تفصیل | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د طالبانو دارالامارت كولاب ته انتقال شوى؟ !!ــ سليم هوډمن

سليم هوډمن

2017-01-11

د تاجكستان حكومت اعلان وكړ چي دا راپورونه به وڅېړي چي وايي: د طالبانو وسائط په تاجكستان كي ترميم كېږي!! هغه چي د سياسي قاموس په ژبه پوهېږي د تاجكستان له دې اعلان ډېر څه درك كولى شي. د داسي اعلان معنى دا ده چي احتمال نشو ردولى، له څېړني وروسته به معلومه شي چي حقيقت څه دئ!! د روسانو دا اعلان چي طالبان او دوى د داعش په نامه گډ دښمن لري، او بيا د ملگرو ملتونو امنيت شورى ته دا سپارښتنه چي د طالبانو مشران له تور ليست وباسي، دا او دې ته ورته ډېر نور خبرونه او انكشافات ښيي چي كولاب ته د دارالامارت انتقال ښايي يوه افواه نه وي، يا به عملاً انتقال شوى وي او يا به په راتلونكي كي انتقال شي.

په كولاب كي د شوروي اتحاد له زمانې د روسانو ستره نظامي اډە وه، همدلته به استاد رباني كله كله او په بدو او سپېرو ورځو كي د سيار جمهور رئيس په توگه د جمهوري رياست كرسۍ له ځان سره وړله، مسعود به له روسي جنرالانو سره د ليدنو لپاره هلته غوښتل كېدو، له مسكو او تهران به وسلې او د پيسو كانتينرونه له همدې لاري مسعود ته لېږل كېدل، له كولاب به مخامخ د تالقان خواجه بهاء الدين ته انتقالېدل، كله چي مسعود ټپي شو نو جسد ئې لومړى كولاب او بيا دوشنبه ته انتقال شو. دا اډە له څه مودې راايسي بيا فعاله شوې ده، له حالاتو واقف افغانان پوهېږي چي د روسانو او طالبانو پټه يارانه نور پټه پاته نه ده، په شمال كي د طالبانو په نامه د جنگياليو فعالېدل او له مقاومت پرته پوستې او ښارونه د دوى په لاس كې پرېوتل، هغه هم داسي پوستې او ښارونه چي په روسانو پوري د تړلو ډلو په واك كي ول، د همدې اډې د بيا فعالېدو او د روسانو او طالبانو د پټي ملگرتيا څرگندي نښي دي.

ښايي د تاله و برفك د كان د هغي پېښي په اړە به د محقق له وينا هم خبر يئ چي په ترڅ كي ئې اته كارگران ووژل شول او اته نور ټپي شول، محقق وويل: موږ له طالبانو سره تماس لرو، هغوى په دې پېښي كي لاس نه لري، موږ متحد يو!!! دا كار داعشيانو كړى!! هو؛ اوس دوى متحد دي، د اتحاد دا تار ايرانيانو غځولى!! له پېښي وروسته د طالبانو له فوري غبرگون به هم خبر يئ چي د تهران د خوشحالولو لپاره ئې دا پېښه ئې كلكو الفاظو وغندله او هغه ئې د اربكيانو كار وگڼلو!! دا ځكه چي په هغي سيمي كي د دوى مخكني ملگري اوس داعشيان شوي، دوى نه غوښتل خپل ملگري تورن كړي، او اعتراف وكړي چي په شمال كي هم له يوه بل رقيب سره مخامخ دي. نو دا ئې غوره وگڼله چي دا وژنه اربكيانو ته منسوب كړي. خو حقيقت دا دئ چي په تېرو څو كلونو كي د هري داسي عام وژني تر شا يا مخامخ د طالبانو لاس دئ او يا د دوى د مخكنيو ملگرو.

د پاكستان له نوي دريځ او اظهاراتو معلومېږي چي د طالبانو له ملگرتيا او حمايت پښېمان دئ، طالبانو ته ئې ويلي: يا سوله وكړئ او يا له خپلو كورنيو سره له پاكستان ووځئ، اوږده موده كېږي چي ملاهبة الله هم لادرك دئ، پوښتنه دا ده چي آيا په دې خبري كي شك كېدى شي چي دارالامارت به كولاب ته انتقال شوى وي؟!! 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017