تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

تکفریانو ته بد زیري !

محمد ادریس

2017-04-02

 

تكفيريانو ته بد زېرى
عقلمنو سلفيانو ته سلام
پرون په نړۍ كي نږدې 1,4مليارد مسلمانانو د بخاري په څو رواياتو عملاً رد وكړ!!
م ادريس
له كومي ورځي چي په كابل كي د محترم حكمتيار د تأليفاتو سيمينار جوړ شو، د كمونستانو، غربپالو او د شمالي ټلوالي د اوباشانو تر څنگ د يوې خاصي مذهبي ډلي فيسبوكي مفتيانو هم د خپلو كچه او پرېوتو ليكنو په ترڅ كي پر حزب اسلامي او مشر ئې نيوكي پيل كړې، ځينو ئې وويل: حكمتيار په خپل كتاب حكمة البارئ كي پر بخاري رد كړى، څوك چي پر بخاري رد وكړي، له حديث ئې انكار كړى، او د حديث منكر مباح الدم دئ!! ځينو ئې وويل: څوك چي د بخاري د رواياتو په اړه ووايي غريب دي نو امام بخاري ته ئې سپكاوى كړى، د بخاري روايات غريب نه بلكي صحيح دي!! ټول امت پر دې اجماع كړې چي له قرآن وروسته اصح كتاب بخارى دئ، ځينو وويل: هيچا تر ننه په تېرو دولسو سوو كالونو كي نه پر بخاري رد كړى او نه ئې د بخاري روايات غريب گڼلي!!! 
د مولوي صاحب سليم په شمول ځينو مخلصو علماءو، هوښيارو دينپوهانو او زړه سواندو داعيانو هغوى ته مناسب او مضبوط ځوابونه وركړل، نصيحتونه ئې ورته وكړل او له درواغ او افتراء ئې لاس اخيستو ته راوبلل، خو د دوى بدمستي لازياته شوه. متأسفانه له داسي مفتيانو سره مخامخ يو چي په غرض او مرض اخته او په جهل مركب كي تر ستوني غرق دي خو سخت مغرور، د خپلي خبري په معنى او مقتضاء هم نه پوهېږي د بل په خبرې سم پوهېدا خو لري پرېږده، د خپل نامه تر څنگ به مفتي هم ليكي، خو نه پوهېږو چا مفتي كړى او دا درجه كومي شرعي او قانوني مرجع وركړې، مفتي خو هغه ته ويل كېږي چي د يوه اسلامي حكومت له لوري د افتاء رسمي دنده پر غاړه لري!! دغو تكفيري مفتيانو ته څو عرائض لرو: 
خواركيو! تاسو له دې هم خبر نه يئ چي د غريب معنى څه ده!! غريب، عزيز، مشهور او متواتر د رواياتو د اسنادو په اړه د محدثينو اصطلاحات دي، غريب هغه روايت ته وايي چي يو راوي ولري، په دې حقيقت هم امام بخاري په خپله اعتراف كوي چي اكثر روايات ئې غريب دي، هم د ده شاگردان او هم د بخاري ټول شارحين.
تاسو له دې هم خبر نه يئ چي پر بخاري حتى د ده شاگردانو هم رد كړى، ډېر د حديث شارحينو د ده له گڼ شمېر رواياتو سره نه يوازي موافق نه دي بلكي هغه ئې رد كړي، پرېړ پرېړ كتابونه ئې پرې ليكلي، ځينو د ده صحيح البخاري له سره تنظيم كړى او هغه مكرر روايات ئې ترې ايستلي چي له نورو سره متعارض وو او لوستونكي ئې په شك كي اچول. حافظ ابن حجر عسقلاني د فتح البارئ په نامه پر بخاري جامع شرح وليكله، ابوالعباس زين الدين احمد رحمه الله د التجريد الصريح للجامع الصحيح تر نامه لاندي بخاري له سره تنظيم كړ، بخاري ئې مختصر كړ، مكرر روايات ئې حذف او غير مكرر ئې په يوه كتاب كي راغونډ كړل، او په دې توگه ئې د بخاري لوستل آسانه كړ، د مكررو رواياتو د حذفولو معنى دا ده چي په يوې موضوع كي او د يوه راوي له لوري داسي روايات چي هم ئې په الفاظو كي توپيرونه وي او هم ئې په محتوى او متن كي تعارض؛ د دوى له منځ يو غوره كول يعني نور ردول، بخاري داسي روايات هم لري چي 36 ځله ئې په تكرار سره راوړى، ابوالعباس يو ترې غوره كړ او پنځه دېرش ئې حذف كړل، جمعاً ئې د بخاري نږدې څلور زره روايات حذف او شاوخوا دوه زره ئې پرېښودل!! د عمدة القارئ محترم او محقق مصنف علامه بدر الدين محمود بن احمد العيني رحمه الله د بخاري د شرحي په اړه هغه څه وكړل چي د نورو تر تصرفاتو زيات مهم او مفيد وو، هغه كار چي د بخاري د لوستلو او تدريس په وخت كي هر استاد او طالب العلم ورته ضرورت لري، د بخاري هر روايت څېړل، په خوا كي ئې هغه روايات هم راوړل چي بخاري نه دي راوړي او بيا د دوى تر منځ ارجح ئې په گوته كول؛ هغه اړين او ضروري كار وو چي ده ترسره كړ، الله تعالى دي ټولو ته ډېر ډېر اجرونه وركړي. 
