تفصیل | شهادت 

26th April, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ایا په تفسیر او حدیث کی منلي او معتبر استادان لرم ؟

حکمتیار

2017-04-09

 

آيا په تفسير او حديث كي منلي او معتبر استادان لرم؟
مخكي تر دې چي خپل استادان معرفي كړم او هغو تبليغاتو ته ځواب ووايم چي وايي: د يوه انجنير ئې له تفسير او حديث سره څه؟! په كومي مدرسې كي ئې سبق ويلى؟ له كوم نړۍ وال پوهنتون ئې د فراغت اسناد ترلاسه كړي؟ په تفسير او حديث كي ئې استادان څوك دي؟!! د يوې مقدمې اجازه راكړئ:
ځيني داسي انگېري چي د ديني زده كړي لپاره استاد ضروري دئ، له استاد پرته نه څوك په قرآن پوهېدى شي، نه په حديث او نه په فقه، يوازي دا كافي نه ده چي څوك دا علوم په كتابونو كي ولولي، بايد د يوه منلي استاد په وړاندي كښېني، له هغه ئې زده او د فراغت او بريا سند ترلاسه كړي. ځيني بيا وايي: له شيخ او مرشد پرته نه د چا عبادت معتبر او د قبلېدو دئ، نه ئې دعاء، نه ئې معنوي ارتقاء په برخه كېدى شي او نه خداى ته تقرب او نږدې والى!! دا دواړه خبري له ځانه جوړي شوې فرضيې دي، نه ديني بنسټ لري او نه عقلي. هو؛ يو غبي انسان له استاد پرته د چا له كتاب سمه او بشپړه استفاده نشي كولى، خو ذكي انسان د استاد له وينا همغه استفاده كولى شي چي د ده له كتاب ئې كوي، حتى څومره چي د خپل استاد له كتاب زده كړه كولى شي دومره د ده له مخامخ درس نشي زده كولى، له استاد په اورېدو ئې ډېر وخت لگېږي خو د كتاب په لوستلو ئې لږ. دا ځكه چي هر څوك په يوې مختص برخي او موضوع كي خپل ټول علم په داسي الفاظو په خپل كتاب كي ليكي او په دومره دقت او تأني سره ئې ليكي چي د وينا او مخامخ درس په وخت كي ئې نه الفاظ او د الفاظو تركيب دومره دقيق او په زړه پوري وي او نه د مطلب په بيانولو كي دومره محتاط او موفق. كه تاسو له هر استاد ناڅاپي كومه پوښتنه وكړئ، نو هغه به نه يوازي له فوري او بشپړ ځواب عاجز وي بلكي تاسو ته به ووايي: يا خو د همدې پوښتني په اړه زما فلانى كتاب ولوله، يا اجازه راكړه زه غور پرې وكړم، هغه به خپل كتاب ته مراجعه كوي او بيا به ستا پوښتني ته ځواب دركوي. او ته به همغه څه ترې واورې چي په خپل كتاب كي ئې ليكلي، او كه استاد وتوانېدو ستا ځواب همغسي دركړي چي په خپل كتاب كي ئې ليكلي نو يقيناً چي دا به داسي بريالى استاد وي چي شمېر ئې ډېر لږ دئ. 
له ذكي انسان زما مراد هغه نه دي چي نبوغ لري بلكي هغه دي چي شمېر ئې تر غبي انسانانو ډېر دئ، غوڅ اكثريت په ذكي انسانانو كي راځي او لږ ئې په غبي كي. ذكي نه بلكي غبي انسان استاد ته ضرورت لري.
