تفصیل | شهادت 

22nd July, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي د تأسيس 48 مه كليزه

محترم حكمتيار

2017-04-03

 دلته د محترم حكمتيار هغه جالبه او په زړه پوري ليكنه ستاسو مخي ته ږدو چي د حزب اسلامي د تأسيس د 44 مي كليزي په مناسبت ئې ليكلې وه، په دې لكني كي به تاسو د اسلامي نهضت، جهاد او د حزب اسلامي د جهادي تگلاري په اړه ډېر څه ولولئ، په دقت سره ئې د لوستلو بلنه دركوو:
بسم الله الرحمن الرحيم
 أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ * تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ* ابراهيم: 24-25
گرانو هېوادوالو!
د اسلام او هېواد زړه ورو مدافعينو!
د حزب اسلامي مخلصو غړو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
د حزب اسلامي د 444 مي كليزي په مناسبت ټولو اسلامپالو او په خداى مينو مجاهدينو ته مباركي وايم، هغو ته چي په آزاد او خپلواك افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي نظام د قائمېدو په انتظار كي دي، هغو ته چي په دې لاري كي ئې قربانۍ وركړې، خپلوان، دوستان او د سنگر ملگري ئې شهيدان شوي، ستونزي او كړاوونه ئې گاللي، خو له خپل رب سره په خپلو ژمنو ټينگ ولاړ او لازياتو قربانيو ته چمتو دي، هغو ته چي په تېرو 44 حساسو كلونو كي ئې په دې اوږده او له كږلېچونو ډك سفر كي د دې كاروان ملگرتيا كړې، دعاء كوم چي الله تعالى د دغو آرمانجنو شهيدانو او د دوى د سنگر د وفادارو ملگرو آرمانونه ترسره كړي او هغه بختوره ورځ دي په ټولو مجاهدينو وگوري چي هېواد مو آزاد او خپلواك وي او په هر دفتر، څلي او لوړي د اسلام شين بيرغ رپېږي. 
يقيناً چي دا 444 كلنه مبارزه اوږده او ستونزمنه مبارزه وه، په دې كلنو كي دا مبارك نهضت له سختو سختو آزموينو سره مخامخ شو، د نړۍ سترو سترو ځواكونو د هغه د ځپلو لپاره ملا وتړله، د كفر او نفاق گډه جبهه د هغه په خلاف پرانيستل شوه، د اسلام ټول كورني او بهرني دښمنان د هغه په ضد په يوه صف كي ودرېدل، خو الحمدلله له ټولو ستونزمنو پړاوونو بريالى تېر شو، لا ژوندى دئ او په متينو گامونو مخ په وړاندي روان دئ، ښايي د تاريخ په اوږدو كي به ډېرو لږو نهضتونو په دومره موده كي دومره قربانۍ وركړې وي او دومره ستري ستري برياوي به ئې په برخه شوې وي، دې تحريك په خپلي غېږ كي په لكونو سرتېري مجاهدين وروزل، په لسهاوو زره شهيدان ئې وړاندي كړل، اسلامي امت ئې له خوبه راويښ كړ، د جهاد هېره شوې فريضه ئې راژوندۍ كړه، هېواد ئې د يوه ستر استعماري ځواك له منگولو وژغورو، شوروي اتحاد ته ئې ماته وركړه، كومه تبديلي چي د دې نهضت په لاس په افغانستان كي راغله عمق او پراخوالى ئې هغه څوك درك كولى شي چي هم د نهضت له پيلېدو مخكي د هېواد له سياسي، اجتماعي او فرهنگي وضعيت خبر وي او هم له اوسني وضعيت، چا ته چي د هېواد او ولس د مخكني او اوسني فردي او اجتماعي حالت ژور توپيرونه او هغه تبديلي چي په دې مودې كي په فكري او اخلاقي لحاظ راغلې په دقيقه توگه معلومه نه وي نشي كولى د نهضت د لاسته راوړنو په وسعت او اهميت پوه شي، هغه خلك چي قضاوتونه ئې سطحي دي او په دې بنسټ ولاړ چي سياسي برياوي معيار گڼي او دې ته په پام سره د يوه نهضت د بريا او ماتي پرېكړه كوي چي قدرت ته رسېدلى كه نه؟ د هېواد سياسي واگي ئې په لاس كي پرېوتې كه نه؟ حكومت ئې جوړ كړى كه نه؟ غړو ئې مرفه ژوند او پراخ امكانات ترلاسه كړي كه نه؟ هغوى حقيقي برياوي نشي پېژندى، هغوى په خپلو قضاوتونو كي تېروځي، د نهضت د حقيقي برياوو او لاسته راوړنو په ارزښت نه پوهېږي، دې ته اهميت نه وركوي چي نهضت په ولس كي څومره تبديلي راوسته، څومره او څنگه افراد ئې په غېږ كي وروزل شول، په هېواد، سيمي او نړۍ كي د دې نهضت د هڅو اغېز څومره پراخ او ژور وو. 
ځيني خلك دې ته پام نه كوي چي د افغانستان اسلامي نهضت په 444 كلونو كي له دوو لويو استعماري قدرتونو سره ډغري ووهلې، له سترو سترو نړۍ والو توطئو سره مخامخ شو، د وارسا او ناټو په څېر نړۍ وال نظامي پكتونه او ائتلافونه ئې مقابلې ته راوړاندي شول، خو په پوره مېړاني او استقامت سره ئې د دښمن مقابله وكړه، داسي مقابله چي د يوه په زوال منتج شوه او بل ئې د افغانستان له اشغال مأيوس كړ او نن اعتراف كوي چي د مقاومت ځپل ورته ناشونى او محال دئ، جنگ نشي گټلى او د نورو فوځونو په لېږلو سره هم خپلو موخو ته نشي رسېدلى!! اوس د وتلو عزتمنه لار لټوي، له مجاهدينو سره روغه جوړه ضروري او د حل يوازينۍ لار گڼي، دغو دوستانو ته وايو: آيا هغه ورځي مو په ياد دي چي مغرورو امريكايانو پر افغانستان بريد وكړ؟ د امريكايانو د هغه مهال گواښونه او له غرور او مستۍ ډكو ويناوو ته مو توجه كړې او د دوى له اوسني دريځ، ويناوو او څرگندونو سره مو مقايسه كړي؟ توپير ئې څومره دئ؟ چا امريكايان له غروره وغورځول؟ چا دې ته اړ كړل چي ووايي: د افغانستان قضيه په جنگ نشي حل كېدى او له مخالفينو سره بايد خبري وشي؟ دا په داسي حال كي چي يولس كاله مخكي د دوى گمان دا وو چي په ټولي نړۍ كي هيڅوك د دوى مخي ته نشي ودرېدى، د بريد په لومړي كال ئې اعلان وكړ چي د افغانستان جگړه پاى ته رسېدلې، د همدې لپاره ئې پر عراق بريد وكړ؛ خو دا دئ نن له عراقه وتلي او په افغانستان كي پر خپلي ماتي اعتراف كوي!!
كه د افغانستان د تېرو 444 كلونو پېښو ته ځېر شو نو يو څرگند حقيقت به زموږ مخي ته راشي او هغه دا چي په دې پېښو كي د افغانستان د اسلامي حزب لويه او ټاكونكې ونډه وه. لكه څنگه چي د شوروي اتحاد په ضد تېر جهاد كي حزب اسلامي د مقاومت بنسټگر او د ملا تير وو؛ اسلامي دعوت او جهاد د حزب په لاس پيل شو، د اسلام د لاري مجاهدين د حزب په غېږ كي وروزل شول، حزب په حقيقت كي د اسلامي دعوت او جهاد مدرسه وه، همدا راز د صليبي ځواكونو په ضد روان جهاد د حزب په لاس پيل شو، اميد دئ په دې جهاد كي هم حزب تر پايه مخكښ وي او د نورو لپاره ښه اسوه او بېلگه. 
 الحمد لله چي حزب اسلامي د خداى پالو او مخلصو مجاهدينو سنگر دئ، د ملي وحدت هينداره او ضامن دئ، په افغانستان كي يوازينى حزب چي د ولس تر ټولو صالح او متقي افغانان په كي راغونډ شوي او ټول قومونه په كي تمثيل كېږي؛ حزب اسلامي دئ، بل داسي حزب نه تر سترگو كېږي چي پښتانه او غير پښتانه په كي راغونډ شوي وي، نور حزبونه محلي او قومي دي، د يوې سيمي او يوه قوم خلك په كي جمع شوي. د هېواد صالح كسان په حزب كي دي او دا يو طبيعي بهير دئ، كوم حزب چي مخكي جوړ شوى د ټولني تر ټولو ښه او بااحساسه خلك ورسره يوځاى شوي، كومي ډلي چي وروسته جوړي شوې د دوهمي كچي خلك ورسره يوځاى شوي. 