حكمتيار په حكمة البارئ كي همدا كار له لا زيات تفصيل او توضيح سره كړى، په سر كي ئې د كتاب لپاره د فتح القارئ نوم غوره كړى وو، فتح له فتح البارئ او القارئ له عمدة القارئ، خو د ځينو وروڼو په وړانديز او مشوره ئې په حكمة البارئ واړاوو، دا نوم تر فتح القارئ د كتاب له محتوى سره زيات مناسبت لري، ځكه الله تعالى د پيغمبرانو عليهم السلام يوه دنده خلكو ته د حكمت ښودنه گڼي. زه دې نتيجې ته رسېدلى يم چي د بخاري مدرس او طالب العلم بايد د عمدة القارئ او حكمة البارئ په څېر د يوې شرحي له مرستي پرته نه بخاري تدريس كړي او نه د داسي چا د درس په حلقه كي كښېني، كه نه نو ځان او نورو ته به دومره ستونزي راولاړي كړي چي جبران به ئې گران وي.
څوك چي وايي: امت د صحيح البخاري پر صحت اجماع كړې، د دوى ادعاء قبيح مبالغه او په بشپړه توگه غلطه او بې بنسټه ده. كه نه منې نو واوره: پرون په نړۍ كي نږدې يو مليارد څلور سوه مليونو مسلمانانو په همدې يوې ورځي كي او په خپلو پنځو لمونځونو كي په وار وار د بخاري گڼ شمېر روايات عملاً رد كړل او خپل لمونځونه ئې په داسي طريقه اداء كړل چي امام بخاري او د ده اړوند روايات ورسره مخالف دي. او دا كار له هغي ورځي پيل شوى چي امام بخاري خپل كتاب وليكلو، د ټولو هغو مسلمانانو شمېر تاسو تخمين كړئ چي تر نن پوري ئې همداسي په خپلو ټولو ورځنيو لمونځونو كي د امام بخاري روايات رد كړي، تكفيري مفتيان په دې اړه كومه فتوى لري كه نه؟ امام بخاري د لمانځه د تركيب او ترتيب په اړه له اكثرو مخكنيو محدثينو او د څلورو مذاهبو له امامانو او پلويانو سره اختلاف لري، حتى له خپلو استادانو سره هم، آيا تكفيري مفتيان دا ټول محدثين، ائمه او عام مسلمانان له بخاري سره د مخالفت له كبله د حديث منكر او مباح الدم بولي؟ همغسي لكه چي د هاشمي ابراهيم په نامه يو چا ليكلي؟ هاشمي دي د دې ځواب هم له خپلو استادانو وپوښتي چي د بخاري په اړه د اجماع امت معنى څه ده په داسي حال كي چي تر ننه په لسگونو ملياردو او نن هره ورځ تر 1,4 مليارد زيات مسلمانان د بخاري روايات عملاً ردوي؟ په خپلو لمونځونو كي پر هغو رواياتو عمل نه كوي چي بخاري د صحيح نوم وركړى!!! له خپل استاد دي دا هم وپوښتي چي ته ولي هره ورځ د امام بخاري د رواياتو خلاف په داسي طريقه لمونځ كوې چي بخاري داسي لمونځ فاسد گڼي؟!! 