او د الله تعالى كتاب خو بيا داسي دئ چي پر يوه امي پيغمبر نازل شوى، نه ئې په كومي مدرسې كه درس ويلى وو، نه ئې استاد درلود او نه په ليك لوست پوهېدو، په څلوېښت كلنۍ كي او په داسي حال كي د قرآن لومړنى پيغام پرې نازل شو چي نه ئې انتظار درلود او نه چمتووالى، په همدې كتاب پوه شو، لومړني مخاطبين ئې هم اميان ول، په ليك لوست نه پوهېدل، هغوى ئې له ځنډ او زحمت پرته پرې پوه شول، خپل ټول زاړه افكار او عقائد ئې لري وغورځول، همدا ئې لارښود شو، د نړۍ تر گوټ گوټ ئې ورسولو، يوه ئې هم په قرآن باندي د پوهېدو لپاره د صرف، نحو، بلاغت، بديع و بيان، فلسفه، منطق، تجويد... په څېر مقدماتي علومو زده كړه نه وه كړې او اړينه ئې نه وه گڼلې. الله تعالى خپل قرآن داسي معرفي كوي، وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآَنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ القمر:17: او يقيناً چي دا قرآن مو د يادولو لپاره آسان كړى آيا كوم پند اخيستونكى شته. دا مطلب ئې په څلورو آيتونو كي په مكرره توگه راوړى او دا د دې لپاره چي هيڅوك د دې مؤكد او مكرر تعريف وروسته د مخالفت جسارت ونه كړي او ونه وايي چي په قرآن پوهېدل گران كار دئ!! څوك چي قرآن ته د داسي كتاب نوم وركوي چي اكثر انسانانو ته پرې پوهېدل گران دي، هغوى دروغ وايي، د الله تعالى د وينا خلاف خبره كوي او قرآن ته ستر عيب منسوبوي. هغه كتاب ناقص دئ او ليكونكى ئې له حكمت او پوهي پوروړى چي كتاب ئې مغلق او د مخاطب له سويې لوړ وي، حكيم رب دا كتاب د آسمان له لوړو زمكي ته راكوز او نازل كړى، دومره كوز چي امي انسان هم پرې پوهېدى شي. 
ځيني بيا وايي: حكمتيار په كومي مدرسې كي سبق نه دئ ويلي نو څنگه د تفسير ليكلو جسارت كوي؟ الحمد لله چي ما په كومي مدرسې كي سبق نه دئ ويلى، ښايي دا خبره به درته عجيبه وبرېښي، ما ته ئې د وضاحت اجازه راكړئ: كه ما په هري مدرسې كي زده كړه كړې وى، د ديو بنديانو، سلفيانو، بريلويانو، جماعتيانو، جمعيتيانو، پنجپيريانو... نو د همدې مدرسې له چاپيريال، استادانو، د درس اسلوب، تعليمي نصاب، فكري او اعتقادي تگلاري به د نورو په څېر متأثر او اغېزمن شوى وم، ذهن مي د تعصب له زهرو ډك، هر هغه چا ته به مي د مخالف او حتى دښمن په سترگه كتل چي د دغي مدرسې له تگلاري او اسلوب سره همغږي نه لري، خاصي عينكي به ئې زما پر سترگو ايښې وې، هر څه او هر چا ته به مي له همدغو رنگينو عينكو كتل، د هر تفسير او د حديث شرحي كتاب ته به مي د ځانگړيو مخكنيو فرضيو په رڼا كي كتل، يوازي هغه څه به راته حق معلومېدو چي په مدرسې كي ئې د حق په نامه راښودلى، او له دې پرته به هر څه راته باطل برېښېدو، له آزاد او شفاف ذهن سره به د هيڅ كتاب مخي ته نشوى كښېنستلى. الحمد لله چي ما له شفاف ذهن سره د حق موندلو سفر پيل كړ، او الله تعالى هم د حق دروازې زما پر مخ پرانستلې، له دې كبله هم الحمد لله وايم چي ما تحقيق د دې لپاره نه دئ پيل كړى چي كوم سند ترلاسه كړم، د فضيلت دستار راپه سر شي او په كوم جومات كي د امات دنده او مالي امتيازات ئې په لاس راشي، ما د جهاد او مبارزې له پيل وروسته په قرآن كي د تحقيق لړۍ پيل كړه او د جهاد په دوران كي مي د قرآن پلوشې تفسير او د بخاري شرح حكمة البارئ وليكل، او دا د الله تعالى پرېكړه او سنت دئ چي د خپلي لاري مجاهدينو ته لارښوونه كوي: وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا.
