تفصیل | شهادت 

26th May, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اسلامی نهضت ۴۸می کلیز په ویاړ جوړی شوې غونډی راپور: حزب اسلامی لغمان ولایتی دفتر

راپور

2017-04-10

بسم الله الرحمن الرحیم

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (سوره احزاب)

د افغانانو له فطری خواصو ثابته شوې چې دوي د اسلام مبارک دین ته ژمن وفادار او د اسلامی نظام په راوستو کې له هیڅ راز قربانیو مخ نه ګرځونکی ګڼل شوي کله چې شاهی او کودتايي نظامونو ګران هیواد افغانستان کې د کمونیستی ناولو افکارو فعالیتونه پیل کړل له خدایه منکرو همدې سره ممبر آزان او الله تعالی ته سر ټیټونکي مجریم وګڼل په ښونځیو کې معلمین شاګردان د کمونیستی عقیدې خاوندانو ونیول ژوندي يي تر خاورو لاندې کړل همدا وو چې په پوهنتونونو کې خدایپالو مجاهدو مبارزه پیل کړه په لیلیو استوګن ځایونو کې ئ د حق ناري پورته کړي هغوي چې په مجاهدینو د مکتب سوځونې بی بنسټه تور پوری کوي ورته وایوو راشي چې له حقایقو مو خبر کړو که زمونږ معلم شاګرد ملازیم د پوهنتون استاد محصل پدې نامه چې تاسو خدای تعالی پیژني او احکام ئ پلی کوي ژوندي تر خاورو لاندي په بی رحمی ئ شهیدنولی شی نو ایا غوره نه ګڼي چي د همدې شهیدانو انتقام د واخیستل شی د الله تعالی د احکامو د پلی کیدا او د شهیدانو کونډو یتیمانو معیوبینو د ارمانونو د تحقق په موخه تنکیو ځوانانو پوهنتونونو کې پټی مشوري پیل کړي او په نتیجه کې ئ د اسلامی نهضت دتائسیس فیصله وکړه د اسلامی نهضت د حق حماسی ازانګۍ تر ولایاتو پوهنتونونو مساجیدو ورسیدي دغه سپیڅلی اواز مو هیوادوال راویخ او دباطل په وړاندې ئ ودرول د اسلامی نهضت دولس کسیزه موئسسین د یوه درانه اسلامی مسولیت په اساس له راز راز تکالیفو سره مخ شول ان چې دکورنی غړي ئ شهیدان شول په هغه کال د پوهنتون یو نوی زدکړیال چې اوس هم ژوندې ده د خپلو سترګو لیدلې حال داسی بیانوي وائې د کابل پوهنتون کې مو دریمه میاشت وه کمونیستانو به هغه چا چي لمونځ کاوه حتا په لیلیه کې ډوډی هم نه ورکوله کله به چې له درسی خونو نه استوګن ځایو ته ستانه شو مونږ به د ملګرو په ورځو او شپو انتظار کاوه چې نن یا سبا به رازی خو دغه لمونځ کونکي محصلین به بی رحمو کمونیستانو لا وختی شهیدان کړې وه ان چې داسی وخت راغې بی حسابه بی صاحبه بیکونه له جامو ډک مو د اطاقونو په دهلیزونو کې په سرو وینو ککړ ولیدل له خولی مې نا څاپه د تکبیر چیغه راووته او له همدې دردناک ویرونکی حالت کې په سلګیو سلګیو می پوهنتون سره خدای پامانی وکړه او د اسلامی نهضت د سرکښانو لار مې تعقیب کړه په همدې موخه د اسلامی نهضت د موئسیسینو د ډلی شهید مولوی حبیب الرحمن ټاټوبی لغمان کې د اسلامی نهضت د ۴۸می کلیزی په ویاړ د حزب اسلامی لغمان ولایتی دفتر په نوښت یوه شاندار پرتمینه غونډ تریب کړه چې د هیواد له مختلیفو ولایاتو کابل کنړ ننګرهار نورستان میدان ښار لوګر کاپیسا کندز نه راغلو مجاهدینو علماو قومی مشرانو پکې له ۳۶۰۰ وه زیاتو ګډونوال راغلی وه غونډه د قاری صاحب عبیدالله په خواږه اواز د کلام الله په تلاوت پیل شوه لمړی غونډی ته د لغمان حزب اسلامی په نمایندګی د لغمان د انسجام منتخب مسول مولوی صاحب رحمت الله مسلیمیار د اسلامی نهضت د ۴۸می کلیزی په مناسبت جوړی شوي غونډي ته د پرانیستی وینا ترڅنګ د اسلامی نهضت شهیدانو په تاریخی کردار او قربانیو عالمانه وینا وکړه ورپسی مولوی صاحب عبدالقهار او د کنړ ولایت مرستیال قاضی صاحب محمد نبی احمدی د غونډی ګډونوالو ته خپله وینا واوروله د لغمان ولایت