هغوى ته وايو: ته ښكنځلي كوه، له خپل پرېوتي اخلاق او تربيې پرده اوچتوه، خېټنۍ فتوى گاني راباسه، چا ته مشرك وايه او چاته منكر حديث، زه به له حق او حقيقت دفاع كوم، زما گران پيغمبر ته ټولي منسوب شوې ناسمي خبري به په ډاگه كوم، هغه ناسمي ويناوي او له قرآن سره متعارض روايات به د خلكو مخي ته ږدم چي ټولو درنو محدثينو رد كړي او د امت سواد اعظم او غوڅ اكثريت ئې عملاً ردوي. كه مي د مناقشې اوږدولو ته اړ كړې نو ډېر داسي څه به واورې چي كولمې دي په درد شي. له ډېرو داسي پوښتنو سره به مخامخ شې چي نه به ئې فائز په نمك منډيي كي ځواب موندلى شي، نه ته په پغمان او مسجد كبير كي. هره ورځ به د بخاري يو مكرر او له نورو سره متعارض روايت د لوستونكو مخي ته ږدم، د قرآن له آيتونو سره به ئې پرتله كوم او د پوښتنو ځواب به ئې تاسو ته پرېږدم، زيات وخت مي هم نه نيسي، فقط كاپي او پيسټ، يو ئې نن واوره:
آيا پوهېږئ چي د مذاهبو تر منځ يوه اختلافي موضوع دا ده چي مقتدي به په امام پسي په جهري لمونځونو كي قرائت كوي كه نه؟ آيا دا ادعاء صحيح ده چي د فاتحې سوره لوستل هم پر امام فرض ده او هم پر مقتدي؟ همغسي لكه چي د بخاري پلويان ئې انگېري؟ آيا لوستل ئې فرض دي كه غوره؟ آيا له فاتحې پرته لمونځ صحيح كېږي؟ په دې اړه قرآن څه حكم كوي او روايات څه وايي؟
ټول احناف او د نورو څلورو حقه مذاهبو امامان، محدثين او اتباع ئې د بخاري دا روايت او له دې روايت د تكفيريانو ناقص تعبير نه مني چي له فاتحې پرته لمونځ لمونځ نه دئ، او د دوى دا عمل صحيح نه بولي چي په جهري لمونځونو كي د امام د قرائت په منځ منځ كي فاتحه حتماً له ځان سره لولي. په كوم روايت چي استناد كوي له يوې خوا له هغه صحيح روايت سره تعارض لري چي وايي: د امام قرائت د مقتدي قرائت هم دئ، دغه روايت ته په پام سره ټول ائمه پر دې متفق دي چي كه څوك امام په ركوع كي ومومي، پرته له دې چي په خپله ئې فاتحه او د قرآن كومه برخه لوستلي وي؛ دا ركعت ئې موندلى او اعاده ئې پرې لازمه نه ده. 
قرآن د قرائت په اړه موږ ته څو لارښووني لري: دوه ځلي امر كوي چي يوه آسانه برخه د قرآن په خپلو لمونځونو كي ووايئ: (فَاقْرَءُوا مَا تَيَسرَ مِنَ الْقُرْءَانِ) او (فَاقْرَءُوا مَا تَيَسرَ مِنْهُ). موږ ته امر كوي چي كله قرآن لوستل كېږي نو غوږ ورته ونيسئ او پټه خوله اوسئ: وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآَنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ * الاعراف: 204: پيغمبر عليه السلام ته امر كوي چي كله فرشته تا ته قرآن دراوروي نو له ځان سره ئې مه وايه او تلوار مه پرې كوه: وَ لا تَعْجَلْ بِالْقُرْءَانِ مِن قَبْلِ أَن يُقْضى إِلَيْك وَحْيُهُ... طه: 114: تر هغه د مخه چي تا ته د قرآن وحي بشپړه شي پر قرائت ئې تلوار مه كوه.
د دغو دريو آيتونو معنى دا ده چي: 1- په لمانځه كي يوازي د قرآن يوه آسانه برخه لوستل فرض دي، دا ځكه چي په قرآن كي دا امر نشته چي په لمانځه كي به د فاتحې سوره لولئ، په احاديثو كي راغلي چي څوك په لمانځه كي د فاتحې سوره ونه لولي لمونځ ئې ناقص دئ. 2- د امام د قرائت په وخت كي له ځان سره قرآن ويل او شونډي پرې خوځول، او غوږ نه نيول د قرآن د صريح حكم خلاف عمل دئ. 
اوس نو پوښتنه دا ده: كه موږ ته داسي دوه متعارضي رأيي يا متضاد روايات مخي ته راشي چي يو ئې وايي: د امام قرائت د مقتدي قرائت هم دئ، مقتدي به د امام د قرائت په وخت كي پټه خوله وي او قرائت به نه كوي او بل ئې وايي: مقتدي به هم د امام تر څنگ د فاتحې سوره له ځان سره لولي، نو موږ له ځنډ پرته ويلى شو چي دا دوهمه رأيه له قرآن سره تعارض لري او لومړۍ رأيه له قرآن سره په بشپړه توگه موافقه ده. 
