تفصیل | شهادت 

23rd March, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

زه يو عادي او معمولي شخص نه يم

ډاکټر حزب الله مظلوميار

2017-01-08

د اشرف غني لومړى مرستيال دوستم په يوه ويډيو کې ويلي : ((زه يو عادي او معمولي شخص نه يم!!))

څو ورځې وړاندې له ځينو مطبوعاتو او رسنيو له لارې نشر شول چې دوستم خپل يو مخالف او سيال سپين ږيرى ايشچي د خپلو اته تنو په وسيله نيولى، بيا يې سخت وهل ورکړي، له دې وروسته يې د نوموړو په لاس بربنډ کړى، او بيا يې دوى ټولو او د ځان په شمول جنسي تيرى پرې کړى!!

ايشچي اشرف غني او محاکمو ته عارض شو، او د دې بدنامه تيري په هکله يې د عدالت غوښتنه وکړه. دا چې د لوى څارنوالۍ لخوا رسماً دوستم د سپيناوي لپاره راجلب کړى وو، خو هغه حاضر نشو!! له دې سره سره چې اشرف غني ويلي وو چې :

هيڅوک تر قانون لوړ نه دي، اگر که زه او يا بل لوړ پوړى چارواکى شي

په ولسي جرگه کې د جوزجان يو تن نماينده هم يادونه وکړه، خو چا پرې غوږ ونه گراوه!! زه غواړم ترڅو د دې ظالم، بدکاره او د سلگونو زره افغانانو قاتل څېره د حقايقو په رڼا کې بربنډه، او خپل ايماني مسؤليت د مظلوم او ظالم دواړو په اړه ادا کړم.

دغه جاني او د سلگونو زرو هېوادوالو قاتل په رښتيا هم عادي او معمولي سړى نه دى؛ ځکه چې د څوارلس کلن سپېڅلي جهاد په وخت کې يې د روسيانو د غلامۍ زنځير په غاړه، او له هغې څخه وروسته تر ننه پورې د هر اشغالگر ځواک او د وخت د نااهله چارواکو د غلامۍ رسۍ په غاړه او د خپلو بادارانو روسانو، د قدرت او چوکۍ د تږو مغرورو او خاينو چارواکو، بيا د صلېبيانو او د هغوى د  تالي څټو بېواکه سمبوليکو څېرو په لمسون هغه څه کړي چې د هېواد د تاريخ پاڼې پرې ډکې او دا شهيد پال ولس به يې هيڅکله ونه بخښي!!

دا کرغېړنه خېره د جوزجاني بدنامو گلم جم ملېشو مشر د پخواني شوروي د اشغال او کمونستي نظامونو په وخت زمونږ د سپېڅلي جهاد د اتلو او قهرمانو مجاهدينو په شهادت رسولو، او د بېگناه هېوادوالو په وژلو د يو تاريخي قصاب په شان دى، خو قصابان څاروي حلالوي، مگر دا بې دينه د مجاهدو مظلومو پرگنو په وينو د ټول افغانستان او په ځانگړي ډول شمالي ولاياتو او د کابل د مظلومو ښاريانو له وينو رودونه روان او د هېواد هديرې يې پرې ډکې کړې!!

د کمونستي حکومتونو په وروستيو او په ځانگړي ډول د ببرک او نجيب پر وخت يې ډېر شهرت په وژلو، چور او چپاول، تښتولو او لوټمارۍ کې د ډېر شهرت خاوند شو!!

تر دې چې په هر ځاى کې يې به نور د مجاهدينو خصوصاً د حزب اسلامي د باتورو او باشهامته پرگنو په وړاندې پاتې راغلل نو دا بدنامه ملېشه به يې ورمخ ته کړه!! کله چې KGB ،  CIA په وسيله صبغت الله مجددي د يو سمبوليک جمهور رئيس په توگه دوه مياشتو لپاره وټاکل شو او هغه هم چې سترگې يې همېش د چوکۍ او قدرت پسې وتلې، دې فېصلې ته په ورين تندي لبيک ووايه او په زړه کې يې هم له خوشحالۍ گوړې ماتولې او د کمونستي جنرالانو او ځينې نورو  خاينينو په وسيله د ارگ په دروازه ورننوېست او ده هم د خپلومبارکوعينکو، په وسيله شاوخوا د قصر دلکشاه ماڼۍ ته په داسې حال کې کتل چې له ډېرې خوشحالۍ څخه په جامو کې نه ځايده!!  او د هېواد د څوارلس کلن سپېخلي جهاد او د يو نيم ميليون شهيدانو چې د يو سوچه اسلامي نظام نفاذ يې ستر ارمان وو، له خاورو لاندې او د يو تاريخي خيانت او جفا مرتکب شول!!

په داسې حال کې چې د شهيدانو اصلي وارث، د اسلامي نهضت (حزب اسلامي) يو مؤسس، د الله تعالى د  عظيم کلام مفسر او د دوه جهادونو قايد حکمتيار صاحب د کابل پر ولس د ترحم، او د بېگناه ښاريانو د وينو بهېدلو د مخنيوي په خاطر چهارآسياب (د غره څنډې) کې د مومنو او رښتينو مجاهدينو سره يوځاى هلته تم شو!!

د اوبو په ځاى مې وينې د زړه ورکړې

چې وخت د بهار راغى باغ د بل شو

گل سورې سورې کړم له اغزو نه څه گيله ده

خپلو په اور اوسوم له پردو نه څه گيله ده

په هېواد کې د سولې، امن او يو سوچه اسلامي نظام د نفاذ په  اميد.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd March, 2017