گرانو وروڼو او خويندو! 
له دې فرصت په استفادې سره افغان ولس ته په عامه توگه او مجاهدينو ته په خاصه توگه څو توصيې لرم:
• په جهاد كي برخه واخلئ، د اسلام او هېواد په اړه خپل ايماني مسئوليت اداء كړئ.
 • په دې باور ولرئ چي يوازي د جهاد له لاري كولى شئ دښمن ته ماته وركړئ، له هېواده ئې بلاقيد او شرط وتلو ته اړه كړئ او د الله تعالى مرسته او تأييد ترلاسه كړئ. مه د دښمن له گواښونو وېرېږئ او مه دې ته طمعه لرئ چي د روغي جوړي او مذاكراتو دروغجن تبليغات كوي او غواړي په دې سره د مجاهدينو توجه له جهاد او مقاومت بل لوري ته واړوي.
 • خپل گوزارونه پر اصلي دښمن باندي تشديد كړئ، له افغاني اردو او پوليس سره يوازي هغه مهال په جگړي كي ښكېل شئ چي بله چاره نه وي، د ملي اردو او پوليس افراد تشويق كړئ چي د شهيد گل محمد پيلوټ په څېر عمل وكړي چي د خپل ټوپك خوله ئې د اشغالگرانو لوري ته واوړوله او په څو دقيقو كي ئې نه امريكايان جهنم ته ولېږل. 
 • د مجاهدينو مشران بايد دې ته متوجه وي چي هر مجاهد د دوى په لاس كي يو ستر الهي امانت دئ، د دوى ديني روزني ته بايد خاصه او جدي توجه ولري، كه په يوه لاس كي ټوپك وركوي په بل لاس كي بايد كتاب وركړي. بايد په دې پوه وي چي تر لسو بې علمه جنگياليو يو باهدفه او په دين پوه مجاهد غوره دئ، تل هڅه وكړئ چي صالح او نېك مجاهدين په خپلي خوا كي راغونډ كړئ، بې هدفه، غيرملتزم او بې تقوى مجاهدين په خپلو ليكو كي مه منئ، هغه مجاهد ته تر سلگونو جنگياليو زيات ارزښت وركړئ چي فدايي عملياتو ته چمتو كېږي. دوى بايد يوازي په داسي ځاى كي عمليات ترسره كړي چي اصلي دښمن ته زيات تلفات واړوي، نه دا چي د اجيري اردو يا وطن پلورونكو افغاني امريكايانو په ضد عملياتو ته سوق شي.
 • په داسي حال كي چي هر مجاهد به خپل ورور گڼئ، وحدت او گډ كار ته به ئې رابلئ، خو له هغو كسانو خپل برائت اعلان كړئ چي په خپلو غلطو كړنو سره د جهاد او مجاهدينو نېك نوم بدوي، په اختطافونو كي ككړ دي، په جوماتونو كي چاودني كوي، ملايان او معلمين وژني، د پلونو، مدرسو، مكتبونو، او كلينيكونو په څېر عام المنفعه تأسيسات تخريبوي، او په داسي ځايونو كي چاودني كوي چي تاوان ئې عام ولس ته رسېږي.
 • موږ بايد ټولو خلكو ته دا ثابته كړو چي دوستي او دښمني مو د خداى لپاره ده، تر هغه له يوه چا سره دښمني كوو چي له خداى، اسلام او د خداى له مظلومو بندگانو سره دښمني كوي، كله چي هغوى له دې دښمني لاس واخلي، خداى ته مخ كړي او جومات ته درومي، موږ خپله غېږ ورته پرانيزو، د دوست او ورور په سترگه ورته گورو، په جومات او جومات ته د تلو په لار كي له ډېر بد او سخت دښمن سره هم دښمني نه كوو او د غچ اخيستلو هڅه نه كوو.
 • مطمئن اوسئ چي شپه پاى ته رسېدلې، روڼ سباوون په راختو دئ، إن شاء الله جهاد به بري ته رسي، دښمن به ماته خوري، په خپلواك او آزاد افغانستان كي به د اسلام شين بيرغ رپېږي او زموږ د شهداوو سپېڅلي آرمانونه به تر سره كېږي، د هغي ورځي د رارسېدو په هيله:
ژوندي دي وي مجاهدين
رپانده دي وي د اسلام شين بيرغ
مړه دي وي د اسلام دښمنان 
حكمتيار
افغانستان
 14/1/1391



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd July, 2017