تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دافغانستان اوبو :

راپور

2017-04-05

جمهور رئیس غني وویل، افغانستان چې په سیمه کې د ډېرو اوبو لرونکی هېواد دی د اوبو د مدیریت له لارې د اوبو په لوی سوداګریز مرکز بدلېدونکی دی. د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام په خپل استوګنځای کې په استرالیا او نیوزلېنډ کې د مېشتو افغانانو یو شمېر استازو او مشرانو سره وکتل. په دغه کتنه کې بشیر کِشتیاراو شوکت زماني د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال استرالیا ته د جمهور رئیس په سفر خوښي وښوده او دغه سفر یې د افغانستان لپاره ګټور او هېوادوالو ته له هیلو ډک وباله.هغوی وویل، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان جمهور رئیس استرالیا ته رسمي سفر کوي او له استرالیایي مقاماتو سره د اقتصادي او انکشافي همکاریو په اړه بحث او خبرې کوي. هغوی د جمهور رئیس اقتصادي برنامې او لاسته راوړنې د هېواد د خوکفایۍ او د افغانانو د ژوند د وضعیت د ښه والي لپاره ګټورې وبللې. یادو ویناوالو وړاندیز وکړ،په نیوزلېنډ کې چې تقریباً لس زره افغانان په کې مېشت دې د دوی د ستونزو د حل لپاره دې کونسلګري جوړه شي او همدارنګه دې له افغانستان څخه بهر په نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته په ټاکنو کې د رایو ورکولو اسانتیاوې رامنځته شي.جمهور رئیس غني د دوی د څرګندونو او معلوماتو له اورېدلو وروسته وویل، د افغانستان او استرالیا مناسبات له امنیتي همکاریو څخه اقتصادي او تخنیکي مرستو ته بدلېږي. هغه دغو ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، ستاسو له برکته د استرالیا په پوهنتونونو کې زرګونه افغان ځوانان چې په تحصیلاتو بوخت دي د افغانستان، اسیا او نړۍ راتلونکې لویه پانګه ده. د افغانستان جمهور رئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسو له افغانستان څخه لیرې نه یاست، ځکه چې زړه او احساس مو هره شیبه له افغانستان سره تړلی دی او د نورو هېوادوالو په څېر د هېواد په رغاونه او پرمختګ کې شریک یاست، ځکه تاسو هر په افغانستان کې له یو کور، کلي، ښوونځي او جومات سره مرسته کوئ او ستاسو له دې همکارۍ د زړه له کومې مننه کوم. جمهور رئیس څرګنده کړه چې د برېښنایي تذکرو له وېش سره به د ټاکنو شفافیت تضمین او په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د رایو ورکولو اسانتیاوې رامنځته شي. محمد اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د استرالیا تخنیکي همکاري او تجربې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، له استرالیایي مقاماتو سره یې په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي او تخنیکي همکارۍ په اړه بحث او خبرې کړې دي. جمهور رئیس غني له استرالیا سره د اوبو مدیریت په اړه اساسي بحث ته په اشارې وویل، افغانستان چې په سیمه کې د ډېرو اوبو لرونکی هېواد دی د اوبو د مدیریت له لارې د اوبو په لوی سوداګریز مرکز بدلېدونکی دی. د هېواد جمهور رئیس وویل، د جګړو او وچکالۍ له امله د افغانستان ۸۰ سلنه مالداري له منځه تللې، خو په تېرو څلورو کالو کې د وزو او مېږو مالداري ښه شوې. هغه زیاته کړه، استرالیا چې د مالدارۍ په برخه کې ښې تجربې لري د دوی له مهارتونو څخه په ګټه اخیستنې د افغانستان مالداري ښه وده کولی شي. جمهور رئیس غني اداري فساد د افغانستان لوی دښمن وباله او زیاته یې کړه، د اداري فساد ټول قېمت د افغانستان بې وزله خلک ورکوي، ځکه د فساد له امله د دوی د ژوند وضعیت خراب دی. هغه زیاته کړه، افغانستان کې د بشري ظرفیت له پلوه پام وړ بدلون راغلی او ځوانان د تخنیکي پوهې ترڅنګ بین المللي تجربه هم لري. محمد اشرف غني د حکومت هڅو او لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، زموږ اقدامات او پلانونه بیړني نه بلکې لنډ مهال، منځمهال او اوږدمهاله دي او موږ له ټولو ګاونډیانو سره د ښو مناسباتو غوښتونکي یوو، ځکه زموږ راتلونکی له سیمې سره تړلی دی.  

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017