دې پوښتني ته هم بايد ځواب ومومو چي الله تعالى ولي يو امي پيغمبر د قرآن د حامل په توگه غوره كړ او ولي ئې د لوستو اهل كتابو پر ځاى نالوستي او امي اعراب د دې پيغمبر د لومړيو يارانو په توگه غوره كړل!! ښايي دقيق ځواب ئې دا وي: دا ځكه چي د دې كتاب په حقيقت د ښه پوهېدو او له ځنډ پرته ايمان راوړلو لپاره شفاف ذهن، د دين په نامه له غلطو باورونو او اوهامو پاك سر، او له زهرجن تعصب منزه زړه ته ضرورت دئ. عملاً گورو چي له اهل كتابو؛ يهودو او مسيحيانو او د دوى له احبار او رهبان (علماوو او پيرانو) لږو كسانو پر پيغمبر عليه السلام ايمان راوړ او اكثرو ئې د ده مخالفت او دښمني ته ملا وتړله. دا ځكه چي د دوى زړونه ناولي او زنگ وهلي، ذهنونه ئې گنده، مغز ئې د اوهامو او خرافاتو له زهر ډك او دماغ ئې په تعصب لړلى وو، پاكول او صيقل كول ئې گران وو. اميانو او د صفا زړه خاوندانو ته ضرورت وو. 
تعجب كوم چي ځيني څلور پنځه كلونه په يوې كليوالي مدرسې كه سبقونه ووايي، زياتره برخه ئې د صرف، نحو، د فقه ابتدايي كتابونو زده كړي باندي تېر شي، په پاى كي به د تبرك لپاره جلالين او بخاري په منډه منډه او هغه هم د عربي ژبي د تمرين لپاره ولولي، موخه به ئې فقط دا وي چي سند ترلاسه او د كوم جومات امامت ئې په برخه شي، همدا به ئې د روزي وسيله شي. له فارغېدو سره سم به د مولوي په لقب ونازول شي، ورو ورو به ئې لقبونه زياتېږي، اوږد سطر به ترې جوړ شي، مولوي، مولانا، شيخ الحديث، شيخ القرآن، مفتي، آخوندزاده، مد ظله العالي، او څه چي ئې زړه غواړي، په خپله به د نامه په خوا كي دا ټول القاب ليكي، دې ته به نه گوري چي نه ځان ستاينه روا ده او نه اوږده اوږده افتخاري القاب ځان ته كارول او بل پرې ستايل، نه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي القاب كارول شوي او نه ئې خوښول او نه جليل القدر صحابه وو ته. الله تعالى خپل پيغمبر د عبد الله په نامه ياد كړى، او موږ ئې د رسول الله په نامه يادوو او ورپسې يوه دعاء ورته كوو، او قرآن وايي منافقينو به پيغمبر عليه السلام په داسي القابو ستايو چي الله تعالى نه دئ پرې ستايلى!! دا ښاغلى به نه په پښتو او فارسي سم ليك لوست كولى شي او نه په عربي، په عربي به يوه سمه جمله نه ليكلى شي او نه ويلى، خو همدا به د دين او مذهب داسي انحصارگر شي چي لوى لوى عالمان به ورته داسي هم نه برېښي لكه د ده چړي، بل ته به د اسلام او دين په اړه نه د څه ويلو حق وركوي او نه د پوښتني او گروېږني، هغه هم د عالم په توگه نه مني چي د الازهر په څېر سترو سترو پوهنتونو كي ئې سبقونه ويلي او د دكتورا تر كچي رسېدلي!! آيا چا چي د خپل عمر پنځوس كلونه د دين په زده كړي، نورو ته ښودلو، د دين لوري ته دعوت، د دين د حاكمولو لپاره جهاد، له دين د هر فكري او نظامي يرغل په وړاندي دفاع كي تېر كړي وي دا حق نه لري او دا وړتيا نشي ترلاسه كولى چي د قرآن او حديث په اړه خپله پوهه او انتباه نورو ته وړاندي كړي؟ ته خو يوازي دا حق لرې چي د يو چا په رأيي د قرآن او حديث په رڼا كي نيوكه او اعتراض وكړې او عيب او نقص ئې په گوته كړې، نه دا چي د قرآن او حديث په اړه د څه ويلو حق ترې سلب كړې او په دې اړه د څه ويلو انحصاري حق او صلاحيت يوازي ستا او ستا د استادانو وي!! آيا كومه شرعي قباله هم لرئ؟!! 