اوس راشئ د هغو خلكو رأيه وڅېړو چي په لمانځه كي د فاتحې سوره لوستل فرض گڼي، وگورو چي دوى په كومو رواياتو استناد كوي او څه دليل لري. دوى په دغه روايت استناد كوي:
عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ (لاَ صَلاَةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ).
له عباده بن صامت رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (څوک چي فاتحه (الحمد لله) ونه لولي، لمونځ ئې لمونځ نه دئ)
دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى خو په بخاري كي هغه روايات نه دي راغلي چي دا ورسره تعارض لري.
د دې روايت په تعبير كي د محدثينو او فقهاوو تر منځ اختلاف دئ، ځيني ئې داسي تعبيروي چي گواكي په لمانځه كي د فاتحې سوره لوستل فرض وي، له دې پرته لمونځ نه صحيح كېږي، په جهر لمونځونو كي هم بايد مقتدي له امام وروسته دا سوره ووايي، كه نه نو لمونځ ئې صحيح نه دئ!! د دې لپاره چي په دې اړه صحيح رأيه معلومه كړو بايد لاندي ټكي په پام كي ولرو:
• په قرآن كي د لمانځه د تركيب په اړه څو خبري شوې دي: د لمانځه په پيل كي د الله نوم يادول (وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى)، قبلې ته مخ كول (فَوَلِّ وَجْهَك شطرَ الْمَسجِدِ الْحَرَامِ)، قيام (إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ)، قرائت (فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآَنِ)، ركوع، سجده (يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا ارْكعُوا وَ اسجُدُوا). په قرآن كي د دې لپاره شاهد نه مومو چي په لمانځه كي د فاتحې د سورې لوستل ترې معلوم شي. بلكي په مكرره توگه ويل شوي چي د قرآن كومه آسانه برخه تلاوت كړئ.
• الله تعالى موږ ته امر كوي چي د قرآن د تلاوت په وخت كي ساكت وو او غوږ ونيسو، د دې معنى دا ده چي د امام د قرائت په وخت كي به غوږ نيسو او له څه ويلو به ډډه كوو. 
• رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي چي د امام قرائت د مقتدي قرائت دئ: من صلى خلف الامام فان قراءة الامام له قراءة: څوك چي په امام پسي لمونځ كوي نو د امام قرائت د ده قرائت هم دئ.
• كه څوك امام په ركوع كي ونيسي نو بشپړ ركعت ئې نيولى دئ او د دغه ركعت اعاده ورباندي لازمه نه ده، په دې اړه د ټولو فقهاوو اجماع ده. 
دغو لارښوونو ته په پام سره ويلى شو چي:
• په جهر لمونځونو كي او هغه مهال چي امام قرائت كوي د فاتحې سوره يا د قرآن نور آيتونه لوستل د قرآن د صريح حكم خلاف عمل دئ. څوك چي د امام د قرائت په وخت كي له ځان سره قرائت كوي، شونډي خوځوي، په عجله او تلوار سره قرائت كوي، دا كار ئې د قرآن او سنت خلاف دئ، ځكه الله تعالى خپل پيغمبر له داسي كولو منع كړى، رسول الله صلى الله عليه و سلم به د بعثت په لومړيو كي د وحي د نزول پر مهال او د فرشتې د قرائت په دوران كي همدا كار كولو چي الله تعالى ترې منع كړ!! 
• اورېدل د لوستلو ځاى ناستى دئ، څوك چي قرآن اوري داسي دئ لكه چي په خپله ئې لولي، ډېر ځلي د اورېدو اغېز تر لوستلو هم زيات وي، كه اورېدل او لوستل يو شان نه وى نو په هغه چا به د قرائت سجده نه لازمېده چي د سجدې آيت ئې اورېدلى!!
• كه له فاتحې پرته لمونځ لمونځ نه وى نو د هغه مقتدي لمونځ به صحيح نه گڼل كېدو چي له قرائت وروسته او په ركوع كي ئې امام نيولى. 
