تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

داسلامی نهضت ۴۸ کلیزه نصرت مینه کی ولمانځل شوه!

2017-04-10

دحزب اسلامی افغانستان دتعلیم او تربیې دریاست تر اشراف او دقیس بن سعد (رض) دعالی لیسی تر اجرأت لاندې د وری میاشتی ۱۴ د دوشنبی په ورځ دحزب اسلامی دبختوره تاسیس اته څلویشتمه کلیزه دلمانځنی دپاره دلیسی په انګړ کی یوه پرتمینه غونډه و شوه. دغه غونډه دسهار په اته نیمو بجو د ورور قاری محمداسماعیل په تلاوت سره پیل شوه چې بیا دغونډې دیوتن انانسر ورور سراج الدین (حسن) له خوا په کې پیلېزه مقاله ولوستل شوه او دا ډول بل انانسر ورور فرید هم په دري ژبه یوه مقاله ولوسته. دغه غونډې ته دحزب اسلامی افغانستان دتعلیم او تربیې رئیس محترم شفق یار صاحب یوه هر اړخیزه او عالمانه اوپه زره پوری وینا وکړه او ویې ویل : اسلامی نهضت یوه ډله مخصلو ځوانانو دکابل پوهنتون له زړه څخه پیل کړ چې دغه ځوانانو هوډ کړای وه چې په ګران هیواد کې به کفر، الحاد، کمونیزم او بی دیني نه پریږدو،هماغه وو چې دغه مخلصو ځوانانو نه یواځی په افغانستان کې بلکی ټوله نړۍ کی یو لوی تغیر رامینځ ته کړ ، داسلامی نهضت ځوانان دظاهرشاه په دور کې کوم چې کمونستی احزابو ته رشد ورکړ راپورته شول، دا چې دنهضت ځوانان په اغلبیت کی شهیدان او خپل هدف ته رسیدلی نو ددغه مبارک نهضت ټول مسؤلیت زمونږ او ستاسو ځوانانو پر غاړه دی چې باید په شه توګه یې پر مخ بوځو، چې دهمدغه مبارک نهضت په سبب په نړۍ کی مختلف قیامونه او پاڅونونه وشول او ډیر مظلومان له طاغوتي نظامونو وژغورل شول . تر دی وروسته دحزب اسلامی افغانستان دنظامي کمیسیون مشر او دننګرهار ولایت پخوانی ولایتي امیر او جهادی شخصیت مولوی شمس الرحمن (دانشیار) عالمانه وینا وکړه او داسلامی نهضت دتأسیس او تیر جهاد ځینې مهمي پیښې یې وڅیړلي او ویي ویل ! داسلامی نهضت دپیاوړی او مجاهد مؤسس استاذ عبدالرحیم (نیازی) رحمه الله په وینا او قومانده دهیوادعموم علماء کرام دپل خشتی مسجد ته راجمعه شول او دوخت دمستبد شاهي رژیم پر خلاف چی غوښتل یې الحادي فکر ته لاره هواره کړهی یوه لویه مظاهره وکړه چې له دغه نهضت سره دعلماءکرامو ښکاره او پیاوړی اړیکه او ملګرتیا جوتوله، تر دې وروسته دحزب اسلامی افغانستان دشهدانو او معیوبینو د ریاست رئیس انجنیر صاحب طارق یوه هر اړخیزه او عالمانه وینا وکړه چې دجهاد او اسلامی نهضت مهم خاطرات پکي نغښتي ول . تر دې وروسته دقیس بن سعد رضی الله عنه دلیسې قدرمن مدیرصاحب شمس الحق (فیضی) یوه هر اړخیزه تاریخی وینا وکړه او داسلامی نهضت دتاریخ مهم اړخونه یی په ښه توګه بیان کړل چی ولی او دکوم هدف لپاره اسلامی نهضت تأسیس شو هغه وویل : اسلامی نهضت ځوانان دا حس کړه چې له بهر نه استعماری قوتونو