د خپلو استادانو معرفي ته راځم: زما لومړى استاد زما د زندان د خوني ملگرى شهيد مولوي محمد يعقوب وو، هغه له حقانيه مدرسې فارغ شوى وو، د تپه سلام جومات امام او خطيب وو، د خپلو خطبو له كبله زنداني شو، د كمونستانو ضد جهاد كي شهيد شو. له لنډي زده كړي وروسته متوجه شوم چي غوره ده د كابلي تفسير منلى او نوميالى مفسر مولانا محمود حسن ديوبندي د استاد په توگه غوره كړم، د ده تفسير مي ډېر دروند او معتبر وموندو، پښتو او درې ژباړه ئې نيمگړتياوي لري، په ځانگړې توگه د آيتونو ژباړه، كه څه هم هيڅ ژباړه نشي كولى د قرآن خوندور او اغېزمن ادبي كمال او جمال په بشپړه توگه منعكس كړي، خو په دې تفسير كي تر ډېره حده تحت اللفظي ژباړه شوې، تحت اللفطي ژباړه ئې له ادبي پلوه ژور نواقص لري، د پښتو ادبي قواعد ئې نه دي مراعات كړي، تركيب ئې خوندور او اغېزمن نه دئ، داسي ژباړه كه څه هم له لوستونكي سره مرسته كوي په عربي هم پوه شي خو اكثراً يوه مبتدي لوستونكي او هغه چا ته چي په عربي نه پوهېږي دا واهمه راپيدا كوي چي ښايي د قرآن لوړ ادبي معيار به د دې ناقصي ژباړي په څېر وي!! بيا مي د تفسير استادان مرحوم مولوي عبدالرحيم چترالي او مفتي كفايت الله وو، له دې وروسته مي د معروفو مفسرينو له تفسيرنو فيض ترلاسه كړى، د پښتو تر څنگ په فارسي، عربي، اردو او انگرېزي ژبو پوهېدا دا مرسته راسره كړې چي په همدې ژبو كي له ليكل شوو تفسيرونو او ژباړو هم استفاده وكړى شم، له ځينو لږ؛ له ځېنو ډېر، شمېر ئې لسگونو ته رسېږي، قرطبي، روح المعاني، تفهيم القرآن، تدبر القرآن، زمخشري، بيضاوي، كشاف، جلالين، خازن، عزيز التفاسير د مرحوم مولوي سلطانعزيز عزيز تفسير، ابن كثير، طبري، روح المعاني، نسفي، بغوي، مجاهد، الدر المنثور، في ظلال القرآن، أضواء البيان، تفسير القاسمي، مراغي، رازي، أبي السعود، راغب اصفهاني، تفسير نور، د شاه ولي الله ترجمه... د شيعه وو تفاسير؛ ميزان، نمونه، پرتوى از قرآن او دغه ژباړي ئې: د مسعود انصارى، عبدالمحمد آيتى، محمد كاظم معزى ژباړي. دا هغه تفاسير او ژباړي دي چي ما ډېره استفاده ترې كړې ده. له كابلي تفسير او تفهيم القرآن سره نږدې 80% توافق لرم او دا توافق تر ټولو لوړه كچه ده، له نورو سره همدومره يا تر دې لږ، له چا چي مي د يوه آيت سم او دقيق تفسير زده كړى د استاد په سترگه ورته گورم. 