والی صاحب په استازولی قاری عبدالاحد عتید غونډه وستایله او د حزب اسلامی دروند امیر حکمتیار صاحب د بین الافغانی سولی د ملاتړ ډاډ ترڅنګ د همکاری ژمنه وکړه او وئ ویل ټول امت خصوص افغان ولس د حکمتیار صاحب د څرګندیدا په انتظار شیبی شماری د روښان لیسی مدیر حمیدیار د غونډی ګډونوالو ته خپل شعر واوره او د حزب اسلامی کنړولایت نماینده الحاج حبیب الله یار ملا خان مسلیمیار د غونډی ۳۶۰۰ ګډونوالو ته عالمانه وینا و کړه وئی ویل که د اسلامی نهضت موئسسینو دا سپیڅلی مبارزه پیل کړی نه وای اوس به مونږ هم د روسی مستعمره وو د اولادونو نومونو کی به مو د خرشوف ګربچوف کلاشینکوف اسطلاحات کاریدل مسلیمیار صیب د لغمان با احساسه مجاهد ولس نه مننه وکړه چی یوه ستره شانداره غونډه مو د هیواد په کچه دا ۱۶و کلونو کی په لمړی ځل د حزب اسلامی له رسمی ادرسه دائیره کړه غونډی ته د محصلینو اسلامی ټولنی لغمان ولایتی مسول قاری احمد خان او اجرایه غړی انجنیر محمد نعیم رحیمی په خوږو اوازونو ترانه زمزمه کړه قاضی صاحب فیضان الله فیصل د شهید مولوی حبیب الرحمن کورنی په استازولی خبری وکړی د کنړ ولایتی شورا په استازولی وکیل الحاج جمال الدین سیار د خپلی وینا تر څنګ د ستر جنرال مرحوم غازی کشمیر خان د ځای ناستی الحاج نور الرحمن پیغام د غونډی ګډونوالو ته واوروه او د غونډی ګډونوالو د تکبیر په نارو ئ پیغام بدرګه کړ په نوموړی پیغام کی د اسلامی نهضت د ویاړ او وقار له ډکو قربانیو ستاینی ترڅنګ د اسلامی نهضت د موئسیسنو له دولسو غړو یولس شهیدان شوي یواځی د افغان ولس د سپیڅلو جهادونو د امت ویاړلی رهبر د حزب اسلامی افغانستان امیر ښاغلی ګلبدین حکمتیار ژوندی ده چي د هر یرغلګر پوړاندی لکه سپر دریدلی لکه څنګه مو چې مشر ورور ستر جنرال مرحوم کشمیر خان خپل امیر حکمتیار صاحب ت وفادار پاتی شوې وه همدا رنګه مونږ هم خپل معزز رهبر ته د هر نوع همکاری ډاډ ورکو او له حکیمانه فیصلو نه ئ ملاتړ کوو د لغمان مجاهد ولس او د حزب اسلامی ولایتی امر الحاج حبیب الله امیدی او د مرحوم تورن عبدالغفار ځای ناستی قومندان مصطفی طوفان او ځوانانو نه مننی سره د داسی سترو غونډو د جوړیدو د دوام غوښتنه وکړه د حزب اسلامی انسجام مسول قاضی عبدالحی فقیری هم وینا وکړه د ځوانانو علمی او اسلامی ټولنی کنړ ولایتی مسول خوږ ژبی شاعر کاتب شاه کاتیب خپل حماسی شعر د غونډی ګډونوالو ته واوروه همدا رنګه انجنیر صاحب حبیب الرحمن حکمتیار د غونډی ګډونوالو ته خپله وینا واوروله او د اسلامی نهضت تائسیس ئ له وخت سره سمه پریکړه وګڼله او همدی سره ئ د هیواد په هر اړخیزه چارو خبری وکړي , او د لغمان مجاهد ولس په نمایندګی ئ د حزب سلامی لغمان ولایتی امر الحاج حبیب الله امید او جهادی قومندانانو قومی مخورو شخصیتونو د غونډی له ټولو ګډونوالو خصوص د حزب اسلامی ځوانانو علمی او اسلامی ټولنی مسول ډاکټر عبدالشکور داودزی او غړو نه مننه وکړه چې دې ستری غونډی په دائیریدو کی ئ نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی ورپسی د حزب اسلامی د ځوانانو علمی او اسلامی ټولنی لغمان فرهنګی غړی څارندوال سیف الله خپل شعر د غونډی ګډونوالو ته واوروه او په اخیر کی غونډه د مولوی صاحب ذبیر اختیتامی دوعا ترڅنګ له ولایاتو راغلو میلمنو او د غونډی له ګډونوالو ټول لغمان مجاهد ولس د غونډی له تنظیمونکو د ملکی ادارو راغلو قدرمنو رئیسانو امنیتی ادارو نه په مننی غونډ په خپله دوعایه سره پای ته ورسوله.

وسلام

په درنشتث



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

26th May, 2017