تفصیل | شهادت 

23rd March, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

نړۍ د دريمې نړيوالې جگړې په درشل کې

محمد قاسم هوتکي

2017-01-08

که د نړۍ روان بوږنوونکو ناورينونو ته ځير شو په غالب گمان اټکل کولاى شو چې نړۍ نوره د درېمې نړيوالې جگړې په درشل کې ده خو سوال دا دى چې دا جگړه به له کوم ځاى او څنگه پيليږي او کوم عوامل به د دې لامل گرځي ترڅو دا خورې ورې جگړې خپل ځاى يوې لويې خطرناکې ا و ورانوونکې نړيوالې جگړې ته پريږدي. هره نړيواله جگړه فقط له يوه پړک څخه پېل شوې او کېداى شي دريمه نړيواله جگړه هم له يوې داسې برخې نه پېل شي چې د لويو نړيوالو قدرتونو گټې له هغې سره غوټه شوې وي او همدا اوس د نړۍ په پنځو برخو کې د دې غميزې د راپېښېدو امکان خورا زيات ليدل کيږي چې نړيواله جگړه پېل او د دې ورانوونکي اور په لمبو کې د نړۍ پراخه برخه له خاورو سره خاورې شي.

لومړۍ نظريه : چين او جاپان :

لومړۍ سناريو د يوې نړيوالې جگړې پېل ته د چين په جنوب کې ليدل کېږي، له دوو کالو راهيسې چين او جاپان د سن کاکو او ديااويو ټاپوگانو پر سر خطرناکه لوبه پېل کړى چې په اوبو او هوا کې د کومې پېښې د رامنځته کېدو له کبله به د دوى ترمنځ د کرکې او نفرت لمبې نورې هم ژبغړاندې شي تر هغه ځايه چې بيا به د دوى د خپل منځي اړيکو رغېدا گرانه او له امکان څخه بهر وي. امريکا هم د هغه دفاعي تړون له کبله چې له جاپان سره يې لري له دې ملک نه په کلکې ننگې باندې ځان ژمن بولي او امريکا ته به دا ډېره گرانه وي چې لومړى د خپلو گټو د ساتنې لپاره گام اوچت نه کړي او دوهم دا چې په آسيا کې د چين د پراختيا غوښتنې پر وړاندې چوپ او بې پرې پاتې شي او د دې ستونزو د راټوکېدو په پايله کې به چين په منطقه کې د امريکا په پوځي اډو بريد وکړي او امريکا به هم د چين د گذار پر وړاندې کلک ردعمل وښيي او د دې نښتو د  اور د لمبو لمنې په د آرام سمندرگي ټولو څنډو ته خور او په پايله کې به په يوې خطرناکې زروي جگړې باندې منتج شي.

دوهمه نظريه : اوکراين :

په اوکراين کې روانه ناکراري او نازک حالات د يوې نړيوالې جگړې د اور د بلېدو دوهمه سناريو انځوروي. د يوې لويې خطرناکې نشتې د پېښېدو احتمال لا له وړاندې دلته ليدل کيږي او د دې ټکر د رامنځته کېدو اسباب تر ډېره حده آماده شوي. د روسي او ناټو له خوا به هر راز اشتباه او خطا د دې جگړې اور بل کړي او که مسکو د خپلو متحاربو وسلو په مټ د خپل رقيب پر وړاندې بې وسه پاتې شو د دې ډېر احتمال ليدل کيږي چې د اتومي وسلو استعمال ته لاس اوږد کړي.

دريمه نظريه : هند او پاکستان :

د درېمې نړيوالې جگړې د رامنځته کېدو دريمه سناريو د دوو گاونډيو هېوادونو هند او پاکستان په منځ کې ليدل کيږي او د دې دواړو هېوادونو په منځ کې د يوې  جگړې د اور د بلېدو عوامل لا له وړاندې راټوکېدلي ولې له کلونو راهيسې دا دواړه هېوادونه يو بل سره لاس او گرېوان دي ان تر دې چې د دې دواړو هېوادو خپلمنځي تربگنۍ د ذروي وسلو د جوړولو په سيالۍ اوښتې ده او که يو له دې دواړو هېوادو څخه د خپل محاربو وسلو د استعمال سره سره له ماتې سره مخ شي نو له ناکامه به د خپلو جوهري وسلو استعمال ته مخه کوي او لنډ ماضي ته په کتو سره د هند او امريکا او همداراز د پاکستان، روسيې او چين د ملگرتيا خوږې اړيکې ورځ تر بله د ارتقاء په حال کې دي او د ملگرتيا بنيادي اصل ته په کتو سره چې رښتينى ملگرى به په بده ورځ په کار راځي که د دې دواړو گاونډيو ترمنځ لويه نښته رامنځته شوه او چين او امريکا د خپلو مؤتلفينو ننگې ته راودانگل نو دا گمان کيږي چې منطقه او د نړۍ لويه برخه به د دې جگړې د  اور د لمبو خوراک شي.