زه په كمپيوتر كي نږدې 257 تفاسير لرم، د آيتونو د ترجمې او تفسير په ارتباط مي كله كله لسگونو تفاسير او ترجمو ته رجوع كړې ده. 
ما د حديث له دغو كتابونو مخامخ او يا له استادانو او يا د هغوى له ثبت شوو درسونو استفاده كړې: مشكاة المصابيح، صحيح البخاري، صحيح مسلم، سنن ابن ماجه، سنن النسائي، سنن الترمذي او مسند أبي داود مي لوستلي، د حكمة البارئ په ليكلو كي مي له عمدة القارئ او مصنف ابن أبي شيبة زياته استفاده كړې، د ابوالعباس زين الدين احمد رحمه الله كتاب التجريد الصريح للجامع الصحيح د حكمة البارئ د بنسټ حيثيت لري، هغه په دې كتاب كي بخاري له سره تنظيم او مختصر كړى، مكرر روايات ئې ترې حذف او غير مكرر ئې په كي راغونډ كړي، او په دې توگه ئې د بخاري لوستل آسانه كړى. د مرحوم مولانا گوهر رحمن او شهيد مولانا حسن جان د درس كيسيټي مي اورېدلې دي. 
په كمپيوټر كي د حديث او د حديث د شرحي نږدې ټول كتابونه راسره دي او د تحقيق په دوران كي مي اكثر روايات په ټولو كي لټولي، چي وگورم راويان ئې څوك او څومره دي، او د الفاظو تر كيب ئې په ټولو كي ورته دئ كه توپيرونه لري. كه مي د لټون ټول نتائج په حكمة البارئ كي راوړي وى او د توپير تر عنوان لاندي خلاصه باندي مي اكتفاء نه وى كړې نو خداى خبر څو جلده به ترې جوړ شوي وو. ښايي په حجم كي به ئې له عمدة القارئ سره چي شل جلده دئ سيالي كوله. 
زما په خلاف د ناپوه دوستانو او نه پخلا كېدونكو دښمنانو تبليغات: 
زه د مبارزې له پيل تر نن پوري؛ په تېرو پنځوسو كلونو كي؛ كله د اسلام د سرسختو دښمنانو له لوري تر بريدونو لاندي نيول شوى يم، كله د ناپوه دوستانو او د اسلام تر نامه لاندي، كله د هغه چا له لوري چي دين ئې دكان او دام دئ، روزي ئې ورپوري تړلې ده، نور د دين لپاره سر او مال قرباني كوي او دوى د دين په نامه له نورو شكرانه او اجوره ترلاسه كوي!! دوى له دې وېرېږي چي خلك د دين له حقيقت خبر شي، ما ته ئې د داسي رقيب او حريف په سترگه كتلي چي روزي ئې پرې بندوم، كله د داسي چا له لوري چي نه ئې زه ليدلى يم، نه زما له افكارو خبر دئ، نه ئې زما كومه ليكنه او كتاب لوستى او نه ئې زما كومه وينا اورېدلې، په پټو سترگو ئې د دې او هغه دښمن اتهامات اورېدلي او د همدې له مخي ئې زما په اړه قضاوت كړى. په همدې مودې كي او د كابل د مختلفو حكومتونو د ټولو صوتي، تصويري او مطبوعاتي رسنيو له لوري زما په خلاف په پراخه پيمانه تبليغات شوي، د شوروي ځواكونو په لاس د افغانستان له اشغال وروسته د شوروي او د پكت وارسا ټولو رسنيو زه د لومړۍ درجې دښمن په توگه په نښه كړى وم، د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته