تفصیل | شهادت 

22nd October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

كه په علمي ډگر كي د حكمتيار د مقابلې شوق لرئ چل به ئې زه دروښيم!!

محمد ادریس

2017-04-11

ځيني بې ځايه زورونه وهي، هسي ځان ستړى كوي، داسي ډبري لوړولو ته اړم شوي وي چي خوځولى ئې هم نشي. د حكمتيار د كتابونو په اړه د ځينو غبرگون همداسي دئ، دوى ته وايو: نه ئې سپكي سپوري او ښكنځلي د حل لار ده او نه كچه فتوى گاني، چاره ئې دا ده چي كوم كتاب ئې خوښ كړئ، په غور سره ئې ولولئ، د ترخې دوا تېرولو په څېر ئې ولولئ، كه په كوم ځاى كي داسي څه ومومئ چي ښيي ژباړه ئې له عربي پښتو يا فارسي ته ناسمه ده، په فيسبوك كي ئې واچوئ او خلكو ته ووايئ په عربي نه پوهېږي، دا ئې ثبوت! كه كوم آيت ئې ناسم ژباړلى يا تفسير كړى وي، د ټولو په وړاندي ئې كښېږدئ، كه كوم صحيح حديث ئې ضعيف او غير معتبر ښودلى وي افغانان پرې خبر كړئ، او بيا په جگ غږ او لوړي غاړي ووايئ: له استاد او مدرسې پرته څوك په كتاب نشي پوهېدى او د تفسير او حديث په اړه خو د څه ويلو حق هم نه لري، دا ئې زموږ شواهد!! حكمتيار ليكلي: ما بايبل ولوست پرې پوه شوم، حيران يم چي يو عقلمن انسان څنگه داسي كتاب ته د يوه سپېڅلي الهي كتاب په سترگه گوري چي له خرافاتو ډك دئ!! ما د داوطلبي امتحان لپاره د يولسم ټولگي ټول كتابونه له استاد پرته د ژمي په رخصتيو كي او اكثر ئې يوازي د روژې په مياشت كي ولوستل، د الجبر، فزيك، كيميا، بيولوژي، تاريخ، جغرافيه، دينيات... په څېر كتابونه، پرې پوه شوم، امتحان مي وركړ، كله چي ئې د آزمويني نتائج راكړل نو په ټولو مضامينو كي زما نمرې تر ټولو هغو زده كوونكو زياتي وې چي همدا كتابونه ئې په نهو مياشتو كي له استادانو مخامخ لوستلي وو، او په دې توگه زه له لسم ټولگي مخامخ دولسم ته ولاړم او د دولسم ټولگي اول نمره شوم!! د دينيات مضمون استاد مي مولوي سراج الدين شهيد وو، زما د دنيات پارچه ئې د تخارستان مدرسې طالبانو ته ښودلې وه او ورته ويلي ئې وو: دا د ليسې د يوه متعلم ځوابونه دي، خپله پوه ورسره مقايسه كړئ. څوك چي خلكو ته وايي: له مدرسې بهر او له استاد پرته نه څوك په قرآن پوهېدى شي او نه په حديث، هغوى دروغ وايي، دا له ځانه جوړي شوې كچه خبري دي، په دېوال ئې ووهئ، هغه څوك ئې كوي چي د خپل دكان غم ورسره دئ نه د دين غم. كه په ليك لوست پوهېږئ خو په عربي نه پوهېږئ نو د قرآن ترجمه، تفسير او د حديث شرح په هغي ژبي كي ولولئ چې پرې پوهېږئ. هيڅكله دا گمان مه كوئ چي په دين د پوهېدو لپاره مجبور يئ خپله دنده پرېږدئ او په كومي مدرسې كي سبق ووايئ. انجنير، ډاكټر، بزگر، كارگر، معلم، مدير، مأمور، افسر او عسكر او هر باسواد انسان كولى شي د كتاب له مخي هم په قرآن پوه شي او هم په حديث. كه په كوم كتاب كي احياناً له داسي مورد سره مخامخ شوئ چي پرې پوه نشوئ نو له بل پوښتنه وكړئ. داسي موارد به يوازي د هغه چا په كتاب كي ومومئ چي پياوړى او موفق ليكوال نه وي. موږ خپل كار ته پرېږدئ، كه سم كار مو وكړ له تاسو ئې اجر او بدله نه غواړو، كه مو اشتباه وكړه الله تعالى ئې له تاسو پوښتنه نه كوي، تاسو لا پيدا شوي نه وئ چي د حزب اسلامي مخلصو مجاهدينو د الله تعالى په لار كي دعوت او جهاد پيل كړ. موږ د خير په هيڅ كار كي ستاسو نه مانع كېږو، كه له كافرانو او د دين له دښمنانو سره جهاد كوئ موږ درته د توفيق دعاء كوو، خو كه مسلمان وژنه كوئ نو دعاء كوو چي الله تعالى ستاسو سترگي ړندې او لاسونه قطع كړي. كه تاسو د د اسلام د دښمنانو هري پوښتني ته ځواب ووايئ موږ مو ملاتړ كوو. په تاسو څه شوي چي د دښمنانو د ټولو فكري يرغلونو په وړاندي ساكت يئ او د ويلو او ليكلو لپاره هيڅ څه په خپلي كڅوړي كي نه لرئ خو چي حزب اسلامي ئې مقابله كوي نو تاسو د خپل زړه او خولې ټول زور د حزب په ضد كاروئ او د هر ښه كار په ضد ئې بډي رابروهئ؟!! گورئ! هر مسلمان چي ستاسو په لاس ووژل شي نو الله تعالى به له قاتلانو يا په خپله انتقام اخلي يا د شهيد د ملگرو په لاس، تاسو د بغلان نوميالى مجاهد مشر حاجي علم جان شهيد كړ لا څو ورځي نه وې تېري شوې چي ستاسو والي ملا عبدالسلام له څو ملگرو سره ووژل شو، تاسو د نرخ خدايپال مجاهد عزيز الله عارف په بې مروتۍ سره ترور كړ خو لنډه موده وروسته په همدې نرخ كي ستاسو مشهور قاتل ملابشير ووژل شو.

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd October, 2017