• فرض هغه دئ چي الله تعالى ئې د كولو حكم كړى وي، او نه كول ئې د سزا وړ ښودلى وي، نه د فاتحې د ويلو په اړه په قرآن كي كوم حكم مومو؛ نه صريحاً او نه اشارتاً؛ او نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم له حديث داسي معلومېږي چي ويل ئې فرض وي، ځكه د رسول الله صلى الله عليه و سلم گڼ شمېر احاديث داسي مومو چي په نورو امورو كي ئې دې ته ورته الفاظ كارولي، لكه (لا دين لمن لا عهد له)، (لا ايمان لمن لا امانة له)، آيا د دې معنى دا ده چي كه څوك يو ځل له چا سره خپله ژمنه ماته كړي له اسلامه ووت؟ كه څوك په يوه واړه امانت كي يو ځل خيانت وكړي ايمان ئې حبط شو؟ لكه دلته چي كمال د اسلام او ايمان مراد دئ په هغه روايت كي كمال او حسن د ښه لمانځه مراد دئ، نه دا چي له فاتحې پرته لمونځ هيڅ اعتبار نه لري. 
د جَمعي په لمانځه كي د فاتحې د لوستلو او نه لوستلو په اړه ځيني روايات يو څه وايي او ځيني بل څه. 
له عبدالله بن شداد رضي الله عنه، جابر رضي الله عنه او عبدالله بن عمر رضي الله عنه راغلي روايات وايي چي د امام قرائت د مقتدي قرائت هم دئ. خو بل لوري ته له عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه، ابوهريره رضي الله عنه او ابو امامه رضي الله عنه راغلي روايات وايي چي له فاتحې پرته لمونځ يا ناقص دئ يا اصلاً لمونځ نه دئ. 
د يوې رأيي پلويانو دغو رواياتو ته صحيح ويلي او د بلي رأيي پلويانو مخكنيو ته، د اسنادو له مخي د دغو رواياتو د صحت او عدم صحت په اړه وروستۍ پرېكړه كه محال نه وي نو ډېره گرانه ده، دومره چي د امت محققينو په تېرو څوارلسو پېړيو كي ونشوى كړى. خو كه د قرآن په رڼا كي د دې رواياتو په اړه قضاوت وكړو نو په قاطع توگه ويلي شو چي د امام بخاري تر رأيي د نورو ائمه وو رأيه له هره پلوه درنه ده. 
د بخاري له مخكني روايت وروسته چي كوم روايت زموږ مخي ته راځي ښيي چي د فاتحې لوستل فرض نه دي، په دې روايت كي راغلي: رسول الله صلى الله عليه و سلم يوه سړي ته د لمانځه په اړه د نورو لارښوونو په ضمن كي وويل: بيا له قرآنه داسي آسانه برخه ولوله چي حفط دي وي، كه فاتحه فرض وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به ورته ويلي وو چي لومړى فاتحه ولوله او بيا د قرآن يوه آسانه برخه!!
موږ له هغو خلكو گيله نلرو او اعتراض نه پرې كوو چي يو روايت تر بل ورته غوره او ارجح معلوم شوى او عمل پرې كوي، خو له هغو كركه لرو چي له دغو فرعي مسائلو د اختلاف وسيله جوړوي او په ډېرو حساسو شېبو كي د اختلاف راولاړولو په موخه دا فرعي قضايا عنوانوي!! له دوى به هيڅكه وانه ورئ چي د اوسنيو فرعونانو او ابوجهلانو په ضد څه ووايي، د حكامو فساد، ظلم، عياشي د پرديو په وړاندي ذلت او د خپلو ولسونو په وړاندي بې رحمي او ظلم ته گوته ونيسي، پر افغانستان او عراق د صليبي ځواكونو يرغلونه وغندي، ...خو د امام ابو حنيفه په ضد به په ډېر جسارت او سپين سترگتوب سره بد و رد وايي او د احنافو مذهب به د حديث خلاف گڼي، دا په داسي حال كي چي د قرآن يو آيت به سم نشي ژباړلى، د يوه حديث له سمي او دقيقي ترجمې به عاجز وي، د بخاري د رواياتو تر منځ توپيرونه او تعارضات به نشي درك كولى او د متعارضو رواياتو له منځ د يوه د انتخاب استعداد به نه لري، په خپلي مورنۍ ژبي به څو سطره سمه ليكنه نشي كولى... خو داسي به مغرور وي چي د امت فقهاءو او ائمه وو ته به په سپكه سترگه گوري، د كوم جومات په كنج كي به ئې څو مظلوم طالب العلمان راغونډ كړي وي، د دوى په نامه به له خلكو پيسې راټولوي، همدا به ئې د معيشت د تأمين ذريعه وي، خو د همدغو مظلومانو له ايمان او عقل سره به لوبي كوي او د مذاهبو په ضد به ئې پاروي. 
م ادريس



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017