تر نن پوري زه ټولو غربي رسنيو او په سر كي ئې بي بي سي او امريكا غږ د خطرناك دښمن او د ټولو تروريستي ډلو د بنسټگر په توگه معرفي كړى يم. د ملگرو ملتونو د امنيت شورى له لوري پر ما داسي بنديزونه وضع شول چي د دې شورى له پيدايښت تر نن پوري د گوتو په شمېر شخصيتونو باندي وضع شوي، يوازي پر هغو وضع شوي چي مسكو او واشنگټن په گډه په تور ليست كي نيولي او دواړو دگډ دښمن په سترگه ورته كتلي او دا هم يوازي هغه مهال چي د دواړو رقابتونه ساړه شوي او د گډ دښمن په خلاف متحد شوي. خو زه تر ټولو زيات د هغو له دروغجنو او غرضي تبليغاتو زيات ځورېدلى يم چي خپلو تبليغاتو ته ئې مذهبي رنگ هم وركړى، او زه ئې له شا او هغه مهال په خنجر وهلى يم چي د اسلام له سترو سترو دښمنانو سره په ساړه او تاوده جنگ او نظامي او فكري مبارزې مصروف وم، دوى له شا راغلي او په داسي خنجر ئې وهلى يم چي الله اكبر ئې پرې ليكلى وو. 
سپارښتنه مي د تفسير او حديث زده كوونكو ته دا ده: 
د هيڅ كتاب مطالعه له دې احساس سره مه پيل كوئ چي هره خبره ئې سپېڅلې او له نقد او عيب په بشپړه توگه منزه او لوړه وگڼئ او مه ئې د عيب او نقص موندلو په موخه لولئ، بايد د حقيقت موندلو تلوسه تاسو د كوم كتاب لوستلو ته وهڅوي. 
كه غواړئ پښتو تفاسير ولولئ نو كابلى تفسير او عزيزالتفاسير ولولئ، كه غواړئ عربي تفاسير ولولئ نو روح المعاني غوره كړئ، كه غواړئ د تحقيق لپاره اردو تفاسير انتخاب كړئ نو پر تفهيم القرآن او تدبر القرآن اكتفاء وكړئ. كه غواړئ د حديث او شرحي كتابونه ئې ولولئ نو بخاري، مسلم او ترمذي غوره كړئ خو د بخاري په مختصر (التجريد الصريح للجامع الصحيح) بسنه وكړئ، دا هم له يوې معتبري شرحي پرته مه لولئ، په عربي كي د عمدة القارئ او په پښتو كي د حكمة البارئ په مرسته ئې ولولئ، له دې پرته به هم ځان ته ستونزي راپيدا كړئ او هم خپلو شاگردانو ته. 
كه د قرآن پلوشې په اړه له ما وپوښتئ نو ځواب مي دا دئ: هيله ده ځوان نسل د ډېرو پوښتنو ځواب په كي ومومي، د ساينسي علومو په تلي كي د قرآن هغه ستر ستر علمي اعجاز په دې تفسير كي ومومي چي په بل تفسير كي ئې نشي موندلى، د قرآن د قسمونو په اړه د هر لوستونكي علمي تنده خړوبه كړي، د آيتونو نسبتاً ښه ژباړه او د آيتونو ترمنځ دقيق تړاو او ارتباط ومومي، په دې به پوه شي چي په ټول قرآن كي هيڅ مبهم او د عقل او علم خلاف مطلب نشته. زه د ډېرو نومياليو او منلو استادانو شاگرد يم، په دې تفسير كي مي د مخكنيو درنو مفسرينو تر ټولو غوره او دقيق آراء راغونډ كړي.
ستاسو ورور حكمتيار



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

26th April, 2017