لاسونه را اوږده کړی، غوښتل یی زمونږ ملی اواسلامی تشخص له مینځه یوسی، تر دې وروسته ددوهمي دورې دمکتب استاد قدرمن ورور مولوی صاحب عبدالرحمن هم یوه عالمانه وینا وکړه چې داسلامی نهضت د تأسیس او اهمیت په اړه وه هغه دافغانستان چپ لاسو ګوندونوته په نظر سره وویل چې بهرنیو غوښتل افغانستان کی دهر ډول اسلامی خوځښت په مقابل کې نور چپ لاسي ګوندونه وکاروی ، اسلامی نهضت په تأسیس سره د استعمار دغه هدف خنثی او دهیواد تر ټولو مؤثر او قوی حرکت همدغه اسلامی نهضت ثابت شو چې بیا یې وروسته دروسانو مقابل کی دغه لوی او ستر جهاد رهبری او روسان یی له ماتی سره مخامخ کړل ، په دغه غونډه کې دحزب اسلامي افغانستان یوه تکړه او انقلابی شاعر او دترنم بلبل او خوشحال دلیسې قدرمن مدیر فضل مولا تورکی په ترنم او هم په غیر ترنم سره یوڅوښکلی شعرونه زمزمه کړل چې غونډی ته یی ښکلا وروبخښله له توره کی صاحب سره یوبل علمی شخصیت چی دشهادت اخبار پخوانی اداری مسؤل ؤ (انجنیر نورالحق تورکی ) هم تشریف درلود. دغه غونډه کې دقیس بن سعد (رض) دنظم کمیټی او هم فرهنګی کمیټی فعاله ونډه لرله چې مشری یې دقدرمن استاد څارنوال نسیم ، قدرمن استاد فیض الرحمن(فیضی) او استاد محمدرومان (شیرزاد) پر غاړه وه، ددغه غونډې دسټیج جاری د ورور سراح الدین (حسن) ورور(فرید) انوارلحق له خوا پر مخ وړل کیدی، دغونډې دنظم له ځوانانو څخه په مننې ورور بختیار ، سیرت آمین، موسی احمدزی، نثار احمد، رضوان الله اونور یادولی شو. دغه غونډه کی دحضرت قیس (رض) دلیسی او ابتدائی ښونځیو ډیر متعلمین وروڼه چه ډیری یی په اروپایی هیوادو دافغانی مخلصو وروڼو اوسیدونکو له خوا دفیس په ورکولوسره تعلیم ته هڅول کیږی او دتعلیم زمینه هغوی ته برابرشوی دی په خپل نوبت سره تراني ، شعرونه اومقالی وویلی چه دځینو نومونه دا دی: احسان الله ، ذکریا، ذلکفل ، عمر عبیدالله، خطاب، انوارلحق او ملګری ، طالوت، طفیل، حدیث الله ، بشارت او نور. دغه غونډه کی دحزب اسلامی ددفترونو څخه ددعوت اوتنظیم ریاست ، امنیتی خدمات،نظامی ریاست، شهداوو معیوبینو ریاست، ښاروالی ، مهاجرینوآمریت، دجماعت علماء اسلام ریاست او اصلاحی کمیټه. ګډون کړای وه چې ټولوته کورودانۍ وایو. دغه غونډه دغرمی په دولس نیمو بجو دجماعت علماء اسلام دمشر قدرمن مولوی صاحب محمدعارف (منصور) په دعائیه سره پای ته ورسیدله . دغه غونډه کی ددغه غونډې یو لړ شاګردانو ته قدرمن دتعلیم او تربیی رئیس صاحب ، قدرمن خواجه صاحب عبدالحق ، قدرمن قوماندان صاحب حیدر، قدرمن استا فضل مولا(توره کی) او قدرمن مولوی احسان الله دابتدائی سرمعلم نقدي جایزی ورکړی چې ښه شعرونه ، ترانی او مقالي یی لوستی وي . ومن الله التوفیق

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017