څلورمه نظريه : امريکا او چين :

د دريمې نړيوالې جگړې څلورمه سناريو د چين په جنوبي اوبو کې د امريکا او چين د پوځي جزوتامونو له ټکر څخه شونې بريښي ځکه تراوسه پورې څو ځلې د دې دواړو سيالو قدرتونو هوايي او سمندري ځواکونه سره ښکر په ښکر شوي دي او که امريکايي ښکېلاک په منطقې کې خپله لاسوهنه جاري وساتي او د چين په وړاندې د  فلپين او ويتنام له حکومتونو څخه خپلې ننگې ته دوام ورکړي خامخا به دا کړکيچ دواړه هېوادونه په يوې لويې نښتې کې راښکېل کړي او د ناټو حمايت له امريکا څخه او د روسيې ننگه له چين څخه به دا نښته په يوې لويې خونړۍ او ورانوونکې نړيوالې جگړې واړوي.

پنځمه نظريه : سوريه :

پنځمه سناريو د دريمې نړيوالې جگړې لپاره کيداى شي د سوريې جگړه په گوته کړو او د دې شونتيا خورا زياته ليدل کيږي. ولې د دولت اسلامي (داعش) د حضور په پلمه د مسلمانانو ناولو او کينه کښو دښمنانو دغه ښکلي اسلامي ملک ته سترگې خښې کړي او هغه يې په سره تبۍ بدل کړى. امريکا، روسيه او فرانسه هر يو ځانته ځانگړى ليد لورى لري او خپلې پريوتې موخې تعقيبوي او د دې ملکونو لاسوهنه د خپلو پام وړ قوتونو په گټه وضعيت نور هم کړکيچن کړى.

روسي سفاکو او جبارو جلادانو د بشار الاسد دمخالفينو تر واک لاندې سوني مېشتې سيمې په ډېر قساوت او بې رحمۍ سره بمباري کوي او په کنډوالو يې بدلوي او د هغوى مظلوم بچيان په خپلو وينو لمبوي.

د روسي طيارو د وزر لاندې د ايران کينه کښه او متعصب پاسداران او د هغوى پېيلې لبناني حزب الله او نور مذهبي فرقې په روانه پېړۍ کې د سوريې د سني مسلمانانو د نسل وژنې ريکارډ ټينگ کړ.

اټکل کيږي چې سعودى عربستان، د خليج هېوادونه او څه نور اسلامي هېوادونه د سني مسلمانانو د  عامه وژنې پر ضد لاس پکار شي. ولې د ايران ښکاره لاسوهنه د عراق، سوريې، يمن او لبنان د هېوادونو په چارو کې او د دغو هېوادونو د وضعيت کړکيچنول او په دې ملکونو کې سوله او ثبات له منځه وړل دي چې نور د تحمل وړ نه ده او د دې حالت ادامه به سيمه په يوې درنې، خونړۍ او ويجاړوونکې جگړې واړوي. په پايله کې بايد په دې پوه شو چې د هرې نړيوالې جگړې اصلي موخې د يو نوي نړيوال نظام په پښو درول دي ولې چې تېر نړيوال نظام شړيدلى او د هغه ډېر سيستمونه وراسته شوي دي او د شنونکو په اند د نړيوالې جگړې نه وروسته د گټونکو په  خوښه به نوى نړيوال سيستم منځته راځي لکه چې د دوهمې نړيوالې جگړې نه وروسته متحدو گټونکو ملکونو د اوسني  نړۍ نړيوال سيستم منځته راوستى کوم چې مونږ اوس په کې ژوند کوو. خو زمونږ په اند چې د ستر واکمن رب په اراده دا ټول تحولات، تغير او بدلونونه رامنځته کيږي، پېښې او حوادث د ده له ارادې سره سم او هغو سنتو او ضوابطو مطابق تحقق مومي چې الله تعالى وضع کړي او هر څه د الهي سنتو په وړاندې مقهور او منقاد دي او د پېښو او حوادثو عواقب او  نتائج به حکيم او عليم رب ټاکي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd March, 2017