهانو ځپل کيږي؟ اسلامي هېوادونه د شرق او غرب په مشورو بدل او د کفري ځواکونو د غلامانو په څېر د ذلت ژوند تېروي!! اسلامي هېوادونه لکه سوريه د جنگ په ميدان بدلول کيږي.

نړيوال اسلامي گوندونه حکومت کولو ته نه پرېښودل کيږي، لکه د افغانستان اسلامي حزب، په مصر کې اخوان المسلمين چې دروند اکثريت يې ترلاسه او مرسي د منتخب جمهور رئيس په توگه تعين شو، ليکن دا قانوني او  منتخب اسلامي حکومت د بې دينه پوځي سرلښکر سيسي په وسيله د پوځي کودتا له لارې ختم کړ، او يو منتخب قانوني ولسمشر د زندان تورو تمبو ته واچول شو او په عمري بند محکوم  کړاى شو. کله چې دا مسلمان ولس د خپلو حقونو د غوښتلو او اعادې لپاره راپاڅېدل، نو د تن په سرو وينو ولمبول شول. د نوموړي گوند مشران او په زرگونو اخوانيان د جهنمي زندانونو د کټارو تر شا د تعذيبونو شپې سبا کوي.

په بنگله دېش کې د جماعت اسلامي مشر په اعدام محکوم کړاى شو. په فلسطين کې د حماس د اسلامي گوند مشر شيخ احمد ياسين (رح) د غليم اسحاق رابين په قومانده د طيارې له لارې (په نيم ځان) په شهادت ورسول شو. د ټولې نړۍ د مسلمانانو لومړۍ قبله نن د اسرائيلي ظالمو حکامو په امر محاصره او داسې ورځ نشته چې فلسطيني زلميان، کوچنيان، مسلمانې خويندې او وروڼه په لسگونو په شهادت نه رسول کيږي.

په عراق، يمن، سوډان ... کې څه وشول او کېږي؟

په افغانستان کې دا پنځلس کاله د باروتو په لمبو کې مو بېگناه هېوادوال وريته کيږي. د دې ټولو ستونزو، کړاوونو  او بدمرغيو اصلي عامل د جنايتونو او بندېزونو قهرمانه امريکا نه ده؟؟ راځئ چې ځواب يې د همدې مکارې امريکا د اته کلونو جمهور رئيس تور مخي اوباما چې له سپينې ماڼۍ څخه د وتلو په مهال په خپله خوله د اسلامي امت پر خلاف له خپلې کرکې او له دښمنۍ ډکه توره شيطاني څېره بربنډه کړه، واورو:

وينا يې نسبتاً تفصيلي او اوږده ده، خو زه يې د ځينو جملو ذکرول ضرروي بولم. اوباما وايي : ((عراق مو شيعه ملېشو ته حواله کړ ترڅو سنيان وځپي، او عراق له عربي نړۍ څخه ليرې وساتي... زما ادارې بې پېلوټه ډرون طيارې اختراع او استعمال کړې، څو په افغانستان، پاکستان، يمن، صوماليه، سوريه او نوره اسلامي نړۍ کې د سخت دريځو مسلمانانو په له منځه وړلو کې مؤثر کردار اداء کړي، چې پنځه زره د ترورستانو مشران مو له منځه يوړل. زمونږ ټولنه په دې ايمان لري چې بايد امريکا يو لا زوال قوت ولري. مونږ بايد هدف ته د رسېدو لپاره هره وسيله استعمال کړو. زما د ادارې تر ټولو اوچته کارنامه دا ده، چې عربي پاڅونونه مې وځپل او د خاورې لاندې مې کړل. هغو زمونږ د خوږو دوستانو (اسرائيلو) امن تهديداوه، هغه اسرائيل چې د هغوى بقاء په نړۍ کې زمونږ د بقاء او ژوند لپاره د اکسيجن مثال لري. او د امريکا بقاء د هغوى د بقاء پورې تړلې ده. مونږ له خپلو دوستانو سره په شريکه ليبيا په يو ناکام هېواد بدل کړ، او په مصر کې مو نوې زيږيدلې ديموکراسي له منځه يوړه، اخوان المسلمين او سوريه مو د هوا ويشتونکو وسلو لاسته راوړلو څخه محروم کړل.

مونږ خپلو نږدې دوستانو شيعه گانو ته په سوريه کې د سنيانو د وينو تويولو اجازه ورکړه. هو، هر پاڅون او انقلاب چې يهودان تهديدوي او مسلمانان تقويه کوي، په دې کې زمونږ گټه او مصلحت نه بلکې سراسر تاوان دى. او مونږ به يې په هر قيمت مخه نيسو!! ..... او په آخر کې مونږ له ايران سره د اختلافاتو د ليرې کولو فيصله وکړه، وروسته دا واضحه او مونږ ته څرگنده شوه چې دا داسې مسلمانان نه دي لکه څنگه چې برېښېدل او لکه څنگه چې خلکو فکر کاوه، بلکې دوى د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي!! ...... ليکن په حقيقت کې اسلام يو غټ مشکل دى. د اسلام ذات مشکل دى او د اسلام نصوص مشکل دي!!! ... (قلم يې له ليکلو حياء کوي) .... گوتې يې د ليکلو زغم نلري. والسلام

((په غرب اعتماد کول خيانت دى))

شهيد سيد قطب (رح)

قلم دې مات، گوتې دې خاورې مه شه!

مشر ورور قيامه! د حزب اسلامي وروڼو  ته گرانه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

26th April, 2017