تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

بین الافغاني تفاهم د سولې یوازینۍ لار :

محمد راشد

2017-04-05

په دې وروستیو کې د افغانستان له سیاسي بدلونونو سره د مسکو علاقه مندي زیاته شوې او دا چاره کله کله د افغان چارواکو له غوسې سره مخامخ شوې ده. په دې لړ کې ټاکل شوې د روانې میلادی میاشتې په څوارلسمه نیټه روسیه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربتوب وکړي او په دغه ناسته کې به د چین، پاکستان، ایران، هند او د منځنۍ آسیا د پنځو هیوادونو په ګډون د یوولسو هیوادونو استازي ګډون وکړي. د هیواد په رسنیو او سیاسي کړیو کې هم د افغانستان په اړه د مسکو د غونډې د جوړیدو په اړه بیلابیل بحثونه کیږي. که څه هم په لومړي سر کې افغان دولت په دې غونډه کې د ګډون خبره وکړه خو کله چې امریکایي چارواکو په دغه ناسته کې د نه ګډون اعلان وکړ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم سملاسي وویل چې په دغه غونډه کې به د ګډون په اړه سلامشوره وکړي او وروسته یې بیا اعلان وکړ چې په دې غونډه کې به د افغانستان یو لوړپوړی پلاوی برخه واخلي. که څه هم دا د حیرانتیا خبره نه ده چې افغان دولت په سیاسي برخو کې خپل سیاست د امریکا د بهرني سیاست پر بنسټ ولاړ بولي او یوازې د هغه هیواد په مشوره پرمخ ځي ځکه له سیاسي او پوځي پلوه امریکا پرافغان دولت پراخ نفوذ لري، له بله پلوه په لومړي سر کې د مسکو په ناسته کې طالبانو ته هم دګډون خبره وشوه خو وروسته بیا مسکو اعلان وکړ چې طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړ شوې چې دا په خپله لویه تیروتنه ده ځکه هغه غونډه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په موخه ترسره کیږي باید چې پرافغان دولت سربیره طالبان په دې ناسته کې ګډون ولري ځکه په دې کار سره به د افغان دولت، طالبان او د افغانستان په قضیه کې ښکیل نړیوال لوبغاړي له یو بل سره خپل نظریات او غوښتنې مخامخ شریکې کړي ترڅو یې پر عملي کیدو غور وشي. په جګړه ځپلو هیوادونو کې دا تجربه شوې سوله او پخلاینه هغه وخت شونې وي چې د مخامخ خبرو له لارې د یو بل پر غوښتنو غور وشي او یو بل ته تر یو څه وتیر شي که داسې ونشي او د جګړې دواړه لوري یوازې پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړي په هغه صورت کې پخلاینه ناشونې ده. خو باید دا هم په ډاګه شي چې د افغانستان تاریخ ته په کتو سره د هیواد په اړه چې څومره غونډې او ناستې له هیواده بهر او دبهرنیانو په لارښونه جوړې شوې او لوبغاړي یې بهرنیان و بې پایلې وې ځکه هغه متل دی چې پيشو د خداي لپاره موږک نه نیسي بهرنیان هم چې دغه راز غونډې ترسره کوي لګښت یې ورکوي هرومرو به خپلې موخې پکې تعقیبوي همدا لامل شوی چې د افغانستان کړکیچ یو نړیوال اړخ غوره کړی او هر بهرنی هیواد په تیره بیا ګاونډي هیوادونه له یوه لوري ملاتړ کوي چې په دغه راز غونډو سره خپل ملاتړي پالي او غواړي هغوي ته امتیازات واخلي. خو که دا غونډې او ناستې یوازې په خپله دافغانانو ترمنځ وشي او افغانان په خپل منځ کې جوړجاړي ته ورسیږي هغه وخت به له بهرنۍ لاسوهنې پرته د یو بل دغوښتنو او نیوکو په اوریدو سره د جوړجاړي او سولې لاره اواره شي. یوازې بین الافغاني تفاهم کولاي شي چې په هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي چې ښه بیلګه یې د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقه ده چې د بین الافغاني خبرو او هڅو له لارې د بري پولې ته ورسیده، همدا د دولت د نورو مخالفو وسله والو لپاره هم یوه ښه بیلګه کیداي شي چې خپلې غوښتنې دمخامخ خبرو له لارې په بین الافغاني خبرو سره له یو بل سره شریکې او په هیواد کې د تلپاتې سولې او امن زمینه برابره کړي.

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017